کرېکټ: افغانستان سريلانکا ته په ۹۱ منډو ماته ورکړه

کرېکټ: افغانستان سريلانکا ته په ۹۱ منډو ماته ورکړه

د اسيا کرېکټ جام سياليو په درېيمه لوبه کې افغانستان سريلانکا په ۹۱ منډو ماته کړه. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه. سريلانکا ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړي، ټوله لوبډله يې په ۴۲ اوور کې د ۱۵۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان د پيل لوبغاړو ښه لوبه وکړه. رحمت شاه زرمتی، په ۹۰ توپونو ۷۲ منډې وکړې. د ده تر څنګ احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهيدي ۳۷ او محمد شهزاد ۳۴ منډې وکړې

.

يو مهال افغان لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ منډې لرلې خو په وروستيو ۱۰ اورونو کې يې په ۶۶ منډو نورې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.

د سريلانکا د توپ وهنې پيل ښه نه و، د پيل وېکټه يې د لومړني اوور په دوهم توپ له لاسه ورکړه. د دوی هېڅ لوبغاړي ونشوای کړی چې پنځوسيزه بشپړه کړي. د سريلانکا لپاره اوپل ترنګه ۳۶، تيسارا پرېرا ۲۸ او ډي سېلوا ۲۳ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه. مجيب ځدراڼ، راشد خان، محمد نبي، او ګلبدين نايب هر يوه دوې دوې وېکټې واخيستې.

د اسيا کرېکټ تېر جام سريلانکا ګټلی و خو داسې ښکاري چې دا ځل يې په دې سياليو کې سفر همدلته پای ته ورسېد.

افغانستان د نننۍ سيالۍ په ګټلو سره دوهم پړاو ته لار ومونده، راتلونکې لوبه يې د پنجشنې پر ورځ له بنګله دېش سره ده.

 

لوستل شوی 222 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي