اسیا کپ ۲۰۱۸: افغانستان خپله لوبډله اعلان کړه

اسیا کپ ۲۰۱۸: افغانستان خپله لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د ۲۰۱۸ اسیايي جام له پاره خپله لوبډله اعلان کړه. د ۲۰۱۸ اسیا کپ ټورنمنټ د سپټمبر په ۱۵ مه په دوبۍ کې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۸مې به دوام وکړي.

د ۲۰۱۸ اسیا کپ سیالیو له پاره تر دمګړۍ له سریلنکا پرته نورو ټولو هېوادونو د خپلو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی

.

د افغان کرېکټ بورډ ادرې د معلوماتو له مخې، اصغر افغان، شهزاد محمدي، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت شهیدي، محمد نبي، ګلبدین، راشد، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سمیع الله شینواری، منیراحمد کاکړ، سیداحمد شېرزاد، شرف الدین اشرف او وفادار مومند به په ۲۰۱۸ اسیا کپ سیالیو کې په افغان لوبډله کې ولوبېږي.

په دغه ټورنمنټ کې ټولې ۶ لوبډلې برخه اخلي چې پنځه (افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دېش) یې وار دمخه په نښه شوي او شپږمه لوبډله به یې د هانکانګ، مالیزیا، نیپال، عمان، سینګاپور او عرب اماراتو له لوبډلو ټاکل کېږي.

داسې چې د دویمې کټګورۍ شپږ لوبډلې پخپلو کې لوبه کوي چې د سر لوبډله یې د ۲۰۱۸ کال په اسیايي لوبو کې د سیالي جوګه کېږي.

شپږ واړه لوبډلې پخپلو کې پر دوو ګروپونو وېشل کېږي:

الف ګروپ:

ب ګروپ:

پاکستان

سریلنکا

هندوستان

افغانستان

کوالیفای کېدونکې لوبډله

بنګله دېش

په دواړو ګروپونو کې د سر دوه لوبډلې نېغ په نېغه ۴ غوره لوبډلو ته لار پیدا کوي چې پخپلو کې لوبه کوي او په ډله کې یې لومړۍ او دویمه لوبډله معلومېږي.

په سږني اسیا کپ لوبو کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې د سپټمبر په ۱۹مه یوه له بلې سره مخامخېږي.

که دواړه لوبډلې څلور غوره لوبډلو ته لار ومومي، بیا هم سره مخامخېدای شي.

 

د هندوستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ پر لوبه تر ډېره سیاسي فضا حاکمه وي او هره لاسته راوړنه یې د مینه والو له خوا په شور او ځوک بدرګه کېږي.

د ۲۰۱۸ اسیا کپ ټورنمنټ په سیالیو کې ټولې ۱۳ لوبې کېږي.

تاکل شوې وه چې د ۲۰۱۸ اسیا کپ ټورنمنټ په هندوستان کې وشي، خو د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د اړیکو خړپړتیا له امله متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوی دی.

په ۲۰۱۸ اسیا کپ کې د افغانستان لومړۍ لوبه له سریلنکا سره ده چې د سپټمبر په ۱۷مه په ابوظبۍ کې کېږي.

 

لوستل شوی 52 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي