ای سي سي د افغانستان غوره لیګ په رسمیت وپېژاند

ای سي سي د افغانستان غوره لیګ په رسمیت وپېژاند

تر دې وړاندې په افغانستان کې د کرېکټ کورنۍ سیالۍ د "شپږېزې" تورنامنټ په نامه ترسره کېدلې.

خو دا سیالۍ د "ای سي سي" لخوا په رسمیت نه وې پېژندل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د "ای سي سي" لخوا په رسمیت پېژندل کېدو ګټه به دا وي چې تر دې وروسته د نورو هېوادونو لوبغاړي کولی شي د خپل کرېکټ بورډ په خوښه د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي

.

پر دې برسېره، له دې وروسته به د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د غوره لیګ په سیالیو کې نېغ په نېغه ښکېله وي او د لوبڅارو په ګومارنه او نورو اړونده برخو کې به ورسره مرسته کوي.

یاد دې وي چې راتلونکي لوبیز کال کې به د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ کې ټولټال پنځه لوبې ګډون کوي.

سږ کال دا لوبې د اکتور میاشتې له پنځمې تر ۲۱مې نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو لپاره د لوبډلو د اخیستلو بهیر دوام لري او د دې میاشتې تر پایه به بشپړ شي.

د کرېکټ شنونکي وایي، د "ای سي سي" لخوا د افغانستان د غوره لیګ په رسمیت پېژندنه د دې هېواد د کرېکټ لپاره یو بل مهم پرمختګ دی.

افغانستان تېر کال له اېرلنډ سره یو ځای د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه، او په تېر جون میاشت کې یې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه هم د هند پر وړاندې ترسره کړه.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي وار د مخه د نورو هېوادونو په غوره لیګونو کې لوبېږي.

دا مهال راشد خان، محمد نبي عیسی خېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان د انګلستان د کرېکټ غوره سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبه کوي.

 

لوستل شوی 135 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي