افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه

افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۴۵ منډو وګټله.

د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې خو بنګله دېش ونکړای شول هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې د ۱۲۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل

.

د افغانستان توپوهونکو په پيل کې که څه هم وېکټې وساتلې خو د منډو جوړولو سرعت يې ډېر چټک نه و، يو مهال داسې ښکاريده چې افغانستان ښایي تر ۱۵۰ ډېرې منډې ونه کړي خو سميع الله شينواري او شفيق الله شفق د لوبې په وروستيو څو اورونو کې د لوبې بڼه بدله کړه.

په افغان لوبغاړو کې شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو ۴۰، سميع الله شينواري په ۱۸ توپونو ۳۶، عثمان غني په ۲۴ توپونو ۲۶، اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۲۵ او شفيق الله شفق په ۸ توپونو ۲۴ چټکې منډې وکړې.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره محمد الله او ابو الحسن دوې دوې وېکټې واخيستی، د دوی تر څنګ ابو جايد، روبل حسين او شکېب الحسن يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

مجيب ځدراڼ افغانستان ته په توپ اچوونه ښه پيل ورکړ او په لومړي توپ يې د بنګله دېش تکړه لوبغاړی تميم اقبال وسوځاوه، خو هغه راشد خان و چې د بنګله دېش د بټېنګ ملا يې ماته کړه. نوموړي درې لوبغاړي وسوځول او يو کچ يې واخيست.

د راشد خان تر څنګ شاپور ځدراڼ درې، محمد نبي دوې، مجيب ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د هند په دهرادون کې روانې دي. راتلونکې لوبه د جون پر پنځمه نېټه سې شنبې ترسره کېږي.

 

لوستل شوی 175 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي