افغانستان د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه وګټله

افغانستان د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه وګټله

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه کې افغانستان وېسټ انډيز ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او په ۴۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانېده چې په ۴۱ اورونو کې يوازې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړي او پايلوبه وګټي

.

د لوبې پيل د وېسټ انډيز لپاره ښه نه و، د پيل لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل خو د منځ لوبغاړو ښه لوبه وکړه، رومن پاول ۴۴ او شېمرون هېټميار ۳۸ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکي يو ځل بيا ښه وځلېدل، مجيب ځدراڼ څلور، ګلبدين نايب دوې، دولت ځدراڼ، شرف الدين شرف او راشد خان يوه يوه وېکټه واخيسته.

شهزاد محمدي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي په ۹۳ توپونو ۸۴ منډې وکړې. د ده ترڅنګ رحمت شاه ۵۱ ، ګلبدين نايب ۱۴، سميع الله شينواري ۲۰ او محمد نبي ۲۷ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان د سلو ویکټو اخیستلو سره نوی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي په ۴۴ لوبو کې ۱۰۰ وېکټې ترلاسه کړې.

په روانو سياليو کې افغان لوبډلې وړاندې هم وېسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به په راتلونکو نړيوال جام سياليو کې چې په انګلينډ او وېلز کې کېږي ګډون کوي.

 

لوستل شوی 374 ځله Last modified on یکشنبه, 05 حمل 1397 19:49

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي