کرېکټ: افغانستان د ۲۰۱۹ کال اتلولیو ته لار ومونده

کرېکټ: افغانستان د ۲۰۱۹ کال اتلولیو ته لار ومونده

افغان ملي لوبډلې ایرلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو د غوراوي پایلوبې او نړیوالو اتلولیو ته ووت.

افغانستان به په پایلوبه کې له ویسټ انډیز سره مخامخ کېږي.

د نننۍ لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی بیټینګ ته ودرېدل. د دوی لوبه ورو وه، خو د افغانستان لخوا ښه توپ اچوونه وشوه. ایرلنډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې

.

د افغانستان لخوا راشد خان ۳ او دولت ځډراڼ ۲ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ له لوري سټرلینګ تر ټولو ډېرې ۵۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان په توپ وهنه کې ښه پیل وکړ، شهزاد او ګلبدین نایب دواړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۸۶ منډو پارټنرشیپ یا ملګرتیا وکړه. محمد شهزاد په ۵۴ منډو ویکټه له لاسه ورکړه. نایب بیا ۴۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله د لوبې په وروستۍ نیمه کې وارخطا معلومېده، ځکه فشار پرې زیات و، خو لوبغاړو ټولو ونډه واخیسته بالاخره یې په ۵ ویکتو له ایرلنډه لوبه وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد ونومول شو چې د افغانستان لپاره یې په توپ وهنه کې ښه پیل وکړ.

افغانستان په روانو لوبو کې له ویسټ انډیز او اماراتو لوبې ګټلې وې. دا ورته مهمه او پرېکنده لوبه وه.

 

لوستل شوی 341 ځله Last modified on جمعه, 03 حمل 1397 23:14

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي