کرېکټ: د افغانستان بشپړ غړيتوب دايمي شو

کرېکټ: د افغانستان بشپړ غړيتوب دايمي شو

د افغانستان کرېکټ بورډ بي بي سي ته ویلي چې د کرېکټ نړيوالې شورا يې بشپړ غړيتوب دايمي کړ.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل د بي بي سي پښتو تلويزيون د لوبو اوونيزې خپرونې ته وويل " يو ښه خبر دا لرم چې د افغانستان بشپړ غړيتوب نور دايمي شوى او له دوه کلن او درې کلن حالت نه وتلى دى. زموږ بشپړ غړيتوب نور تر سوال لاندې نه دى او نه هم په شرايطو پورې تړلى دى."

دا خبر په داسې وخت کې راغى چې د ٢٠١٩ کال نړيوالو اتلوليو ته د افغانستان د رسېدا هيلې په مات پاڼ ولاړې دي

.

افغانستان په زمبابوې کې د غوراوي د لوبو په ترڅ کې خپلې لومړنۍ درې لوبې په حيرانوونکې توگه وبايللې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د يوې اعلاميې په خپرولو له ولسه د لوبډلې د خرابې لوبې له امله بخښنه وغوښته.

د اصغر نشتوالى

د بورډ مشر عاطف مشعل د بي بي سي پښتو تلويزيون د لوبو اوونیزې خپرونې ته چې د جمعې پر ورځ خپريږي وويل " د لوبډلې لوبه د هيلو خلاف وه، تمرينونه مو ورته نيولي و، روزونکي مو مشهور او څلور نړيوال روزونکي وو، لوبډله له هر پلوه تياره وه، که لوبې وې که نورې اسانتتياېې وې، خو له بده مرغه کپتان، اصغر ستانکزى، ناروغه شو، د هغه نشتوالى پر لوبو غټ اثر لاره."

له ښاغلي مشعله وپوښتل شول چې د دې پايلو مسوليت د چا په غاړه دى، ده وويل" لا معلومه نه ده چې لوبډله راشي له ټولو ښکېلو اړخونو به پوښتنې کېږي، اداري برخې ، سلېکشن يا د لوبډلې د ټاکنې څانگه، ټولې به خپلې خبرې کوي له هغه وروسته به اصلي مشکل پيدا کوو. ولس ته ډاډ ورکوم ،ژمنه ورکوم چې واضح ځواب به ولرو. هر څوک که مسوول و ځواب به وايي که يې له دندې ناغېړي ثابته شوه له دندې به لېرې کېږي".

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر وويل چې د مينه والو ناهيلي درک کولى شي خو ټينگار يې دا و چې مشکل به پيدا کوي. ده د لوبغاوړ په اړه وويل چې ډېر خپه دي.

بخښنه

د افغانستان کرېکټ بورډ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې له ولسه بخښنه غوښتې وه. عاطف مشعل له بي بي سي سره په خبرو کې وويل " زه د ادارې مسوول يم خو ټولو کارونو کې ښکېل نه يم او هر څه ما پورې اړه نه لري خو بيا هم شخصاً له ولسه بخښنه غواړم او ورته وايم چې کرېکټ ختم نه دى موږ به ژمن يوو او دا لوبه به په افغانستان کې غوړېږي."

د ٢٠١٩ کال د غوراوي په لومړي پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه له نيپال سره ده خو تر وړاندې يې له سکاټلنډ، زمبابوې او هانگ کانگ څخه خپلې لومړنۍ درې لوبې وبايللې.

 

لوستل شوی 229 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي