کرېکټ: د مجیب ځدراڼ له نړیوال ریکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان بری

کرېکټ: د مجیب ځدراڼ له نړیوال ریکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان بری

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن کې د یوې بریالۍ لوبې پایله کې له دوو ریکارډونو جوړولو سره سره له زمبابوې نه د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله. د نننۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله، خو لوبغاړي یې و نه توانیدل تر ډېره میدان کې پاتې شي او خپلو افغان سیالانو ته لوی هدف وټاکي.

زمبابوې لوبغاړي یو په بله پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۳۸ اورونو کې د ټولټال ۱۳۴ ټولټال منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه

.

افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ وتوانید په دغه لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي او دې سره نوموړی د نړۍ تر ټولو کم عمره لوبغاړي ریکارډ په خپل نامه کړ، چې په یوه ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې تر لاسه کوي.

له دې مخکې دغه ریکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار یونس په نامه و، خو د وقار یونس عمر د هغه ریکارډ جوړولو پر مهال څه باندې ۱۸ کاله و او ځدراڼ اوس ۱۶ کلن دی.

د بېټینګ برخه کې هم د افغان اوپنرانو لوبه خورا په زړه پورې وه او شهزاد محمدي چې له اوږدې مودې بندیز وروسته د کرېکټ ډګر ته ستون شوی وتوانېد له ملګري لوبغاړي احسان الله جنت سره په شریکه له هېڅ زیان پرته هدف تر لاسه کړي او لوبه وګټي.

جنت دغه لوبه کې ۵۱ منډې درلودې او شهزاد د ۷۵ منډو له جوړولو سره دویم ریکارډ جوړ کړ.

شهزاد محمد له خپل هېوادوال لوبغاړي محمد نبي وروسته دویم افغان لوبغاړی شو، چې نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي. مجیب ځدراڼ به د ۴۰ میلیونو هندي روپیو بدل کې د سږ کال لپاره د هند ای پي ایل سیالیو برخه وي.

دغه سیالۍ د متحدو عربي اماراتو شارجه کې وشوې.

 

لوستل شوی 231 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي