ننګرهار: کرېکټ لوبغالي کې چاودنې درې لوبغاړي ووژل

ننګرهار: کرېکټ لوبغالي کې چاودنې درې لوبغاړي ووژل

د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې نن 'جمعه فبرورۍ نهمه ' مازديګر ناوخته د کرېکټ يو ځايي لوبغالي کې چاودنې درې تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.

چارواکي وايي، چاودنه مازديګر ناوخته څه کم پنځه بجې د چهاردهي سيمې د کرېکټ په يو لوبغالي کې داسې مهال شوې چې د کرېکټ لوبه په کې روانه وه.

د بټي کوټ ولسوال نعمت نورزي بي بي سي ته وويل، چاودېدونکي توکي د لوبې له پيله مخکې د پیچ په منځ کې ايښودل شوي و

.

هغه وویل:

''د کرېکټ لوبه روانه وه چې چاودنه وشوه، چاودېدونکي توکي د پيچ په منځ کې اېښودل شوي وو. ''

د ننګرهار د والي وياند وايي، وژل شوي کرېکټ لوبغاړي دي چې يوه يې زده کوونکی او دوه يې د پوهنتون محصلين وو.

عطاء الله خوږياڼي بي بي سي سره خبرو کې زياته کړه چې نن د رخصتۍ ورځ وه او ګڼ ځوانان د ساعت تېرۍ لپاره دغه ځای کې ټول شوي وو چې چاودنه شوې.

هغه زياته کړه:

''نن ګڼ خلک چې رخصتي وه، د کرېکټ لوبې کولو او لوبې سيالۍ لپاره ټول شوي وو چې چاودنه رامنځته شوې. درې لوبغاړي په کې وژل شوي او دوه نورټپيان دي. ''

ښاغلي خوږياڼي، د يو ژوبل روغتيايي وضيعت د اندېښنې وړ وباله.

تر دې دمه د پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

بټي کوټ د ننګرهار يوه له نا امنو ولسوالیو ده چې د وسله والو طالبانو نفوذ په کې ډېر او وخت ناوخت ترې د ناامنیو او پېښو راپورونه ترلاسه کېږي.

 

لوستل شوی 127 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي