مجیب ځدراڼ په آی پي ال کې په حیرانونکې بیې وپیرودل شو

مجیب ځدراڼ په آی پي ال کې په حیرانونکې بیې وپیرودل شو

مجیب ځدراڼ او ظاهر خان هغه دوه لوبغاړي دي چې تر راشد خان او محمد نبي وروسته به په لومړي ځل په آی پي ال کې لوبیږي.

د هند د ۲۰۱۸ کال د سترو تجارتي لوبو لپاره د لوبغاړو دوه ورځنی پېر او پلور ( بولي- اکشن) په بنګلور کې د یکشنبې په ورځ ( جنورۍ ۲۸) ختم شو. شاوخوا ۵۸۰ نړیوال او بهرني لوبغاړي د آی پي ال بولي‌ ته پېژندل شوي‌ وو چې لس افغان هم په کې وو

.

د بولي په اوله ورځ‌ له یو لړ چنې وهلو وروسته د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په نهه میلیونه هندۍ روپیو (۱۴۱۵۷۰۰ ډالره) راشد خان وپلوره. راشد خان تېرکال هم له همدغې لوبډلې سره لوبېدلی و.

خو د بولي په دویمه ورځ‌ درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان واخیستل شول. خو د مجیب ځدراڼ اخیستل ډېرو ته حیرانوونکي وو.

د افغانستان د ۱۹-کلنو لوبډلې ۱۷ کلن ورو توپ اچونکی مجیب ځدراڼ د آی پي ال په بولي کې ښه بازار درلود. د ډیلي ډرډیولز او پنجاب لوبډلې د مجیب اصلي خریداران وو. خو پنجاب په ۶۲۹۲۰۰ ډالره وپلوره.

مجیب ځدراڼ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلو په بریاو کې مهم رول لوبولی دی. تېرکال د اسیا د ځوانانو جام په سیالیو کې د غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په سر کې و. تېره اونۍ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د کوارټرفاینل په لوبې کې د نیوزلنډ څلور مهم لوبغاړي وسوځول او افغانستان ته یې د بري‌ لاره خلاصه کړه.

د ده کمال دا دی چې د راشد خان غوندې ګوګلي توپ اچونه هم کولی شي او کرام بول توپ اچونه هم کولی شي چې منډه جوړونکي ته لوی سرخوږي وي. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې مخکني روزونکي دولت احمدزي مجیب ځدراڼ د کرکټ کتاب بولي.

محمد نبی بیا هم له خپلې مخکنۍ لوبډلې سنرایزر حیدر اباد سره لوبیږي،‌ سنرایرز حیدر اباد به محمد نبي ته د هغه د لوبو لپاره ۱٥۷۳۰۰ ډالره ورکوي.

 

بل افغان لوبغاړی چې په آی پي ال کې به لوبیږي ظاهر خان دی. د هند د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ظاهر خان په ۹۴۳۸۰ ډالرو وپلوره.

 

 

ظاهر خان د افغانستان په ملي لوبډلې کې هم لوبېدلی او دا مهال د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې ده. دی د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم ولوبېده.

دا لومړی ځل دی چې څلور افغان لوبغاړي د آی پي ال په سیالیو کې لوبیږي. د آی پي ال سیالیو په لست کې د افغانستان د لسو لوبغاړو نومونه شامل کړل شوي‌ وو، چې محمد شهزاد، نجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب او شفیق الله شفق هم په کې وو.

 

لوستل شوی 329 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي