راشد خان د هند غوره ليګ کې وپېرل شو

راشد خان د هند غوره ليګ کې وپېرل شو

د افغانستان تکړه توپ اچوونکی راشد خان ارمان د هند غوره ليګ سياليو ته په ۹۰ ميليونه هندۍ روپيو چې ۱.۴ميليونه امريکايي ډالر کېږي وپېرل شو. نوموړی به له خپلې پخوانۍ لوبډلې سنرايزرز حيدراباد سره لوبه کوي.

د هند پرېمیرلیګ سږنیو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پلور بهیر روان دی.

د راشد خان د پېرلو لپاره د راجستان، ډېلي، پنجاب او سن رایزرز تر منځ سیالي وه - پای کې سن رایزرز حيدراباده لوبډله وتوانېده چې نوموړی وپېري

.

سږ کال په لومړي ځل ۱۰ افغان لوبغاړي ليلامۍ ته وړاندې شوي پر راشد خان سربېره په نورو افغان لوبغاړو کې محمد نبي، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب او محمد شهزاد شامل دي.

راشد خان د تېر کال په آی پي اېل سیالیو کې هم سن رایزرز حیدراباد اخېستی و. په هغه سیالیو کې یې په ۱۴ لوبو کې ‍۱۷ ویکټې اخېستې وې.

تر دې مهاله په آی پي اېل کې د سږ کال تر ټولو ګران بيه لوبغاړی د انګلستان بېنجمن سټوک دی چې په ۱۲۰ ميليونه او ۵۰۰ زره هندۍ روپيو (۱.۹ ميليونه امريکايي ډالر) پلورل شوی دی. پر نوموړی سربېره منيش پانډې او لوکش راهول هر يو په ۱۱۰ ميليونه هندۍ روپيو (۱.۷ ميليونه امریکايي ډالر) پلورل شوي دي.

راشد خان په آی پي اېل سربېره په کارابين ليګ، بنګله دېش پرېمير ليګ او د اسټرالیا په بېګ باش سیالیو کې هم لوبېدلی دی.

په بېګ باش سياليو کې راشد خان تر ټولو ډېرې وېکټې اخېستې دي.

آی پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه لوبغاړي وپېري.

په آي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي.

په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د آي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري.

دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۷ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۷ به دوام وکړي.

 

لوستل شوی 130 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي