افغانستان په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره سيالي کوي

افغانستان په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره سيالي کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نيوزيلنډ ته په نړیوال جام کې په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووتله. افغانستان به په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره بخت ازمويي.

پچه افغانستان وګټله او لومړی یې نیوزيلنډ ته د توپ اچونې بلنه ورکړه، افغان لوبغاړو ښه توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۹ منډې وکړې.

دغه لوبه کې رحمان الله ښه وځلید او په ۶۷ توپونو یې ۶۹ منډې وکړې نوموړي ۳ شپږیزې او ۷ څلوریزې ووهلې

.

ابراهیم ځدراڼ یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او ۹۸ توپونو یې ۶۸ منډې وکړې ، دغه منډې یې د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ترسره کړې.

بهیر محبوب هم په نړیوال جام کې پنځوسیزه جوړه کړه ، نوموړي د ۴ څلوریزو په مرسته په ۷۲ توپونو ۶۷ منډې وکړې.

ورپسې عظمت الله ترټولو تېزه نیمه سلیزه پوره کړه چې په ۲۳ توپونو یې ۶۶ منډې وکړې دغه نیمه سلیزه کې یی ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزي ووهلې.

د توپ اچونې په برخه کې مجیب ځدراڼ او قیس احمد ښه توپ اچونه وکړه چې دواړو څلور څلور ویکټې واخیستې

د لوبډلې لوبډلمشر نوین الحق هم یوه ویکټه واخیسته.

له دې سره افغانستان دغه کوارټر فاینل وګاټه او سیمي فاینل ته یی لاره وموندله.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د کریکیټ نړیوال جام کې نمیه پایلوبې ته لار مومي.

عظمت الله چې نننۍ لوبه کې یې په ۲۳ توپونو ۶۶ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نيوزيلنډ لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و لومړي دوه لوبغاړي يې ډېر ژر له لاسه ورکړل. خو کېټ کلارک د ۳۸ او فېلېفس د ۳۱ منډو په جوړولو وتوانېدل.

په منځلوبو يا کوارټر فاينل کې وروستۍ لوبه د هند او بنګله دېش تر منځ ده چې د دې لوبې ګټونکی به له پاکستان سره په نيمه پايلوبه کې سيالي کوي.

 

لوستل شوی 128 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي