د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو لپاره د غوراوي لوبو مهال وېش اعلان شو

د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو لپاره د غوراوي لوبو مهال وېش اعلان شو

د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوالو اتلولیو د غوراوي لپاره مهال وېش اعلان شوی او داسې ښکاري چې افغانستان ظاهرآ په ښه ګروپ کې دی.

د ۱۰ هېوادونو په دغو سیالیو کې یوازې دوه د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو ته لار موندلی شي.

د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۵ لوبې کېږي، پایلوبې ته رسېدونکې دوه لوبډلې به یې په نړیوالو اتلولیو کې د لوبېدو حق مومي

.

په الف ګروپ کې وېسټ انډیز، ایرلنډ، هالنډ، پاپونیوګینې او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن ګټونکی هېواد راځي چې تر اوسه څرګند نه دی.

په بي ګروپ کې زمبابوې، افغانستان، سکاټلنډ، هانګ کانګ او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن د پایلوبې بایلونکی راځي.

هره لوبډله به په خپل ګروپ کې له یو بل سره یوه لوبه کوي.

د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دویم پړاو ته لار مومي. هلته به د مقابل ګروپ له درو لوبډلو سره بخت ازمويي.

په لومړي پړاو کې د سیالو لوبډلو په وړاندې د بري پواینټونه هم دویم پړاو ته لوبډلې له ځان سره وړي.

د دویم پړاو په پای کې تر ټولو وړاندې دوه لوبډلې پایلوبې ته لار مومي چې هغوی بیا نړیوالو اتلولیو کې د ګډون حق خپلوي.

د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو اتلولیو لپاره ټول ټال ۸۳ هېوادونو ان له ۲۰۱۳ کال راهیسې بخت ازمویه.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره او دوه ورځې وروسته له زمبابوې سره مخامخېږي.

د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو اتلولیو کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخیستې وه او هلته یې له سکاټلنډ څخه یوه لوبه هم ګټلې وه. خو د غوراوي په دغو سیالیو کې ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلڼد ښايي لوی سرخوږی ورته جوړ کړي.

ویسټ انډیز دوه ځله د کرېکټ د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو اتلولي ګټلې ده.

 

لوستل شوی 219 ځله Last modified on دوشنبه, 25 جدی 1396 19:54

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي