کرېکټ: شهزاد محمدي به راتلونکې میاشت د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

کرېکټ: شهزاد محمدي به راتلونکې میاشت د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ له زیمبابوې سره د راتلونکو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د شهزاد محمدي نوم هم پکې شته. دغه لوبې - چې پنځه یې یو ورځنۍ او دوه یې شل اوریزې دي - د راتلونکې فبرورۍ پر ۵مه پیلېږي.

کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لپاره ننګرهار کې یو روزنیز کمپ جوړ شوی، چې څه باندې دوې اونۍ به دوام وکړي او لوبغاړي به ځانونه پکې چمتو کړي

.

په غوره شویو لوبغاړو کې شهزاد محمدي هم دی، چې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا تر کابو یو کلن بندیز وروسته اوس د نړیوالو لوبو لپاره ډګر ته راوځي.

د افغان لوبډلې په نوي نوملړ کې پر شهزاد محمدي سربېره د کریم صادق، افتاب عالم، سمیع الله شینواري، شرف الدین اشرف او حمید حسن نومونه هم شته.

دا لوبغاړي له څه مودې راهیسې د بېلو لاملونو له مخې په نړیوالو لوبو کې په افغان لوبډله کې نه و لوبېدلي.

شهزاد محمدي د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او د ځانګړي انداز لرونکی ویکټ ساتونکی دی چې په کوردننه او بهر مینه وال لري.

په نوموړي د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارولو په تور لوببندیز و، چې اوس له بندیزه خلاص شوی دی.

له زیمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لپاره دغه لوبغاړي غوره شو

 

 

 

1-محمد شهزاد

پرانستونکی لوبغاړی

(اوپنر)

 

2-عثمان غني

پرانستونکی لوبغاړی

(اوپنر)

 

3-کریم صادق

پرانستونکی لوبغاړی

(اوپنر)

 

4-اصغر ستانکزی

(لوبډلمشر)

   

5-محمد نبي

(توپ وهونکی)

   

6-نجیب الله ځدراڼ

(توپ وهونکی)

   

7-شفیق الله شفق

(توپ وهونکی)

   

8- سمیع الله شینواری

(الرونډر)

   

9-ګلبدین نایب

(الرونډر)

   

10-راشد خان

(ورو توپ اچوونکی)

   

11-مجیب ځدراڼ

(ورو توپ اچوونکی)

   

12-شرف الدین اشرف

(ورو توپ اچوونکی)

   

13-شاپور ځدراڼ

(تیز توپ اچونکی)

   

14-حمید حسن

(تیز توپ اچونکی)

   

15-افتاب عالم

(تیز توپ اچوونکی)

   

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل، "شهزاد په بشپړ ډول لوبو ته چمتو او پوره تږی دی، هیله ده دغه لوبو کې ښه ولوبېږي."

په پام کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله په شارجه کې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره دوه شل اوریزې او ۵ یو ورځنۍ لوبې وکړي

.

دا لوبې د راتلونکې فبرورۍ له پنځمې نېټې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به روانې وي.

کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبو کې به د پنځوس اوریز نړیوال جام د غوراوي لوبو ته د لوبغاړو چمتو کېدل وي، چې ددغې لوبیزې لړۍ له پای ته رسېدو سره به پیلېږي.

 

لوستل شوی 217 ځله Last modified on یکشنبه, 17 جدی 1396 19:41

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي