''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی ریس احمدزی وايي، د مجیب ځدراڼ په څېر زلمي لوبغاړي د دې لوبې د غوړېدا لپاره خورا مهم دي.

۱۶ کلن مجیب ځدراڼ پرون سې شنبه 'دسمبر پنځمه ' په خپله لومړنۍ رسمي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د ایرلڼد څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو

.

افغانستان ایرلنډ ته په هغه لوبه کې ۱۳۸ منډو سره ماتې ورکړه. د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دوې نورې لوبې هم کېدونکې دي.

ریس احمدزي بي بي سي ته وویل، له دغو لوبو مخکې افغان لوبغاړو په هندې کې نژدې ۴۵ ورځې تمرینونه وکړل او دغو تمرینونو د وروستیو لوبو بریاوو کې مهم رول درلود.

ښاغلی احمدزی وايي، که څه هم له ایرلنډ سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د سر دوه لوبغاړي یا اوپنران ژر وسوځېدل خو وايي، افغان لوبغاړو اوس د دې وړتیا موندلې چې "هر ډول حالاتو سره ځان برابر کړي"

نوموړي وايي:

د انځور حقوق Getty Images

" په کریکټ کې لوبه د مجیب ځدراڼ په څېر ځوان لوبغاړي کرېکټ بورډ ته ډاډ ورکوي چې د افغان کرېکټ راتلونکې روښانه دی"

ښاغلی احمدزی چې اوس له ایرلنډ سره په سیالو کې د ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی دی، هیله من دی چې راتلونکې لوبې به هم خپلې کړي.

افغانستان ایرلنډ ته له ماتې ورکول مخکې، متحدو عربي اماراتو کې د اتو هېوادونو تر منځ د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو کې اتلولي هم تر لاسه کړې وه.

 

لوستل شوی 276 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي