شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي

شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي

د شهزاد محمدي یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وويل، د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له خوا پر شهزاد محمدي بندیزونه لېرې شول او جنورۍ کې به لوبو ته راستون شي.

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، پر ښاغلي محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د ممنوعه درملو خوړلو تور لګول شوی و، چې د قضیې مخته بېولو لپاره یو قانونپوه وکیل ورته ونیول شو

.

ښاغلی مشعل زیاتوي، څېړنو ثابته کړه، چې شهزاد محمدي ممنوعه درمل خوړلي، خو دا کار یې په قصدي توګه نه دی کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د ٢٠١٧ م کال په جنورۍ کې شهزاد له لوبو منع کړى و او اوس يې پرېکړه کړې چې له راتلونکې جنورۍ کولاى شي د کرېکټ لوبې ته بېرته ستون شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل وویل: ''موږ ډېر خوښ یو، چې شهزاد محمدي به راتلونکي کال بېرته کرېکټ ته راستون شي، هغه په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرېکټ له امله ډېر مینه وال لري. همدا راز دغه کار د کرېکټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبرداری دی، چې پوه شي د منع شوو درملو کارول جدي پایلې لري.''

مشعل وايي، تر یوې میاشتې پورې (د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ) به ښاغلی شهزاد بېرته لوبو ته راستون شي.

د روان کال په لومړیو کې شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري له لوبې منع شو.

عاطف مشعل له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل پلان لري په راتلونکوو دوه دريو کلونو کې د ښځو کرېکټ لوبډله هم جوړه کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.

د نوموړي په ملاتړ د افغان کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپاين هم وکړ چې په کې د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتل شوي و، دغه وتلی افغان توپ اچوونکی شهزاد محمدي وبښي.

شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.

 

لوستل شوی 234 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي