له غزني تښتېدلی ځوان څنګه انګلنډ کې کرېکټر شو؟

له غزني تښتېدلی ځوان څنګه انګلنډ کې کرېکټر شو؟

مرتضی علي ۱۴کلن و، چې له افغانستانه وتښتېد. دی بالاخره انګلنډ ته ورسېد او هلته یې هغه سړی وموند چې د پلار مینه یې ورکړه. د اکسفورډ سیمې یوه ځايي کرېکټ کلب مشر راجر میټې زلمی مرتضی علي د کومنور کرېکټ کلب ارام خونې ته له ځان سره ورساوه او د لوبې یو څه سامان الات یې ورته چمتو کړل. ښاغلی میټې وايي:

''داسې یې راته کتل ته وا خزانه مې په لاس ورکړه. دا ډېر خوندور احساس و. انګلیسي هم ډېره نه شوای ویلای، خو هلته رسېدلی و او ډېر خوشحال و. ''

علي له یوه کلن خطرناک سفر وروسته انګلنډ ته رسېدلی و. هلته اکسفورډ کې له یوه لرې خپلوان سره اوسېده. له کرېکټ سره یې خپل هېواد کې مینه پیدا شوې وه. وايي، هلته به تر ساعتونو پورې داسې بېټ سره لوبه کوله چې د جارو له لاستي جوړ و او انګلنډ کې یې فرصت وموند چې خپل شوق ته په مسلکي بڼه وده ورکړي.

ښاغلی میټې چې درې نور ماشومان لري وايي، دغه شرمندوکی افغان زلمي ته یې تل د خپل څلورم ماشوم په سترګه کتلي، د هغه ښوونې، روزنې ته یې توجه کړې، د کورنۍ مراسمو کې یې شامل کړی او اخترونه یې ورسره یو ځای لمانځلي دي.

مېټې کورنۍ او د سیمې کرېکټ کلب غړو ته ورو - ورو معلومه شوه، چې دغه جالبه موسکا لرونکی ځوان څنګه د دوی تر ښارګوټي رسېدلی دی.

نوموړی د طالبانو له ویرې له خپل هېواده په قاچاقي لارو ووت او یو ځل اروپا ته د اوږدې لارې اوږدو کې چې اوکراین ته رسېدلی و، سخت ناروغ شو. دی وايي:

''دعا مې کوله چې مرګ راشي، ځکه د تلو سیکه مې په ځان کې نه لیده. په یوه کمیس او جینز کې مې په واورو کې سفر کاوه، کله ناکله مې ګومان کاوه، وروستی وخت مې رسیدلی دی. ''

نوموړی بالاخره د فرانسې کالې کمپ ته رسېدلی و او په خبره یې په یوه لارې کې برتانیا ته ورسید.

''هیڅ نه پوهېدم چې کوم لور ته ځم. اوس فکر کوم... په یوه کمیس او پتلون کې مې څنګه وکولای شول، دومره اوږده مزلونه ووهم، البته د خلکو په اړه مې ډېر څه زده کړل. ''

ښاغلی میټې بیا وايي:

''له افغانستانه تر دغه ځایه د علي سفر عادي نه و، کله چې دلته راغی، فکر مې کاوه، باید یو څه مهرباني ورسره وشي، یو څه توجه ورته وشي او باید وهڅول شي، وروسته یې زموږ زړونو کې ځای وموند. ''

راتلونکي لسیزه یې له همدې کلب سره لوبه وکړه او کله چې له زلمیتوبه ځوانۍ ته ورسېد، نه یوازې د توپوهنې برخه کې، بلکې د توپ اچوونې برخه کې هم کمال ته ورسېد.

د مبارزې جذبې یې تل په ذهن کې انګازې کولې او هغه وخت یې دغه جذبه لا وپارېده چې د کورنیو چارو وزارت ورته بېرته هېواد ته د شړلو ګواښ وکړ.

نوموړي ته ۲۰۰۲ کال کې د دوو کلونو لپاره (بېړنۍ) ویزا ورکړل شوې وه، خو کله چې ۱۸ کلن شو، ورته وویل شول، بېرته به افغانستان ته استول کېږي.

د کومنور سیمې اوسېدونکو د ښاغلي میټې په مشرۍ د نوموړي شړلو پرېکړې خلاف کمپاین وکړ او په افغانستان کې یې د هغه ژوند ته د متوجه خطرونو په تړاو ثبوتونه یو ځای کړل.

ښاغلی ميټې وايي:

''زه پوهېدم چې که دا هلک وشړل شي، ژوندی نه پاتې کېږي او یو وخت داسې پړاو هم راغی چې حالت ښه نه معلومېده، یوه ورځ مې مېرمن ته وویل، که مې و نه شوای کړای چې ویې ژغورم، ټول عمر به ځان و نه بښم. ''

کمپاین کوونکي وتوانیدل بالاخره له کابله یو فکس ومومي چې وايي:

''ټولو کلیوالو یې لاسلیک کړی و او پکې ویل شوي و، چې علي به هېواد ته له ستنېدو سره سم ووژل شي. ''

نوموړی وايي:

''دا تر ټولو ښه ثبوت و. ''

بالاخره علي ته د برتانوي حکومت له لوري لیک ورسېد او هغه 'د ازادۍ جواز وموند. '

هغه مهال چې په برتانیا کې د علي راتلونکی مشکوک و، نوموړي ژبه زده کړه او د کانکور له ازموینې ورکولو وروسته یې په اکسفورډ بروکس پوهنتون کې ځای وموند. ښاغلی میټې چې اوس د کومنور کلب مشري کوي وايي، د علي دا ځانګړنه یې خوښه شوه چې 'ځان قرباني نه بولي. '

دی وايي:

''اکثر راته وايي چې کلتور، دین، ژبه او توکم هر څه مې له دې خلکو بېل دي، خو بیا هم تاسې او د دې ځای خلکو ملاتړ، مینه او مهرباني راسره وکړل. ''

کال کې د اکسفورډ ماريلبون کرېکټ کلب پام د علي وړتیا ته واوښت او نوموړی د ورکیسټر شایر خلاف د لوبې لپاره واخیست. له افغان کرېکټ لوبغاړي محمد نبي وروسته چې ۲۰۰۷ کال کې دلته ولوبید، علي دویم افغان لوبغاړی شو چې انګلنډ کې فرسټ کلاس کرېکټ کوي. ''

نوموړي ته ۲۰۱۳ کال کې د اسټرالیا سډني ته د سفر پر مهال هلته د کلب کرېکټ زمینه برابره شوه.

په انګلنډ کې له ۱۱ کلن ژوند وروسته نوموړي په اسټرالیا کې له خپلې یوې هېوادوالې سره واده وکړ او د خپلو دوو ماشومانو یاداشت لپاره یې د 'مرګ ته کتل ' په نامه کتاب لیکلی.

نوموړی اوس ۳۲ کلن دی، د ژوند ډېره برخه یې د خپل هېواد پر ځای له دې بهر تېره کړې، خو وايي اوس یې په غزني کې د ده مراد کلی یادیږي او سره له دې چې خطرونه ورسره مله دي، د لیدو تمه یې لري.

علي اوس په اسټرالیا کې اوسي، خو اوس هم د کومنور یادوي او وايي:

''راجر ميټې مې پلار دی، هغه او له ما سره د هغه احسانونه به مې تل یاد وي. ''

 

لوستل شوی 175 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي