Print this page
کرېکټ: د راشد خان هټرېک سره د افغانستان درېیمه بریا

کرېکټ: د راشد خان هټرېک سره د افغانستان درېیمه بریا

افغانستان په درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله. د یکشنبې ورځې په لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې جوړې کړې

د درېیمې لوبې پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغانستان لخوا یو ځل بیا حضرت الله ځاځي او عثمان غني د لوبې پیل وکړ.

خو د تېرې لوبې پرتله دا ځل د افغانستان پیل هغومره ښه نه. عثمان غني۱۳، حضرت ځاځي ۳۱ او نجیب ترکي ۱۷ منډې جوړې کړې. کپتان اصغر ستانکزي هم ۲۰ منډې وکړې.

خو د افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو ښه وځلېد او ۸۱ چټکې منډې یې وکړې. په پای کې افغانستان په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو وتوانېد چې ۲۱۰ منډې جوړې کړي.

ایرلنډ چټکه لوبه پیل کړه، خو پاول سټرلنګ دا ځل یوازې په ۱۰ منډو وسوځېد. خو د ده بل ملګری کېون اوبراین تر ډېره پر وېکټو ودرېد او ۴۷ توپونو یې ۷۴ منډې جوړې کړې.

بالبیرني هم ۴۷ منډې وکړې او له ابراین سره یې د دویمې وېکټې لپاره د ۹۶ منډو ملګرتیا وکړه.

یو مهال داسې ښکارېده چې ایرلنډ به د ۲۱۱ منډو هدف ترلاسه کړي، خو دواړه توپ وهونکي په یو بل پسې ژر وسوځېدل او تر هغه وروسته د ایرلنډ هېڅ لوبغاړی تر ډېره پر وېکټه پاتې نشو.

د افغانستان لخوا د لوبې تر ټولو غوره شېبه هغه وه چې راشد خان په اتلسم اور کې په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول او هټرېک یې وکړ.

نوموړی لومړنی افغان بالر دی چې په نړیوالو کرېکټ لوبو کې هټرېک کوي.

راشد خان د شپاړسم اور په وروستي بال هم وېکټه اخیسې وه، او دا په دې معنی دا چې ده په ۴ پرله پسې توپونو ۴ وېکټې واخیسې.

تر راشد خان وړاندې یوازې د سریلانکا لسېت ملېنګا توانېدلی چې په څلورو توپونو څلور وېکټې واخلي.

راشد خان په دې لوبه کې د ایرلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په پای کې د ایرلنډ لوبډله توانېده چې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۱۷۸ منډې جوړې کړي.

اوس به دواړه لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لړۍ پيلوي، چې لومړۍ لوبه به یې د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه په همدې دیرادون ښار کې کېږي.

 

لوستل شوی 505 ځله