کرېکټ: افغانستان ایرلنډ‌‌‌‌ ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه

کرېکټ: افغانستان ایرلنډ‌‌‌‌ ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شنبه ایرلنډ لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۸۴ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ یې هم وګټله. افغانستان په ۲۷۸ منډو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو منډو نوی رېکارډ هم جوړ کړ

.

د هند په دیرادون ښار کې دویمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.

حضرت الله ځاځي او عثمان غني د افغانستان له لوري خورا چټکه او زړوره لوبه پیل کړه. دوی دواړه وتوانیدل په نړیوال شل اوریز کرېکټ کې د تر ټولو ډېرو ۲۳۶ منډو د ملګرتیا ریکارډ جوړ کړي.

حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاټې شو. عثمان غني د ۴۸ توپونو بدل کې د ۷۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

 

د شفق الله شفق وېکټه د افغانستان دویمه وېکټه وه چې له ۱۸ اوور وروسته داسې حال کې وغورځېده چې د افغان لوبډلې ټولټال منډې ۲۵۶ وې.

د افغانستان وروستی لوبغاړی محمد نبي و چې د پنځو منډو بدل کې د ۱۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

افغانستان پای کې ۲۷۸ منډې وکړې او په دې توګه یې د نړیوالو شل اوریزو لوبو تر ټولو ستر هدف وټاکه او په دې سره یې د اسټرالیا هدف مات کړ چې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې یې د سریلانکا پر وړاندې د درې لوبغاړو په سوځېدو، ۲۶۳منډې کړې وې.

حضرت الله په خپله پاڼۍ کې ۱۱ څلوریزې او ۱۶ شپږېزې ووهلې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. دا د یو افغان لوبغاړي لخوا په نړیوالو کرېکټ لوبو کې تر ټولو ډېرې مندې دي.

په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې ځینې لاندې ریکارډونه جوړ کړل:

  • په ۲۰ اورونو کې ۲۷۸ منډې چې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي
  • په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۲۲ شپږیزې.
  • په ۲۰ اوریزو لوبو کې د یوه لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې ۱۶شپږیزې.
  • په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو لوی پارټنرشپ ۲۳۶ منډې.
  • په ۴۲ توپونو سلیزه درېمه تر ټولو چټکه سلیزه ده.
  • ۱۶۲ ناسوځېدلی دوهم تر ټولو لوړ انفرادي منډې.

 

په ځواب کې ایرلنډ لوبډله وتوانېده چې په خپلو ۲۰ اورنو په ۶ وېکټو یوازې ۱۹۶ منډې وکړي، او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۸۴ منډو وګټله.

حضرت الله ځاځی په خپلو ۱۶۲ منډو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ایرلنډ له لوري پاول سټرلنګ تر ټولو کامیاب توپوهونکی ثابت شو چې د ۵۰ توپونو لوبولو بدل کې یې ۹۱ منډې تر لاسه کړې.

د افغانستان په بالرانو کې راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې، خو د ایرلنډ ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۵ وېکټو ګټلې وه.. په لومړۍ لوبه کې نبي ۴۹ منډو او نجیب الله له ۴۰ منډو سره مخکښ وو.

درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به سبا یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه په همدې دیرادون ښار کې کېږي.

له هغه وروسته به دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه هم کوي.

 

لوستل شوی 58 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي