Print this page
د کرېکټ نړیوال جام څلور ورځې وروسته افغانستان ته رسیږي

د کرېکټ نړیوال جام څلور ورځې وروسته افغانستان ته رسیږي

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام روانه اونۍ افغانستان ته راوړل کیږي او په پلازمينه، بامیان، هرات او کندهار کې له بېلابېلو پروګرامونو سره درې ورځې دلته پاتې کېږي.

دغه جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سيمو ته لېږدول شوی، چارشنبه ( د ډسمبر په ۲۶ مه) د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه جام به په کابل کې د کرکټ بورډ اجرايوي مشر شفیق الله ستانکزی ترلاسه کړي او په هوايي ډګر کې له ځانګړو مراسمو وروسته به د دارلمان تاريخي ماڼۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم یوړل شي

.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فريد هوتک بي بي سي ته وویل، دغه جام به افغانستان ته د راتګ په سبا ( د ډسمبر په ۲۷مه) بامیانو ولایت ته یوړل شي او هلته به هم ځانګړي پروګرامونه ورته جوړ شي.

هغه وايي ياد جام به له بامیانو هرات او له هغه ځایه کندهار ولايت ته يوړل شي او په دې سیمو کې به بېلابېل پروګرامونه ورته جوړ شي چې تمرکز يې د دغو لوبو په اړه د خلکو د پوهاوي پر ډېرولو دی.

 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د پروګرامونو د لا ښه ترسراوي په موخه يې د بامیانو او هرات ولايتونو له ولايتي مشرانو سره ناستې کړې او د کپ لپاره د ترسره کېدونکو مراسمو د نمانځلو په پار یې غوره تدابیر نيولي دي.

دغه جام به د لومړي ځل لپاره د نيپال، امريکا او جرمني په څېر هېوادونو ته هم واستول شي چې په دغو لوبو کې ګډون نه کوي.

 

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د غوراوي پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته، چې په انګلستان کې ترسره کیږي، لار وموندله.

دغه جام له متحده عربي اماراتو پیل حرکت پیل کړی او د فبرورۍ په نولسمه انگلستان او وېلز ته له رسېدو وړاندې عمان، امریکا متحدو ایالتونو، وېسټ انډیز، سرېلانکا، پاکستان، بنګلدېش، نيپال، هندوستان، افغانستان، نیوزيلانډ، استرالیا، سوېلي افريقا، کېنیا، روانډا، نایجريا، فرانسې، بلجيم، نیدرلنډز او جرمني ته وړل کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا دوی د دغه جام د ګرځولو لپاره پروګرامونه هسې چمتو کړي چې هم په افغانستان کې د کرکټ ځوان مینه وال پرې خوښ کړي او هم نړیوالو ته په افغانستان کې د کرکټ د مینې انځور ورکړي.

 

لوستل شوی 470 ځله