خشوع د لمانځه روح دی :

خشوع د لمانځه روح دی :

لوی او با عظمت پروردگار فرمایی : « قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ » (هغه کسان چه په لمانځه کې خشوع کوي هغوی ته دکاميابی زيری

 ورکړشوي دي . )

اوهمدارنګه هغه کسان کامياب دي چه په خپل لمانځه بندی حفاظت کوي  يعنی تل پنځه وخته لمونځ کوي په خپل وخت کې سره له ټولوحقوقو.)لکه چی فرمایی : «وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ »داسې نه چه کله په دنياوی کارونو کې  مشغول شي لمونځ ناوخته کړي .

خشوع  په لغت کې ټيټيدل ،عاجزی او سکون ته وايي  اوپه شريعت کې زړه اودوماغ په پوره طورسره دخدای طرف ته متوجه کول اوپه هغې کې دعاجزئ اوبندګئ کيفيت پيداکولو ته خشوع وائی .

نو هرکله چه سړی لمانځه ته پورته شي اوتوجه يې د خپل رب (ج) طرف ته وي نوپر بدن باندې دهغې هم تاثير پريوځی يعنی دوجود په اندامو کې سکون راځی  بيا يواو بل طرف ته نه ګوري په جامواوبدن به لاس نه وهي اوتوجه به يې خپل لمانځه ته وي نو ورسته به ضرور ټول احکام به په ښه شان او آرامۍ سره ادا کوي .
«
 وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ   الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ » (سوره البقره 45-46).ژباړه : اومدد وغواړی (په هره سختی کې له الله ) په صبر اولمانځه سره اويقيناًدا لمونځ خامخا ډير دروند دی مګر (نه دی دروند) په عاجزی کوونکو(خوند اخيستونکو له طاعته ) هغوکسان چه يقين کوی چه بيشکه دوی مخامخ کيدونکی دی له پروردګار خپل سره اوپه تحقيق دوی هم ده ته (په اخرت کې ) بيرته ورتلونکی دی. 

يعنی لمونځ دټولوحقوقوسره په ښه شان او دزړه په حضور ډير دروند دی مګر دا دروند کار يوازی په هغه چا آسان دی  چه عاجزی کوی اوله الله تعالی نه ويريږی او د دوی خيال اوفکر په همدی لوری وي چه مونږ به خامخاورشو او دهغه په لوری ورتلونکی يو.
گرانو لوستونکو ! 
تاسو کولی شی  په لمانځه دخشوع دغه علمی مبحث په لاندی لینک کی مطالعه کری .

 

ادامه په ضمیمه کې

 

لوستل شوی 113 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي