دریا درملنه په عبادت کی

دریا درملنه په عبادت کی


دکم عبادت په کولو کی چی ریا او ځان ښودنه ځای ولری هغهعبادت  دالله تعالی  په دربار کی دقبول وړ نه دی. مسلمان بايد په هر نيک کار کي له ريا  څخه ډډه کوونکی وي.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایی : « إنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ الشِّرْكَ الْأَصْغَرَ قَالُوا وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ قَالَ : الرِّيَاءُ . » (رواه احمد) ( يعني زه په تاسو باندي له کوچني شرک نه ډیر ویریږم، هغوی ورته وویل: یارسول الله

کوچنی شرک څه شی دی؟ هغه ورته وویل: ریا )
عمربن الخطاب رضي الله عنه یو سړی ولید چې سریې ټیټ نیولی و ده ورته وویل: ای دټیټ سر واله غاړه پورته کړه ، تقوي په زړونوکې ده نه په ټیټ سرکې.
په عبادت سره دقدرت، مقام او احترام ترلاسه کولو ته «ریا» وایي، ریا داسلام په شرعیت کی حرامه اوریاکار دالله بد ایسي، او دا خبره په قران عظیم الشان او حدیثو کی ثابته ده قرانکریم وایي: «فويل للمصلين الذين هم عن صلاتهم ساهون الذين هم يراءون» ( الماعون : 4 ، 6 ) هغو لمونځ کوونکو ته د جهنم کنده ده چې له لمانځه نه غافله وي، هغه چې ریا کوي .
په یوه قدسي حدیث کې راغلي دی چی رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایی :« يقول الله عز وجل من عمل لي عملا أشرك فيه غيري فهو له كله وأنا منه بريء ، وأنا أغنى الأغنياء عن الشرك . »
( رواه مسلم )، وفي رواية ابن ماجه : «فأنا منه بريء وهو للذي أشرك .» الله جل جلاله وایي: څوک چې له ماسره په عمل کې څوک شریک کړي هغه عمل د ده دی زه ورنه بیزاره یم، زه له شرک نه بیزاره یم .
گرانو لوستونکو !
ریا د زړه له ډېرو خطرناکو ناروغيو دجملی نه شمیرل کیږی ، ریاحسنات او نېکۍ ټولي حبطه کوي. ځکه نو هر عاقل او پوه سړي ته لازمه ده چي د دې خطرناکی  ناروغۍ درملني ته زیات پام وکړي.
که غواړی دریا په هکله پوره معلومات حاصل کړی  ستاسو توجه دغه تحلیلی مبحث ته اړوم

ادامه په ضمیمه کې

لوستل شوی 134 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي