په لمانځه کې په لوړ غږ د امین ویل

په لمانځه کې په لوړ غږ د امین ویل


ګرانو لوستونکو !
دهر څه نه لمړی ددی خبری کول ضروری ګڼم چی د «
آمين بالجهر »( په زوره آمين ) او«آمین ویل په خفیه »دواړه د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه ثابت شوی دي لکه چی په احادیثو کی راغلی : 
«عن سلمه بن کهیل عن حجر بن عنبس عن وائل - رضی الله عنه - قال : کان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اذا قال : ولا الضالین قال: آمین، ورفع بها صوته. وفی لفظ : ومدبها صوته. فی روایه فجهر بآمین. وفی روایه: فسمعناها »

( دوائل بن حجر - رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به چه کله ول-ا لضالین اووئیلو نو آمین به ئی وئیلو او آوا به ئی ورباندی اوچت کړو.
په بل روایت کښی دی: او آواز به ئی ورباندی اوګد کړو. او په بل روایت کښی دی:
چه آمین به ئی په زوره اووئیلو. او په بل روایت کښی دی چه: آمین بښ ئی اووئیلو او مونږ به واوریدلو.
دا صحیح حدیث دی او په دی خبره دلیل دی چه آمین په زوره وئیل پکار دی.
اود وائل بن هجر (رض) د امین بالجهر دی روایت ته ګنړو محدثینو (رح) صحیح وئیلی دی دهغی جملی نه :
۱امام بخاری. ۲- او امام ابو زرعه رازی (رح) دواړو وئیلی دی چه د آمین بالجهر دا حدیث د شعبه د حدیث نه کوم چه د اخفاء بالتامین باره کښی راغلی زیات صحیح دی ( ترمذی: ۱/۵۸).

(رواه الترمذی : ۱/ ۵۸، وابوداود: ۱/ ۱۳۴، رقم ۹۳۲، وابن ماجه : ۱/۱۴۲، رقم : واحمد: ۲/ ۲۰۵، والدارقطنی:۱/ ۳۳۴، ولبیهقی : ۲/ ۵۷، والبخاری فی جزء القرائه ص : ۲۳۴، ۲۳۵، وابن المنذی فی الاوسط: ۳/ ۳۸۱، والطبرانی فی الکبیر : ۲۲/ ۴۴، وابن عبد البر فی التمهید :۷/ ۱۴، وابن ابي شیبه : ۲/ ۴۲۵، والبغوی: ۵۸۶)
او همدارنګه په بل روایت کی راغلی : «ان وائل بن حجر قال : صلی بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما قرأ غير المغضوب عليهم ولاالضآلين قال : آمين وأخفی بها صوته»( رواه احمد ، الترمذی و ابوداود – اثار السنن ص ۹۵- ۹۷ )(وايل بن حجر وايي : مونږ د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په اقتدا لمونځ کولو کله يې چې غير المغضوب عليهم ولاالضالين وويل ، بيا يې په پټه سره امين وويل )

ګرانو لوستونکو !
وایی پههندوستان کښې د انګريز د حکومت پر مهال د اهل حديثو او محلي خلکو تر منځ په آمين ويلو کې اختلاف پيداشو، چې ورو (آهسته)ويل يې پکار دي که په جهر، دې سلسله کې مسجد کښې شر او جنګ وشو، اهل حديثو او محلي ملايانو سره و وهل، سبا دواړه جانبه انګريز مجسټريټ ته عارض شول،او د آمين کيسه يې ورته وکړله، مجسټريټ ورته و ويل زه خو په اسلامي فقه نه پوهيږم، ماته وخت راکړۍ چې مطالعه وکړم، بل سبا ته فريقين راغلل مجسټريت ورته و ويل ما ستاسو کتابونه ولوستل ، آمين بالجهر هم پکې شته او آمين بالسر(خفيه آمين) هم پکښې شته، خو ما ستاسو په کتابونو کښې آمين بالشر(داسې آمين جې جنګ پرې وشي) و نه ليده، دواړه جانبه خجالت بيرته خپل کلي ته راغلل، ّه تاسف  سره باید ووایو چی مونږ په کلونه کلونه مدرسو کې تېر کړو لا په دې پوه نشو چې فروعي مسائلو کښې توسع ده، جنګ جنجال پرې روا ندی، انګريز مجسټريټ دوه ورځو کې نتيجې ته ورسيده.
حقيقت دا دی چې فروعي مسائلو کښې صبر، تحمل او وسعت نظر د امت مسلمه د حق پرستو علماوو شيوه پاتې شوې ده، لکن نن سبا مونږ د استعمار غير شعوري خدمت کوو، مسلمانانو کښې اختلاف او تفرقه پيدا کوو، د امت د کمزورۍ باعث ګرځو

تاسو کولی شی په دغه تحقیقاتی مبحث کی د آمین په زورهویل موضوع په لمانځه کی په ټول تفصیل  سره په ضمیمه کې مطالعه کری .

لوستل شوی 153 ځله Last modified on جمعه, 04 عقرب 1397 17:24

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي