د النصرد مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه:

د النصرد مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه:

« النصر» « The Help » (مرسته )
ګرانو لوستونکو!
په دغه سورې کې تاسې کولای شئ دتَکَبُر په هکله کره معلومات لاس ته راوړئ. تکبر د تفعل له بابه څخه دی او په لغت کې د خپل ځان لوی ښوولو په معنی دی.
کِبْر لویي ده او تَکَبُرْ دغه لویی ښوول دي. مُتَکَبِرْ انسان هغه شخص ته ویل کیږي، چې ځان پر نورو لوړ ښیي او یا نور تر ځان ټیټ ګڼي. هغوی چې نور ترځان ټیټ ګڼي تر هغو بدتر دي چې ځان پر نورو لوړ ګڼي. یو سړی

نورو ته په سپکه نه ګوري بلکه یوازې په خپل مال، قدرت، اولاد، پلار ، نیکه، قوم، ښایست او ... فخر کوي او داسی ښیی چې دا کمالات لازوال دي او په نورو کې نشته. خو بل سړی د نورو په تحقیر او سپک ښکاره کولو ځان لوړ ښيي. الله جل جلاله غرور او تکبر په ډېرو سختو الفاظو منع کړایدي، فرمايي: « وَلاَ تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُور» د لقمان سورت، (18) ايت.(په تکبر سره له خلکو نه مخ مه اړوه او په ځمکه کې په غرور تګ مه کوه، په تحقيق سره الله تعالى هېڅ ځان خوښونکى او مغرور نه خوښوي. )
د دې سورې نورموضوعات په لاندی ډول دي:
- دمکې دفتحې وړاندې وینه
- دخلکو دایمان راړولو وړاندې وینه
- دپیغمبر صلی الله علیه وسلم رحلت ته پکی اشاره لري
- دالله تعالی دنعیمتونونه دشکراداء کول
-دالله تعالی دبیساری او نه ختمیدونکو نعیمتونو دشکر اداء کول او په ضمن کې دتوبې قبلیدل .
ګرانو لوستونکو !
تاسې کولای شئ د« النصر » په دغه مبارکه سوره کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې دغه موضوعات په تفصیل او دقیق توگه ولولئ. دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ

پاتې په ضمیمه کې ولولئ

 

لوستل شوی 87 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي