دالماعون د مبارکې سورې ژباړه اولنډ ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه:

دالماعون د مبارکې سورې ژباړه اولنډ ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه:


« الماعون » « 
The Daily Necessaries» ( د ژوند ضروری وسایل) 
ګرانو لوستونکو! 
په دغه سورې کې هغه کسانو ته کوتڅن‌‌‌‌‌‌ډنه شوې ده، کوم چې په ظاهر کې ځان مسلمان ګڼي ولې په عمل کې دینی او شرعی اوامر او دساتیر نه مراعاتوي. په دغه سورې کې دمنکرینو پنځه هغه خصوصیاتو نه ذکر شوای، کوم چې (انفاق نه کوی ، یتیمانو او مساکینو سره بد وضعیت اوبرخورد کوي، ریا کوي ، په لمانځه باندې مداومت او پابندي نلري، او نورکسان هم، محتاجانو ته د مرستې ورکولو نه منع کوي.) 


په دغه سورې کې ریا کارانو ته اوهغه کسانو ته چې په لمانځه کې سُستي او سهل انګاري کوي، تفصیلي بحث مینځ ته راغلی . 
همدغسې په دهغه سوره کې انسانان دې مقدس امرته هڅول شوي چې دمحتاجانوسره باید مرسته او کمک وکړي. همدغسې په دغه سورې کې پردې باندې تأکید شوای چې مونږ باید دجزا په ورځ باندې عقیده ولرو او دهغه نه نباید  انکاروکړو.
په عمومي ډول دماعون دسورې اساسي او چورليز موضوګانې په لاندې ډول سره بیانولای شو: 
- دلمانځه  دتارِک حکم په اسلام کې.
- دڅلورو امامانو مذهب او نظریه د لمانځه د تارِک په هکله: 
اول حکم: امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله وایي چې: څوک چې لمونځ نه کوي کافر نه دی، خو فاسق دی. حکمرانان به دغه س
ړی  بندي کوي اومجازات کوي تر څو چې توبه وباسي او یا مړ شي. 
دوهم حکم: امام شافعی رحمه الله فرمایي: چې 
دغه سړی باید ووژل  شي. دایې حد دی او یو قول یې دادی چې دکفر له امله باید قتل شي او دغه یو قول دامام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله هم دی. 
دریم حکم: امام مالک رحمه الله وایې: سلطان یې باید د وژلو حکم صادر کړي. 
څلورم حکم: امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: چې لمونځ نه کونکی: کافر، مرتد دی له اسلام څخه، او حکم یې دا دی چې قتل یې کړئ او نه به غسل ورکوئ او نه 
بهکفن اوحتی نه به یې دمسلمانو په هدیره کې خښوئ! 
همدغسې تاسې کولای شئ چې ددغې مبارکه سورې په تفسیر کې د لاندی امامانو حکمونه او فیصلې د لمانځه د تارک په باره کې 
هم په تفصیل  سره ولولئ:
- دشیخ محمد بن صالح العثیمین حکم دلمونځ دتارک په هکله .
- دامام شعراني حکم دلمونځ دتارک په هکله. 
- دشیخ حبیب ابن عبد الله حکم دلمونځ دتارک په هکله. 
- د ابن قیّم (رح) حکم دلمونځ دتارک په هکله. 
- دحضرت علی (رض) حکم دلمونځ دتارک په هکله . 
- د امام ابن‌تیمیه‌ حکم دلمونځ دتارک په هکله . 
- دشیخ ابن باز رحمه الله حکم دلمونځ دتارک په هکله . -
- د شیخ ناصرالدین الباني حکم دلمونځ دتارک په هکله .
ګرانو لوستونکو !
تاسې کولای شئ د« الماعون » په دغه مبارکه سوره کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې دغه موضوعات او دهغی شرعی حکومونه په تفصیل او دقیق توگه ولولئ. دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!

 نور په ضمیمه کې

 

لوستل شوی 231 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي