دالتکاثر د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه :

دالتکاثر د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه :


« 
 التکاثر»(« Worldly Gain   (په ډيره شتمنۍ ویاړل )
«تکاثر» د «کثرت» نه اخستل شوې او په معنی د فزون‌طلبى، زیادي غوښتنه او فخرفروشي په نورو باندې د مال او اولاد دکثرت له وجهې
تَکَبُر د تَفَعُلْ له بابه دی. په لغت کې د خپل ځان لوي ښوولو په معنی دی
کبر لویي ده او تکبر دغه لویي ښوول ديمتکبر انسان هغه څوک دی چې ځان پر نورو لوړ ښیي او یا نور تر ځان ټیټ ګڼي.


تکبر او غرور هغه څوک کوي چې کله د خپل ځان سره یواځې شي، نو ځان ورته سپک، حقیر او ذلیل احساسوي. داسې کس دا هم فکر کوي چې نور خلک دده په دغه کمزوري پوهیږي یا ښایی پوه شي. نو ځکه کوښښ او هڅه کوي خپل دغه داخلي ټيټ احساس او باطني ذلت د نورو په سپک ګڼلو سره پټ کړي او ځان تر نورو په لوړ ښوولو وښيي چې تر نورو ټیټ نه دی
په اسلام کې تکبر له اخلاقي رذایلو څخه دی چې د ډیرو مفاسدو منشاء کیدای شي او دهتکبر انسان د پوهې له درک او حقیقت ته له وصول څخه منع کوي. هغه د کمال او جمال دواړو څخه محروموي او حتی منکرويتکبر یو ډول تجاوز او ظلم دی چې متکبر یې د نور په حق کې کوي. هغه د نورو په تحقیر سره په حقیقت کې له خپل حد او حق څخه اوړي او د نورو د عزت النفس پر حریم تجاوز کوي.
ګرانو لوستونکو
 ! 
تاسې کولای شئ د« التکاثر »  
 په دغه مبارکه سورې کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې ددغه مهمې موضوع ترڅنګ لاندې موضوعات هم مطالعه کړئ 
-
 دفخر فروشۍ درملنه او معالجه
-
 علم الیقین څه شی دی او کوم اشخاصو پورې تعلق لري.

دښځو لپاره زیارت قبور حکم په اسلام کې

دغه موضوعات په تفصیل او دقیقه توگه ددغې سورې په تفسیر کې لوستلی شئدلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!

لوستل شوی 248 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي