دالغاشیه  د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د احمد»»  له تفسیر څخه

دالغاشیه د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د احمد»» له تفسیر څخه

ګرانو لوستونکو !
آیا واقعآ عربی ژبه دجنت دمروجه ژبو له جمله څخه ده
اویا هلته پشتو او دری ژبه هم چلیږی ؟
په دغه مبارکی سوری  په دغه لنډ تفسیر کی دغه موضوع په دقت او هر اړخیز ډول سره تحلیل ، ارزیابی او څیړل شوی ده .

امام شیخ قرطبی په خپل تفسیر کی لیکی :
عربي ژبه دټولوژبونه لومړۍ ژبه ده

!!!
لومړی انسان سیدنا حضرت آدم علیه السلام چې کله الله جل جلاله پیداکړ هغه په جنت کي ؤاوهغه عربي ژبه ویل،وبل لورته نبی کریم صلی الله علیه وسلم دعربي ژبې دمحبوبیت په اړه فرمایی:
احبواالعرب لثلاث فانی عربیٌ والقرآن عربیٌ ولسان اهل الجنة عربیٌ
.
دعربي ژبې سره له دریواړخونومینه پکارده، یوداچې زه (فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم) عربي یم، دویم قران کریم عربي دی اودریم داچې دجنتیانوژبه عربي ده
.
دټولوملائیکوژبه عربي ده،کوم احکام چې وملائیکوته ورکول کیږی داټول په عربي دی، کرام کاتبین ملائیکې چې څه لیکئ داټول په عربي دی، دقیامت په ورځ به دحشرپرمیدان باندی ټولې پریکړې په عربي وی، په قبرکي ژبه عربی ده، دادنړۍ ټولې ژبې دحضرت نوح علیه السلام دتوپان څخه وروسته پیداشوی دی، اوپه نړۍ که عربی اوله ژبه ده
.
قرانکریم ځکه په عربي ژبه شوچې دعربي ژبې څخه ماسوا دټولې نړۍ ژبې غیر فصیحې ژبې دي، که څه هم په فصاحت سره خبرې په وشي.  

همدغسی  
په دغه لنډتفسیر کې ، لاندې مباحث او  موضوګانو ته هم  اشارې شوي دي

آیا بې برکتي د قیامت دعلایمو څخه ده؟

دمرغانو موجودیت په جنت کې  !

خمر یا جنتي شراب

شهوت او جماع په جنت کې

-آیا ښځې هم په جنت کی جنتي حورې لري ؟
جنتی غلمان !

آیا دنیوی ښځې به په جنت کې په حورو باندې بدلیږي

دجنتي حورو حجاب به څنګه وي   

درنو لوستونکو  !

تاسې کولای شئ په دغې مبارکې سورې کې، په جنت کې دژوند په هکله او  داسې نورې اسلامي، علمي، څېړنې مالومات دالغاشیه  دسورې په دغه لند تفسیر کې، چې د« آحمد »   له تفسیر شریف څخه اقتباس او اخیستل شوای ، ولو لئ او مطالعه کړي

دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً دلته کلیک وکړئ

 

پاتې پورته په ضمیمه کې

 

لوستل شوی 376 ځله Last modified on سه‌شنبه, 09 اسد 1397 20:27

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي