Print this page
د مسافرنه لمانځه :

د مسافرنه لمانځه :

داسلام مقدس  دین خپلو پیروانو ته دژوند په ټول اوضاع او احوالو کی دعبادت شرایط وضع کړی دعبادت دغه قوانین داسی وضع شوی چی دانسان دفطرت او طبعیت سره تطابقت لری او په دی ترتیب داسلام مقدس دین غواړی چی واقعی سعادت  ته ورسوی

الله تعالی په قرآن عظیم الشان کی فرمایی :«  وَ إذَا ضَرَبتُم فِی الأرضِ فَلَیسَ عَلَیکُم جُنَاحٌ أنْ تَقصُرُوا مِنَ الصَّلاَةِ إنْ خِفتُم أنْ یَفتِنَکُمً الَّذِینَ کَفَرُوا  »( دنساء سوره:  101 )  

(او کله چې په ځمکې سفر کوئ نو تاسو ته څه ګناه نشته چې لمونځ لنډ کړئ  (د لمانځ رکعتونه کم کړئ) که ويريږئ چې کافران درته څه ضرر (فتنه او بلا) ورسوي  (ځکه ) چې کافران ستاسو څرګند دښمنان دي.)

« فَلَیسَ عَلَیکُم جُنَاحٌ » دلته يې ويلي دي «تاسو ته څه ګناه نشته » او دايې نه دي ويلي چې په تاسو واجب دي چې په سفر کښې لنډ لمونځ وکړئ. آيا د دې مانا واجب تخييري نه ده؟ ځواب يې دادی چې په عامو حالاتو کښې لمونځ خلک پوره کوي نو کيدی شي چې څوک دا ګمان وکړي چې په سفر کښې لمونځ نيمول ګناه ده له همدې وجې يې ځواب وکړی دی چې تاسو ته څه ګناه نشته لکه څنګه چې د بقرې سورې 158 آيت دیچې په صفا او مروه باندې مخکښې دوه بتان پراته وو نو ځينې کسانو دا ګمان کاوۀ چې سعي يې ګناه ده نو قرآن د دغه تصور د ختمولو لپاره وفرمايل چې تاسو ته څه ګناه نشته.

ګرانو لوستونکو !

لکه چی وویل شول د مسافر لپاره الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمانځه کې دا اسانتيا راوستلی چې که د څلورو رکعتونوفرض لمونځ وي دوه رکعته به ادا کوي او کوم چې دوه رکعته ده هغه به په خپل حال وي او سنتو په کولو کې څه پابندې نشته که موقع وه اداکوي به يې اونه وه پريږدي به يې .

تاسو کولی دغه تحقیقاتی مبحث په لاند لینک به تفصل  سره مطالعه کړی :

 

 

لوستل شوی 483 ځله