وروستي مطالب

۱۲ زورور امریکایان؛ د دوستم، طالبانو او د مزار د جنګ فلم

دوشنبه, 02 دلو 1396 15:47

د جمعې په ورځ په امریکا کې د 12 Strong (۱۲ زورورو) فلم په سینماوو کې خپور شو. فلم”د آسونو سرتیري“ د کتاب پر بنسټ جوړ شوی چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د امریکا په مرسته د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د جګړې د یوې څنډې انځور وړاندې کوي

له شفيق مريده مې پوښتنه ولې ناندرييزه شوه؟

دوشنبه, 11 جدی 1396 22:22

وينا او د يوۀ مطلب افاده کولو لپاره د ټکو غوراوى د انسان په خپل واک کې وي، خو بيا د خبرې د تعبير واک له نورو سره دى.

ځينې مهال د نورو له ژبې د خپلې خبرې تعبير اورېدل رښتيا حيرانوونکي وي، ځکه سړى داسې انگېري چې زما هدف خو دا نه و.

ما او مشهور افغان سندرغاړي شفيق مريد سره هم کټ مټ همداسې وشول

په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

شنبه, 25 قوس 1396 19:28

سعودي عربستان اعلان کړی چې تر نژدې دریو میاشتو پورې به په دغه هېواد کې د سوداګریزو سینماګانو پر فعالیت بندیز، لېرې کړای شي.

نن دوشنبه د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبر پاڼې په خپرولو وویل:"وروسته له ۳۵ کلونو د لومړي ځل لپاره به تجارتي سینماګانې اجازه ولري چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال له لومړیو په فعالیت پیل وکړي."

د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې محافظه کارانو اسلامي هویت او فرهنګ ته د ګواښ له وېرې سینماوې وتړلې

"افغانستان کې کار پر مهال غبرگونونه را ته ډېر حيرانوونکي و"

دوشنبه, 20 قوس 1396 19:33

د اروپايي پارلمان يوۀ ښي اړخي غړي څه موده وړاندې خپلې دې وينا سره چې گواکې ښځې کمزوري او کوچني دي او د ذکاوت کچه يې هم کمه ده، نو له دې امله بايد ورته کمه تنخواه ورکړل شي، سختې ناندرۍ را وپارولې.

د اروپايي پارلمان دغه پولندى غړى "جانور کوروېن مايک" د خپلو دغو څرگندونو له امله قضايي پلټنو سره مخامخ شو

رویا سادات، فیلم‌ساز افغان در فهرست 'متفکران جهانی'

شنبه, 18 قوس 1396 22:52

رویا سادات می‌گوید که فیلم‌های او بخشی از صدای زنان و مردان افغانستان است كه می‌تواند هر بیینده‌ای را در هر گوشه جهان به فكر كردن دعوت كند

در فهرست امسال "متفکران جهانی" نشریه آمریکایی فارن پالیسی نام رویا سادات، فیلم‌ساز افغان هم قرار داده شده است. فارن پالیسی دلیل جا دادن نام خانم سادات در این فهرست را "آوردن داستان زنان افغان روی پرده سینما" اعلام کرده است.

رویا سادات، کارگردان، نویسنده و تهیه‌کننده فیلم چندین سال است که در افغانستان در عرصه سینما فعالیت دارد