دهندي فلمونو د وتلی پښتون ستوری دلیپ کمار ناروغي سخته شوې

دهندي فلمونو د وتلی پښتون ستوری دلیپ کمار ناروغي سخته شوې


دهندي فلمونو د تیرو وختونو وتلی پښتون ستوری یوسف خان چې په دلیپ کمار مشهور دی د ناروغتیا له امله روغتون کې بستر کړل شوی اؤ دهغه مینه والو نه دهغه دروغې څټې دپاره ددعا غوښتنه شوې ده.

۹۵کلن دلیپ کمار دتیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ‌ په کور په کټ پروت ؤ خو اوس دهغه د رسمي ټوئټر پاڼې نه ټوئټ شوی چې سینه کې د زخم له امله ورته په ساه اخستو کې ستونزه پیدا شوې اؤ ممبۍ یو سیمه ییز روغتون کې بستر کړل شوی دی

.


Dilip Kumar

@TheDilipKumar
 Saab has been admitted to Mumbai’s Lilavati Hospital as he was bit uneasy due to a chest infection. He’s recuperating. Requesting your duas and prayers. -FF

12:41 PM - Sep 5, 2018
8,944
2,832 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
دلیپ کمار ته نزدې دهغه یو تن پالونکي فیصل فاروقي پخپل ټوئټ کې ویلي چې دلیپ کمار د عمر د زیاتوالي له امله په ساه اخستو کې تکلیف لري.

دليپ کمار په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ بازار په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،


Faisal Farooqui
@faisalMouthshut
 .@TheDilipKumar has been admitted to Lilavati after he complained of breathlessness. Due to advance age, Saab has been routinely visiting the hospital for overall health care and health management. 1/2

2:25 PM - Sep 5, 2018
168
52 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
هغه په لسګونو هندي فلمونو کې زړه پورې کردارونه کړي اؤ په نړۍ کې په اربونو مینه وال لري.

مغل اعظم،کرانتي،کرما،نیا دور،رام اور شیام،سوداګر،ګنګنا جمنا،ګوپي،دیوداس،ان،ادمي،کوه نور مشال،شکتي دیدار اؤ ازاد دهغه مشهور فلمونه دي.

هغه په وروستي ځل کال ا۹۸۸کې په فلم قلعه کې کار کړی ؤ اؤ له هغې راپدیخوا د ناروغتیا له امله په کټ پروت دی.

لوستل شوی 207 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي