ږبه سَمَوَلې

ږبه سَمَوَلې

   که حقیقت نه وایم ځانځړی (ضمیر) مې ملامتوي، پړه را باندې اچوي، ځوروي مې چې له خپلې ږبې سره مې بې غوري وناځواني ونیګړتیا کړې ده..، که وایم یې بېرېږم دپښتودښمنان و پښتانه ناپوهان وپه حق پوهېدلو باندې جاهلان به مې په متعصب باندې تورن کړي، ځکه زه دحق غوښتلو وحق ویلوته روا مبارزه وایم، دوئ ورته په نسکور وچپه منطق ومفهوم سره تعصب وایي، په داسې څنګښت(حال) کې چې دحق راږوندي کولوته باید تعصب وونه وېل شي، نه یې مړه کولوته بې

تعصب وُوېل شي..په هرحال دازما قناعت دی چې حق وېلوته باید تعصب وونه وېل شي،نوپه دې قناعت باندې مې دالاندې لیکنه ووکړله، چې دحقیقت ښکاره کونکې وي وځانځړي (وجدان) أرامه ونکې وي.

  دهرې ږبې توري یاتورکي په غَږ ورکولو وانځورکې ځانته ځانګړتیاوې وخصوصیات لري، کوم توري چې ږبپوهانوته یې دانځورونولیکل په پښتوږبه کې منل شوي دي هغه دادي:( پ ، ټ ، ځ ، څ ،چ ، ډ ، ړ، ږ ، ښ ، ګ ، ڼ ، [ی ، ې ، ۍ ، ئ].

   که څه هم دلته ( پ ، چ ، ګ ) توري په پښتووپاړسي کې په غږ وانځورکې سره ګد وشریک دي، خود( ګ) توری په پښتوکې د(گ) له تورې سره په پاړسي کې په غږونوکې سره یو وپه انځورونوکې سره بېل دی.

   کوم توري چې پښتوږبه دعربي وپاړسي ږبو ترمنځ سوچه پرې ځانګړي ګېږي، هغه دادي:(ټ ، ځ ،څ ، ډ ، ړ ، ږ ، ښ ، ڼ ، ی ، ې ، ۍ ). - په لږڅه اوږده ونه سره:

   د(ټ) توری په پښتوږبه کې په هند واوروبي ږبوکې سیال لري( ) خوپه عربي وپاړسي ږبوکې سیال نه لر.

   د(ځ) توری په پښتوږبه کې په غږکې له عربي توري (ز) سره ګډون لري، خو انځوریې نه په عربي نه په پآړسي ږبو کې لېدل کېږي.

      د(څ) توری په پښتوږبه کې په پاړسي ږبه کې سیال(مقابل) نه لري، خو په عربي کې کېدای شي له(ص) توري سره ګډ غږ ورکړي.

   د( ډ ) ( ړ ) توری په پښتوږبه کې په هندواوروپي ږبوکې (D) (R) سیال لري،خو په عربي وپاړسي کې نه په غږ نه په انځورکې سیال لر.

   د(ږ ) توری دپښتوآرې(اصلي) وبنستي توری دی، دپاړسي ږبې په توري (ژ) باندې باید بدل نه شي،خکه دپاړسي له آري توري(ژ )سره سیال دی، داتوری(ژ) دپاړسي یوازنی اصلي توری بلل کېږي،پاړسي بې له دې(ژ)توري څخه نورآري توري نه لري،ځکه نور ټول توري يې له عربي توریوڅخه اخستل شوي دي،پاتې نور یې په غږ وانځورکې لکه (( پ ، چ ، ګ) له پښتوږبې څخه رااستعارکړي دي،اویا یې په انځورکې بدلون ورکړی وي لکه(ګ) (گ).

  د( ښ ) توری بې له پښتو څخه په عربي وپاړسي کې نشته دی، خو کېدلای شي په دریو واړو ږبوکې د(خ) له توري سره په غږکې بې له انځورڅخه ګډون ووکړي، لکه (پښتون،پختون)په پښتوږبه کې، و(پختون) په عربي وپاړسي ږبوکې.

   د (ڼ) توری یوازې په پښتوږبې پورې اړه لري په نوروډېروږبوکې سیال نه لري، دې دې توري شته واله په پښتوکې دپښتو دتوریو وادلون وبدلون(نشآت وتطور) نیټه وتاریخ دلاتني توریوابدلو ن وبدلون ته رسوي ،چې ږبپوهانوته دږبو دلرغونیتوب په تاریخ کې ځلانده نښه ونښانه ده.

دِ ( ی ، ې ، ۍ) چې پښتوږبه پرې ځانګړې کېږي په عربي و پاړسي ږبوکې غَږي وانځوري شته واله نه لري. دې یاء(ی) ته په پښتوکې لغړه یاء ویلی شو ځکه پخپل چاپېریال کې هیڅ شی نه لري، خوځونه یې ټپه(ساکنه) وي، که ترمخ یې زورلرونکی توری رانه شي له نوروتوریوسره یې راتلل هم نه کېږي ، لکه : سَړَ یْ ، ورَیْ...  دپښتوږبې دایاء(ی) په عربي ږبه کې له الالف المقصورة (ی) سره په انځورکې سمون لري،خو په غږ وخو ځونه کې بدلون لري،چې په پښتوږبه کې له وَلاړ الپ(ا) سره برابرغږ ورکوي، لکه : لیلا ، موسا ، عیسا ، ښکلا ... په عریي ږبه کې : لیلی ، موسی ، عیسی و ښکلی..په پښتوکې له ولاړ (ا) الپ سره غږي سمون لري.

   دې یاء (ې) ته په پښتوکې اوږده یاء وایي په عربي وپاړسي ږبوکې انځورنه لري،خو کېدای په عربي ږبه کې دجر وپه پاړس ږبه کې داوږده زیرغږورکړي، په پښتوکې لکه :  سمې ، کږې، شودې ، توروې..

دې یاء (ۍ) ته په پښتوکې ښځینه یاء وایي په لیکنه کې یوازې پښتوږبه پرې ځانګړې کېږي لکه: ملالۍ ، ګلالۍ . وړه کۍ...

  دلرغونيتوب نښې:  دیوې ږبې دلرغونیتوب نښې ونښان دهغې دغږونو په پوره والي کې لیدل کېږي، نن په هره ږبه باندې کړکونکي زیارباسي چې پخپلوږبوکې د(ې ، ۍ) دغږونو دراپیداکولولپاره نښانې وخوځونې را پېداکړي،ترڅوچې په ږبوکې یې نیمګړي غږونه پوره کاندې،خو دږبو دنیمګرتیاو پوره کول اوږده کلونه غواړي.

   خوسره له دې بیا هم ډېرلیکوالان ولیکوالانې دپښتووپاړسي دتوریوترمنځ بېلونه نه کوي، چې خپلې ږبې ته ځانښتیا وکیان ورکړي، له ورکېدوڅخه یې ووساتي، وله مړه کېدوڅخه یې راږوندی کړي،لکه څنګه چې دګاونډیانوږبو څښتنان داکارکوي.

دبېلګي(مثال) په توګه: کوم توري چې په پښتوکې معتمده شوي دي، دپښتوبنسټي آري(اصلي) تورې شمېرل شوي دي، باید لکه څنګه چې په غږ وانځوریې اتفاق شوی دی، دپښتنویوالی پرې راغلی دی، په لیکلوکې سرغړَونه ورڅخه وونه شي،دنوروګاونډیانوږبوپه توریوبدل نه شي، ځکه دادپښتوږبې په تولنیتوب ومعیار یتوب کې پرمختګ نه شي کولای، نه دږبڅانګو(لهجو) په راټولولوویوالي کې برخه اخستل دي..

   پښتانه په خپلوهېوادوکې دِ پرېکړې وقرارکومه حقیقي ازادي نه لري، چې وووایې پښتوږبه دې له بنسټي واساسي قانون سره سم دهېواد په ټولوکارځایوودفترو واداروکې په کارشي، نه دومره زړورتیا لري چې خپل حق په زغرده وډاکه سره ووغواړي، وووایي چې هرهېواد په نړۍ کې په دېننه کې که څه هم ډېرې ږبې لري ، خوپه دېباندې کې یې آریت (اصلیت) وهویت وشخصیت په یوه ږبه باندې پېږندل کېږي، لکه:انګلزي دامریکا ږبه ، جرمني دالمان ږبه ، اوردو(بهارت)دهند ږبه ،واردو(پاکستان)، تاجکي دتاجکستان ږبه ، اوزبکي داوزبکستان ږبه ، پاړسي دایران ږبه ،پښتودافغانستان ږبه..ایران نه غواړي چې افغانستان ږبنی هویت وولري، ځکه په نړۍ کې پوهنیزه ازادي لاس ته راوړي، نه غواړي چې پخپلې آري وبنسټي ږبې پښتوباندې یې نړۍ ووپېږني، نه غواړي چې ږبنی پوهنیز غونډال وکیان یې جوړشي،ځکه له ږبني پوهنیز استعمارڅخه یې سړغړَونه راپیداکېږي..په دې لاره کې یې دتاریخ په اوږدوکې ډېرې هلې ځلې کړي دي، دپوهنیزې(فرهنګي) مرستې ترپردې لاندې یې زموږهیوادته دِپاړسي ږبې دِ پر مختګ لپاره ښوونکي وکتابونه رالېږلي دي، دخپلې پاړسي  ږبې یې په افغانستان کې دې دري ترنوم لاندې ملاټړکړی دی، غواړي لکه هندوانوچې خپله ږبه په ياکستان کې دِ(اوردوپاکستان) په نوم ونوموله،دوئ هم خپله ږبه پاړسي دِ(پاړسي افغانستان) په نوم وونو موي، خودوئ داکار ونشو کولای،ځکه په افغانستان کې ډېرقامونه دي، هریوقام ځانته دخپلې ږبې نوم لري،خوداچې لږوالي په ډېروالي باندې بې له چل وائتلاف (یوځاي کېدل)څخه نه شي بریالی کېدلای،نوهغه ووچې دټولوقامونوږبې یې دیوه سرلیک ترکرښې لاندې د(دري) په نوم وونومولې چې له پښتوسره سیاله ،یا په پښتوباندې بره شي، خوسره له دې بیاهم پاړسي(دري) په افغانستان کې دپښتوله ډېروالي سره سیالي نشوه کولای، ځکه پښتانه ډېر واکثریت وو، خوناپوهان وغیرعالمان وو، نورقامونه که څه هم لږ واقلیت وو، خوپوهان وچلبازان (سیاسیان) وو،دِ هیواد ودولت دننه ودباندې  پوهني ،دفتري ،اداري ،شتمني وسیاسي ..چاري ټولې دېدوئ په لا س کې شولې،سره له دېنه چې افغانان دېدوئ دِ پوهنیزیرغل په پړاوونو وهدفونو پوهېدلو،خو دیرغمل چلبازي وسیاست به پخپلومنځوکې سره بیل کړي وو، دائتلاف (دري)ږبې پلویان چې دایران ترغوښت ولارښودنې به لاندې وو، دبریالیتوب په لاره کې به یې هرډول مرستې ورسره کولې ، چې تر اوسه پورې رواني دي..بلې خواته شپانه،ناپوهان..چې تل به له مدنیت ورفاهیت څخه غرونو وڅړخایوته رټل شوي وشړل شوي وو، دپوهنیزکاروان په مخکې به یې تل خنډونه وو، موخې وپړاووته به نه شو رسېدلی،نه به یې پلوی ووچې مرسته ورسره ووکړي، نه به یې لارښود وو چې ناسمې یې سمې شي..داډله که واکداریو ته به هم ورسېدلو یوازي دِ دین وهیواد دِ ساتلو وارتو لو په لاره کې به اتلان وجنګیالان وو، په دولت کې کړنې ولارښودنې به دائتلاف په وُر چاپېریال وتاؤ راتاؤ کېدلې .لکه څنګه چې نن هم داکرغېړن چاچلندروان دی ،په دې بېرته وړاندې کې به پښتوږبه تل بېرته پاتې وه، شاته ته به تمبېدله،لکه څنګه چې نن په واکداري ودولتي کارونوکې له خپل ځایه بې ځایه پاتې ده،ځاي یې دائتلاف ږبې داېران په مرسته باندې نیولی دی ،خو په پای کې به افغانان په دې حقیقت باندې قناعت کوي،که څه هم تریخ وي،چې هرڅه په هېوادکې له قانون ودستورسره هم پخپل ځای ولمړنیتوب ګې کېښودل شي، پښتو په هېوادکې آري واصلي ولمړنۍ ږبه ده،هرو مرو به دهېوادهویت وپېږنه دېننه ودباندې نړۍ کې پرې کېږي.

ادلون وبدلون:

  پښتوپخپل ادلون وبدلون(نشآت وتطور) کې دتاریخ په اوږدوکې دافغانستان تاریخي ږبه ده، ودِهېواد په دستوروبنسټي واساسي قانون کې لمړنۍ ورسمي ږبه ده، په سلو(۱۰۰)کې تراویاؤُ(۷۰٪) ډېراوسېدونکي ګړې وخبرې پرې کوي.. خوسره له دې بیاهم له پاړسي سره په اېران وله اوردوسره په پاکستان..کې سیالي نه شي کولای ،تل دګاونډیانوږبو ترمنځ ورکه ښکاره کېږي، دې دې لپاره چې پاړسي واوردوتل پرې برې وپورته وي په دېننه ودِباندې کې شاته تمبول شوې ده.

   په ټوله نړۍ کې دیوه هېواد دږبې لوړتیا وپرمختګ ،پراختیا وتطور،ادلون وبدلو، برم وشان.. دهغه هېواد دټولنې په پوهنیزووټولنیزپرمختګ وعلمي میتود پورې تړلی وي، هرڅومره چې دِټولنې وګړي پوهان وعالمان وي، په شتَمنۍ (اقتصاد)وسیاست کې ماهران وي، دخپل ځان وکلچرسموونکي وساتونکي وي، دخپل برم وشان لوړَوُنکي وي، دخپل تاریخ وادب راږوندي کونکي وي، دمهال دبدلون منونکي وي.. په همهغه کچه یې ږبه وږوند لاره دیرغملو له یرغل څخه ساتل کېږې، یرغمل یې تراغېزې لاندې نه شي راوستلی.. دې دې په چپون څومره چې په یوه ټولنه کې ناپوهي وبې علمي وي، داقتصاد وسیاست کمزوري وي، دځان وکلچرناسمي وي،دبرم وشان دساتلوبې غوري وي،له خپل تاریخ وادب سره ناخوالي وي، دمهال له بدلون سره نه بدلوني وي..په همهغه کچه یې ږبه وږوندلاره دِ یرغملو ترپوښولاندې کېږي، تل ترتله دیرغمل تراغېزي وتأثیرلاندې وي.

  دبېلګي په ټوګه لکه:دکوردانوپرګنې دِایران ،عراق ، سورې وترکې ترمنځ چې نه سره یوکېدلای شي، نه خپله ږبه وخپل کلچرراږوندی کولای شي،نه یې دنوروله اغېزې څخه ساتلی شي، ځکه دوئ پوهنیزه، شتمنیزه ، ټولنیزه ،سیمَییزه حقیقي وسیاسي ازادي نه لري.. همدارنګه بربران، دِتیبووامازیغوپرګنې دافریقیاپه لویه بېدیاکې دالجزایر،المغرب، نیجروچاد..تراغېزې لاندې ږوند کوي، خپله ږبه وږوندلاره یې دنوروترواک لاندي وي.. دوئ تل له ناپوهیو، بې علمیو،بې وزلیو،نېستیووناروغیووله کړاوونووعذاب ډک ږوند سره لاس په ګریوان وي.

 

لوستل شوی 302 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي