پښتون

   پښتون. پختون : په پاړسي وترکي ږبوکې ورته افغان وایې،په اوردواو هندې ږب څانکوکې ورته پټان وایې،نړیوالو تاریخ لیکونکوته هم دې افغان وپتان نومونه دې پښتون مانا ورکوي، داځکه چې پښتنودخپل ځان پېږندنه په خپل تاریخي سرچین کې پخپله نړۍ والوته نه ده کړی، دېدوئ ګاونډیا نو دېدوئ تاریخ نړۍ ته ډېرناسم ونیمګړی وورپېږندلی دی

.

   پښتانه په آر(اصل)کې دې ختیځ اریایې قامونوڅخه لکه هندوان، پنجا پیان وپاړسیوان.. یولوی اریایې قام دی.

   دپښتون وپختون نومونه په ماناکې کوم بیلوالی نه سره لري،یوازې هریونوم په یوه یوه تورکي (ښ،خ)کې انځوري ځانګړتیاوې سره لري،خوپه بنست کې سره یودي،دې دواړووییې (لفظونه) په یوه تول (وزن) سره ټولېږي (پښتانه وپختانه) چې داجوړښتلارپه نورونومونوکې لکه:هندو، ترک..کې نه لیدل کېږي.دادېدې جوته ده چې دادواړه نومونه خوراډیرپخواني اریایې نومونه دي، خوپه جوړښتلارکې دنوروفامونوله نومونوسره بېلونه لري، ټولنه یې په(انه) سره کېږي(پښانه،پختانه) له قام سره یې تړنه یانسبت په(یار،وال ،پال خېل) سره کېږي لکه: پښتونیار، ساپیوا، تڼَیْپال، ملاخېل..) له سیمې وځای سره یې تړنه ونسبت په (ځَیْ ،یْ ،وال ) لکه: کرځیْ احمد ځَیْ ،دورانَیْ ، لوګرَیْ ، پکتیاوال ،غروال..) کوم مهال چې پښتانه کوچیان وو،دنوروږبو توری به دپښتودتوریوپه ځای پُکارکېدل لکه(کرزی، احمدزی ..) پښتونومونه لکه ناپښتونومونه په (ان) سره نه ټولېږي لکه (تاجکان، ترکان..)یې په(ي) سره ځای ته تړنه ونسبت نه ورکول کېږي لکه (تاجکي) و(ترکي)..ځکه دا عربۍ لیکدود دی پاړسي کې پېښې وتقلید شوي دي په پښتوباندې منل شوي دي.

   پښتانه پخپله ږبه، خپلودودونو وخپله پښتونوالي (مثاق الشرف) سره چې دېدوئ ځانګړې نښې ونښاني دي، دې نوروقامونوپه منځ کې پرې پیږندل کیږي،

  پښتانه پخپلوسیموکې ازادکوچیان ،کډوال ومال لرونکي خلک وو،تراوسه پورې دي، چې په ښو څړځایونوپوسې به له یوه ځای څخه بل ځای ته لیږد ېدلو، ترښووَښو ودِاوبو ځایونوپورې به یې ځانونه وررسولو،چې دا دود ترننه پورې په دوئ کې لیدل کیږي، پخپل هیوادکې اوړی لودیځ ته وږمی ختیځ ته خوزېږي..

   دېدوئ لمړني دیني کتاب ته (اریک) وایې چې دې اریایې قامونوپه ګډه پخوا نۍ اریایې ږبه په څرمنوباندې لیکل شوي وو، چې دېدوئ دې انساني نیکاریوښه لارښود شمیرل کیده،او دې دیني غږونو،غوښتنوومناجاتولوی خوندي سرچین یې وو.

   دوئ هم په ديني دودونوکې لکه دنړۍ نورقامونه غوندې الله(ج) ته درسېدلولاره به یې دمنځ غړیوپه منځنه باندې لټوله،دیني کتابونه ولارښودو نکي به یې درلودل، خوبېلونه داوه، چې خینیو قامونوبه خپلې لارښودنې له الله (ج) څخه په نیغه دې رالېږل شویو (رسولانو) په منځنه اخستلي، لکه : یهود،مسحین ومسلمانان..یانې هغه کسان چې دې اسماني کتابونومنونکي وپیروان ووځینیو نوروبه لکه : رومانیانو، قبطیا نووهندوانو ..خپلې دیني لارښودنې په ځمکه کې پخپلوټولنیزلېډرانو پورې وورتړلې وي..لکه:جوپیتېرپه روما کې، فرعون په مصرکې، وبوذاپه هندکې..په دې اند به وو، چې دالېډران ومشران  دنړي د نیکبختي وبدبختي واکدارۍ په لاسووقدرت کې لري ..نوځکه به په الله(ج) باندې ایمان راوړلوته ته رسېد لو، ځينیونوروبه دطبیعت په انځورونوومظاهروباندې لکه: لمر،سپوږمی واور..باندې خپل ایمان وتاړه..نوځکه به له الله(ج) څخه په ایمان راوړلو بې برخې پاتې شولو..وځینیونوروبه په لاسي جوړښتنولکه: بوتان چې له ډبرو ولرګیو.. څخه به یې جوړولولمانځنه کوله،الله(ج)به ورڅخه ورک شو،ورک لارې به پاتې شولو..

   دې پښتنوپخوانۍ ږبې ته (اریا ویجه) ویل کیده، مخکې له دېنه چې اریایي خوندې ږبې سره بېلې شي، ورسته دې مهال په تیریدواوسنۍ پښتوورڅخه رابېله شوله،چې نن دې پښتنودې هیواد رسمي ږبه بلل کیږي.

   دې پښتنواوسنۍ سیمې دېدوئ دِ پخوانیوسیمواوږدواله ده، پرله پوسې غرنۍ ځنخير ي کړۍ دي،یوپه بل پوسې تړلي دي، په ډېروځایوکې لوې وارتې دښتې وبېد یاګانې هم لري، له پخوانیوسیموسره ډیرکم بدلون پکښې لیدل کیږي، یوازې بیلول وفرق دادي چې پخوایې سیمي ډیرې اره تې وې،دِمهال په تیریدویرغملوګاونډیانوديدوئ سیمې  پری کړي وتنګې کړي دي،له شویل، سویل، ختیځ ولویدیځ(شمال،جنوب،شرق وغرب) څخه یې پرې کړي دي..په خواشینۍ سره ترننه پورې داناوړی چالچلند روان دی.

 

لوستل شوی 208 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي