د بې وسۍ کريغې

د بې وسۍ کريغې

اسدالله غيرت

د شپې دولس بجې دي ، تکه توره شپه ده ، د سيمې ډيری خلک په درانه خوب ويده دي ، د ځينو خټينو کورونو له کړکيو د څراغونو راوتونکي رڼا د سړي پام ځان ته اړوي ، په اسمان کې ځليدونکي ستوري لکه د پېغلې په ټيکري سريخ شوې سيتارې شغلې کوي ، په حجره کې ناست سپين ږيري له ډېرې خوشالۍ نه سره او سپين شي ، غواړي په شپه کې ددې کور د يوې پېغلې ژوند د سيمې د رواجونو په قالب کې واچوي او وروسته يې د خرڅولو نرخ معلوم کړي

.

آه زما خدايه .

سپين ږيري موافقې ته رسيږي ، د جينۍ پلار د ډېر ولور له امله هر څه ته غاړه ږدي او بلاخره پېغله د پنځوس کلن سپين ږيري په نوم کيږي ، د خير لاس پورته شو ، له دې سره د يوه بې وسه انسان د ارمانونو نړۍ اور اخلي او په هغه بله کوټه کې د يوې خرڅې شوې پېغلې له خولې کريغې پورته کيږي ، په سپينو اننګيو يې د بې وسۍ اوښکې خړو خاورو ته منډې وهي او له ډېره درده د سر ويښتان وباسي.

شپه د ديوالي ساعت له ستنو تېره شوه ، سحر ته ورغاړې وته ، د پورې کلي له بامونو د ډزونو اوازونه پورته شول ، په سيمه کې د بې وزله پېغلې د کوژدې خبره خوره وره شوه ، د سيمې خلک ډلې ډلې د سپين ږيرې کور ته د مبارکۍ په موخه ور روان دي ، د سپين ږيري په کور کې د خوښۍ تمبلونه غږيږي او د هر سړي په شونډو موسکا خوره ده .

په کوټه کې ناسته بې وسه پېغله په ژړا ژړا کې د خپلو ارمانونو او مين خبره کوي ، د سيمې په رواجونو او د پلار په پرېکړه لعنت وايي او د ضعف غېږې ته لويږي.

 

لوستل شوی 467 ځله Last modified on سه‌شنبه, 17 دلو 1396 17:12
دې ته ورته نورې ليکنې « نعـمت زبان تقریظ »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي