اشر؛ يوه مناسبه هڅه

اشر؛ يوه مناسبه هڅه

دادمحمد ناوک

ګویته انستیوت د لنډو کیسو یوه بې نمونې ټولګه خپره کړې ده، بې نمونې توب يې د بشپړ ښه توب په ډول باید تعبیر نه شي، خو له دې سترګې نه پټېږي، چې دا ډول کتاب پخپل شکل کې لومړی دی، په دې کتاب کې د ښاغلي نصیر احمد احمدي کیسې عبدالواحد رفیعي دری کړې دي او د رفیعي صاحب کیسې احمدي صاحب پښتو کړې دي، پر کتاب مبصرینو پخپلو تبصرو کې دا یوه نېکه هڅه ګڼلې او د ملي یووالي، ګډو ارزښتونو او ارمانونو یوه ژوندۍ نمونه يې ګڼلې ده، پر دغسې کتاب خبرې کول اوږدېږي او لوستل یا اورېدل يې باید حوصله ولري

.

د کتاب نوم «اشر» دی، چې د رفیعي صاحب د یوې کیسې نوم هم دی، مناسب نوم دی، خو هنري نوم نه دی، د خوند پر ځای د لوستونکي ذهن ته د یو ګډ کار تصور ور ولي، خو ښايي د کتاب خپروونکي دا دلیل وړاندې کړي چې دا کتاب لکه اشر ګډ کار دی او د ملي یووالي د روحيې د پياوړتیا په موخه سم نوم دی، پر ځای دلیل دی؛ خو د یو هنري اثر پر ځای د مقالو د کومې ټولګې لپاره ښايي لا ښه راغلی وای.

وړاندې تر دې چې کتاب کې د خپرو شویو کیسو پر محتوا او ژباړه خبرې وشي، پر دې باید وغږېږو چې د دې کتاب د خپراوي لپاره کوم معیار په پام کې نیول شوی؟ د لیکوال يا يې هم د کیسې لپاره کوم معیارونه  په ګوته شوي دي؟ نه ګویته انستیتوت او نه هم نجیب منلي پر کتاب په کښلیو يادښتونو کې دې برخې ته اشاره کړې ده، خو مهمه وه، چې باید بحث پرې شوی وای، که څه هم دې دواړو يادښتونو کې دا هڅه د ملي یووالي او همزیستۍ د لا قوي کېدو په پلمه شوې بولي، خو پر دې بحث نه دی شوی چې ولې د دې دواړو لیکوالو کیسې د کتاب لپاره وټاکل شوې؟ د دواړو لیکوالو په پېژندنو کې هغوی تکړه کیسه لیکوال معرفي شوي او یو بل علت هم د دوی د کیسو د محتوا د شریک غږ پورته کولو ځانګړنه یاده شوې ده.

که څه هم په دری کې هم د رفیعي صاحب په څنګ کې ګڼې ځوانې ښځينه کیسه لیکوالې او لیکوال شته، خو ښايي د دواړو لیکوالو د جغرافيو نږدېکت له امله دوی رفیعي صاحب مناسب بللی وي، خو په پښتو کیسه لیکوالو کې ممکن لوستونکي و انګېري چې د احمدي صاحب په څنګ کې ګڼ نور کیسه لیکوال هم شته، پر کوم معیار يې له منځه احمدي صاحب وټاکل شو؟ دا خبره باید کتاب کې واضح شوې وای، خو زما پر نظر یو علت يې ښايي دا وي چې د احمدي صاحب او رفیعي صاحب د کیسو سوژې ټولنیزې ستونزې دي، چې ممکن نورو لیکوالو ورته کم پام کړی وي، خو پر دې سربېره په دې وروستیو کې د احمدي صاحب هنر ته د یوې مفکورې د خپراوي يا هم بازارموندنې په پار هم سترګې اوښتي چې ښايي کتاب کې يې د کیسو راوړل هم له اثره خلاص نه وي، دغه کتاب «اشر» د محب زغم په اهتمام خپور شوی او زغم صاحب د ملایانو او امیر امان الله په اړه ناندریو کې له هغو سرسختو فیسبوکي مبلغینو نه و، چې د احمدي صاحب وروستی خپور شوی ناول «بغدادي پیر» يې ډېر یاداوه، د احمدي صاحب پر هنر سترګې نه شي پټېدلی، زه پر دې باوري یم چې د نوبل جایزې لپاره که هم دا تصور له منځه لاړ شي چې هنرمن باید د مسلمان هېواد نه وي او که وي، نو باید سیکولر وي؛ نو د احمدي صاحب له خونکار  او نیکه ناولونو پرته هر ناول پر دې ارزي چې د دې جایزې لپاره نوماند کړل شي؛خو دا چې دا هېره څېره یوازې په داسې وخت کې ډېره یاده شي چې زموږ مفکورې ته يې کار وکړ، یا يې زموږ مفکوره هنري کړه، نو دا يې له هنر سره ناځواني او یو ډول ترې سو‌ءاستفاده ده؛ ځکه که موږ هنر ته په احترام او ارزښت قایل واوسو، نو زه په زغرده وایم چې بوډا او دلېوانو پلونو، ناول ته باید د  اطلاعاتو کلتور له خوا د ښه ناول جایزه ورکړل شوې وای، یوه خبره درته وکم؟، رڼا، زرو او هر يو يې پر جایزو ارزي؛ خو له بغدادي پير وروسته احمدي صاحب ته ور پام کېدل د هغه تېر هنري کارونه تر سوال لاندې راوستل دي.

اشر کې د رفیعي کیسې

په اشر ټولګه کې ټولې اتلس کیسې دي، چې اته  د عبدالواحد رفیعي او لس د نصیر احمد احمدي دي، د رفیعي صاحب د کیسو نومونه «دانگی، معلم صاحب، غزنی والا، برف باد، شروع شد!، واسکت برگ، نادر گاو، اشر» دي، چې دلته به يې د څو کیسو او د احمدي صاحب د ژباړې په اړه ولولو:

دانګي:

دې کیسه کې د پولیسو له لوري یو پوډري د پوډرو د خرڅلاو په تور نیول شوی، چې اوس ترې یو تحقیق کوونکی له خپلو محصلانو سره تحقیق کوي، دوی هغو زندانیانو سره خبرې کوي چې باید پر بدن يې د ځورولو نښې پاتې وي، کیسه کې تلوسه هغومره زوروه نه ده چې تر پایه لوستونکی ترې خوند واخلي، کیسه باید لوستونکی اړ نه کړي چې ويې لولي بلکې کیسه باید ځان اړ کړي چې پر لوستونکي ځان ولولي؛ که څه هم د رفیعي صاحب د کیسو په مکالمو کې هزاره‌ګۍ لهجې ښه خوږلنې پیدا کړې، خو دې کیسه کې د کرکټر خبرې د یو پوډري خبرو ته نه پاتې کېږي، د کیسې دغه کرکټر اوه – لس کاله کېږي چې معتاد دی، دا ډول کسان خبرې زنګېدلې او غنګېدلې کوي او معمولاً يې خبرې بې تکیه کلامه نه وي، خو د دې کیسې مکالمه که له نورو جزياتو پرته چاته کېښودل شي، دا زور پکې نشته چې له مکالمې نه معلوم کړل شي چې خبرې کوونکی معتاد دی، د دې کرکتر په ټوله کیسه کې نوم نه دی اخیستل شوی او لوستونکی انګېري چې لیکوال په لوی لاس نوم ترې پټوي، یو ډول مبهموالی او د دې سړي لپاره د ضمایرو ډېر کارولو ستړيا پیدا کړې ده.  د همدې کیسې یوه لنډه مکالمه مو مخې ته ږدم، چې پوډرې پرلپسې اوږدې خبرې کړي، د یو ساده سړي خبرې ښکاري، خو دا چې که د نشې، پوډرو، خمار کلیمې په پام کې ونه نیسئ، نو د پوډري تصور هم ذهن ته درولي کنه، تاسې يې ولولئ:

«پروفیسور شاید با درک اضطراب و لرزشی در صدای متهم، حرف او را قطع کرده گفت: بسیار ارام و خونسرد باش جانم، چند وقته می کشی

ـ یادم نمیایه امیر صاییب، هفت ده سالی میشه.

ـ خوب بعد چه شد؟

ـ رفتم پیش خانه گل افروز. گفت نیشه خو بکن برو که پولیس میایه. گفتم من کاری نکردم چرا برم؟ دانگی ام را گرفتم که دیدم دیگرا دارند فرار می کنند. ولی من فرار نکردم، کاری نکرده بودم که فرار کنم. فقط خمار بودم. نشستم که دونگی ام را بکشم. هنوز نیشه نکرده بودم که پولیس رسید. یک گلاب نام بود و یک کریم خان بود از چار منزله خودشان را انداختن فرار کردن. گل افروز هم از در پشتی خودشه گم کرد.» (کیسه: دانگی، د کتاب اتلسم مخ )

تر دې مکالمې وړاندې د دې پوډري د انځورکښنې په برخه کې هغه سره له دې چې له اوو -  لسو کلونو راهیسې معتاد دی، سپين، ښایسته او لکه یو ځوان شاعر داسې بلل شوی دی.

د دې کیسې ژباړه:

د احمدي صاحب د خپلو کیسو پر لوستلو که سړی عادت وي، نو له ژباړې يې هم هماغسې تمه لري، خو دا ښکاره خبره ده چې د هنر ژباړه سخته او د ژباړې حکم د اصلي متن د محتوا پر اساس کېږي، که لیکوال ښه څه وړاندې کړي و، سم ژباړونکی يې هم ښه را اخلي خو که اصلي متن له هنري یا محتوايي اړخه نیمګړتیا درلوده، ژباړه يې هم له اغېزه لري نه پاتې کېږي.

احمدي صاحب د دې کیسې نسبتاً ښه ژباړه کړې، خو د سړي زړه اوبه پرې ځکه نه څښي چې د ده د لنډو کیسو لیکلو سبک او د رافیعي صاحب هغه، توپیر سره لري، احمدي صاحب عموماً لنډې لنډې جملې لیکي، هر څه د لوستونکي سترګو ته دروي، د لوستونکي ذهن په کلیمو کې نه بندېږي، د تشریحي ژبې پر ځای ښودونکې هغه کاروي، خو رفیعي صاحب بیا کیسه کې ښوودنه دومره نه کوي، حتی کرکټر د هغه له عمله نه در پېژني بلکې درته تشریح کوي يې، لوستونکي ته داسې شک ور اچول کېږي لکه دا کیسې چې ژباړن پخپله خوښه نه وي ژباړلی، بلکې چا د ژباړې لپاره ورسپارلې وي.

موږ به يې د ځينو کیسږ او د هغوی د ژباړې په اړه وغږېږو، خو په دې کیسه کې احمدي صاحب یا د دری تر تاثیر لاندې راغلی يا يې کیسه ژباړلې، پښتنه کړې يې نه ده، د دې کیسې څو برخې له ژباړې سره دلته ږدو:

« متهم دوباره از روی ناباوری خندید و گفت: هر چه که هست، باشه. برای ما چه فرق می کنه. حالِ مرا که می بنین دیگه آب از سرِ ما گذشته آمیر صاییب کار تان را بکنین.» (کیسه: دانگی، د کتاب اتلسم مخ)

احمدي صاحب داسې ژباړلې:

«تور ن وخندل، خو په خندا کې يې بې باوري ګډه وه. ويې ویل: هر څه چې يې بولې. فرق نه راته لري. زه اوس په اوبو کې ډوب یم، خپل کار کوه.» (کیسه: دانګي، د کتاب اته شپېتم مخ)

تبصره: دلته وینو چې د کټ – مټ ژباړې هڅه شوې، کنه د احمدي صاحب هنري ځواک ته په کتو مناسبه به دا وای چې د دې پوډري کرکټر خبرې يې داسې ژباړلې وای، چې  پوډري ‏ پښتون معرفي شوی وای، په پورته خبرو کې «فرق نه راته لري» او «زه اوس په اوبو کې ډوب یم» دواړه د «برای ما چه فرق می کنه» او «حالِ مرا که می بنین دیگه آب از سرِ ما گذشته‏» یوازې ژباړه ده، کنه ښايي یو پوډري دغسې کتابي خبرې ونه کړي، هغه به د «فرق نه راته لري» پر ځای، لنډ «فرق نه کوي» وايي او د « زه اوس په اوبو کې ډوب یم» پر ځای ښايي ووايي «غرق یم» یا هم «بېړه مې غرقه ده».

د یوې بلې جملې ژباړه يې داسې کړې:

«زموږ هغه متهمین خوښېږي چې د تحقیق پر مهال همکاري راسره وکړي. دا ډول کسان هم له خپلو ځانوو سره ښه کوي او هم زموږ په کار کې اسانی راولي.» (کیسه: دانګي، د کتاب اته شپېتم مخ)

چې دلته هم «زموږ په کار کې اسانی راولي.» د دری « به ما کمک می کنه» ژباړه ده، چې که څه هم په بدلو الفاظو ده، خو خوندوره نه ده راغلې؛ همدا جمله داسې هم لنډېدای شوای : « زمو کار اسانوي»، یا يې پخپله د دری لنډه ژباړه: «له موږ سره مرسته کوي» هم سمه راتله.

پر دې سربېره د احمدي صاحب ژباړه ګڼې خوبیانې هم لري، چې زه به يوه د نمونې غوندې راواخلم: «تورن نا امیده سترګې ور واړولې. په مړاوې غږ يې وویل: په رینجرې کې يې دوهمه څپېړه هم راکړه، ورته ومې ویل چې وه نامرده ولې؟ له وهلو مې خوند اخلې؟ غریب درته ښکاره شوم! بلې څپېړې مې په خوله کې خبره را وچه کړه.» (کیسه: دیوانګي، د کتاب دوه اویایم مخ)

د سوژې له اړخه کیسه زوروره نه ښکاري، خو د لیکوال له لوري ډېر تشریحات هم لوستونکی ستړی کوي، پر دې سربېره  کرکټر ته د لیکوال له لوري نا مناسبه ژبه ورکول د دې علت شوي چې ژباړن يې هم تر اغېز لاندې راغلی دی، لکه د همدې پوډرې له خولې د «سرقت مسلحانه» ترکیب چې احمدي صاحب هم «مسلحانه غلا» ژباړلی، د پښتانه پوډري له خولې د داسې خبرې اورېدل ډېره لرې خبره ده.

معلم صاحب

دا د رفیعي صاحب بله کیسه ده، چې دری يې د کتاب په ۲۷م مخ او پښتو ژباړه يې په ۷۷م مخ کې راغلې ده؛ کیسه کې د کلي د ښوونځيو بد وضعیت را اخیستل شوی، یو ښوونکی د ښوونځي پر ځای سهار خپله غوا پټي ته بیايي، د ښوونځي لومړی زنګ اوري، خو دی په پټي کې غوا څروي او پخپله یوه سترګه خوب کوي، چې را پورته کېږي ناوخته وي، لومړی رشقه ریبي، وروسته له غوا سره یو ځای ښوونځي ته روانېږي، ډارېږي چې غیر حاضر نه شي، په دې میاشت کې يې حاضري کې د نوم پر وړاندې پنځلس چلیپاګانې کښل شوې، که نن هم ورنه شي، نو د دې میاشتې معاش نه ورکول کېږي، ښوونکی ځي، غوا د ښوونځي انګړ ته ور ننباسي، خو د تړلو لپاره يې ځای نه وي، د ښوونځي تر دهلیز يې تېروي او ټولګي ته يې ننباسي، غوا د ټولګي اخر کې څملي، دی د تختې له څنګ سره په ټک وهل شوې مېخ خپل لور را ځړوي، چې همدا مېخ يې د همدې لپاره ټک وهلی وي، حاضري لاسلیکوي، خو اداره قلف وي، مدیر هم نه وي، ځکه خو د تباشیر له نیستي له مخې درس شروع کوي، دوه پوښتنې کوي، وروسته پاڼې سره اړوي را اړوي چې د غوا له رمباړې سره د رخصتۍ زنګ هم وهل کېږي او ښوونځی رخصتېږي.

کیسه کې له حده زیات افراط شوی دی، لیکوال هڅه کړې چې د هغو هندي فلمونو غوندې پخپل لوستونکي دروغ بې هنره ومني، چې په یوه سوک بشپړ دېوال نړوي؛ د کلیو ښوونځي رښتیا هم په بد وضعیت کې دي، خو ښايي هیڅوک يې ونه مني چې داسې یو ښوونځی دې هم موجود وي، له سره ټکر وضعیته داسې ښکاري چې لیکوال په تصنع کې غښتلی نه دی، یو ځل دا ښوونځی دومره ګډوډ معرفي کوي چې ان غوا هم ټولګي ته ننوتلی شي، نه مدیر شته، نه يې اداره خلاصه ده، نه ټولګي کې حتی تباشیر پیدا کېدای شي، خو بیا دومره مقید او اوصولي هم دي چې ښوونکي غیرحاضرېدلی شي، معاش يې ګرځېدلی شي او ان ټولګي کې له قلفې ادارې هم حاضري رارسېدلې ده.

د کیسې هنري ځواک هم دومره پیاوړی نه دی چې لوستونکی دا سره ټکر او ګډوډ وضعیت د هنري وړتیا په خاطر ورسره ومني، ډيالوګونه پکې کم او د لیکوال دومره زور نشته چې لوستونکی په انځور کښنه کې مصروف وساتي او کیسه بېخې تش دروغ ورته ښکاره نه شي.

احمدي صاحب ښه ژباړلې، خو ځينو ځايونو کې يې مخکینۍ ستونزه پر ځای پاتې ده، د دې کیسې په پیل کې چې کله ښوونکی له غوا سره یو ځای له کوره وځي، نو:

«صدای زنش را از تنورخانه شنید که پرسید: امروز ساتِ چند رخصت می شین؟

همان طوری که می رفت، جواب داد: دوازده» (کیسه: معلم صاحب، د کتاب اوه ویشتم مخ)

احمدي صاحب داسې ژباړلې:

«دا وخت يې د تناره له خونې د ښځې غږ راغی: نن څو بجې رخصت کېږې؟

سړي په تګ کې وویل: دوولس»

موږ د تناره خونه نه وايو، د احمدي صاحب پخپلو نورو داستانو کې د همدې تنورخانې لپاره «دالان، پخلنځی او...» ياد شوي دي، ښه به وای چې مناسبه پښتو کلیمه يې چې استعمالېږي استمال شوې وای، پر دې سربېره د ښځې په خبرو کې ( نن څو بجې رخصت کېږې؟) هماغه پخوانۍ خبره ده، چې زموږ مېرمنې که لوستې هم وي، دومره کتابي نه غږېږې، د «رخصت کېږې» پر ځای «رخصتېږې» وايي.

 

 

غزنی والا

دا د کتاب درېیمه کیسه ده، چې دری يې په ۳۱م مخ او پښتو ژباړه يې په ۸۱ مخ کې راغلې ده، د رافیعي صاحب په ټولو اتو کیسو کې دا تر ګردو په زړه پورې کیسه ده، هم انځور، هم تلوسه، هم په کیسه کې د کرکټر خوندور ماشومانه تمثیل په مناسب کمال لوستونکي ته وړاندې شوي دي.

کیسه کې د یو دهقان ماشوم زوی، د خونې منځ کې د خپلې ادې تر  مخ، په یوه لښته پښې اړوي او کوټه کې را ګرځي، فکر کوي، موټر لري، د غزني سپرلي پورته کوي، مور يې کلینره ده، موټر يې په لاره پنچرېږي، له سپرليو سره د کرایې پر سر جنجال... ټول په ښکلي هنري انداز وړاندې شوي دي.

ماته چې دا کیسه عالي ښکاري، ځکه خو يې ژباړه هم په ډېره مناسبه ډول شوې ده.

برف باد

د غزني په قره باغ کې د هزاره او پښتنو تر منځ وژنې کله کله ډله ییزو ته سره ورسېږي، خو اړیکي يې تل سره خرابې وي، د دې کیسې سوژه ماته د هماغه ځای ښکاري، سړی له خپلې وړې لور، مور او مېرمنې سره د ژمي یخه شپه کې کور کې ناست دی، لور يې له پلاره د دين د اصولو پوښتنه وکړي، پلار يې غلط ور وښيي لور يې وړې پنجې سره ولګوي، هی هی د پلارمې د دین اصول نه دي زده!

د باندې وریځ ټينګه او یخ دی، دروازه ټکېږي، سړی له ناپېژاندو کسانو سره ځي او د تېر کال یو تن په بدل کې وژل کېږي، دې کیسه کې په خونه کې پر دې ډېر بحث کېږي چې لېوان ډېر شوي، د ګل احمد مور وايي چې دې نیمه یخه شپه کې دې خدای څوک د باندې بند نه پاتې کوي، خو پر دې سربېره د ګل احمد له کوره د وباسلو لپاره لیکوال سخته سسته پلمه پیدا کړې ده، راغلي کسان ګل احمد ته وايي چې د لوی کلي په جومات کې مشران را ټول شوي او د راتلونکي کال لپاره د یو ښوونځي لپاره د یوې موسسې له غړو سره خبرې کوو. دی يې هم مني، ورسره ځي.

سره له دې چې ګل احمد پر دې خبر دی چې وژنې کېږي او تېر کال خیرالله وژل شوی دی، حالات باوري نه دی، خو دی بیا هم له ناپېژاندو سره چې هغوی صرف د یو تن نوم ورته اخلي چې هغه رالېږلي ورسره روانېږي، نه پوهېږم د لیکوال د دې کیسې په ساحه کې تلیفون کار نه کاوه، که د تلیفون تر راتګ وړاندې وخت دی، خو هغه وخت کې بیا د ښوونځيو اړوند غونډې هغه هم له موسسو سره کمې وې، پر دې سربېره دا هم جالبه ده چې ښوونځی راتلونکی کال جوړېږي، خو دوی ژمي کې، هغه هم شپه کې غونډه نیسي او ګل احمد چې د جرګو مرکو پوه سړی دی، دا پلمه مني هم؛ کله چې د کسانو له دوکې سره مخ کېږي، هغوی ډزې پرې کوي، دی زخمي کېږي، دې وخت کې د ده په ذهن کې د لور خبره ورګرځي: هی هی د پلار مې د دین اصول نه دي زده!

د هنري اثر لوستونکی هیله لري چې يا له ژوند سره تړاو، یانوی لید، یاخوند، یابدلون واخلي، ماته یو هنري فلم د بشپړ ژوند کیسه ښکاري چې زه ترې ژوند زده کولی شم، یو ناول راته د یو لیکوال لوی احسان ښکاري چې هم را باندې هنري ننداره کوي، هم مې دې ته پام کوي چې باید څنګه ژوند وکړم؛ دا کتاب چې پخپل شکل کې بې جوړې دی، خو کاش کیفیت ته يې هم پام شوی وای!

ما د رفیعي صاحپ پر څلورو کیسو او د احمدي صاحب پر ژباړه خپل نظر درسره شریک کړ، دا چې د احمدي صاحب کیسې څنګه دي او دری ژباړه يې څنګه شوې، ښه به وي دری نقاد پرې خپل نظر ولیکي، ځکه زه د پښتون لوستونکي په توګه ښايي د پښتو کیسو دری ژباړه د اصلي متن د تاثر له امله سمه ونه شم شاربلی.

 

لوستل شوی 218 ځله Last modified on پنجشنبه, 07 جدی 1396 16:18

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي