غفلت

لیکوال : خدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »

که دې ډیر عمر په کار وي غفلت مه کړه
په ویده باندې سل کاله یو زمان دی

« رحمان بابا »

رښتیا خبره دا ده چې غفلت د هغه او صافو ځنې دی چې په انسان د ډیرو سختو مشکلاتو او پریشانیو سره مخامخ کوي.

 پوه او کمال کار او عمل شهرت او اعتبار د دنیا او آخرت سعادت او اجتماعي او اخلاقي او ادبي او سیاسي نهضت دی. ټولو ترقیاتو او افتخاراتو  ځنېې سړی یو قلم محروموي.
هـو: کوم هغه اشخاص چې هرڅه ځنې غافله وي که څه هم سا او روح په کې ښکته او پورته کیـږي لیکن په واقع کې دمړو او یالیونو په حساب دی. ځکه چې ژوند د حرکت نوم دی او ژوندی به همیش لاس او پښې خو ځوی او په خپل صحیح فکر او تعقل به د حیاتي مشکلاتو سره لاس په ګریوان او د خپلې جامعې او د وطن دکټې او فایدې د پاره په هڅه لري.
زمونږ دین او شریعت بشرته د سعی، کار او عمل، درس او رغبت ورکوي او دغفلت او ځانله په کنج او صومعه کې کیناستلو او د وخت تیرولو ځنې نهی او منع کوي. الله جل جلاله فرمایي « لیس لا انسان الا ماسعی »د انسان د سعادت، ترقي او تعالي د پاره هیڅ کوم سبب بې د سعی او زحمت کاللو ځنې نشته دی.

ددې آیت کریمه په معنیٰ کې چې سړی دقت او تعمق کوي نو ددې مطلقې نفی ځنې چې په کلمه (لیس) سره راغلی دا معلومیـږي چې انسان به هیڅ رنګه افتخارات او نیک مرغی بې د سعی ځنې په غفلت سره لاس ته نشي راوستلی او د حضرت انسان وظیفه هم داده چې د خپلو مشکلاتو دحل د پاره او د حیات د صحنې د لوړوالې او ښه توب له امله به د ژوندانه یو دقیقه اوثانیه بیکاره نه پریږدي.
هو د ژوندانه هر دقیقه او ثانیه د آلماسو ځنې زیات قیمت لري او د ژوندانه هره کړی د اجتماعي خدمت د پاره مساعده ده او په کې کیدلی شي چې سړی خپل قلبی روابط دحق پرستی سره محکم کړي او ناجایزه اقتضاآتو سره په کې مجادله وکړي.
سړی باید خپل قیمتی وخت په لهو او عبث تیرنه کړي، ځکه د ژوند هره لحظه چې تیره شوه نو لاړه بیرته نه معادیـږی.
همدا وجه ده چې پوهان خپل قیمتي وقت ته زیات اهمیت ورکوي او په هیڅ ډول غفلت روا نه کڼي. نن کوم هغه جوامع چې مخ په ترقی روا نی دي. دوی د ژوندانه په معنی او حقیقت پوه شوي او د غـفـلت سره سخته مجادله کوي او د تنزل اسباب او مبادی او دغفلت علل او مناشی پیژنی او پوهان یی د تنزل د مرض د تعیین او تشخیص د پاره کار کوي او ددې مهلک مرض د قلع او قمع د پاره مخ په وړاندی ځي.
هو نن د دنیا پوهان په غافلو اشخاصو کې د کار او عمل روح پوکوي او استعدادونو په تربیه او علم او پوهې سره ظهور او بروز راولي.
د غفلت د مجادلې په لړ کې د اسلام د تاریخ زرینې پاڼې سړي ته د کار او عمل دوا په یاد وي او په کې د ترقي او تعالي د پاره غټ علت د غفلت سره مجادله ویني.
هو مسلمانانو به ایثار او قربانی د غفلت او جهل په مقابل کې کولی او په ژوندانه کې د دوی عالي مقصد همداوي چې خلک د حقیقت په رڼا منور کړي.

اوس به رایشو دیته چې غفلت څنګه پیدا کیږي؟ د دې دا ځواب دی چې دا مرض د عیاشی او ځان ځاني او د خدای پاک د هیرولو او په خپل ځان غـره کیدلو ځنې پیدا کیـږي.
ځکه کوم هغه اشخاص چې له اندازې زیات عیاش شي او ټول فکر یې په خوړلو او اغوستلو او خوب کولو او د خپل استراحت په شا او خواکې مصروف وي او ددې غم نکوي چې خوړل او څکل او اغوستل او خوب او استراحت چې دوام او بقیٰ پیدا کوي. هلته چې په وطن کې څه وي او څه پیدا شي او په قوم او وطن او جامعه کې قوت او طاقت د ساتنې موجود شي او په محیط کې یو تر بله د نورو حیات او ژوند د ځان د حیات او ژوند دپاره علت او سبب وګڼي او که با لعکس په یوه جامعه  او ټولنه کې خلک ټول په ځان مین او غره وي او هر چاته خپل عقل، فکر،  کار،  عمل، زور،  قوت او طاقت د هر چا ځنې ښه قوي او محکم ښکاره کیـږي او نور مخلوق ورته حیوان او څاروي معلوم شي نو دلته دا سړی د غفلت په یو طوفاني بحرکې  ننوځي  او دهلاکت سره مخامخ دی. که سړی سره دټولو اصلاحاتود خدای پاک ځنې غافله شي نو معلومیږي چې دا شخص په واقع کې ښه سخت په غافلیدودی. هو خپل ځان تری هیر دی خپل خالق نه پیژني حقیقت دا دی چې پوه سړی باید د دې رنګ خلکو په جل او بل تیر نه وځي.
 پوهان د خپلو تجربو او د تاریخي حقو، معلوماتو په اثر په پوره یقین او تیقن د داسې خلکو جل او بل چې د خدای پاک د عبادت ځنې غافل دی د هلاک او خسران سره مخامخ ویني د غفلت سره به اساسی مجادله په څه شانې وشي.
د دې پوښتـنې ځواب زما په عقیده دادی د غفلت سره اساسي مجادله په محکم عزم او پوره میـړانې او په اخلاقي رنګ او د روحیاتو په پیژندنه او د جامعوی امراضو په تشخیص او د پوهانو په مرسته او کامل ثبات دا ټول چې د خدای پاک د ارادې سره یو ځای شي هلته نو سړی کولی شي چې په جامعه کې د حقیقي ژوند روح  پو کړي او دغفلت سره اساسي مجادله وکړي.

 

 

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

لوستل شوی 876 ځله Last modified on جمعه, 07 میزان 1396 19:50

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي