چنار

پلار مې د دولت مامور و، خویندې او ورونه مې په تحصیل بوخت وو، ژوند همداسې یوه سلسله وه چې د منزل په لور یې لار غزوله. پلار مې همدومره معاش درلود چې زموږ قلم، کتابچه او د ژوند اړتیاوې به یې ایله نوک او سر پوره کولې. ژوند د خپلو ماتو ګوډو سره سره خوښ مخ په بره روان و، کور مو نه درلود خو په ګانده کې مو یوازې ځان او کورنۍ هوسا او سوکاله لیدله، ژوند راته لکه سوله، لکه زما هېواد ښکلی برېښېده

.

هو، ورته شېبې اوږدې پاتې نه شوې، شېبې کونډې شوې، ژوند لکه په هسک چنار چې کوم ښکاري نښه ونیسي، ښارو ګانې، بلبلې او چڼچڼې له چناره لورا لورې والوزي، پلار او مور د اجل د ښکاري نښه شول، خویندې او ورونه په خپله مخه والوتل او زه لکه بې لورې ښارو خپل چنار ته را وګرځیدم.

هغه دنګ چنار چې له زمانو یې پر څانګو ناستې ښاروګانې او بلبلې د پردېو ښکاریانو د ګولۍ نښه شوي دي. تر څنګ یې چنار او ښاروګانو د خپل کلي ورشو سمسور او زرغونه ساتلې ده. چنار زما د وطن هسکه غړۍ ده ښاروګانې، بلبلې او چڼچڼې زما د وطن هغه بچیان دي چې د باز په شان په ګونګیانو او ټبوسانو غوټې وهي.  

پلوشه هاشمي

احمدشاه بابا مېنه- کابل

۱۳۹۶-۶-۲۵

 

لوستل شوی 676 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي