وروستي مطالب

دخروبېلاري اوچړچې

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:23

س . بلرنګ
وايي په يوه ښه آباد ملک کې يوموړاوبډای اوسېده. ډېرله شنو شپشتوډک دښتونه،غرونه اوفصلونه يې درلودل،حال داچې دخپلې ټولي مځکې لړمون يې ښه راسپړلی اوخالي کړی ووخودمځکې سريې ښه شين او آبادوو.دغه شتمن داهلي اووحشي حيواناتو دساتلو ښه شوقي وو اوهم يې هرډول حيوانات اومرغان درلودل ښه يې ساتل ډېرمزدوران اونوکران يې ورته مؤظف کړي وو چې حيوا ناتوښه روزنه اوپالنه ورکړي.خودغه شتمن يوډول حيوان نه درلود چې هغه خره وو اودخرود پيدا کولو په فکرکې شو چې دخپلونوروحيواناتوپه ډله کې بايدخره هم ولري.نويې نوکرانوته ښې ډېري پيسي ورکړې چې ولاړشي په ټولوملکووګرزي او خره واخلي،که ښه وي اويابد،که زوړوي ياځوان خوچې خروي، په هرقيمت چې وي بايد وايې خلي رايې

مقاومت کنید هموطنانم

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:21

عزیز نسین ۱۹۵۸

ارسالي محترم پوهنیار بشیر مومن

عزیز نسین  یکی از بزرگترین طنز نویس جهان ونویسنده توانای ترکی است که سالهای زیاد با قلم مبارزه علیه ظلم واستبداد را به سوی ظالمان ومستبدین پیشه کرد . عزیز نسین با آثارجاودانی اش مرزها را درهم دریده ،وبه نویسنده فرا ملیتی تبدیل شده است.اعتقاد وی بر این بود که انسان برای انسان آفریده شده وانسانها باید در هر جای سیاره ما چون

اعضای یك اندام به درد ورنج یکدیگر برسند. اومیگفت: ـ برای من هیچ حد ومرزی متصورنیست وبا قلم خود در هر جای دنیامشکل ویا ناله ای از انسانها را بشنوم آنها را به قلم خواهم کشید و به گوش جهانیان خواهم رساند. چه خوب است که این

د ښځی په هکله يوه لطيفه

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:17

د ع.م. پرهيز ژباړه
د هستونې (خلقت) په پيل کې ،کله چې د نړۍ هستونکې د ښځې د هستولو برخی ته ورسيد، نو څرګنده شوه چې ټول سخت او ټينګ مواد يې د نرينه په هستولو کې پکارولې دي او هيڅ ترې پاتی نه دي. نو د ستونزي د حل دپاره يې داسی وکړل:د مخ ګردوالې يې له سپوږمې، بدن يې له مرمرو، د بدن لړزيدل يي له وښو ، غږ يې له شپېلې، تازه ګې يې له غنچې، د بدن وزن يې له پاڼې، د بدن د آوښتون خاصيت يې د فېل له خرطوم ،د سترګو ښکلا يې له هوسۍ، د سترګو نيش يې له غومبسې، خوښې يې د لمر له وړانګو، ژړا يې له وريځ، بې زړه توب يې له سويې (خرګوش)، غرور يې له طاووس، نرمې يې د طوطې له غيږ، سختې يې له ډبري، خوږوالې يې له شاتو، سخت زړه يې له پړانګ، تودوخه يې له اور،سړښت يې له واوري، زياتې خبرې

سوي تغذي شده

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:15

عبدالسلام اندړ

موږخوشبخته شوو اووطن ته مودامريکاپه لار ښوونه اوفعال ګډون دټولې دونيا ډالرونه اوتوپکونه راورسېدل نوداوغانستان سپورټ هم په دونياکې رسمي شودنړۍ دپشيانو دمنډي وهلولوبه وه په دې لوبه کې يې آوغانستاني پشی هم ور.
لوبي ته په زرګونو لېدونکي راغلي وو.دومره په زوږ، چيغي اوچکچکې وې چې غوږنه يې کڼول،همدارنګه خلکو په لاسوکې بيرغونه اورنګارنګ پلاکاټونونيولي اويوې بلې خواته يې ړپول دالاڅه کوې ډولونه ،دومبرې اوشپلاقونه يې هم ورته وهل خلکودومره تلواردرلوده چې له ډېروچيغواو دپشيانوخواته په ځيرځيرکتلو يې له سترګواوښکي بهېدې اودغاړو په برګو دسمالو يې پاکولې چې دخپل پشي ځغستل وګوري .

طـــنــــز

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:12

عبدالسلام اندړ
ددونرانو دډېروکنفرانسونوجوړول ډالربازان اواينجوبازان سم ګنکس کړي دي،اوس يې بياپه لندن کې جوړوي،چې ښه يې ګيچ کړي. ۱
داځکه چې دوی ټول خدای وهلي هسي په چټي پټي کارو لګيادي، په اصلي کاريې خدای سترګي ړندې کړې دي،ترځنګانه هم پکې خښ دي،خدای مکړه پکې ډوب نشي،موږ خوهسي هم ژوند پکې تېرکړی، ورسره عادي يو.د دوی غم راسره دی،چې پکې غرق نه شي. ۱
دوی ناحقه وخت دپروژو په پلانو،ريسرج اوسروې تېروي، ۱
ياهم له ښځوڅخه هغه نيمګړي حقونو چې يې درلودل ځيني اخلي، ۱
ياداچي کوهي اوڅاګاني کيني،کله چې قبر ځيني جوړکړي نوبياوايي په دغه ځای کې اوبه نه وې
کوهی ناکام شو . ۱

”خورۍ پرېږدئ، ما واده کړئ”

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:10

له لوستونکو سره ديونکل شريکول

انډيوال کونړی
څومياشتې مخکې بينا،اودڅلوېښت مړيزې ديموکراسۍ دخوږوپه ټولومزو،رازونواورمزونو خبراود ټوپکسالارانواو پوډرسالارانونه بې پروااوخپل اختياره ولس!!!،دوسلو اوپېسوله زور پرته؟؟؟ په پوره باور،خپل استازي انتخاب؟؟؟!!! کړل. په دی وروځوکې دملت ددغو”خوا خوږو اومنتخبو اتلانو”؟؟؟!!!

په بانډار ځای کې دسرغنه د ټاکلو له پاره د”قانونيانو”او” قانون څکو” ترمنځ انډوخر ښه به غَرب کې روان دی.دقانون په بټۍ کې دبې قانونۍ اوګډوډۍ تنوردومره توددی چې لوخړې يې تراسمانه رسي اوهرډول روټه(وربشينه)،غنمينه اوان سوکړک پکې

د ملا بلالو د زوی جګړه!

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:07

ليکوال : عزت الله ذکي
ملا بلال مشهوره په ملا بلالو ماما قاضي او د بازار د لوى مسجد جامع خطيب و، هره اوونۍ به د ملا بلالو ماما وعظ او نصيحت ته زيات شمېر سپين ږيري ځنګېدل. ملا بلالو به پر دين او سياست دواړو تبصرې کولې، د خبرو او تقرير لهجه يې کټ مټ د ملا بجليګر د لهجې په ډول وه. د نيوي کالو خطيب او قاضي و، خلګو به د ډېر

محبوبيت څخه د ملا بلالو ماما په نامه ياداوه. يوه ورځ د ملا بلالو ماما د زوی او مرغه سره جګړه شوه، ملا زعفران د ملا بلالو مشر زوی و، ځوان و، يوه ورځ چې له کار څخه ستړی راغلى و، کور يې د چرګ غوښه ورته پخه کړې وه، ملا

دملي شورأوکيل صاحبانوته

چهارشنبه, 04 اسد 1396 15:04

عبدالسلام اندړ

پرېکړي سرچې الله اکبرونه ويل! اياشهيدنه دی ؟
نه چندان پخواوختونوکي دګران وطن په ټولوکليوکي به دعمومي قومندان لخواداسي ظالم، بې رحمه،جاهل،مور او پلار ريټلي،چارعيب شرعي وړوکی قومندانان تعينېدل چې په کليو اومنطقه کي به يې ډېر ژردويري اوحشت فضاخپروله. هغه به بيا کمېټه،مخبيران اوپيره دارا ن له داسي خلکوڅخه ټاکل لکه ځان غوندي او عمومي قومندان ته به هم ښه داعتمادوړ وو اوهغه ټول صفتونه به يې درلودل چي دعمو مي قومندان به خوښوو.
د اړودوړپه سرکي عمومي قومندان فيصله کړي وه چې دحکومتي اويا حکومت ته دخو شبينوخلکوحلا لول غزاده، داچي غزا دهرمؤمن مسلمان فرض ده،برسېره پردې منصب ور کول کيږي اوهم به تنخوا ورته دغنيمت اوله جهاد سره دکمک له پيسو څخه چې د باند نيو اسلام دوستو هيوادوله خوا ورکړلي شوي دي، ورکوله کېږي. نوهمهغه ووچې بزکشي شروع شوه او وارترمېړني اوګړندي وو.په خوراسرعت اوعجله سره يې په ډېرليږ وخت کي ټو ل هغه خلک حلال کړل چې يوه ورځ يې هم