خاکه

صحافي
ليک: عبدالهادي حيران
صحافي نن سبا زما دوست دى. نن سبا مې ځکه وويل چې نن سبا ژمى دى اؤ داسې معلومېږي چې طبيعت ئې سوړ دى. په اوړي کې ئې طبيعت دومره ايشيدلى وي چې د چا ورسره دوستۍ ته زړۀ نۀ کېږي. د دې مطلب دا شو چې موسمي دوست دى خو موسمي صحافي بالکل ندى. البته د نړۍ له نورو صحافيانو مختلف دى. ځکه چې نور صحافيان شپه په ويښه اؤ ورځ په ويدو تېروي خو دَى لکه د عامو انسانانو شپه په ويدو اؤ ورځ په ويښه تېروي. نور صحافيان غم ښادۍ کې د اخبار لپاره منډې وهي اؤ دَى د اخبار نه منډې وهي. يعنې نور صحافيان پردي غم ښادۍ کې خو حاضرېدلاى شي ځکه چې څۀ خبر مبر به ترېنه راټولوي ولې خپل غم ښادي ترېنه اکثر خطا وي. اؤ د دۀ چې د کوم ليرې دوست خپلوان کره سُنت هم وي نو دوه ورځې وړاندې رخصت اخلي. دا مراعات به ورته ښائي لدې امله ورکړاى شوي وي چې دَى د اخبار د هغه مخ مدير دى چې عموماً ټينډر نوټسو (د دولتي ټېکو اعلانونو) ته وقف وي خو چرته کله کله پکې خبر نيم هم ولګي.

خېر! دا خبرې دومره مهمې ندي. مهمه خبره دا ده چې دَى صحافي دى. اؤ کۀ څوک وائي چې نۀ دى نو يؤ ځل دې ورله خامخا د قميص مخامخ جېب ته وګوري، کۀ سپينې جامې ئې اغوستې وي نو پريس کارډ (Press Card ) به پکې له ليرې ښکاري. کۀ بيا ئې هم نۀ مني نو کالم دې ورله وګوري. په کالمونو کې دَى دومره لوړ تجزيه ليکونکى ښکاري اؤ په دومره لوړو موضوعاتو ليکل کوي چې د اياز امير د سر نه هم ورته خولۍ غورځېدلى شي خو لا تر اوسه پورې غورځېدلې ځکه نۀ ده چې هغه اياز امير په پښتو نۀ پوهېږي اؤ د دۀ کالمونه چا په اردو يا انګليسي ندي ژباړلي.

کره کتونکي وائي چې حقيقي ليکوال کله هم د خپل ليک اؤ تخليق نه مطمئن کېدلاى نشي خو دَى د خپلو کالمونو نه بالکل مطمئن دى. اؤ کۀ څوک ورله کالم ته بد ووائي نو دَى زر ځواب ورکړي چې: "پرېږده انټيسټَمينه! زما د کالمونو تعريف خو سليم راز هم کړى دى". ما د دې تعريف لپاره د سليم راز "تنقيدي کرښې" کرښه په کرښه ولوستلو خو يوه کرښه مې هم پکې پيدا نکړى شوه. کېدلاى شي چې په دويم چاپ کې يې ذکر راشي خو د پښتو د تنقيدي کتاب په دويم ځل چاپ کېدل يا الله اؤ يا الله نصيبه!.

د سليم راز د تنقيدي کرښو څخه وروسته مې د "انټيسټَمين" کلمې لپاره د درې څلورو ژبو ډکشنريانې وکتلې خو دا کلمه مې پکې پيدا نکړاى شوه. معلومه نده چې دا کلمه زما دې صحافي دوست له کومې راپيدا کړې ده اؤ څۀ معنا يې ده!!!؟. کېدلاى شي معنا يې څۀ ښه غوندې وي ځکه چې دَى يې کله کله د مشرانو لپاره هم استعمالوي. خو دا اوس زمونږ د بې علمۍ قصور دى چې په معنا يې نۀ پوهېږو. ځينې وخت کې دا کلمې هم سړي ته لوي جنجال جوړ کړي. لکه اوس دا د صحافي کلمه چې ده. دا کلمه ما د دې خاکې سرليک مجبوراً ايښى دى ځکه چې په پښتو کې مې ورته د دې نه بله ښه کلمه پيدا نکړاى شوه. اول مې ورته له انګليسۍ څخه مفغن کړاى شوې کلمه "ژورنالست" سرليک خوښ کړى ؤ خو هغه مې بيا ځکه د دې سرليک نۀ کړو چې ځينې پاکستاني پښتانۀ ئې "ژَورنالُوست" تلفظ کوي اؤ زۀ ډارېږم د دې خبرې نه چې هسې نۀ څوک ورته "ژَور نالُوستى" ووائي. دا ډارېږم ځکه چې دَى ډاکټر هم دى اؤ دلته ډاکټران زياتره بې سنده وي اؤ چې بې سنده وي نو ښکاره خبره ده چې نالُوستي به هم وي.
تاسې به وايئ چې دا خو د کمال نه ډک سړى دى چې صحافي هم دى اؤ ډاکټر هم دى. خو زۀ وايم چې د کمال نه نۀ، بلکې د کمالونو نه ډک دى. ځکه چې شاعر هم دى، نيمچه غوندې مُلا هم دى اؤ کۀ خداى د راروانې پېړۍ پورې عمر ورکړو نو

کېدلاى شي چې کمپيوټر هم زده کړي. يعنې دا ئې يؤ بل کمال دى چې د دې سيمې د ټولو مُلايانو پشان د جدت اؤ جديديت خلاف دى خو پخپله پرې د کمپيوټر د زده کولو اؤ استعمالولو خارښ لګېدلى دى. اؤ کۀ چا ورته په انټرنېټ لږ د شين سترګو پېغلو "خواږۀ" عکسونه راواړول نو بيا خو ورته مونځ هم قضا کوي.

په دفتر کې ئې ډيوټي د ورځې وي اؤ د ورځې چونکې ډېر کارکوونکي نۀ وي خو چې عموماً کوم موجود وي په هغوئ کې دَى روحِ روان دى. يعنې د دفتر وداني خو پخپله ولاړه ده خو روح ئې د دۀ په بدن کې ژوند کوي. ځکه چې يؤ خو دفتر د دۀ په شور اؤ خندا اباد اؤ پُر شور وي، بل دا چې مېلمانۀ ئې ډېر راځي اؤ چې مېلمانۀ ئې ډېر راځي نو ښکاره خبره ده چې چاى کاوې هم ډېرې پخېږي. اؤ په دې خبره کې د دفتر ټولو کارکوونکو منلى دى چې په مېلمنو ډېر تاوان کوي. د مېلمنو مېلمستيا کول د پښتنو پخوانۍ پېژندګلو ده اؤ د دۀ مېلمانۀ خو بيا ياران دوستان يا خپلوان نۀ بلکې زيات هغه کسان وي چې اخبار کې خپل غزل، ليکنه يا خبر چاپ کولو پسې راغلي وي. نو دَى نۀ يواځې دا چې چاى کاوه پرې څکي بلکې د غزل، ليکنې يا خبر د چاپ کولو ذمه واري هم ورته په داسې انداز واخلي لکه دَى چې د ټول اخبار د امتياز مېړۀ وي.

لومړي سر کې چې يې ما دا ټول عادتونه وکتل نو سُوچه اؤ کره پښتون مې وګڼلو خو وروسته چې مې ورله د نوم سره د مکې د يؤ عربي قام لاحقه وکتله نو په يؤ دوه کې حيران شوم چې اوس ورته پښتون ووايم کۀ عرب. ځکه چې د مېلمنو په مېلمستيا کې خو عرب هم ډېر مشهور دي. البته شاعري چې مې ورله په پښتو کې واورېدله نو بيا مې ځان په زوره په دې خبره مطمئن کړو چې ښاغلى پښتون دى. په پښتو ادب ئې يؤ ډېر لوي احسان دا کړى دى چې تر اوسه پورې ئې خپل ديوان نۀ دى چاپ کړى. اؤ چې ما ئې کومه لږه ډېره شاعري اورېدلې يا لوستلې ده نو څۀ خاص خبره مې پکې نده موندلې. البته په تخلص کې ئې يوه خاص خبره شته. هغه دا چې دا تخلص ئې په ځان پورې راجستر کړى معلومېږي. ځکه چې کله د ورځپاڼه "وحدت" د ادارتي پاڼې مرستيال مدير ؤ نو د دۀ د تخلص پشان تخلص لرونکو شاعرانو اؤ ليکوالانو کلام يا ليک به ئې چاپ کېدلو ته نۀ پرېښودلو. اؤ کۀ پرې به ئې ښودلو هم نو تخلص به ئې ورته بدلولو. اؤ چې چرته په کومه مشاعره کې به هم څوک داسې شاعر موجود وي چې د دۀ د تخلص پشان تخلص ئې وي نو ښۀ په بدمعاشۍ ورته ووائي: "اَى ..... انټيسټَمينه! دا تخلص به دې بدل کړې ښه". هغه ئې اخبار سره د تعلق دومره لحاظ وکړي چې "ښه جي" ورته ووائي.

زما د دې ملګري شخصيت پراختيا نۀ لري خو بلها اړخونه لري. لکه د هر انسان پشان کمزورۍ به هم لري خو خوبيانې اؤ ښۀ عادتونه ئې زيات دي. په هغو کې دا چې په مجموعي لحاظ ښۀ اؤ زړۀ راښکونکى انسان دى، کۀ دوستي ئې لږه ده خو خوږه ده، کۀ په معمولي خبره خفه کېږي نو په معمولي خبره خوشحالېږي هم، د هر چا خواخوږى اؤ همدرد دى، د خدمت په سلسله کې د هر چانه وړاندې وي، د ضرورت په وخت کې د هر چا پکار راځي، خپل محنت کوي اؤ حلال رزق ګټي، دروغ کم وائي اؤ مونځ په وخت کوي، د مېلمه قدر کوي اؤ هر چا سره لږ تر لږه يؤ ځل خو په روڼ تندي خبره کوي اؤ د دې ټولو نه زيات لوي ښه والى ئې دا دى چې د تېرو درې کالو راهيسې په اخبار کې کار کوي خو ځان ته اوس هم استاذ نۀ وائي. کۀ د پښتو اؤ خبر ليکلو چل ئې زده کړى وى نو کېدلاى شي چې د استاذۍ دعوه ئې هم کړې وى. خو ځه! دا هم ښه ده چې ځان ته شاګرد خو وائي. البته په دې راز پوهه نۀ شوم چې ميا فاروق فراق ئې خپل نيازبين شاګرد ګڼي خو دَى د حنيف خليل په استاذۍ فخر کوي. اؤ دا مې هم معلومه نکړاى شوه چې حنيف خليل ددۀ په څۀ کې استاذ دى، په صحافت کې، په ډاکټرۍ کې اؤ کۀ په شاعرۍ کې؟؟؟.

برسېره پر دې اوږدې پېژندګلو ئې يوه لنډه پېژندګلو دا هم ده چې دَى د هغې ادبي ټولنې مشر سيکتر دى د کومې چې اعتبارګل زړۀ سواندى مشر دى. اؤ کۀ اوس هم چا نۀ وي پېژندلى نو کله دې د ورځې د لسو بجو څخه تر يوې بجې پورې څۀ وخت هم د پېښور په ګلبهار کې د ورځپاڼه "وحدت" د دفتر نيوز روم ته ورشي، هلته چې د مېز په اخري سر ګوټ کې د اتۀ ويشتو يا نهه ويشتو کالو يؤ هلک ناست وي، رنګ ئې نۀ تور وي نۀ سپين خو سترګې ئې په قدرتي رنجو تورې وي، ږيره ئې د مولانا مودودي په شريعت برابره وي، په هره خبره مالګه کې د اوړو هومره خاندي اؤ په مېز ئې مخې ته د کاغذونو اؤ اخبارونو سره چشمې، ساعت، دسمال، جرابې، کيلي ګانې اؤ د چاى يا کاوې پياله هم پرته وي نو پوهه دې شي چې همدغه سعيد ګل عُرف مصور قريشي دى.

١٤دسمبر ٢٠٠٤ء

پېښور






لوستل شوی 800 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي