څلورمه برخه  اوستا

څلورمه برخه اوستا

احمدجان ماڼو

د۱۴۰۰ ق،م څخه تر ۷۳۰- نه تر۳۳۰ ق،م پوری

مونږ يه لومړۍ ،دوهمه او دریمه برخه کې د لرغونۍ آریائي ژبې( آریک)لرغوني کلمات د (پشائي)ژبې سره په پرتله کی وڅیړل او پرې وپوهیدو چې د وړاندی لرغونوزمانو یعنی د (آریانا ویجه) څخه تر ویدا د کتاب تر لیکلو پورې، پشائي ژبه خپل ژوند او شته والی څرګندوي. دا چې مونږ د پشائي ژبې ژوندي او مروج کلمات د آريک او ویدا پوری په اړوندو زړو کلماتو کی کټ مټ او کله کله موپه ورته بڼه په لاس راوړل او دا راته څرګنده شوه چی پشائي ژبه تر ویدا د آریائیانو دلرغوني کښل شوي کتاب تر کښلو پورې ژوندۍ وه او ښائي چی دواړه ژبې ،هماغه یوه ژبه (آریک – پشائي) وي ،دا په دې خاطر چی پکې کښل شوي نومونه کټ مټ (پشائي- آریک )دي تر دی ځایه چې کومه څیړنه وشوه، داراته په ډاګه شوه

چی پشائي ژبه یوه لرغونۍ آریائي چې تر اوسه پوری دآریائیانو په لرغوني ټاټوبي د هندوکش دغرونو په سویلي لمنو کی د هماغه لومړي پیل څخه نیولې تر نن پوری یوه ژوندۍ او د پشائیانو دخبرو اترود ګیلو او قصو او دغم او درد یوه دردیدلې کړیدلی ،خواره زاره او ورځ تر ورځي ویلې کیدونکۍ او کوچنۍ کیدونکۍ ژبه ده چې دپشائي ژبو لخوا ویل کیږي،چی په خلکوئی هم دژبې نسبت شوی او ورته پشائیان ویل کیږې ،چی د ویدا دکتاب لرغونۍ وییونه ئی پخپله ژبه کې تر اوسه پوری ژوندي ساتلي دي.
دا چی د اوستا کتاب هم یو تاریخي لرغونې آریائي کتاب دی ،چی اوستا پوهانو پکې ښی ښی پلټنې کړیدي. د پوهانود پلټنو په پایله کی دا جوته شوې ده، چی اوستا د اریائی باختر او بخدي یوه زړه ژبه ده او ویل کیږي چې په باختر کی ځوانۍ ته رسیدلې ده .
اوس زه غواړم چې پشائي ژبه د اوستا د ژبی سره په پرتله کې وڅیړم تر څو د پشائي ژبې ژوندیتوب دزردشت په دیني کتاب د اوستا په زمانه کې څرګند کړم. ددی کار لپاره پکار دي چې د اوستا د ژبی لرغوني وییونه چی د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کی راغلي دي او د پښتو ژبه ورسره په پرتله کی څیړل شوې ده،په خپل وارد اوستا په کتاب کی راغلي کلمات د پشائي ژبی دکلماتو سره په پرتله کې وڅیړم .او دا څرګنده کړم ،چی پشائي ژبه لا د اوستا په زمانه کی هم یوه مقتدره ، قوي او ژوندۍ ژبه وه. ددی ټکي د ثبوت لپاره به زه لومړی پخپله د ( اوستا) نوم ،چی اوستا پو هانو پکی ژورې او زړه پوری پلټنۍ او څیړنې کړیدي اوخپل نظریات ئی دنوموړي نامه په هکله ورکړیدي څرګند کړم ،چی د اوستا دنامه څیړل زما دڅیړنیز کار پیل جوړوي او وروسته له هغې څخه به زه یواځې هغه نومومونه چی د اوستا د زمانې پورې اړه لري یو د بل سره به ئی په پرتله کې وڅیړم او بیا به ئی ښاغلو اوستا پوهانوته او د آریائي لرغونو ژبو ژب پوهانو ته به ئی وړاندی کړم .
زه د ژبی د قواعدوداصولوسره کوم کارنلرم ،یواځې غواړم د کلماتوهغه اړخ وڅیړم کوم چی،د لغاتونو د ریښې پوری اړه لري یعنی د لغت ریښه په پشائي ژبه کی او د هغې پرتله د اوستا یا د بلې کومې لرغونې آریائی ژیې سره.
پر ځای به وي چی لومړې د اوستا ژبې یا زند په هکله یو څه تاریخي معلومات وړاندی شي.
اوستا یا زند: Avesta,Zend
(دا ژبه په باختر کې له اصلي آریائي ژبې څخه د ویدي ژبې سره یو ځای او غبرګوني وزږیده،نویې باختري ژبه هم بولي ،اوستائی له دی جهته بولي چې د اوستا د کتاب پخوانی او خورا زوړ ټوک «ګاټه»په دغه ژبه لیکل شوی دئ.دغه ژبه (زند) بلل کیږي .
مدقیقین وائی: د اوستا ژیې چی ګاټه پری لیکل شوی دئ او دویدا ژبی ډیر فرق نشته او په جزوي اړولو اوتبدیل چی معین اصول لري،دیوې ژبی یوه خبره په ها بله ژبه اړولای سو .
د اوستا ژبی په روحاني ډله او مقدسو کتابو اړه درلوده ،او بیله پخپله اوستا بل کتاب او لیک په دغه ژبه ندی پاتې ،که څه هم چی د اوستا کتاب او د زرد شت دین په ایران کې خپاره سول،مګرترایراني هخامنشی دوری (۷۳۰- ۳۳۰ ق م)وروسته چی سکندر پر ایشیا مسلط شو،نو د اوستا نسخې هم ورکې شوې مګر وروسته بیا د اردشیر ساساني (۲۱۱- ۲۲۶ ع)په امراوستا راغونډه شوه ،نو له دغه جهته اوس داوستا زوړ متن ندی پاتې ،فقط د ګاټه برخه ئی زړه او د زردشت قول بلل کیږی.
دا ژبه اوستا بلل کیږې،چې شرح ئی وروسته راځي ،په حقیقت کی زند د اوستا پهلوي شرح وه،چی وروسته دا دوه نومونه په ګډه «زند اوستا» د متن په اصلي ژبه اطلاق شوه،که نه وي پخپله زند د اوستاد تفسیرژبه ،یعنی پهلوي ده .دی پهلوي تفسیر یو بل تفسیر هم درلود ،چې هغه د (پیتي ،زنتي)یعنی (مکررتشریح ) یا (پازند)بولي.ددی تفسیر ابهام تر پهلوي لږ دي او هم ئی رسم الخط واضح دی ، (پازند ) له پهلوي څخه لږ څه بیلتون لري او ټول کتب چې پکی موجود دي،د پهلوي نسخو تفاسیر او شرح دي.
ددی ملاحظاتو څخه داسی ښکاري چی لومړنۍ اوستا چې د زردشت دعصر ژبه وه ،او د اوستا کتاب پری کښل سوی وو،ورو ورو له باختره شاو خوا خپره سوه ،په ایران کې زړه پاړسو(فرس قدیم)رواج سوه وروسته پهلوي ژبه او پازند ځنی راووتې په حقیقت کی اوس د زړۍ باختري اوستائی ژبی اثار ندي پاتې . ګاټه چی د اوستا یو ټوک دی د محقیقینو په قول هغی زړې باختري اوستا ته نژدی دی ).(148)
(باختري اوستا هغه کتاب ؤ،چی زردشت په بخدي کی وکیښ او د هغه وخت باختري پاچا ګشتاسپ دده دین ومانه او ټول د زردشت قوانین ئی دِغویو پرڅرمن وکښل او هری خواته ئی ولیږل) .(149)
تر دی ځای پوری د اوستا دکتاب په هکله ،چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی لیکل شوی او د لرغونو آریائیانو د زردشت پیغمبر پوری ئی اړه درلوده ،د نوموړی کتاب د ډیرو مشرحو معلوماتو لپاره ښائی دپښتو د ادبیاتو تاریخ ته مراجعه وشي.څرنګه چی مخکی می هم یادونه کړې،چې زما کار یواځی د اوستا او د اوستا پوری ورته کلماتو سره ،چې د پوهانو لخوائی یادونه شوې څیړم.
د اوستا پوهانو د اوستا د نوم په هکله زړه پوری څرګندونی کړیدي،ددی لپاره چی زما د څیړنۍ موضوع ښه بشپړه شی ،ښائی چی لومړی د اوستا دنوم په هکله د پوهانو نظریات راټول کړم او ورپسی به خپل نظرد اوستا د نامه په هکله د پشائی ژبی له پلوه د اوستا محترمو پوهانو او څیړنکی ته په پرتله کی وړاندی کړم .
د اوستا کلمه:
(ترهرڅه دمخه به د اوستا نوم تر تحلیل او څیړنې لاندی راولو،د مخه در ښکاره سوی ده ،چی دا کلمه ډیره زړه ده او دآریائي باختر له پخوانو اثارو څخه ده .
ددی کلیمې په معنی او لغوي تحلیل پوهان ډلی ډلی دي،هر چا یوه توجه ورته کړیده او اشکا ل ئی هم مختلف را نقل شوې دي،اوستا،ابستا،استا،ادستا،افستا،اپستاد پهلوی شکل ئی (اوپستاک)دئ چی ډار مسټټر(اپستاک)زکر کړیدی(ضبط)په سریاني ژبه (اپستاګا)او په عربی کی (ابستاف)دی او لکه محققین چی وائی:
ددی نامه ذکر دساساني دورې د مخه په بل اثر کی نشته ؛فقط یو عالم اوپرت دا عقیده لري ،چی دداریوش د بیستون په ډبر لیک کی(۴)لیکه (۴۶)فقره کی چی ابستام راغلی ده دغه کلمه ده.
په هر صورت اوس خو دغه کلمه ډیره مشهوره ده او دمانا په خصوص کی ئی دا لاندی اقوال سته.
(۱)پروفیسور ګلدنر له پروفیسر اندرس څخه هسی نقل کوې ،چی د اوستا کلمه له پهلوي (اوپستا)څخه مشتق ده ،چی معنائی (اساس بنیان او اصلي متن )ده.پروفیسور بارتولمه او ویسباخ دغه کلمه په اوستا او هخامنشي ډبرلیک کی د (پناه او کومک)په معناوو راوړي.
یو بل مشهورعالم جیکسن د نیویارک دکلومبیا د کالج پروفیسوروائی،چی د اوستا اصطلاح له اوستاک څخه راوتلي ده ،چی دا کلمه په ساساني دوره کی عمومآ مستعمله وه ،مګر دا نده معلومه ،چی اصلي معنا ئی څه ده ښائی چی پهلوی اوستاک،لکه د سنسکریت ویدا غوندی د(پوهی دانش اوعلم)په معنا وی یا ښائی چی معنائی اصلي متن وی یا قانون.
(۳)په شرقي کتابونو اوقاموسونو کې هم اوستا راوړې،مثلآددساتیر اسماني په فرهنګ کې لېکي:
«اوستا به فتح اول و ثاني نام کتابیکه به حضرت زردشت نازل شده و معني ان بهین ستایش ومهین نیایش وستا بکسر اول مخفف اوستا ست».
فرهنګ نظام لیکی:اوستا کتاب دینی زردشت پیغمبر ایران است اسیری لا هیجي ګوید ،
علم معنی از کتاب اوستا حا صلت ناید مکش چندین عنا
اسد طوسی په لغات فرس کی لیکې : استا،وستا،ابستا تفسیر زند است ، خسروی ګفت:
چو ګلبن از ګل اتش نهاد و عکس افګند بشاخ او بر،دراج ګشت ابستا خوان
(۴)اووپرت هسی لیکي: د اوستا کلمه اساسآ دابستا د فارسی کلمی څخه جوړه سویده ،چی معنا يې قانون دی.
(۵) ځنی نور پوهان دا عقیده لری ،چې اوستا د مجهول اونا مفهوم معنا لري او دوې ټوټې کلمه ده ،لومړی ټوټه ئی(آ) یعنې «نه»؛دوهمه ټوټه«ویستا»یعنی دانسته ده ،چی مرکبآ«نامفهوم»او مجهول او نا دانسته ده،چی مرکبآ«نامفهوم او مجهول او نا دانسته»ورته وایي.
او ددی نامه وجهه تسمیه هم داسی بیانوي: چی اصلي باختري اوستا دوی نسخی وی او دغه نسخی دسکندر په تاړاک کی ورکي او تالا شوې،وروسته چی په پارتي اوساساني دورو کی د اوستا د کتاب دوهمه پلا ټولونه شروع شوه،نوی خطي ټوټی هسی وی،چی څوک نه په پوهیدل ،نوئی « مجهول او نا مفهوم» وباله(۱۵۷-۱۵۸).
دا چی اوستا یو لرغونې آریائي نوم دی .ډیر و اوستا پوهانو دنوموړی نوم په هکله ډیری ښې او ژوری پلټنی اوڅیړنې کړی دي او د نوموړی کلمی په هکله د پوهانو ځانګړي نظریات ،چی یو د بل سره په توپیر کی دي او د پوهانو د نظریاتو توپیر مونږ ته را په ګوته کوي ، همدا شان په لر غونو قاموسونو کې هم د اوستا دنامه یو شانته والې دمعنا له پلوه نه څرګندیږي.
ددی لپاره دنوموړی لرغوني آریائی مذهبي کتاب په هکله ،چې په زردشت آریائي پیغمبر باندی نازل شوی دی د اوستا د نامه د پوره څرګندونی په خاطر مونږ تاریخي سندونو ته اړتیا لرو تر څو وکولای شو د هغوی په رڼا کی د اوستا د نامه پر ځای معنا ،مفهوم او همدا شان که ممکنه وی د نوموړی نامه څټه را پیدا کړو. ددی کار لپاره مونږ د پوهانو نظریاتو ته ډیره اړتیا لرو .تر څو د پوهانو نظریاتو په رڼا کی وکولاې شو اصلي مقصد ته یو څه په علمي ډول سره ورنږدی شو.
اوس د نوموړي لرغوني آریائي نوم د راتلونکۍ څیړنې په خاطر په ځای ئی بولم ،چې په پښتو کی د اوستا په هکله دغه لاندی نظریات ولیکم.
په پښتو کی اوستا:
( د اوستادکلمی په شرح اومفهوم کی د پوهانو له مفکورو څخه لوړی څیړنی مختصرآ را نقل شو یدي،په
پښتو کی هم تطبیق مومې ،او لکه د ویدي ژیې ډیر کلمات چی په پښتو کی وکتل سوه،دا کلمه هم په پښتو سره په دوه ډوله برابریږی:
(۱)دپنځمی مفکورې خاوندانو اوستا په نامفهوم ترجمه کړیده او دا نظریه اسلامې مورخینو هم منلی ده ،مثلآ علي ابن الحسین مسعودي اسلامي مورخ چی په(۳۴۵ هجری)وفات سویدی ،په (۳۳۲ )هجری کال هسی لیکې:
زردشت بل استیمان و هوالنبی ا لمجوس الذی اتاهم با ا لکتاب ا لمعروف باالزمزمه عند عوام الناس و اسمه ،عندالمجوس بستا ....... معجم هذالکتاب یدورعلی ستین حرفا من احرف العجم،ولیس فی سایرالغات اکثر حروفا من هذا واتی زردشت بکتابهم هذا بلغت یعجزون عن ایراد مثلها،ولا یدرکون کنه مرادها وکتب هذالکتاب فی اثنی عشر الف مجلد بالذهب فیه وعد وعید و امرونهی وغیر ذالک من الشرایع والعبادات ،علم نزل الملوک تعمل بما فی هذالکتاب الی عهدا لسکندروماکان من قتله لداراین دارا ،فا حرق الا سکندر بعض هذالکتاب ثم صارالملک بعدالطوایف الی اردشیر بن بابک فجمع الفرس علی قوت سورت منه یقال لها (استاه).....ثم عمل زرادشت تفسیرآعند عجز هم عنه فهیه وسموللتفسیرا (زندا)ثم عمل التفسیراوسما (پا زند)ثم عمل علمآئهم بعد وفات زرادشت تفسیرالتفسیر وشرحآ لسایر ما ذکرناه وسموا هذا التفسیر(بارده).
ترجمه: زرادشت د استیمان زوی دمجوس نبی دی ،چی دوی ته ئی د ابستا کتاب راووړ ،دا کتاب عوام وګړی زمزمه بولی ،(۶۰)حروف لري،چی په اکثرو نورو ژبو کی ډیر دغه حروف نسته .زردشت دغه خپل کتاب په داسی ژبه راووړ چی بل چا هغه نسوای لیکلای او نه ئی څوک په مراد پوهیدل ......دا کتاب په دوولس زره ټوکه کې په زرو ولیکل سو،وعد او وعید امر او نهی او نور شرایع او عبادات پکښی وو،پا چاهانو د سکندرتر وخته په دی کتاب عمل کاوه ،مګر هغه وخت چی سکندر دارا مړ کړ ،نویی ددی کتاب ډیری برخې وسوځولی،وروسته ملوک ا لطوایف راغلل ،بیا چی اردشیر د بابک زوی پاچا شو،نو ایرانیان ددی کتاب د یو صورت په ویلو متفق سول چې استاه یی باله ......په دی ډول مسعودي مورخ د اوستا نا مفهوم توب بیانوی او دا خبره نور مورخین هم مني،مثلآ ابن اثیر پخپل کتاب (الکامل فی التاریخ )کی هسی وایي:
چی زردشت یو کتاب (استا- ابا ستا) راووړ او هری خواته ئی واستاوه ،څوک ئی په معنی نه پوهیدل او مضامین ئي درک نه کړل....
له دغو ټولو څخه دا سی ښکاري چی اوستا حقیقتآ نا مفهوم وواو ډیر نور تفاسیر چی پر ولیکل سوه،علت ئی دغه وو ،چی د کتاب متن ګران او مجهول و،دغو خبرو تر نږدی وختو پوری هم شرقی پوهانو ته معلومه وه ، حتی دوی د اوستا کتاب یو راز( رمز)هم ګاڼه ،لکه چی د دبستان مذاهب مولف هم په دی باب کی په ښکاره لیکي :« کتاب ذند بر دو قسم است ،یک قسم ان صریح وبی رمزکه که انرا (پازند) نیز میګفتند ،و قسم دوم رمز و اشارات که انرا( زند) هم میخواندند».
د اوستا په خصوص کی دپنځمی مفکوری د خاوندانو لپاره دا ټول تاریخي دلایل موجود دي او که مونږ له دغه نقطه نظره د اوستا کلمه تحلیل کړو ،نو سمه راځی( ،په دی ډول دا نوم مرکب دی له دوو ټوټوڅخه
( ا- وستا)
- یعنی مفتوح همزه په آریائی ژبو کی د(نافیه)(نا) په معنا راځي ،په سنسکریت کی هم عام دی ،الف پهA (ی)هر وخت اوړی،(آ) په (یه- یا) هم ویلای سو،چی اوس د قندهار په پښتو کی کټ مټ (نه- نا)په معنا د نفی لپاره دی.مٍثلآ احمد راغلی دی ،یه ندی راغلی ږد خلیل خان نیازی په دی رباعي کی (یه) دنفی په معنا واضح شویدی:
ږغ کا بیلتون له لاسه خړی ا وریځی ژاړي له پاسه کویله
یه،هغه لونی ګوهر په خول ستا دا مرحبا کا ستا زمونږ مواسه
دویم جزو (وستا)له پښتو (ویستل)څخه جوړسوی دئ،چی معنی ئی ده (استخراج)(دباندی ویستل)ددی مصدراسم مفعول (ویستلی او ویستی)دی او پخپله (ویستا) کلمه هم په زند ژبه کی اسم مفعول دی .نو ویستا داسی معنی لري،نا استخراج شوی نا مفهوم ،که په اوسنی محاوره کی داکلمه ووایو (یه ویستي)یعنی (نا ویستي)او نا مفهوم به وی،چی کټ مټ هغه (اوستا ) هم دغسی ده .
د اوستا کتاب دبخدي او باختر څخه راوتلی دی نو لکه پخپله د بخدي کلمه چی د پکهت ،پښت او پښتون سره نښتي ده،د اوستا نوم هم دغسی له پښتو سره اړه لري ،او ددی کتاب نامفهوم توب د سیری لا هیجی له هغی ذکر سوی پارسی بیته هم ښکاري ،ځکه چی دا وائی :له اوستا څخه معنا نسی درک کولای ،بیهوده زیار مه کاښه ،د پنځمی مفکوری له رویه خو د اوستا کلمه په دی ډول تجزیه سوه (ا- ویستا )،هم که ددریمی نظریی له مخه د شرقي لیکوالو په قول اوستا (بهین ستایش اومهین نیایش)وګڼو نو به ئی په پښتو کی داسی تحلیل کړو:
اوستا دوی کلمی دي ،(ا – ویستا)لومړی جزوی (همزه) او(واو) دی حمزه حلقی حرف دی او ډیر ځله (ّه)سره بدلیږی ،مثلآ هلک- الک؛هګۍ –اګۍ او نور د سنسکریت دکلمی په تحلیل کی تاسی ولوستل چی په هغه ژبه کی (سو)د ښه په معنی دی ،ځکه چی د سنسکریت(س)په اوستا کی تل په(ه) اوړي ، نو( سو) په اوستا کی (هو)شو په پاړسو کی (ه) (خ)کیږی ، لکه حوارزم چی خوارزم سوی دی په پښتو کی دغه د اوستا (هو)په (او) بدل سوی دی ،دداریوش په ډبر لیک کی (او اسپ) یعنی ښه اس (اومریتا) یعنی ښه سړی راغلی دی (ا)او پخپله (هو)هم په پښتو کی د ایجاب کلمه ده ،چی اوس هم ژوندۍ ده،او هغه «ښه» معنی لری .
دوهم جزو: چی (ستا )دی ریښه ئی (س-ت)دئ چی له دی څخه د پښتو(ستایل،ستاینه،ستانه)د پاړسو (ستایش،ستودن )راوتلي دي .ستایوال هم په پښتو ستایش کننده ته وائی .
امیر کروړ سوري چی د پښتو خورا پخوانی شاعر او ادیب دی ،پخپله حماسه کی وائی :
نړۍ زما ده نوم مې ستایي پر دریځ ستایوال ؛په پهلوي کی هم د «ستا»ریښه وه،اسد طوسي لیکي:
چی «افد ستا»ترکیب دی له افد یعنی شګفت او«ستا» یعنی ستایش څخه،لکه دقیقی چی وائي :
جز از یزد تو ام خداوندی کنم از دل بتو آفد ستا
له دی څخه معلومیږيچی له پخوا څخه دا ریښه په پښتو او نورو آریائی ژبو کی وه ،نو له دغه جهته ویلای سو،چی داوستا دکلمی دوهمه ټوټه( ستا) له دغو ستایلو څخه ده .په دی ډول چی اوستا پخپله د اوستا ژبی په اصطلاح (هوستا)او په پښتو په (اوستا)یعنی (ښه ستاینه)اوهغه د بهین ستایش او مهین نیایش،سی،چی دا لغوی تحلیل هم داوستا دکلمي ریښی په پښتو کی څرګندوی).۱۵۸
اوس چی مونږ د اوستا دنامه په هکله داوستا پوهانو نظریات ولوستل اود هغی سره په څنګ کی مو د پښتو ژبی له پلوه څیړنه ولیدله .
غواړم دنوموړو څرګندونو په لړکی دلرغوني آریائي کلمی (اوستا)په هکله د پشائي ژبی له پلوه خپل نظر په پرتله ایز ډول څرګند کړم.
داوستا نوم د پشائي ژبی له پلوه:
اوس چی مونږ دلرغوني آریائي کلمی د اوستا د نامه په هکله د ډیرو ژب پوهانو نظریات او څرګندونی په تیرو مخونو کی ولوستل ،دا راته څرګنده شوه،چی د پوهانو نظر د اوستا دنامه په هکله یو د بل سره توپیر لري.حتی د اوستا دنامه اشکال ئی یو د بل سره ورته نه ښکاری .هر یوه پوه نوموړی کلمه دخپلو ژبو په بنسټ لیکلی ده،چا پکی توري ډیر کړې او چاورڅخه لږ کړې دي،یائی په بل شکل لیکلې دي د بیلګی په توګه د اوستا د کلمی لاندی ډولونه وګوری.
اوستا،ابستا،استا،آوستا،افستا،اپستا،اوپستاک،اپستاک،اپستاګا،اوستاګ،ابستام او نور.
اوس چی دا وستا دکلمی په څانګړو اشکالو وپوهیدو ښائي چی هره یوه کلمه په ځانګړو ژبوکی په ډیرو نورو او ورته نومونو تلفظ او ولیکل شې .او د نوموړی کلمی اشکال لا زیات کړي اوکه نه نو نوموړی کلمه د اوستا په ژبه کی یوه ده او همدارنګه د یو مذهبي کتاب نوم دی.خو کله چی د پوهانو په لاس کی پریوتی هر چا د خپلی ژبی دحروفو او ګرامرد قواعدو په بنسټ لیکلی او بیائی مانا کړی دی،چی د څیړنی کار ئي لا پسی دروند او سخت کړیدی.دبیلګی په توګه داو ستا د کلمی د ماناپه هکله نظریات داسی دي.
- دلومړی ډلی پوهان داسی نظر څرګندوې چی،د اوستا کلمه دپهلوې (اوپستا)څخه مشتق شوې چی مانائی(اساس بنیان او اصلي متن دی)او څوک ئی د (پناه او کومک )په ماناوو یادوي .
-ددویمی ډلی پوهان داسی عقیده څرګندوی چی ،د اوستا کلمه له اوستاک څخه وتلې ده او وائی چی دا کلمه په ساساني دوره کی عمومآ مستعمله وه ،په پای کی وائي ، مګر دا نده معلومه ،چی اصلي مانا ئی څه ده ؟ همدا ډول نظر څرګندوې چی نوموړی کلمه لکه د ویدا د کتاب په څیر د پوهنی،علم،دانش په مانا دی .همدا ډول په شک سره وائي ،چی معنائی اصلي متن یا قانون دی.
که چیری د دوهمی ډلی پوهانو نظریات په زیرسره وګورو،لومړی خپل نظر داسی څرګندوي اووائی چی اصلي مانا ئی څه ده ؟ ورپسی ئي د علم او دانش،پوهی داصلي متن او قانون په نوم مانا کوې او دکلمی د ریښی په هکله هم په تردد او شک کی دي کله ئی د اوستاک دکلمی څخه ګڼي او کله ئی د ویدا د کتاب په څیر دعلم دانش او پوهی په مبهم مفهوم یادوی
د اوستا دنوم په هکله داسی ویل کیږی چی،په شرقی کتابونو کی هم اوستا راوړي او د هغی مانا ددساتیر اسماني په فرهنګ کی داسی کوي «اوستا به فتح اول وثانی نام کتابیکه به حضرت زردشت نازل شده ومعنی ان بهین ستایش ومهین نیایش و ستا به کسر اول مخفف اوستا است».
همداشان په فرهنګ نظام کی لیکي:«اوستا کتاب دین زردشت پیغمبر ایران است اسیر لاهیجی ګوید.
علم معنی از کتاب اوستا حاصلت ناید مکش چندین عنا
لکه مخکی مو په دریمه برخه کی هر څه په تفصیل سره لیکلي دي،چی د اسد طوسي په لغت فارسی کی راغلي استا، وستا،ابستا تفسیر زند است،خسرواني ګفت:
چو ګلبن از ګل اتش فتاد و عکس افګند بشاخ اوبر دراج ګشت ابستا خوان
په دریمه برخه کی داوستا د کتاب په هکله هم د فرهنګونو معناوی یو د بل سره ورته نه ښکاري د اسیر لاهیجی او د اسد طوسی د بیتونو څخه بیا هم مونږ د اوستا دنوم په هکله د ابهام څخه څه نه شو تر لاسه کولای،چی دا ډول نظریات د نورو څیړونکو لاره په یوه ستر او او بی لاری ځنګله کی تیروي.
- دڅلورمی ډلی نظر داسی دی چی وائی«د اوستا کلمه اساس له ابستا فارسی کلمی څخه جوړه سویده چی معنا ئی قانون دی».
چی څلورمی ډلی نظر هم لکه د نورو دری برخو په شان یو مشخص او لار ښوونکی نظر ندی په دی خاطر چی د قانون کلمه په څو نورو پرخو کی هم یاده شویده.
- دپنځمی ډلی پوهان هم د اوستا نوم د(مجهول او نا مفهوم)په معنا بولي.
همدا ډول په پښتو کی اوستا هم د پنځمی ډلی پوهانو په شان توضیح او تشریح شوی چی د اسلامی مورخینو لخوا هم د نامفهوم او مجهول په معناوو معنا شویده .اوس چی مونږ د لرغونی آریائي نوم اوستا په هکله د محترمو ژب پوهانو څیړنی او نظریی ولوستلی او پری پوه شولو چی د اوستا کتاب د پوهانو اود فرهنګونو لخوا په یوه مشخص او ټاکلی مانا ندی مانا شوی او هر چا بیله بیله مانا ورکړیده .چی په پایله کی مونږ د نوموړو نظریاتو او ماناوو څخه هډو يوه مانا یو شکل او یو تلفظ نشو تر لاسه کولای او د اوستا د نامه هغه اصلی آریائي مانا کومه چی د دین ،مذهب او ددعوت مانا لری . نه شو کولای چی ورڅخه یوه ګډه مانا تر لاسه کړو او پری خپله تنده ماته کړو او داسی ناګڼلی مانا ګانی له مونږه څخه لاره ورکوي.
تر کوم ځای پوری چی پوهیږو،دیني کتابونه تل د بلنی (دعوت) مانا ورکوي چی په هغی کی مذهبی چاری او نوری لارښوونی وي او پکی د یوه دین څخه و بل دین ته د خلکو هڅول او راګرځول او د هغوی رابلل وی ،د نوي دین او مذهب لوړوالی په نورو ادیانو ښودل، نوی دین د زمانې د غوښتنو سره برابرول ،زاړه او تیر ادیان منسوخول په نوی دین او مذهب کی نوو پر مختللو موضوعاتو ته ځای ورکول ،ددنیا او اخرت په اړوند د پشر لپاره ګټوری لارښووني د پخوانو او زړو عقایدو جرړی ویستل او بشر ورباندی معتقد کول او پر ځای ئی نوی او زړه پوری لارښوونې په علمي او عقلي ډول منل او پر زړو تاریخي کنډوالو نو ی اوښکلی زړه پورې ماڼۍ ودانول دي چی دا ټول او ټول دپشائي ژبی د (اوستا)په ترکیبي نامه (دعوت ا و بلنه) کی نغښتي دي.
څرنګه چی د اسلام په دیانت کی د یولک او څلورویشت زرو څخه دزیاتو او لږو پیغمبرانو یادونه کیږي ورسره یو ځای د هغویو ادیان هم زمونږ په زهن کی را مجسم کیږی ،چی یو د بل ځای ناستي شویدي په دی شرط سره چی هغوی به په خپل وار خپلی برترئ ښودلې وې ،چی دا کار به ټولو بی له شکه په دعوت کړی وې چی د زردشت پیغمبر په وخت کی به دا کاربی له شکه د (اوستا)دکلمې په مرسته شوی وي چی په (عربی )ژبه کی ورته(دعوت)او په لرغونئ آریائي ژبه( پشائي) کی ورته نن هم (اووستا) وائی دا دعوت به تر سره شوی وې .
لکه چی څرګنده ده هر نوی دین د خپل پایښت لپاره خپلې ستنې ټینګوې ،همدا ډول زوړ دین د نوی دین په وړاندی دنه منلو ټینګار کوې او هر یو دخپلو برتریو یادونه کوې ،د ژوند تر پایه هر یو خپل ځان پر بل اوچت ،پر حق او ځان لوړ ګڼي او خلک خپل دین ته رابولې ،چی بیا هم د( بللو- دعوت،اوستا)کلمه او مفهوم پکی له ورایه ښکاري ،په دی خاطر مونږ ویلای شو ،چی دهر یوه دیني کتاب په دننه کی د(بللو،دعوت، اوستا)مانا او مفهوم نغښتی دی،چی په خپل وار د (اوستا-اووستا)دننه په مغز کی د(بلنې)بشپړ مفهوم پروت دی. د نوموړي مفهوم د رابرسیره کولو په خاطر،په خپل وار غواړم د(اوستا) د نوم په پښتو کی د (بلنې) مانا او په عربی کی د(دعوت) مانا اومفهوم په پشائي ژبه کی د اوستا د ښاغلو ژب پوهانودنظریاتو په وړاندی په بشپړ ډول د ریښو سره یو ځای وړاندی کړم .تر څو د( بلنې )یعنی د (دعوت)دکلمی پشپړه مانا او مفهوم ورڅخه څرګند او په ډاګه شي او د اوستا پوهانو تنده پری ماته شي.
دا چی د اوستا لرغونې آریائي کلمه لکه د (ویدا) آریائي کلمه زمونږ په ګران او لرغوني هیواد افغانستان کی زږیدلې خاپوړې ئې کړيدي ،لویی شویدي او وروسته دلرغونو آریائیانو د مقدسو کتابونو په څیرڅرګند شوې او د آریائیانو لخوا دزرګونو کلونو په اوږدو کی ورته درناوی شوی دی.
څرنګه چی د ویدا دکلمی او د لرغوني آریائی کتاب په هکله په پشائي ژبه کی دپرتله کولو په وخت کی پوره څرګندونی شویدی اودا جوته شویده چی دویدا کلمه د یوی لرغونی آریائي کلمی په توګه په پشائي ژبه کی ژوندۍ ده او ښائي چی ژوندۍ هم وې ،دا ځکه چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی پشائي ژبه او د ژبی ویونکي دلرغونو زمانو څخه تر نن پوری اوسیدلې او اوسیږی او په خپلې خوږی مورنی پشائي ژبی غږیږی ،نو ښائي ،چی د (اوستا) کلمه هم لکه د(ویدا )کلمه په پشائي ژبه کی ژوندی او موجوده وی .ددی ټکي دثبوت په خاطرښائي چی د اوستا کلمه چی وروسته پری د کتاب نوم ایښودل شویدی ،د پشائي ژبی له پلوه په هراړهیز او بنسټیز ډول وڅیړل شي او محترمو اوستا پوهانو ته د ژوندیو مثالونو په وړاندی کولو سره په رښتیني توګه وروښودل شي. ترڅو ئي څیړنیزې تندې ماتی شې او په سړه سینه دخدای شکر ادا کړي،دا په دی خاطر چې دتاریخي سرګردانۍ څخه لاس په سر شي.
آوستا په (پشائي) ژبه کی:
داوستا دپوهانو دنظریاتو څخه دا څرګنده شوی چی اوستا ژبه لکه د (ویدا) ژبه په باخترکی دزړی اواصلي آریائي ژبی څخه یو ځای او غبرګوني زږیدلې دي ،نو له دی کبله د اوستا ژبه د با ختري ژبی په نامه یادیږي. د څیړونکو له نظره چی وائی : داوستا اودویدا دژبی یو دبل سره دومره توپیر نشته او په جزوې اړونې او تبدیل سره د معینو اصولو په کارولو سره دیوی ژبی یوه خبره په بله اوړي .
پوهان په دی باور دی چی ،چی د اوستا کتاب اوژبی په مقدسوکتابو اړه درلوده او بی له اوستا بل کتاب او لیک په دی ژبه ندی پاتی .
د اوستا کتاب د اوستا په ژبه لیکل شوی دی ،لومړنۍ اوستا چی د زردشت د عصرژبه وه ،د زردشت له خوا زمونږ په لرغوني هیواد د افغانستان په بخدي کی ولیکل شو .او د هغه وخت باختری پاچا ګشتاسپ دده دین ومانه او ورو ورو له باختره شاوخوا خپور شو ،په ایران کی زړه پاړسو(پارس قدیم )رواج شوه ،وروسته پهلوی ژبه او پازند ځنی راووتې:
همدا شان څیړونکي خپل نظر څرګندوې او وائی چی: اوستا ژبه یا زند په حقیقت کی زند د اوستا د کتاب پهلوی شرح وه ،چی وروسته دا دوه نومونه په ګډه «زند اوستا» د متن په اصلي ژبه اطلاق شوه ،که نه وی خپله زند د اوستا د تفسیر ژبه یعنی پهلوی ده .
همدا ډول وائی چی: دی پهلوی تفسیر یو بل تفسیر هم درلوده ،چی هغه (پیتي،زنتي) یعنی (مکرر تشریح)یا (پازند )بولې.
دا چی مونږ د پوهانو او څیړونکو د نظریاتو څخه پوه شوو،چی د اوستا ژبه په باختر کی د زړې اصلي آریائی ژبی څخه زږیدلی ده .ښائی چی په باختر کی یعنی زمونږ په ګران او لرغوني هیواد افغانستان کی د اوستا د ژبی مور ژوندۍ وې یا داچی خپله اوستا ژبه ښائی په خپل ټاټوبې کې پاتې وې ،دا په دی خاطر چی میندې تل په خپل کور کی پاتې وې ،ددغه ټکی د څرګندولو لپاره اوس د (اوستایا زند)کلمی چی( زند )د اوستا د ژبی پهلوی تفسیر دی یو دبل پسی توضیح او تشریح کیږی اود پشائي لرغونې آریائي ژبی سره په پرتله کی څیړل کیږی .
دا باید هم ووایم چی،د اوستا د ژبی څخه را زږیدلی ژبی لکه (فرس قدیم)پهلوی او د هغویو په تفسیرونو کی ښائی چی دزړی اصلي آریائي ژبی څرک ولیدل شې.له دی کبله غواړم د اوستا اوزند د کلمو او وروسته په نوو پیدا شووتفسیرونو هم د پشائي ژبی له پلوه څرګندونی وکړم ،اوس د( اوستا) کلمه او ورپسی(زند) په پشائي ژبه کی څیړو.
اوستا :
اوستا دپشائي ژبی یو ژوندی او مروج نوم دی ،چی دلرغونوزمانو څخه ترنن پوری زمونږ دګران هیواد دغه لرغونی آریائي ژبه پری سینګار ده ،لا دبلی کومی آریائي ژبی تر اغیزی لاندی ئی ځان ندی راوستی او همدا شان دبلی کومی آریائي ژبی اغیزه ئی هم په ځان نده منلی او په خپل لرغوني بڼه پاتی ده ،خو یواځی د جغرافیائي ناوړو شرایطو له امله ،چی اوس پشائي ژبي اولسونه په ځانګړو درو ،سردرو،کلیو او بانډو کی یو دبل څخه وړاندی اوسیږي ،څه نا څه ئی په بڼه کی توپیر لیدل کیږی د بیلګی په توګه د کونړ او د لغمان پشائي ژپی ډوډۍ ته (اوو)یا (او) وائي خو د تګاب د سیمې د الڅای پشائيان ورته (آی)وائی .څرنګه چی د «ی »توری یو غږیز توری دی ،چی د فیلالوژی د اصولو پر بنسټ هرغږیزتوری تل په بل غږیزتوري اوړي او د کلمې په بڼه کی هم توپیررا مینځته کیږی ،د لوړی توضیح د ریښتینتوب په خاطر که چیری د(او)د کلمی د(و) توری په (ی) واړوو یا برعکس نو د نوموړې کلمې څخه (آی)یا (او) جوړیږي ،چی په اصل کی دواړه سره یو شی دي او د (ډوډۍ- نان) مانا لري.
څرنګه چی مونږ اوس په پشائي ژبه کی د (اوو)کلمه د(ډوډۍ)په مانا لرو نو غواړم د همدی کلمې په رڼا کی د اوستا د ژبی د (اوستا) په نومی کتاب باندی رڼا واچوم .مخکی له هر څه غواړم ووایم ،چی د اوستا نوم په پشائي ژبه کی یوه ترکیبي کلمه ده ،چی دلرغونو زمانو څخه تر اوسه پوری په خپل شکل ژوندۍ ده اود پشائي ژبو په ورځنیو خبرو اترو کی په پوره پيمانه په کار وړل کیږی .اوس ئي توضیح کوو:
په پشائي ژبه کی (اوو)د (و) د توري په اوږده تلفظ لکه دوه کوچني( واوونه) لوستل کیږي ،نه د پښتو ژبی د (او)د ربط د کلیمی په شان .بلکه خپل ځانګړی د پشائي ژبی د خصوصیت سره سم تلفظ کیږي دا ځکه چی په پښتو او دری ژبو کی ورته،ورته تلفظ نه لرو.
دا چی مخکی وویل شول ،د اوستا کلمه د پشائي ژبی یوه ترکیبی کلمه ده ،چی د (او)،(س) اوله (تا)څخه جوړه شوی ده .
د (او) کلمه چی د (اوستا)د نامه لومړنۍ او اساسي برخه جوړوي مانائی (ډوډۍ )یعنی (نان) ده.
(س)په پشائي ژبه کی یو نسبتي حالت جوړوي ،چی د اوستا په نامه کی د (س) توری ،په همدی مانا او مفهوم راغلی دی ،چی ډوډۍ ته ئی نسبت کیږی،یعنی د (او= ډوډۍ) څخه په خپل موجودیت کی (اووس= د ډوډۍ) نسبتي کلمه جوړوي.
د اوستا د کلیمی دریمه برخه د (تا) کلمه ده ،چی په پشائي ژبه کی د مفرد غائب لپاره په راتلونکی زمانه کی د یوه شي یا د یوه کار د مربوطولو مانا لري .لکه په پښتو او دری ژبو کی د (يي)او(اش) مانا اومفهوم افاده کوي لکه په دی لاندی جمله کی:
کاریی نه کوم = کارش را نمیکنم
په دی پورتنئ جمله کی دپښتو د (يي)او ددری (رش)او (اش) کلیمې ،چی د یو غائب شخص پوری اړه لري ،بی له هیڅ ډول توپیر څخه کټ مټ په پشائي ژبه کی د (تا)کلمه همدا مانا لري د بیلګی په توګه په پشائي ژبه کی دا لاندی جمله وګورئ.
لهمیستا نه کیمې = کارئی نه کوم = کارش را نمی کنم ،کیږي یا:
اوستا (اووستا) کیمي = ورته ډوډۍ کوم ،را بولم ئي، په دری کی (دعوتش میکنم ،نانیشه میکنم)کیږي .
اوس چی مونږ په پشائي ژبه کی د لرغونۍ ( اوستا) دنوم ټولی ترکیبي برخی وڅیړلې او هری برخی ته مو ژوندې مانا په لاس راوړه ،اوس ئی ټول شکل لیکو.
او= ډوډۍ(نان)+(س) چی نسبتي توری دی ،ورڅخه (اوس) جوړیږی ،چی مانا ئی کیږی( د ډوډۍ)،وروسته ورسره د (تا)کلمه ،چی ،په پښتو او دری کی د (يي= رش،اش)مانا لری ورسره یو ځای لیکو،چی مونږ ته د (اوستا)تاریخي نوم په لاس راځي ،چی د (اوستا= اووستا) د لرغوني تاریخي کتاب نوم کټ مټ په پشائي ژبه کی ژب څیړونکو ته دقضاوت لپاره وړاندی کوې،چی مانا ئی په پښتو او دری کی (ډوډۍ ئی، بلنه ورکونه= نانش= دعوتش )کیږی .
په پشائی ژبه کی د(اوستا )کلمه د (واو)د توري په اوږده تلفظ سره د (اووستا) په بڼه د(بلنی ،دعوت)مانا ورکوي.
په پشائي ژبو کی د دعوت کلمه د ډوډۍ کولو ،ډوډۍ ورکولو او درناوې کولو په مانا د (اوستا) په کلمه کی نغښتی دی ،یعنی پشائي ژبي (دعوت)د پښتو د بلنې د کلمی پر ځای د (اوستا) کلمه په کاروړي ،یعنی په پشائي ژبه کی د اوستا کلمه کټ مټ د (بلنې، دعوت او د نان او نانش )مانا افاده کوې .
اوس چی مونږ د لرغونې آریائي ژبې اوستا او د هغی ژبی د زرتشترا(زردشت)د پیغمبر د (اوستا)دیني او مذهبې کتاب نوم مو په پشائي ژبه کی ژوندی په لاس راوړ ،که ښه ورته ځیرشو،نو نوموړې کلمه په پشائي ژبه کی د بڼې ، تلفظ او مانا له مخی د لرغوني (اوستا)دنامه څخه هیڅ ډول توپیر نلرې او کټ مټ ورسره یو شانته دی.
څرنګه چی څرګنده ده، ځنی پوهانو د (اوستا) کلمه د دعوت ،نیایش په نومونو اخیستۍ ده ،چی د پشائي ژبی د (اوستا=دعوت یی)د کلمي سره هډو تو پیر نلري .خو ځنی پوهان په دی باور دي،چی نوموړې د (اوستا) کلمه د مجهول نا دانسته او مبهم )مانا لري،چی دغه نظریه په پشائي ژبه کی د نامه د درست او دقیقی مانا او مفهوم څخه وروسته ،نادرسته ثابتیږي دا ځکه ،چی په پشائي ژبه کی د (اوستا) د لرغونې کلیمې په هکله هر اړخیزه او بنسټیزه توضیحات ورکړل شول او د (بلنې =دعوت )مانا تری په لاس راغله.
دا وو په پشائي ژبه کی د لرغونی (اوستا )د کلمې په هکله هر اړخیزه او بنسټیزه شاربنه کوم چی،نا څرګند تاریخي نوم يې ښکاره او څرګند کړ.
اوس د اوستا د نامه پهلوي تفسیر یعنی (زند)نوم په پشائي ژبه کی لکه د(اوستا) لرغونې آریائي نوم ترڅیړنۍ لاندی راولو.
اوستا ژبه يا زند:
د(زند) کلمه د (اوستا)د کلیمې پهلوي تفسیر دی،خو د (زند)دکلیمې په هکله لکه داوستا کلمه دومره ډیر توضیحات او د پوهانو نظریات د ځان سره نلري.یواځی او یواځی د(زند) کلمه د پهلوې ژبی تفسیر بلل شوی اود (اوستا یا زند)په نامه سره یادیږي.مانا دا چی د (زند) کلمه لکه اوستا یوه مانا او یو مفهوم لري یعنی دا چی (زند)هم لکه (اوستا)د بلنی (دعوت)مانا لري .ددی کار درښتینتوب په خاطرغواړم د(زند)دکلیمې ژوندیتوب په پشائي ژبه کی لکه د اوستا د نوم په څیر ترڅیړنې لاندی ونیسم ،تر څو د نوموړې نوم په هکله دپوهانو توجه دی ټکې ته راوګرزوم ،چی نوموړې کلمه هم لکه د لرغونوآریا ئي ژبو لکه (ویدا )او (اوستا)نومونه په پشائي ژبه کی تراوسه پوری، چې زرګونه کلونه پری تیر شوي دي ژوندي دي.
ددی ټکی د اثبات په خاطر په پشائي ژبه کی د (زند) نوم په بنسټیز ډول په لاندی ډول توضیح کیږې .
زند:
د زند د نامه په هکله اوس پوه شوو،چی داوستا دژبی پهلوي تفسیر دی ،یعنی دا چی د پهلوې ژبی په زمانه کی کله ،چی د اوستا ژبه په پهلوې ژبی واوښته نوئی د اوستا باختري نوم په (زند) واړاوه او په پهلوې کی ورته (زند) وویل شول.له دی ټکي څخه زما مقصد دادی ،چی ووایم:
د باختري اوستا نوم دزمانې د تیریدو سره سم په نوې نوم(زند)ونومول شو دا چی،داوستاد کلیمې پشائی مانا (بلنه،دعوت)دی ،ښائی چی د زند دنوم ماناهم (دعوت)وی. اوس د زند کلمه په پشائي ژبه کی څیړو او ګورو ،چی د زند دنوم مانا څومره داوستا دنامه دمانا سره څنګ لګوی.دزند نوم په پشائي ژبه کی تر اوسه پوری په خپل اوستائي شکل ژوندی دی او د پشائي ژبی د ژوندیوو مصدرونو څخه یو مصدر دی ،چی د زند د کلمو په څیر ډیر لرغوني آریائي نومونه دخپل دلرغونتوب دڅرګندولو په خاطر محترمو اوستا پوهانو ته ور په ګوته کوي.
دژبی پوهان عقیده لرې چی، دزند نوم داوستاد نوم تفسیر دی .مانا دا چی ،دواړه سره یو شی دي.نو په دی خاطر ښائي چی، د(زند) دکلمې مانا هم په لرِغوني آریائی ژبی کی لکه د اوستا نوم (دعوت ،بلنه)وې.
هوکې:د(زند)کلمه هم یوه لرغوني آریائي پهلوې کلمه ده او اوس ئی په لاندی ډول سره توضیح کوو.
د (زند )کلمه په پشائي ژبه کی د (زانیک=ِ غږ کول،ناری کول،اواز کول،بلل،چغیدل.)له مصدر څخه په لاس راځي،څرنګه چی،د زند کلمه یوه لر غونې آریائی کلمه ده ،غواړم نوموړی مصدر دهغی د ټولو افعالواو صفتونو او امري صیغوسره یو دبل سره ولیکم.



آ- زه=زانیم =بولم امو- مونږ = زانیس= بولو
تو –ته=زاني=بولې ایمو –تاسو=زانیدا =بولې،زاندا=راوئی بولې
سی –هغه =زانګا=بولي تې-هغوی =زانین =بولې

«امري فعلونه»
مفرد مخاطب =زان،زانا
جمع = زاندا
زانوا=بلل شوی . زانوي=بلل شوۍ . زانکالا =بلونکی .زانکالي=بلونکۍ او زاننا =بلنه.

داووپه پشا ئي ژبه کې د(زند)نوم، چې دزردشت ددیني کتاب د اوستا څخه وروسته د وخت د مذهبي پوهانوله خوا پرې ایښودل شوی دی . په نوموړې ژبه کی یی تر نن پوری مصدر ژوندی دی او پشائيان ئی په خپلو ورځنیو خبرو کې په کار وړې او پرته له هغی نوموړۍ ژبه ښائي یو بل مصدر له بلی کومې ژبی راواخلي او خپله تشه پرې ډکه کاندي،که نه نو د نوموړې فعل ځای به په پشائي ژبه کی خالي وې .دا چی اوس مونږ د(زاندا)کلمه د جمع مخاطب لپاره د( زانیک ـ غږ کول،بلل،څوک ځانته بلل)د مصدر څخه په لاس راوړه،خو په لومړي نظر کی ورڅخه داسی ښکاري چی،د پهلوي د (زند)دنامه سره په بڼه او لفظ کی توپیر لري.دا ځکه چی،د(زاندا) په کلمه کی دوه د الف توري د پهلوې د (زند) سره په توپیر کی لیدل کیږی،خو مانا ئی په پشائي ژبه کی (راوئی بولې)ده چی د پهلوې ژبی د (زند)او هم د اوستا د ژبی د (دعوت)مانا سره هیڅ ډول توپیر نلري.
څرنګه چی پوهیږوغږیز توري کله کله په یوه کلمه کی یا زیاتیږي یا خوترینه غورزیږي اوس که چیری د پشائي ژبی د(زاندا)دفعل،دواړه د (الف)توري ورڅخه لیری کړل شي د(زاندا) دنامه څخه (زند) جوړیږي،چی په دی صورت کی د پهلوې (زند)د شکل او تلفظ له مخی به هیڅکله یو د بل څخه توپیر ونه لري.
دا چی،مونږته اوس دا څرګنده شوې چی،غږیز توري دبی غږو تورودوجود ښکارندوی دي اوپرته له غږیزو تورو خپل ځان نشي څرګندولی،بی له شکه ښائي وویل شي چی، هر یو بی غږه توری د تلفظ په وخت کی یو غږ لري چی، دغه غږ دتل لپاره د(آ،ا ،ه،و،ی،ء...)په ملتیا سره ځان څرګندوي،که چیری مونږ د (زند)دنامه د(ز، ن، د) توري په خپلو ژبو کی تلفظ کړو ،نو په یواځیني ډول سره خپل ځان ،څرنګه چی ښائي نشي ښکاره کولی،همدا ډول که مونږئی د یو او بل سره ونښلوو ،نو د نښلولو په صورت کی به ضرور، د هر توري په پای کی به یو غږ واوریدل شي لکه(زا - نه- دا) چی،نښتی بڼه ئی د پشائي ژبی د (زانهدا) نوم دی چې،کټ مټ دا نن هم په پشائي ژبو کی د (وئی بولې ،وئی غواړې،غږ ورته وکړې ) ژوندی دی چی دا ډول ئی ماته اصیل او رښتینی ښکازي چی، وروسته به څیړونکو دخپلو ژبو د خصوصیاتو سره سم ور اړولی وي او ورڅخه(زند) به جوړ شوی وي ،ښائي چی څیړونکو به د څیړنو په وخت کی دا اصیل نوم(زانهدا یا زاندا)نوم د (زند) په بڼه اخیستی او لیکلی وي.
یادونه:
ژب پوهان وائی چی،د اصلي آریائي ژبی یو ځانګړی خصلت دا ووچی،وروسته د هربی غږي توري سره یوغږیزتوری مل وو چی،همدا خصوصیت اوس هم ډیرو آریائي ژبو د ځانه سره ساتلی دی اوځینی ورڅخه څه نا څه بی برخی شوي دي .
زما په باور د (زند ) پهلوې کلمه په اصل کی د آریائی ژبو د لغاتو د پیژندلو د اصولو او قواعدوسره ډیر توپیر لري .دا ځکه چی ،د (زند) په پهلوي دری ساکنو حرفونو کی چی، کلمه ورڅخه جوړه شویده هډو غږیز توری نلری ،نو د آصلي آریائي ژبی دقاعدی سره هیڅ ډول خپلوي نلري ،د نوموړی توضیح څخه دا پوره په ډاګه کیږي چی،اصیل ډول ئی همدا دپشائي ژبی بڼه(زانهدا) کټ مټ درسته او صحیح ده چی، داصلي آریائی ژبی د خصوصیاتو سره پوره څنګ لګوي او پر ځای بریښي او خپل آریائی توب له ورایه څرګندوي.
د نوموړی ټکي د په نظر کی نیولو سره ،ښائی ووایم چی،د(زند) د نامه لرغونې بڼه (زانهدا – زاندا)کیږي چی په پشائی ژبه کی ئي مانا هماغه د پهلوي ژبی د(بلنی او دعوت)نوم دی. که چیری د نوموړې پشائي کلیمی د (زانهدا او زاندا)د نومونو څخه چی په اصل کی دواړه سره یو شی دي ، که د الف توري ئی له مینځه یوسو د پهلوي ژبی د (زند) کلمه په لاس راځي چی،دواړه کلمی په بڼه او تلفظ کی یو د بل سره ورته او یو شان دي .
برسیره پر دی د(ز) او( ن) توري د(زانیک/ بلل )د مصدر ریښه ګڼلی شوچی، نوموړي توري په ټولو پشائي افعالو کی ځان څرګندولی شې او مونږ ته دا راپه ګوته کوي چی،نوموړي افعال د یوې ریښې څخه راوتلي دي .او د (د) تورۍ په پشائی ژبه کی د تل لپاره په ټولو افعا لو کی دجمع مخاطب او د غائبینو په صیغو کی هم ځان ښکا ره کوي چی ،په دی ځای کی هم د پهلوې ژبی په (زند) کی هم د (د ) توری هماغه د پشائي ژبی فعلي ډول دی چی، د جمع غائب په فعل کی ئی ځان ښکاره کړی دی . نو اوس دد غو څیړنو په رڼا کی دا په ډاګه ویلی شو چی د پهلوې د (زند ) کلمه د ننی نیمګړۍ پشائي ژبې یو ژوندی مصدر دی.
اوس چی مونږ په پشائي ژبه کی د پهلوی د(زند) کلمه د پشائي ژبی د( زانهدا ) او(زاندا) فعلونه د نوموړی ژبی د (زانیک – بلل) له ژوندي مصدر څخه په لاس راوړه او هم ئی پر مانا وپوهیدو چی مانا ئی (بلنه) ده ،چی یو ځل بیا مو د پشائي ژبې له پلوه د پهلوی (زند) مانا په دقیقه توګه په لاس راوړه د دی ټکې په څرګندولو ویلی شو چی ، داوستا او د زند د کلمو مانا په پشائی ژبه کی بی له هیڅ ډول شک او تردید څخه یو شی دي چی،بلنه (دعوت) ورته وائي.
په دی ځای کی پر ځای به وي چی، یو څو کرښې دیوې مشهورې اسلامي کلمې په اړوند چی، مسلمین (ازان) ورته وائی وکاږم . ...... که چیری (ا) ورزیات کړو (ازان).....
وائی چی،( زند ) پهلوې تفسیریو بل تفسیر هم درلود( چی، هغه (پیتي،زنتي)یعنی (مکرر تشریح)یا (پازند)ئی بولي .ددی تفسیر ابهام ترپهلوي لږدي او هم ئی رسم الخط واضح دی ،پازند له پهلوي څخه لږ څه بیلتون لري ،او ټول کتب چی پکی موجود دي ،دپهلوي نسخو تفاسیر او شروح دي).(1)
اوس غواړم دا بل پهلوي تفسیر (پیتي،زنتي)یا (پازند ) هم په پشائي ژبه کی تر څیړنې لاندی راولم ،نږدیوالی او ورسره یو شانته والی ئی ښاغلو ژب پوهانو ته ښکاره کړم .
الف- پیتي :د پیتي کلمه په پشائي ژبه کی د (پهتیک)د پښتو ژبی د (تلل) له مصدر څخه په لاس راځي چی، نوموړی مصدر په پشائي ژبه کی د ماضي زمانې پوری اړه لري ،ځنې پشائيان یی فعلونه په لاندی ډول په کار وړي .
د(پهتیک)دمصدر دافعالوګردانول په لاندی ډول دي.

پهتیک / تلل
آ – زه پهتم ،پتم – (تللی به یم)
تو- ته پاتې، پهتي - (تللی به ئې)
سی –هغه پهتې - (تللی به وي)
دا چی،اوس مونږ په پشائي ژبه کی د فعلونو په ګردان کی د مفرد مخاطب او مفرد غائب په افعا لوکی، دوه ورته فعلونه (پهتي او پهتې)په لاس راوړل او پری وپوهیدو چی دا د پشائي ژبی اصلي د تیرې زمانی اافعال دي چی، دپهلوې ژبی د(پیتی)دنامه سره پوره ورته والی لري . ددی لپاره چی، کټ مټ ئی په لاس راوړو د ژبو د غږیزو تورو اصول پرې تطبیقوواو ګورو چی د پشائي ژبی د (پهتي)په فعل څه پیښیږي په لاندی ډول.
که مونږ د پشائي ژبی د (ه)غږیز توری د (ی)په غږیز توري واړوو ،ورڅخه (ی) جوړیږي ،یعنی دا چی د پشائي د(پهتي)فعل دپهلوې ژبی د (پیتی) په ډول رامینځته کیږې چې،مونږئی د اوښتو ډول ولید او پری وپوهیدو چی،غږیز توري څرنګه یو پر بل اوړي .
که چیری مونږ د پهلوې او پشائي ژبو د(پیتی او پهتی)ډولونو ته پام وکړویو دبل سره دومره زیات توپیر نلری او تلفظ ئی هم یو اوبل ته پوره ورته ښکاري او دا چی مونږ پری د غږیزو تورو د اوښتلو قاعده تطبیق کړه کټ مټ یو شانته دي .د نوموړو دلایلو په وړاندی کولو سره دا ویلو شو چی ښائي نوموړې فعلونه د یوې ژبې څخه راوتې وې او د یوې ژبی وې .
برسیره پر دی د نوموړې پشائي مصدر دمفرد غائب د(پاتی)فعل ته پام کوو،که چیری مونږ د (پاتی) د فعل د (ا) توری د (ی)په توري واړوو ورڅخه (پیتی)جوړیږی چی د پهلوی د نامه سره هډو توپیر نه لري .اوس نو دا نه معلومیږی چی کوم نوم د کومی یوی ژبی پوری اړه لرې،خو د تاریخي حقایقو څخه دا رابرسیره کیږی چی ،نوموړی نوم د پشائي ژبی پوری اړه لري.
ب – زنتی :- دا کلمه لکه د( زند )په څیر د پشائي ژبی د (زانیک)د مصدر څخه چی په پښتوکی ورته (اواز کول ،غږ کول ،رابلل)وائي مانا لري اوس ئی ګردان ته پام کوو.

زانیک = رابلل...

آ=زه زانېم =را بولم
تو=ته زاني= راتولې
سی =هغه زانګا= رابولي
آمو =مونږ زانېس=رابولو
ایمو=تاسو زانیدا= رابولې
تی =هغوی زانیندي،=را بولې یی

امري افعال ئی دمفرد مخاطب او جمع مخاطب لپاره(زانا، زاندا«زانهدا»)کیږي .
اوس که مونږ دجمع مخاطب د فعل څخه چی د (زاندا)کلمه ده ،که چیری ورڅخه دوه غږیز توري (الفونه)وغورځوو بی له شکه ورڅخه د (زند)نوم چی په پهلوې کی راغلی او زمونږ د بحث موضوع جوړوي په لاس راځي او کټ مټ دپهلوي د (زند )سره اوږه په اوږه دی او مانائی ده (راوئی بولې،دعوت ئی کړی) کیږی .دا چی اوس مونږ د پهلوي د (زند) نوم د پشائي ژبی د ژوندي مصدر څخه په لاس راوړ ،نو په ډاډ او باور سره دا ویلی شو چی،نوموړی نوم دآصلي آریائي ژبی (آریک = پشائي )ژبی څخه نورو آریائي ژبو ته تللی دی لکه په پهلوي ژبه کی همدا د (زند) نوم .

ت – پازند:- دا کلمه په پشائي ژبه کی یو ترکیبی نوم دی چی،له دوو برخو څخه جوړ شوی دی .

1:- پا =ولاړ شه ،ځه
2:- زند(زاند)=وئی غواړه ،وئی بله
چی ددواړو ټوټو د یوځای کیدو څخه (پا +زند = پازند ) جوړیږی چی ،مانائی (ولاړشه راوئی بوله)کیږی چی،دا په لاس راغلې پهلو ی نوم د پشائي ژبی ژوندی نوم دی چی تر اوسه پوری په پشائي ژبه کی ژوندی دی او د لمرپه شان په کی ځلیږې . زما په باور د( پازند )ترکیبې نوم د پهلوی د بل تفسیر یعنی د( پیتي زنتې)
د نومونو څخه به جوړه وې .
داوو په پشائي ژبه کی د پهلوې ژبی د تفسیر شوو کلماتو توضیح او تشریح کوم چی، لا د نن پوری زمونږ د ګران هیواد افغانستان په پشائي ژبه کی ژوندي او مروج دي او د سبا د ستوري په شان په خپله ژبه کی لا ساه کاږی اوبریښیږي .برسیره پر دې چی ،په پشائي ژبه کی د اوستا او دزند نومونه وڅپړل شول ،د پشائي ژبه کولی شې د اوستا د کتاب څخه ډیر پاتې تاریخي نومونه وڅیړي او مانا ئی کړي چی دا کار به اړتیا په صورت کی تر سره شې.



زراتشترا- zaratashtara

(تر اوستا وروسته دوهم نوم ددی کتاب د راوړونکي نوم زراتشترا یا زردشت دی چی دا سړی د بخدي آریائیانو یو نوموړی دیني او مبلغ موسس دی) (162).
څرنګه چی مخکی داوستا نوم دپشائي ژبی له پلوه د اوستا پوهانو د نظریاتو په رڼا کی وڅبړل شو ،همدا شان غواړم د نوموړي کتاب د لیکونکي نوم هم د اوستا د ژبی دپوهانو د نظریاتو په رڼا کی د پشائي ژبی سره په پرتله کی وڅیړم ،تر څو ولید ل شي چی، پشائي ژبه ددغه کار د عهدی څخه وتلی شې اوکه نه .
برڅیره پر دی غواړم د پشائي ژبی لرغونتیا د زراتشترا د نامه په څیړنه کی یو ځل بیا پوره څرګند کړم .ددی کار د د تر سره کولو لپاره لومړی غواړم د اوستا پوهانو هغه نظریات چی د زراتشترا د نامه په هکله ئی ورکړي دي ولیکم او ورپسی خپل نظر دپشائي ژبی له پلوه ژب پوهانو ته وړاندی کړم.
(نوي او زاړه محقیقین د زرتشترا په نامه کی مختلف دي ،مثلآ په دغو ډلو کی دا نوم له قدیمه تراوسه ضبط سویدی ،زراتشترا،زرتشترا،زارتشت،زاردهشت،زارد شت ،زردهشت،زرتشت مګر په ګاتها کی (زرتشترا)راغلی او دا ډول یی پخوانی دی ،یونا نیانو زوراد وس ،زاروس ،زراتس،زاروستر هم راوړي دی.لکه ددی نامه په ظاهري ډول او شکل کی چی، اختلاف دی په معنا کی هم داسی مختلفی مفکوري موجودې دي ،هر چا یوه توجیه ورته کړیده او مشهور اقوال یی دغه دي:
1- دینون یونانی مورخ وائی : زرتستر یعنی د( ستورو ستایونکی)دا مورخ تقریبآ دوه زره کاله تر اوس دمخه ژوندی وو هسی رای لري.
2- نوي اروپائي محققین هم ډول ډول ترجمی ورته تراشي،مثلآ کاسل وایی (د ستورو زوی دی )،وینډشمن او میولر دا عقیده لري چی ،معنی ئی (ددلاور اوښ خاوند)ده، هارلز یی لکه طلا داسی بریښیدونکی سره ترجمه کوي ،ډارمسټټر وائی :چی، معنایی (د ژیړ اوښ خاوند) ده،بارتولمه یی ،(د زاړه اوښ خاوند) بولی،جاکسن انګلیس هم دغسی وایی.
پروفیسر رات یی د (زرګر) په مانا اخلی.
3- شرقی پوهان ددی نامه مانا (اوردهء نخست یا افریدهء اول) لیکی او ځینی یی په (فرستادهء یزدان یا نفس کل ،نور مجرد نفس ناطقهء ترجمه کوي .
4- ځینی پوهان داسی وایی :چی دا کلمه له سامی ژبو څخه راغلی ده ،راولنسن انګلیس لیکې چی،لومړی جزویی (زرد)له (زیرد)څخه جوړ شویدی ،چی مانا ئی (زاده )ده .دویم جزویی اشترا د زهرې ستوري نوم دی . نو مرکبآ یی داسی مانا کیږې(زاده‌ء ستارهء زهرا) د کلدانیانو په عقایدو کی زهره د(ایستاد) مظهر و،
چی د عشق ربالنوع او د جګړو ملکه وه .
5-دا ټول نظریات چی زکر سول : دځینو نورو پوهانو لخوا رد شویدي ،ځکه چی هر یو چا یو تقریبی او تخمیني مفهوم ورته ټاکلی دی ،پور داود وایی:
ښائی چی دغه یوه نظریه سمه نه وې،ځکه که لومړی جزوی (زر) وبولو ، دا کلمه خو په اوستا کی (زیرت)
وه او (زرنت)د (زوړ او پیر )په معنا دی ،مګر په ترکیب کی دا کلمات په څه ډول (زرت) سول،)(162،163،164).

یادونه :
اوس چی د پوهانو نظریات د زراتشترا دنامه په هکله څرګند شول او پری وپوهیدو ،چی دنوموړې نوم په شکل او مانا کی د ډیر پخوا څخه تر نن پوری دزړو او نوو څیړونکو نظر په خپلو منځونو کی یو دبل سره په توپیرکی دي ،هغه اصلي نوم ،چی د ګاتها په کتاب کی راغلی دی (زراتشترا )دی .په تاسف سره باید وویل شې،چی دنوو او زړو څیړونکو لخوا نوموړی نوم په اوو ډولونو کښل شویدی ،چی یو د بل سره په شکل کی توپیر لري .کله، چی یو شکل له خپل اصلي شکل څخه اوړي ،خا مخا بڼه ئی د اصلي حالت څخه اوړي او لیری کیږی او ځانته بل تلفظ او بله نوی مانا غوره کوي ،چی په دی ځای کی دا کار د( زراتشترا )په نامه شویدی ،هر څیړونکي، نوموړی نوم د خپلې ژبی د الفبا او تلفظ سره په مطابقت کی اخیستی دی ،چی په پایله کی یی بڼه ،تلفظ او مانا هم د اصل څخه لیری وتی ده .
یونانیانو موءرخینو او پوهانو هم په خپل وار سره د (زراشترا)لرغونې اوستائي نوم په خپله ژبه برابر کړیدی او داصل څخه ئی لیری ویستی دی لکه: زورا دروس ،زاروس ،زراتس او زاروستر اوداسی نور.....
دختیځواو لویدیځو پوهانو د لیکنو څخه دا څرګندیږې ،چی یو نوم ئی په څونووبڼو لیکلی دی او یو دبل څخه لیری وتي او سره توپیر لري .نو کله چی په یو نوم داسی کانې وشي نوخامخا به ئی په بڼه ،تلفظ ،مانا او مفهوم کی توپیر را څرګندیږي او دخپل اصل څخه به وړاندی وځي،چی دا کار د ښاغلو ژب پوهانو په لوړوپنځه ګونو نظریاتو کی نغِښتی دی ، زما ددی ادعاد ثبوت په خاطر د اروپائي مورخینو او څیړونکونظریاتو ته مراجعه وکړې .
څرنګه چی د اوستا د نامه د توضیح څخه څرګنده شوه ،چی پوهانو ورته ډول ډول مانا ورکړی وه ،خو په پشائي ژبه کی نوموړی کلمه په خپل ژوندي شکل موجوده وه او زمونږ د څیړنی کارئی اسان کړ ،همدغسی غواړم چی،د (زراتشترا)کلمه هم چی د اوستا د کتاب د یو پیغمبر نوم دی په پشائي ژبه کی ئی را وڅپړم او هغه توضیح او تشریح کړم .ښائی چی،دا لرغونی آریائی باختري نوم هم لکه داوستا نوم په لاس راوړم ،تر څو د ښاغلو اوستا پوهانو او نورو علاقمندو لیکوالانو اوڅیړونکو د منلو او قناعت وړ وګرځي.



زراتشترا په (پشائي ژبه )کی
د زراشترا لرغونې آریائي باختري(بخدي) نوم په پشائي ژبه کی یو ترکیبی نوم دی ،چی په لاندی ډولونو سره په لاس راځي.
1-په لومړي سرکی د زراتشترا نوم له دریو برخو څخه جوړ شویدی په لاندی ډول : الف :- (زر-طلا):- دا کلمه په پشائي ژبه او د ګران هیواد افغانستان په آریائی ژبو کی د(طلا-زر)په نامه تر نن پوری ژوندۍ ده (زر )په پشائي ژبه (طلا) ته وائی ،چی پشائیان سرو او سپینو زرو ته همدا د (زر)نوم په کاروی او د مشخصولو په وخت کی ورسره د سرو او سپینو نوم اخیستل کیږی ،لکه شونیک زر او چلیک زر ،یعنی (د سرو زرو او د سپینو زرو) چی د (زر )نوم تر نن پوری د هیواد په نورو لویدیزو آریائي ژبو کی په خورا ورته بڼو سره ژوندی او د استعمال وړ دی ،چی د (زرو) کار وونکي او زیوراتو جوړونکی هم د (زرګر )په نوم یادوي .دا چی د (زراتشترا)کلمه یوه لرغونې آریائي باختري کلمه ده،نو لدی امله ورته آریائی کلمه وایواو ښائي د (زر) کلمه د زراتشترا په نامه کی اصلي آریائی کلمه وي .دا کلمه په روسې ژبه کی هم د نوموړي نامه سره څنګ لګوې او ورته (زولاته) وائي .
ب:- (اتا-ات)دا کلمه په پشائي ژبه کی د اتيک = ننوتل؛ اېک = خوړل او د ايک = راتلل له مصدرونو څخه دګردان په صورت کی دمفرد مخاطب او د غائب مفرد د افعالو څخه په لاس راځي په ترتیب سره (اتا=ننوځي؛ ات= ننوځه)؛ ( اتا= خورې) او د(ایتې = راغلی به وي) له افعالو څخه په لاس راځي ،چی ټول پورتني په لاس راغلي افعال د زراتشترا دنامه دوهمه ټوټه چی د (اتا) برخه ده جوړوي او د نوموړې نامه سره پوره زنګون لګوې ،چې د ورته والي سره ئي هډو توپیر نه لري اوپه وینا(تلفظ) کی یی هم یو شانته ښکاري .
ت:- د (زراتشترا)دنامه دریمه برخه د(س) یا (ش) توري دي ، چی دا دواړه توری یو پر بل اوړي ،خو مونږئی د (س) توری منو ،چی دا توری په پشائي ژبه اود لویدیځو آریائي ژبو د نسبت توری ګڼل کیږی ،چی تل ورباندی دیوه شي یا د یوه نامه نسبتیت جوړیږې ،مونږ ئی هم د نسبتي توري په توګه پیژنو دا ځکه ،چی د نسبت توری دی .
ث:- د زراتشترا دنامه څلورمه او وروستنۍ برخه د (تارا) برخه ده ،چی په پشائي ژبه کی دا نوم او فعل د پشائي ژبی د یوه ښکلي مصدر څخه ،چی (تاریک= لیدل، دیدن) له مصدر څخه په لاس راځي ،چی د مفرد غائب لپاره د (تارا = ګوري) فعل په لاس راځي او برسیره پر دی په پشائي ژبه کی (تارا= ستوري) ته وائی

چی په پشائی ژبه کی مونږ د زردشت د نامه وروستنۍ برخه د پشائی ژبی په دوو ډولونو کی لکه (تارا=ګوري)او د (تارا= ستوری ) په ډولونو کی پیدا کړه. چی دواړه په لاس راغلي نومونه د پشائي ژبی پاخه او تر نن پورې ژوندي نومونه دي اوس نو په دی پوره باور لرم او ډاډه یم ،چی ژب پوهان به دا راسره ومنې، چی د زراتشترا د نامه وروستنۍ برخه په پشائي ژبه کی ژوند کوې او د پشائي ژبی دوه ژوندي نومونه دي ،چی هډوڅوک ترینه سترګې نشي پټولای او دا به هرومرو مني چی دا برخه هم لکه دری نوری مخکینې برخی د پشائي ژبی څخه اوستا ته تللې دي او لا ترنن پوری په پشائي ژبه کی ژوند کوې.
اوس که مونږ د پورتنیو په لاس ته راغلو نومونو د( ا+ب+ث ) برخی یو د بل سره څنګ په څنګ ولیکو دا لاندی ډول په لاس راځي ورته ځیر شیء.
زر+اتا+ س +تارا =( زراتاس تارا) اوکه ئی په دی ډول ولیکو (زراتسترا) یا( زر اتشترا )یا( زرتشترا)چی په نوموړو نومونو کی لومړی د (س) توری د(ش)په توري اوړي یا برعکس ،همدا ډول :کله کله غږیز توري یا خوړل کیږی یا هم زیاتیږی ،چی په دواړو ډولونو کی نوموړی د (زرتشترا یا زراتستارا) یو پر بل اوړې ،نو دا اوس بیا په ډاګه ویلی شو ،چی نوموړی نوم په یوه ښکلي ترکیب کی ،چی بیلګه ئی ښکاره ولیدل شوه د پشائي ژبی پوری اړه لري او د هغې ادبي خزانه ګڼلی شو.
اوس ئي لږ نورهم څپړو لاندینیو بیلګو ته پام وکړی:
زر+اتا(اتآ) +س +تارا= زر + وخوره( ننوځه)+ د+ ستوری .
پشائي = زراتا ستارا .یا زرآتا ستارا.
پښتو = دزرو ته ننوتونکی ستوری . یا دزرو خوړونکی ستوری .
که چیری مونږ د زر تشترا لرغوني اوستائي آریائی نامه بڼی او تلفظ ته ښه ځیر شو او ټکې په ټکې يی وڅیړو او ښه ورته پام وکړو ،نو څوک به ورته ووائی چی د پشائی ژبی زر اتشترا یا زراتستارا دی کوم وړوکی توپیر د اوستائی نامه (زراتشترا )سره کوم کوچنې توپیر ولري.
دا باید په ډاګه کړم ،چی شکل او مانا ئی دواړه په پشائی ژبه کی ژوندي دي .همدا ډول دا نوم په نورو ډولونو کی هم توضیح او تشریح کیدای شې ،خو غوره ئی همدا ډول وو کوم چی ګوته ورته ونیول شوه.دا وو په پشائی ژبه کی داوستا د زمانې د( زراتشترا ) نوم.
که چیری مونږ د خپل کار په دوام د (زراتشترا ) ترکیبی نوم ،چی له دریو ټوټو اوڅو ځانګړو ماناوو څخه جوړ شوې دی سره یو ځای ولیکو ،مونږ دا لاندی ماناوی ورڅخه په لاس راوړو .لکه ( زر=طلا؛ اتا= خوره ، خوري= بخور؛یا (اتا=ننوځي)او د« ستارا» برخه ئی په پشائي ژبه کی د «ستوري» مانا لري .که چیری مونږ د «ستارا »دنامه د (س)توری ورڅخه وغورځوو ،په دی صورت کی د (س)تورې یو نسبتي توری دی ،چی په ډیرو اروپائي آریائی ژبو کی د (س) توری نسبتي توری دی ،چی په دی صورت کی دستارا څخه (تارا )پاتی کیږی چی (تارا) په پشائی ژبه کی سیارې ته ویل کیږی چی نور ونه لری لکه (ځمکه،سپوږمۍ او مریخ...... اونور ،چی دا ټول په لاس راغلي نومونه که د یو او بل سره ګډ ولیکو ځانګړي ترکیبونه په لاس راځی چی بیا هریو ئي ځانته ځانته ماناوی ورکوې ،خو د خپل اصل څخه هډو وړاندی نه ځی او ښی زړه پوری او ښایسته ماناګانې ترینه راوځی او هر یوه لوستونکي او څیړونکي ته به خورا زړه پوری وې ،دا په دی خاطر چی تر نن پوری چی دا کرښی لولې ورسره به نه وی مخامخ شوي .
مخکی می ولیکل چی «تارا» او« ستارا » په پشائي ژبه کی د ستوري او د بی نوره ستورو نومونه دی نو اوس ئی په پشائی ژبه کی داسی لیکو او بیائی مانا کوو.
زر+ اتا +ستارا =( زراتا ستارا) په لاس راځي که چیری مونږ اوس د په لاس راغلی د پشائي ژبی د «اتا»ګانو څخه د «ا» توري وغورځوو دپه لاس راغلی نامه (زراتاستارا) څخه به د (زرتسترا) نوم جوړ شي اوس که مونږ د تورو د اړولو اصولو ته پام وکړو او د (زراتسترا)دنامه د (س) توری په (ش)واړوو ،چی داسی اوښتون تل په ژبو کی وې نو په دی صورت کی به مونږ د (زراتسترا)څخه به د اوستاد ژبی (زراتشترا)یا (زرتشترا) په لاس راوړی وی ،چی هډود اوستا د نامه څخه توپیر نه لري .دا وو په پشائي ژبه کی د نامه د اوښتون اصول او لاره اوس د په لاس راغلی ترکیبی نامه د هری برخی مانا ته خپل پام رااړوو.
زر =طلا + اتا = وخوره (ننوځي)+س(نسبتي توری دی)+ تارا= ګوري (ستوری). مانګانې ئی داسی دي.
(سره زر + وخوره (ننوځي) + د + ګوري (ستوری) په ګډه سره مانائی :
زر +خوړونکی (ننوتونکی )+ستوری = د زرو خوړونکی ستوری (زرو ته ننوتونکی ستوری).
که چیری مونږ د زراتشترا د لرغوني آریائی نامه بڼې او تلفظ ته پام راواړوو او هغه ټکی په ټکی وڅیړو نو په دی صورت کی به څوک ووائی چی د پشائي ژبی زراتشترا دلرغوني اوستائی ژبی زراتشترا سره په کوم شې کی توپیر لري او دا باید هم ووایم ،چی مانائی هم په پشائي ژبه کی شته اوبڼه ئی هم .همدا شان باید ووایم
چی نوموړی نوم په پشائی ژبه کی په نورو ډولونو کی هم توضیح او تشریح کیدای شی چی د خپل اصل څخه هډو نه وړاندی وځي ،نولدی کبله له ډیری توضیح څخه ئی تیریږم دا وو په لرغونی آریائی ژبی پشائی کی د اوستا د زمانی د زراتشترا نوم که چیری مونږ د ( زراتا)نوم په (زری تی )په ډول سره ولیکو ،نو د (تی) برخه ئی ،چی دپشائي ژبی د (تیک=وول= بودن )دمصدر څخه په لاس راځي ،چی د مصدری علامی برخه ئی ،چی د (یک)کلمه ده ورڅخه غورځي او د (تی) فعل ورڅخه په لاس راځي ،چی مانائی د(وي )یا(وي به) کیږي ،چی په دی صورت کی ټوله مانائی د(زری تې= دزرودی ،دزرو به وي) کیږي ،چی صفتي حالت ئی (زرین= طلائی)کیږی که اوس مونږورسره د (ستاره= ستوری) نوم ورسره یو ځای ولیکو ،نو ټول په لاس راغلی نوم به داسی وې .
زری تي +ستاره = دزرو ستوری به وې( زرین«طلائی» ستوری).
دا چی (س)په پشائي ژبه کې د تل لپاره یو نسبتي توری دی ،چی په ډیرواروپائی آریائي ژبو کی هم دا د(س)توری یو نسبتي توری دی ،چی (زراتس – زراتاس)د (طلاخوړونکې یا زروته ننوتونکې)مانا کیږی،ټوله مانائی داسی کیږي،دا چی د (س) توری یو نسبتي توری دی او د (د)مانا ورکوی ،چی په ګډه سره مانائی داسی کیږی(زروته ننوتونکې- دزرو خوړونکی )کیږی . که اوس مونږ د په لاس راغلي د (زراتاس ) دنامه سره د(زراتسترا)دنامه وروستنۍ برخه ،چی (ترا- تارا) کلمه ده ورسره یو ځای ولیکو ورڅخه دبحث اصلی نوم ( زراتسترا – زراتشترا- زراتستارا )ډولونه په لاس راوړو ،چی دلته د نامه وروستی برخه (تارا) دوه ځانګړی ماناوی لري .
1:- (تارا)په پشائی ژبه کی د (ستوري- ستاره) مانالري که ئی دنامه د دوو لومړیو برخو سره یوځای ولیکو ورڅخه (زر+ات +س +تارا)د (زراتستارا= زرو خوړونکی ستوری) ورڅخه جوړیږې .
۲:- د(تارا)دوهم فعل د پشائي ژبی د (تاریک = لیدل) له مصدر څخه په لاس راځي ،چی د( تارا) فعل د پشائي ژبی د مفرد غائب لپاره د(ګوري= می بیند) فعل دی ،چی مانائی داسی کیږی(زراتستارا= دزرو خوړونکی ګوري) کیږی ،دا وو په پشائی ژبه کی یو نوی ډول، چی داوستا دنامه داصل سره پوره څنګ لګوې .

یادونه:-
پرځای به وی ،چی یو څونور مشهور اوستائی نومونه ،چی د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کی د اوستائی نومونو سره په پرتله کی څیړل شوي دي دنوموړی تاریخ په رڼا کی د پشائي ژبی سره په پرتله کی وڅیړل شي ،تر څو د ښاغلو لوستونکو او څیړونکو پام د پشائي ژبی لرغونتوب او د هغی ادبی قوت اوتر اوسه پوری ئی دژوندانه څرنګوالي ته پام راوګرځول شي ،چی په دی برخه کی ځنی نومونه کوم ،چی د خپلی لرغونتیا له مخی ځانګړی ارزښت لري ترڅو یو د بل پسی دتاریخي اهمیت له پلوه توضیح او تشریح کړل شي ،ترهغه پوری، چی د ادب پوهانو یو څه تنده پری ورماته کړل شي ،لکه د(سپنتمان)او نور نومونه چی یو دبل پسی لاندی راځي ګورو.

:Spentoman سپنتمان
( دا کلمه د زردشت له نامه سره ډیره راځي، وائی ،چی سپیتمه دزردشت د کورنی نوم وو او دده دنهم نیکه نوم هم ددی په نامه یادیدی ،د یسنا په( ۱۹ ) قطعه کی دا نوم راځی . په پهلوی کی سپیتامان یا سپیتمان ویل کیږي ،لومړی برخه ئی سپیت(سپید) ده او ددی نامه مانا داسی کیږي: سپین نژاد ،په ګاتها کی هم دا نوم ډیر ځله راوړي) (۱۶۶).
(« سپین نژاد» خو داسی مفهوم لري،چی باید دی له سپینه پښته وي او سپین پوستی وې ،مګر ښائي چی دا نوم معنوي جنبه هم ولري ،چی دده اصل او خټه سپینه وه یعنی له ښی او روحاني کورنۍ او شریفې کورنۍ څخه وو،لکه چی ،ځینو خلقو دغه سپیتمان په« پاک روان ،هم ترجمه کړیدی») ۱۶۶ .
( په هرصورت دا فامیلې نوم دترکیب او مانا له پلوه پښتو دی .او د پښتو پر اساس ئی لومړی جزو «سپین»
صفت دی .چی تر خپل موصوف د مخه راغلئ دئ ،دوهم جزويی «تمان» موصوف دئ،چی اوس ددی کلمې شکل په پښتو کی « تومنه» ده . یعنی اصل او مایه په قندهار کی دا کلمه اوس هم په دغو معناوو شته ،مثلآ دمستو تومنه ،هغه مستې بولي ،چی د مائی په ډول ئی شدو ته اچوې،چی مستی سی .
د بد خلق سړی په خصوص کی وائي : «تومنه ئی خرابه ده» یعنی اصل او نژاد او مایه ئی ورانه ده . نو په پښتو کی به هغه تاریخی سپنتمان « سپین تومنی »یعنی « سفید نژاد » سی چی فقط یو د سپین اخرنی« نون»
د تخفیف له پلوه شویدئ .او د تومنی «واو» هم ځکه چی حرف علت دئ ،په الف اوښتی او له خپله ځایه ښوریدلی ، پس له «م» راغلی دی . او داسی تغیرات چی په څو زره کاله کی دي کلمی ته ور پیښ سویدي ،د ژبو په تحول کی عمومي دي د سپیتمان لومړی جزو چی « سپین » دی په اکثرو اریائی نومونو کی ریښه لرې یعنی د باختراریا ئیانو د اکثرو نوموپه سرکی د سپین کلمه راځي ،مثلآ سپین دات، سپین تا ، سپین تو داتا او نورچی د اوستا په وندیداد کی داسی نومونه ډیر دي او د لومړی جزو معنائی هم دغه سفید دی چی د پښتو «سپین » کټ مټ پکی معلومیږی .
نو په دغه تاریخی استناد په ټینګه ویلای شو،چی د« سپیتمان» لومړی جزو هم دغه «سپین» دی ،چی د هغی عصر په ټولو نومونو کی واو ددغی کلمی په معرب شکل «اسفتمان» کی هم همدغه پښتو صفت ساتلی شویدی ،او همدغه نوم د البیرونی په اثارالباقیه په ځینو نسخو کی «سفید تومان» کښل شویدی ،چی د پښتو سپین تومان د فارسی ترجمه ده ). ۱۶۷.
اوس چی د «سپنتمان » د نامه په هکله مونږ یو څه معلومات په لاس راوړل ،چی په پهلوی ژبه کی ورته سپیتامان یا سپیتمان ویل کیږی او د نامه لومړنۍ برخه د« سپیت » « سپید» یعنی د« سپین» په نامه یاده شوی او په ګاتها کی هم دا نوم ډیر ځله راغلی دی .
بله مانائی داسی ده چی دی د «سپین نژاد»پوری تړل شویدی او معنوی جنبه ئی هم ورته ورکړیده ،او د هغه خټه ئي هم سپینه بللی ده نو په دی خاطرئی د یوی شریفی ،نجیبی او روحاني کورنۍ پوری تړلی او وائی چی ځینو د سپیتمان نوم په (پاک روان ) هم ترجمه کړیدی .
په پښتو ژبه کی نوموړی نوم د (سپینی تومنی)یعنی د( سپین نژادي ) په مانا یاد شویدی او هم ویل کیږی چی د سپیتمان نوم په ډیرو اریائی نومونو کی ریښه لري لکه په باختری آریائی نومونو په سرکی د سپین دات ، سپین تا ، سپین تو داتا او نور چی د اوستا په وندیداد کی راغلی دي لیدل کیږي ، په هر حال د « سپینتمان» نوم د پشائي ژبی له پلوه په لاندی ډول سره شاربلی او سپړلی شو.

Spentoman سپنتمان
په پشائي ژبه کی
د اوستا د« سپتمان» نوم د پوهانو او لیکوالانو له انده د « زرتشترا» د نامه پوری اړه لری او په دی باور دی چی د «زرتشترا» دنامه پوری یو تړلی نوم دی او د اوستا دکتاب پوری د اړوندو کتابونو لکه : ګاتها،یسنا او او وندیداد کی چی هر یو په خپل وار سره د اوستا ددیني او مذهبي کتاب برخی جوړوې کښل شویدی . یعنی دا چی د «زرتشترا» نوم د «سپنتمان» سره یو ځای داسی راغلی دی لکه:( زراتشترا سپنتمان).
زما په باورښائي چی دا نوم په همدی ډول سره لیکل شوی وي دا ځکه چی د «سپنتمان» نوم د ځینو څیړونکو له خوا د (پاک روان)په مانا هم راغلی دی،دا په دی خاطر زه پر ځای بولم ،چی پخپله (زرتشترا)د باختری آریائيانو یو یاد او نومیالی دینی مبلغ اود اوستا ددینی کتاب څښتن اود زردشت ددین پیغمبراو لارښود په توګه پیژندل شوی شخصیت دی . نو څرنګه چی دی (زردشت) پیغمبراو دیني مبلغ وو ،له دی کبله د «پاک روان» دکلمی په کارول ئی په اړوند ډیر ښه او پرځای ګڼل کیږی، داځکه،چی دی د خپل وخت لوی پیغمبراوروحاني څټه ده ،په اړوند ئی د (پاک روان) صفت په کارول پر ځای او معقول کار ګڼل کیږی . نسبت وهغی کلمی ته
چی نوموړی دی د (سپین)یا د (سپین نژاد)په نوم ونومول شی ،زه یی له دی کبله درست نه بولم ،چی ټول آریائیان د سپین توکم څخه ګڼل کیږی او سپین والی په ټولو آریائیانو کی یو شریک او انکار نه منونکی حقیقت دی چی، د (پاک روان) کلمه یو ځانګړی معنویت دی ،چی په ټولو خلکو کی سپینوالی نه لیدل کیږی اودا معنویت په یوی ټولنه کی خاص وی نه عام او دا صفت د ټولنی لخوا وړ کس ته ورکول کیږی نه ټولووګړو ته .
زه د (زراتشترا) نوم د هغی د خصوصیت له مخی ،چی مخکی په پشائي ژبه کی توضیح او تشریح شو ، د (سپنتمان) کلمه هم د (زردشت)دنامه سره تړلې ګڼم او هغه د زردشت دنامه سره د صفت دکلمې په ځای راغلی بولم او په پشائی ژبه کی ئی د یوې مذهبی کلمی په توګه پیژنم ،چی د زراتشترا د نامه سره د مذهب له پلوه ټینګه اړیکه لری په بنسټیز ډول سره ئی په پشائی ژبه کی څپړم .



spentoman سپنتمان
دا نوم په پشائی ژبه کی د یوی ځانګړی کلمی په توګه وجود نه لري ،څرنګه چی اوس پوهیږو د (سپنتمان) کلمه د (زراتشترا)د نامه پوری تړلی یوه نښتی کلمه ده .
زه په پوره باوردا ویلی شم ،چی د (سپنتمان) د نامه د «س» توری د نوموړی نامه پوری اړه نه لري او د نامه اصلي توری نه ګڼل کیږی .
د «س» د توري په هکله ښائی داسی ووایم ، چی لومړی په پشائی ژبه کی اوبیا په ډیرو لویدیزو آریائی ژبو کی د «س» توری یو نسبتي توری دی او د نامه په پای کی راځي او د نسبت مانا او مفهوم رسوي . نو له دی کبله زه د پشائی ژبی د ګرامری اصولو له مخی دومره وایم ،چی د (سپنتمان)د کلمی د «س» توری ،نوموړی نامه پوری اړه نه لری او دا توری د (زراتشترا) دنامه له پای څخه غوڅ شوی او ورپسی نامه سره ،چی د (پنتمان) کلمه ده ورسره غوټه شوی دی او د هغی څخه ئی ( سپنتمان) جوړ کړی دی ،که مونږ د (سپنتمان)د نامه د پیل څخه د «س» توری پری کړو اود(زراتشترا) دنامه د پای سره ورغوټه کړو ورڅخه (زراتشتراس)
په لاس راځی ،چی په پښتو ژبه کی د ( د زراتشترا) په لاس راځی .اوس ،چی د (سپنتمان) دنامه څخه مو د «س» توری پری کړ او یواځی (پنتمان) پاتی شو ،نو اوس دا په لاس راغلی کلمه په پشائی ژبه کی په لاندی ډول سره څیړو.
Pentoman پنتمان

دسپنتمان آوستائی کلمه په پشائی ژبه کی پرته د(س) له توری د (پنتمان) په بڼه کی په لاندی ډول سره توضیح او تشریح کیږی .
په لومړی ډول کی د پنتمان کلمه د پشائی ژبی له پلوه ،د دریو ټوټو څخه جوړه شویده ،چی هره ټوټه ئی یو دبل پسی توضیح او تشریح کیږی .
پین :pen ۱ -
دا کلمه په پشائی ژبه کی د (پینیک =پیژندل = شناختن) له مصدرڅخه جوړه شویده . د( پین) برخه ئی دنوموړی مصدر دمفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کی د (ویی پیژنه)فعل دی ،چی امری حالت یی یواځی او یواځی په فشار سره تلفظ کیږی او ورڅخه (پین- پینا = ویی پیژنه) جوړیږي .
۲ – په دویمه برخه کی د پنتمان د نامه د( ت) توری دی ،چی په یواځی ځان سره بی غږه توری دی ،چی مانا نه ورکوې ،د اصولو له مخی هر بی غږه توری د یوه غږیز توري په مرسته ،چی ورسره يو ځای شي ،ځان ښکاره کوې ،که مونږ د لته د (ت) دتوری سره هر یو غږیز توری ولیکو ورڅخه ( تا،ته،تو ،تی) په لاس راځی ،چی په پشائی ژبه کی هر یو په لاس راغلې کلمه خپله مانا لري ،چی په دی ځای کی زه يواځی د (تو)کلمه ورڅخه اخلم او هغه په کاروم .
دا په لاس راغلی د (تو) کلمه په پشائی ژبه کی د فاعلي حالت دمفرد مخاطب ضمیر دی ،چی په پښتو او دری
ژبو کی هم ضمایردي، چی مانا او بڼی یی هم یو او بل ته سره ورته دي، چی د (ته او تو) ضمایر دي ،چی په ډیرو نوروآریائی ژوندیو ژبو کی دا ضمایر لا تر اوسه پوری په ورته ډولونو کی ژوندي دي . اوس دا په لاس راغلی د(تو) پشائي کلمه را اخلم او د اوستائی نامه د (پنتمان) نوم توضیح کوم .
دا چی د (ت)د توری سره د (و)غږیز توری یو ځای ولیکو نو مونږ به دا کلمه(ت +و = تو)په لاس راوړې وي ،چی مانا به ئی په پښتو او دری ژبو کی داسی وې(ته ) او (تو) وې .
: مان،من: Man,mn ۳-
د پنتمان دنامه دریمه برخه د (مان ،من )کلمه ده ،چی د پشائی ژبی د (منیک =منل ،پزیرفتن) له مصدر څخه په لاس راځي او د (مان او من) کلیمې ئی د پښتو او دری ژبو د ( ومنه، ویی منه ؛ قبولش کن)د مفرد مخاطب لپاره فعل دی ،چی په پشائي ژبه کی دا په لاس راغلی فعل کټ مټ امري فعل دی ،چی د پنتمان د نامه دریمه برخه جوړوي.
اوس ښائی د پنتمان د کلمی ټولې په لاس راغلې ټوټی یو د بل سره څنګ په څنګ د مانا سره ولیکو او وګورو ،چی مونږ ته کوم نوم په لاس راکوې ،بڼه او مانائی په څه ډول ده ،بڼه ،مانا او مفاهیم ئی څومره سره ورته ښکاري . او س دا په پشائی ژبه کی په لاس راغلی ټوټی یود بل سره نښلوو او ګورو ،چی مونږ ته څه په لاس راکوې .
پین = ویی پیژنه(بشناس).
تو = ته (تو)
مان،من= ویی منه(قبولش کن).
اوس په لاس راغلې ټوټې یو د بل سره یو ځای لیکو او په لاس راغلی ترکیبي نوم ،چی ورڅخه په لاس راځي ،هغه د اوستائی نامه سره څنګ په څنګ دروو او بیائی پرتله کوو او ګورو ،چی دوی دواړه سره ترکیبي نومونه دي که نه ؟.
پین +تو + مان(من) = پینتو مان .اوس که د په لاس راغلي نامه غږیز توري ورڅخه و غورځوو دا لاندی نوم په لاس راځي لکه: پنتمان دا نوم که مونږ ورته اوستائی نوم ووا یو،نو د پشائی ژبی نو م ،چی ِ غږیز توری هم د ځان سره لری اصل به نه وی که څنګه ؟.
که او س مونږ د همدی پشائی نامه څخه غږیز توري وغورځوو، نو دواړه به یو شان نه وې. ارو مرو به دواړه سره یو شی وې .
پین تو مان = ویی پیژنه ته ویی منه ؛ چی ګرامري مانائی داسی ده :( پین تومان + ته ئی وپیژنه اوويی منه) .
داوو په پشائی ژبه کی د اوستا د ترکیبی کلمی ټکی په ټکی څیړنه او د هغې پشائی مانا او بڼه ئیزه پرتله.
د پنتمان د لرغونی اوستائی کلمی دوهم ډول په پشائی ژبه کی په لاندی ډول سره هم تر سره کیدای شې.
که چیری مونږد اوستا د لرغوني (پنتمان)د کلیمی د (ت) توری د (د) په توري واړوو په دی صورت کی اوستائي کلمه خپلی بڼی ته تغیر ورکوې او د( پنتمان) د کلیمی څخه د (پندمان) کلمه جوړیږې ،ښائی د زرګونو کلونو د تیریدو په بهیر کی به دا نوم د( پینتومان) څخه به په (پینتمان) یا برعکس په( پیندمان ) اوښتی وې ،چی اوس ئی دا شکل په پشائی ژبه کی څیړو.

پیندمان :
دا نوم په پشائی ژبه کی هم له دوو ټوټو څخه ،له دوو مصدرونو د (پینیک = پیژندل )او د (منیک = منل )له افعالو څخه په لاندی ډول په لاس راځي ،چی ټول ګردان ته ئی اړتیا نه لیدل کیږی او یواځی یی فعلونه څیړو او څرنګوالي ته ئی پام کوو لکه :

۱ – د( پیند مان) د نامه لومړۍ برخه د (پین = وپیژنه ، ویی پیژنه ) فعل دی ،یا داچی که د( پین ) د کلمی سره د (د) توری او ور پسی د (ه)یا د (ا) توری ،چی غږیز توري دي ولیکو ورڅخه( پینده ، پیندا) په لاس راځي ،چی دافعلونه په پشائی ژبه کی د جمع مخاطب لپاره دي ،چی مانائی (ویی پژنئ) کیږي.

۲- د( پیندمان) د نامه وروستۍ برخه ،چی د (مان)برخه ده د پشائی ژبی د (منیک = منل) له مصدر څخه په لاندی ډول په لاس راځي . د (مان – من ) کلمه یو فعل دی د مفرد مخاطب لپاره ،چی د( ویی منه)مانا لري . اوس که مونږ دا په لاس راغلې د (مان- من) فعل د (پیندمان) دنامه د لومړۍ برخې سره یو ځای ولیکو نو په ګډه سره به ئي بڼه او مانا داسی وې .(پیندا ،پینده + مان،من = پیندا مان«پینده مان») بڼی په لاس راځي ،چی په دی ځای کی د «ا» او د «ه» توري ،چی غږیز توري دي ،چی ددوو بی غږو تورو په مینځ کی ځان راښکاره کوې او پرته له شکه د (پیندمان)څخه د (پینده مان) ترکیبی کلمه لاس ته راځي ،چی مانائ (ویی پیژنئ ویی منی)کیږی ،چی د( پیندمان – پینده مان- پیند امان) شکلونه د اوستائی نامه (پینتمان) سره ښه څنګ لګوې ، داوو په پشائی ژبه کی د اوستا د (پینتمان)د کلمی څرنګوالې.
اوس د پنتمان د کلیمی دریم ډول په پشائی ژبه کی په لاندی ډول سره څیړل کیږي :

۳- که چیری مونږ د (پیندا مان)د نامه څخه د «ی» توری وغورځوواو په پای کی د «ا» د توري پر ځای ورسره د « ی» توری ولیکو ، ورڅخه به (پند، پندی )په لاس راشې ،چی (پند)په پشائی ژبه کی (لار= راه) ته وائی او «پندی = لاره یی» . او که چیرته د (پیندامان) د نامه له دوهمی ټوټې څخه ،چی د (مان) برخه ده ورڅخه د « ا» توری وغورځوو،نو ورڅخه د« من» کلمه په لاس راځي ،چی په دی صورت کی« من » د پشائی ژبی د یوه ژوندي مصدر( منیک =منل= قبول کردن،پزیرفتن) څخه د (من =ویی منه =قبول کن، بپزیر) مانا لري ،که اوس مونږ دا په لاس راغلي نومونه یو د بل سره څنګ پر څنګ ولیکو،نو ورڅخه دا لاندی ډول په لاس راځي .

پندې = لاره یی + من = و منه
پندی + من = پندی من = لاره یی ومنه
په پشائی ژبه کی برسیره پر لوړو نومونو داسی کلمات هم شته ،چی مانائی یو ډول ده خو
تلفظونه ئی سره توپیر لري لکه: ( پند، پنده ،پندو ،پندیا)،چی ټول د لاری مانا ورکوې
په دری ژبه کی د «پند» کلمه هم په همدی مفهوم موجوده ده لکه ،چی وائی (پند و نصیحت).
د کلماتود لوړی تجزیی څخه دا په ډاګه شوه ،چی د« پندی من» پشائی ترکیبي کلمه ده ،چی تر نن پور ی د پشائی ژبی ویونکي یی په همدی تلفظ سره په خپلو ادبیاتو کی لري ،چی دا نوم تر اوسه پوری د هندوستان د هندوانو په دیانت کی د (پندو او پندت)په بڼو اوریدلی شو ،چی د اسلام په دیانت کی نوموړی هندي نوم د «ملا» دکلمی سره پوره اړخ لګوې ،چی په دواړو دیانتونوکی د ( دیني لارښود )مانا او مفهوم رسوې ،نو له دغی سپړنې څخه دا پوره په ډاګه کیږی ،چی د پشائی ژبی د (پندی من«مان») ترکیبی کلمه د اوستائی نامه د (پنتمان)او د هندی دیانت د (پند ت ،پندو) سره ښه ښایسته څنګ لګوې او دا راپه ګوته کوې ،چی لا د پشائی ژبه لرغونو آریائی مشهورو مذهبی نومونو ته ،چی په آریائی لرغونو مذهبی کتابونو کی د معجزاتو په بڼه پراته دی د لرغونو آریائی ژبو پوهانو او څیړونکو د څیړنۍ لپاره یوه ستره دروازه پرانیزی او هغوی ته دنوو زړه پورو څیړنو لپاره د امیدونو نوۍ لارښوده ډیوه بلوې .
دا وو په پشائی ژبه کی د لرغونې اوستا د لرغوني نامه د (پنتمان) د ترکیبې نامه په دری ډولونو سره څیړنه ، اوس په لاس راغلې دری واړه ډولونه د هغوی د مانا سره لیکو .

۱- پینتمان (پین تومان) = ته يی وپیژنه ویی منه (ویی پیژنه ویی منه ).
ب- پیندا من (مان) =ویی پیژنئ ویی منی .
ت- پنده (پندی) مان(من) = لاره یی ومنه .
اوس چی مونږ د لرغوني اوستائی نوم د(سپنتمان) نوم په (پنتمان) باندی واړاوو، هو د هغی د «س» توری مو د یوه نسبتي تورې په توګه د (زراتشترا)د نامه سره وتاړه او ورڅخه (زراتشتراس)جوړ شو ،مونږ ته یواځی او یواځی د (پنتمان)ترکیبی نوم په لاس راغی او هغه مو د پشائی ژبی له پلوه و څیړه او په دریو ډولونو سره مو په اوسنۍ ژوندۍ پشا ئی ژبه کی په لاس راوړ او هغه مو مانا هم کړ ،ښائی ،چی اوس د (پنتمان)د ترکیبی کلیمې دری واړه په لاس راغلی پشائی ماناوې د (زراتشتراس)د مانا سره یو ځای ولیکو او د (زرتشتراس په زراتشتراس = دزرو خوړونکې ستوری
پنتمان) د ترکیبی نوم مانا او پرتله د اوستائی نامه سره تر سره کړو ،او مانا او مفهوم ته ئی ځیر شو او وګورو ،چی په لاس راغلې پشائی مانا ګانې او مفاهیم څومره ښکلی او زړه پوری دي ،پام ورته وکړې.
لومړی د( زراتشتراس )او ورپسی د (پنتمان )د کلمو څخه په لاس راغلي شکلونه او د هغوی ماناوې او مفاهیم یو د بل پسی لیکو او بیائی سره په پرتله کی وینو .
۱- زراتستراس = د زرو خوړونکې ستوری .
زراتستراس = زرو ته ننوتونکي ستوري .
اوس د ( پنتمان ) د نامه پشائی ماناوې لیکو :
۱- پین تو مان (من) =ویی پیژنه ویی منه .
۲- پیندا من(مان) = وییپیژنه ویی منه .
۳- پنده من (مان) =لاره یی ومنه .
اوس که مونږ د زراتشتراس او د پنتمان د ترکیبی نومونو ماناوو او او مفاهیمو ته پام واړوو ،پوهیږو ،چی په نوموړو نومونو کی د خپل وخت ډیر پاک او سپیڅلې ،مقدس او زړه پوری ماناوې او ډیر ادبی مفاهیم ،چی د دینی او مذهبې مفاهیمو پوری اړه لري پکی لیدل کیږی او ورسره یو ځای اوستائی مفاهیم او د هغی تعریفونه په کی ښکاره کیږی.
راځی ،چی اوس نوموړی اوستائی ترکیبی نوم په پشائی ژبه کی د هغی د ماناوو سره ولیکو او ورته پام وکړو ،چی څومره دا نوموړی ترکیبی کلمه یو د بل سره په بڼه او تلفظ او همدا ډول په مانا او مفهوم کی یو د بل سره ورته یا د یو او بل څخه وړاندی دي .
زراتشتراس + پنتمان =زر اتشتراس پنتمان . مانائی داسی ده (دزر خوړونکې ستوري وپیژنه ویی منه ).
د نوموړو ترکیبی کلمو لومړنۍ مانا داسی شوه .
۱- زراتستاراس پین تو مان (پینتمان) = د زر خوړونکې ستوري ته ومنه او ویی پیژنه .
اوس ئی دوهمه مانا ګورو :
۲- زراتستراس(زراتستاراس) + پیندا من = زراتستراس پیندامن( پنده من) = (زروتهننوتونکې ستوری وپیژنئ وئی منئ).
اوس یی دریم ډول او مانا لیکو :
زراتستاراس.

پنده مان:
زراتستاراس + پنده من( مان) = زراتستاراس پنده من = دزرین ستوري لار ومنه ؛ یا: د ځلانده راڼه ستوري ښوونه ومنه ؛ یا : دزرو په شان پاک او سپیڅلې ستوري لار ومنه .
که چیری مونږ په پشائی ژبه په لاس راغلی د (زراتستاراس پنده من )ترکیبی نوم ،چی د اوستا د کتاب ، لیکوال او مذهبی شخصیت پوری اړه لري په دری واړو ډولونو کی د اوستا د اصلي نوم (زراتشتراسپنتمان) په پرتله کی وګورو، دومره توپیر سره نه لري او دا به هر لوستونکي او اوریدونکې ته څرګنده شې ،چی د اوستا او د پشائی ژبی یو د بل سره هیڅ ډول توپیر نه لیدل کیږی . کیدای شی نوموړی اوستائي نوم ډیری نوری بڼی ولري ،چی ماناوی به ئی هم سره توپیر ولري ،خو بڼه به ئی د تل لپاره سره ورته وې ،چی دا کار د هم مخرجو تورو او دغږیزو تورو په اړولو را اړولو کی تر سره کیږی.
زما په اند د پشائی ژبی له پلوه دریمه مانا خورا زړه پوری ده ،دا په دی خاطر ،چی په دریمه مانا کی د زرین (طلائی) ستوري برسیره د (لاری)او د (منلو) کلمی هم شته دی ،چی نوموړې کلیمې د(لارښوونې) مفهوم رسوي ،چی د اوستا ئی مانا او مفهوم سره پرته له توپیره ځان څرګندوې ،دا ځکه ،چی هلته هم د مذهبې پیا وړې لارښود او د نومیالې مبلغ ښکلې مفاهیم په کی نغښتي دي ، دا وو په پشائی ژبه کی دلرغونې آریائی اوستائی ترکیبي کلمې مانا او مفاهیم ،چی په دری واړو ډولونو کی مو ولیدل د پشائی ژبی په ادب کی ډیر ښکلي ،زړه پوری او د پوهی او منطق له مخی پر ځای اود منلو وړ دي ،چی زما له نظره د هغو ماناوو څخه یوه زړه پوری مانا ئی داده.
دځلاند زرین (طلائی) ستوري لار (طریقه) ومنه .Zaratashtaras pandh man
( د ځلاند زرین ستوري لاره ومنه)


« اهورا مزدا »
»Ahuramuzda «



اهورامزدا (لوی څښتن) دا یو لرغونی آریائی نوم دی ،چی د لرغونو زمانو څخه په آریائیانو کی په همدی نوم شهرت لری ،په اوستا کی نوموړی نوم به دی ډول سره یاد شوی دی .
( اهورا مزدا د لوی خالق نوم دی ،چی دا کلمه (اورمزد) هم نقل شوی او مخفف ئی (اورمز) هم ده ،په لومړې سر کې د (خداوند دانا او وجود اعلی )نوم و ،وروسته ئی ډیری مجازي معناوی هم موندلی دي)۱۶۸
همدا ډول د اهورامزدا د نامه په هکله د پوهانو نظریات یو د بل سره ورته ښکاري ،چی د یو او بل پسی ئی لیکو .
ګیګر آلمانی وائی :( چی اهورا مزدا د علم خاوند او د غیب او شهود مالک و،هر ځای د خالق تعالی نوم داسی په اوستا کی ذکر شویدی) ۱۶۸
( په هر صورت خو دا نوم د اوستائی ژبی یو مهم اسم دی او تر اوسه هم په پاړسو ژبه کی د اورمزد په ډول موجود دی .که مونږ دا نوم تحلیل او تجزیه کړو ،دری ټوټی دی ( اهور= اور) دوهم (مزدا)او په دی ډول دا دواړی ټوټی په پښتو کی ریښه لری )۱۶۸
( اوستائی (اهور ) د (هور) په شکل اوس په پاړسي ادب کی موجود دئ،چی معنائی نور ،لمر ده .ځکه چی هر وخت د اوستا (ه)به سکسکریت کی په (س) اوړی ،نو دا کلمه په سنسکریت کی سور او سوریا سوی ده ،چی لمر ته ویل کیږی) ۱۶۸
(په پاوسو کی د د اوستا (ه۰ په (خ)هم بدلیږی ،لکه د مخه هم ویل سوی دی ،نو دغه کلمه (خور) هم سوه ،چی لمر ته وایی: دوکتور ګیګر هسی شرح ورکوې: چی یعنی لمر او نور چی د اهورا مزدا مخلوق دی ،د نورالانواز او ضیای مطلق په مفهوم هم وو )۱۶۹
(پخوانو انسانانو رڼا او نور مقدس ګڼل او احترام ئی کاوه ،ځکه نو دوی لمر په اسمان کی مقدس ګاڼه ،چی دنور منبع دی او په مځکه کی یی بیا دنور منبع (اور) باله ،او مقدس ئی ګاڼه ،لکه په ویدا او اوستا دواړو کی د اور په نمایندګی ارباب لانواع شته ومثلآ د ویدا یو مشهور رب ا لنوع (اګني)یعنی (اور)دئ ،چی ددوی په عقیدئی لمر،بریښنا او اورددی بدنونه دي ،او د رڼا او اورد تقدیس عقیده په اوستائی آریائیانو کی هم وه) ۱۶۹ ګیګر وائی: (په مځکه کی دټولو رڼاوو مرکز(اور۰دی او بیله اسمانې رڼا دلته د هری رڼا منبع (اور ) ګڼل کیږی،خکه نو پاک شی بلل شوی دی او د اسماني رڼا منبع (لمر) هم د مزدا د ابدي رڼا نمینده ګڼل کیدی)۱۶۹ (دغه داهورا یا هور یا اور کلمی دي،چی (و) یی په (ی) اوښتی او (هیربد) ځنی جوړ شویدی،چی اصلآ باید (هوربذ –اوربذ ) وی.هوربذ د زردشت لقب دی او معنا ئی ده د (اور خدمتګار) یا د (اور مشر)عربو دا کلمه (هربذ) کړه ،چی جمعئی (هرابزه)ده علامه خوارزمي وائی دا د فرس پهلوي لغت دی او معنائی خادم النار او عبدا لنار ده)۱۶۹
(پوهان وائی :،چی په ویدا کی (ورن)یو رباا لنوع دی وچی دغه کټ مټ د یونانیانو د (اوریناس) او د اوستا (اورمزد) دي او ددی نوم ماده او عنصر هم (ور) ده . ۱۷۰
(نو که دی کلمو ته سړی ځیر شی ،لومړی جزوی دغه پښتو (اور) دی ،( ور=اوری=اور)،چی دایران دهخامنشی دوری دزړې باړسيپه کتیبو کی هم (اورمزد )راغلی دی )۱۷۰
(نوکه ددغه لغوې تحلیل له رویه تاریخی مواد هم په نظر کی ولرو او د اوستا د (اهوره مزده )معنا وکړو ،باید داسی ووایو (نمنځلی اور)یا (مجلله رڼا)یا د (عبادت وړ رڼا) چی زات واحد لا شریک دی «الله نوراسموات والارض»)۱۷۰
(ددی کلمی اوستائی ترکیب هم د پښتو سره سم دی ، ځکه (مزدا)چی صفت دی پر اهورا موصوف د مخه دی ،په دی ډول (مزدا اهورا )،چی له دغه څخهئی هم پښتو ته نږدیوالی ښکاری)۱۷۰
اهورا مزداAHURAMUZDA
په پشائی ژبه کې

دا چی اهورامزدا یو لرغونې آریائی نوم دی ، په اوستا کی هم دا نوم په همدی نامه یادیږي . د اهورامزدا دنامه په هکله د څیړونکو پوهانو نظریات یو او بل ته ورته او نږدی ښکاري او د اهورا مزدا نوم د(لوی څښتن ) نوم بولې ،وائی چی په فارسي کی نوموړی نوم د (اورمزد) په بڼه یاد شوی دی اود (خداوند دانا او وجود اعلی)په نامه معنی شویدی او وروسته ئی ډیرې مجازي معناوی هم موندلې دي.لکه ګیګر المانی چی وایی : (اهورا مزدا د علومو خاوند اود غیب او شهود مالک وو).
د نوموړی کلمې په هکله ویل کیږی،چی د اوستا د (اهورا)نوم په فارسي ادب کی د(هور)په بڼه موجود ه وه،چی مانایی (نور،لمر)دی او په سنسکریت کی د (هور) کلمه د (سور) په بڼه موجوده ده ،دا ځکه چی د سنسکریت د (س) توری په اوستا کی د(ه) په توري اوښتی دی یا برعکس .د سنسکریت د (سور یا سوریا) کلمه په اوستا کی د(هور) په شکل او په فارسي کی نوموړۍ کلمه د (نور – لمر )په بڼه موجوده ده.
په هر حال د اهورا مزدا د نامه په هکله مونږ اوس د پوهانو په ورکړل شوو نظریاتو پوهیږو او دا راته جوته سوه ،چی (اهورامزدا) د(خالق-خدای )د نوم په توګه په اوستا کی یاد شوې دي . دا چی د (اهورا مزدا)په یوه یا بل ډول سره موجوده وه او د زمانی دتیریدو په بهیر کی یی د(اهورا یا هور)کلمې له یوه ډول څخه وبل ډول ته شکل ته تغیر کړیدی د بیلګې په توګه : پوهان په دی عقیده دي ،چی د اوستا د (هور) کلمه په سنسکریت کی د (سور یا سوریا) په بڼو او د ویدا په کتاب کی د یوه مشهور رباا لنوع( اګني)په بڼه موجود وه.
اوس غواړم د (اهورا مزدا)د اوستائی نامه په هکله په پشائی ژبه کی څه نا څه توضیحات د څیړنی او برتلی په اډانه کی ښاغلو ژب پوهانو ته وړاندی کړم.
دا چی په لرغوني آریائی ژبه( آریک) کی د پشائی ژبی ژوندي کلمات مونږ تر لاسه کړل او پری وپوهیدو ،چی پشائی ژبه هم د لرغونو آریائی ژبو د ډلی څخه شمیرل کیږي ،مخکی مو د سنسکریت د (سور) د نامه په هکله یو څه مالومات وړاندې کړي دي ،چی د هغی سره په څنګ کی د (سور) نږم د کاې په ژبه کی ،چی هغه هم یوه لرغونې آریائی ژبه ګڼل شویده هم رڼا واجوله او د پرتلی په پایله کی دا څرکنده کړه ،چی په کاسي ژبه ،سنسکریت او په پشائی ژبه کی په ترتیب سره د (شوریاس،سوری او سوریس)په بڼو د (سور)لرغونې آریائی نوم موجود دی ،خو په اوستا کی نوموړی نوم د (اهور یا هور)بڼه ئی ځانته غوره کړیده ،چی په پښتو ژبه کی د (لمر) اوپه دری ژبه کی د (افتاب) او په پشائی ژبه کی کټ مټ د (سور) په نامه لا تراوسه پوری ژوندی دی او د پشائیانو په ورځني ادب کی په ژوندۍ بڼه ژوندی دی.
په دی ځای کی زه غواړم د پوهانو دغه نظریه ،چی وایی :په( ویدا کی ( ورن) یو رب النوع دی ،چی دا کټ مټ د یونانیانو د (اوریناس )او د اوستا (اورمزد)دي ) ۱۶۹
غواړم د پوهان د لوړې نظریی په رڼا کی د اورمزد او اهورا مزدا نومونه ،چی د ویدا د (ورن) او د يونانیانو د رب النوع (اوریناس)سره یو شانته ګڼل شویدي د پشائی ژبی له کبله ئی توضیح کړم .
په پشائی ژبه کی د (اهورا مزدا ) اوستائی کلمه یوه ترکیبي کلمه ده ،چی له دریو ټو ټو څخه جوړه شویده.
- لومړنۍ ټوټه یی د (اهور) کلمه ده ،که چیری مونږ د(ه) توری ورڅخه لیریکړود(اور) کلمه په لاس راځي د پشائی ژبی له پلوه د نوموړې کلمې د(و) توری د (پیښ) درلودونکی دی او د (و) توری د (ه) توري ته نږدی اواز ورکوې په وخت کی د دوو (واوونو)اواز ورڅخه پورته کیږي .نوموړې کلمه په پشائی ژبه کی د (اوریک =پاڅول ، ویښول ،له خوبه پاڅول )له مصدر څخه په لاس راځي،چی ځنی پشائیان دا مصدر د (ووریک)په ډول هم تلفظ کوې ، د پشائی ژبی د ګرامرې قاعدې سره سم دا لاندی افعال ورڅخه په لاس راځي .

( اوریک –وریک = له خوبه پاڅول،پورته کول ،ویښول)

آ=زه او ریم (وریم)
تو= ته اوري (وري )
سی =هغه اورګا (ورګا)
امو =مونږ اوریس (وریس
ایمو = تاسې اوریدا ( وریدا)
تی =هغوی اورین (اوریدا)
دنوموړی مصدرد مفرد مخاطب امري فعلونه دادي:
اور (وری) = پاسیږه ،پورته شه ، ویښ شه ،پورته شه
د جمع غائب لپاره امري فعل دادی :
اوریدا (وریدا) = پائیسوه،پورته یی کړه، ویښ یی کړه، پورته يی کړه .
د نوموړی مصدر څخه فاعلي صفتونه یی دادي :
اوروا (وروا) = پاڅیدلی ،ویښ شوې .
اوروې(وروې) =پاڅیدلۍ ، ویښه شوې. او (اورنا) يا (ورنا) = پاڅیدنه ،ویښیدنه.
اوس ،چی مونږ د (اوریک،وریک) له مصدر څخه د هغه پوری تړلي فعلونه په لاس راوړل ،په ټولو افعالوکی د(اور ،ور)کلمه شریکه ده ،چی د مصدر د څټی او بنسټ څخه نمایندګي کوي .
د مفرد مخاطب لپاره د (اوریک ،وریک) له مصدر څخه د (اوریا، وریا) فعل د (پایی څوه،پورته یی کړه ،ویښ یی کړه )مانا لري ،چی په خپل زات کی نوموړې کلمه دهیلې او غوښتنی په توګه سره خپله مانا څرګندوې لکه :
لطفآ محمود له خوبه پاڅوی (پورته یی کړې،ویښ یی کړې)،چی نوموړی فعل په خپل وخت کی د خدای تعالی یا د یوه بل ستر سړي یا کوم شخصیت په وړاندی هم د درناوې په خاطر په کار وړل کیږې.
دا چی اوس مونږ د اوستا د ژبی ( اهورا مزدا)د نامه لومړۍ ټوټه (اهورا) و (اوریا) په بڼه په لاس راوړه ، که چیری د پشائی ژبی د (اوریا) د کلمې څخه د (ی ) توری حذف کړو ،نو په دی صورت کی مونږ د (اوریا) څخه (اورا) په لاس راوړو ،څرنګه چی پوهیږو غږیز توري کله کله زیاتیږي او کله کله هم حذ فیږي په هرحال کیدای شې ،چی د اوستا په ژبه کی هم د پشائی ژبی په څیر د (اهورا) کلمه د (اوریا)په شکل په کار وړل شوې وي ،یا بر عکس . خو مونږ د اوستا او پشائی په ژبو کی د نوموړۍ کلیمی یو شانته والی او کټ مټ والی د نامه په ریښه کی لیدلی شو ،یعنی دا چی په دواړو ژبو کی د (اور ) کلمه مشترکه ده ،بر سیره پر دی ،چی په اوستا او پشائی ژبو کی نوموړۍ کلمه سره یو شانته ده ،همدا شان د (اور) کلمه د ژب پ وهانو له نظره په (ویدا) او د یونانیانو په ژبه کی هم یو دت بل سره شریک دي .او د (اور) کلمه په څلورو لرغونو آریائی ژبو کی سره مشترکه ده او د (اور) د کلیمی ریښه لري،چی په پشائی ژبه کی د (اور) دکلمی ژوندی مصدر تر اوسه پوری په پشا ئیانو کی په پراخه پیمانه سره په کار وړل کیږی . که چیری د (اور –اوریا)کلمو مجازې معنا ته په پشائی ژبه کی ښه ځیر شو ، د خا لق تعالی مانا او مفهوم تری په ډاګه کیږی ، دا ځکه، چی ددیني عقایدو له مخی (پاڅوونکی ،ویښوونکی اود کائناتو هست کوونکی)او په ټوله کی د مخلوقاتو پالونکی هم هماغه لوی څښتن تعالی دی ،چی فاعلې صفت یی په پشائی ژبه کی (اوریکالا = پاڅوونکی ، ویښوونکی، پیدا کوونکی او ژوند ورکوونکی ....... ) ټول په خپل اصل کی د (لوی څښتن تعالی) مانااو مفهوم افاده کوې .
برسیره پر لوړې توضیح د پشائی ژبی د ( اورن ) کلمه د (ا) په پیښ د (اوریک =پاڅول ،ویښول ..) له مصدر څخه د جمع غائب د فعل د راتلونکې زمانې (پا به څیږې، ویښ به شې...) يوژوندی فعل دی ،چی په نوموړو ماناوو په کار وړل کیږی ،چی څوک یی د (اورن ،هورن ، ورن) په بڼه تلفظ کوې ،چی مانا او مفهوم یی سره یوشی دی ،یواځی توپیر یی د تلفظ په وخت کی ښکاره کیږی ،چی دا ټوله سره مشابه تلفظ او یوه مانا ورکوې ،دا چی تر دی ځایه پوری مونږ د اوستا د زمانې د (اهورا )نوم توْضیح او تشرح کړ او پری وپوهیدو ،چی دا نوم د لرغونې آریائی ژبی یو ژوندی نوم دی او د یوه ژوندي پشائی مصدر څخه په لاس راځي ،ښائی ،چی ښاغلي هندو اروپائی لرغوني ژب پوهان دا راسره ومني ،چی نوموړی تاریخي نوم د پشائی ژبی پوری اړه لري دا ځکه ،چی دا نوم د پشائی ژبی یونوم دی .
اوس ،چی مونږ د اوستا د (اهورا) په پشائی ژبه کی د (اوریا ، وریا ،اهورا ،اورا )په بڼو په لاس راوړ او پری وپوهیدو ،چی پرته له کوم واوه شکه دا نوم د پشائی ژبی پوری اړه لری ،مانا ئی داده .
(اوریا – هوریا = پایی څوه ،پورته یی کړه ،ویښ یی کړه ،هست یی کړه)
داهورامزدا د اوستائی نامه دوهمه ټوټه (مز)په پشائی ژبه کی د څیړنې لاندی راولو.
څرنګه ،چی پوهیږو د بی غږو تورو سره غږیز توري د هغوی د موجودیت او څرګندیدو په خاطر په کار وړل کیږي ،د بیلګی په توګه ،که چیری مونږ د ( مز ) د کلمی تلفظ ته ځیر شو،نو د تلفظ په وخت کی مونږ د (م) د توری د تلفظ په وخت کی د (م) او د(ز ) تورو تر مینځ د یوه غږ ،چی د خفیفی (ه) یا (ا) اواز لري رامینځته کیږي او اوستائی (مز) د (مزا) یا د (مهز)په ډول اوریدل کیږې ،چی د (مهز –مزا) کلمه په پشائی ژبه کی د (اجوری- خوند ) په ماناوو دي ،چی په پښتو او دري ژبو کی هم همدا مانا او مفهوم رسوې .
څرنګه ،چی مخکی وویل شول د غږیزو تورو په مرسته سره ،بی غږه توري خپل ځان څرګندوې ،اوکه مونږ د (مز) کلمه د (دا ) د برخی سره ،چی د( اهورا مزدا ) دنامه دریمه برخه جوړوې ورسره یو ځای ولیکو .بی هم د (ز) اود (د) د بی غږو تږرو تر مینځ ښائی یو غږیز توری وجود ولري . که چیری مونږ د (ز) د توري سره د (ه۰ یا د (ا) توري ولیکو ورڅخه د (مزه) یا(مزا ) نومونه جوړیږې ،چی په پشائی ژبه کی د (مزه – مزا) نومونه دواړه د (خوند –لزت- ژوند او هستۍ )مانا او مفهوم افاده کوې ،څرنګه ،چی د( اهورا مزدا) یا (اهورا مزادا) ترکیبي اوستائی نومونه یو مذهبی او دیني کلمه ده ،په دی ځای کی غواړم ،چی د (مرا) دنامه د څو ماناوو څخه يواځی د (ژوند، هستۍ خوند ) مانا واخلم ، یعنی :
( مزا = ژوند ،هستي ،خوند)
- د( اهورامزدا) د اوستائی ترکیبینامه دریمه برخه د (دا )کلمه ده ،چی نوموړې کلمه په پشائی ژبه کی د (دیک =ورکول = دادن )له مصدر څخه په لاس راځي ، په لاندی ډول :

( د یک = ورکول = دادن )



دیک = ورکول =دادن

آ = زه دیم = ورکوم
تو =ته ( دیا ، دا) ورئی کړه
سی =هغه د یګا = ورکوې د یکالا = ورکوونکی
امو =مونږ دیس = ورکوو
ایمو = تاسو دیدا =ورکوئ
تی = هغوی دین =ورکوي

په پشائی ژبه کی د (دا ،دیا)کلمه ددوهم شخص لپاره د حال زمانې فعل دی ،چی مانا ئی داسی ده .
( دا ، دیا = وریی کړه )
اوس که مونږ د( اهورا مزدا ) دنامه لوړی په لاس راغلې ټوټې یو د بل سره څنګ پرڅنګ ولیکو او ورسره دریمه په لاس راغلې ټوټه ،چی د (دا ،دیا)برخه ده سره غاړه په غاړه کړو مونږ ته دا لاندی اوستائی او دهغې مانا اومفهوم په خورا ښه قالب کی را ښکاره کوې ،چی اوس ئی په لاس راغلې ټوټی د ماناوو سره یو ځای لیکو او بیائی مانا ور لیکو پ لاندی ډول :

آهورا – اوریا =پایی څوه –پورته يي کړه –له خوبه يي راویښ کړه .
مز – مزا = ژوند ،خوند ،هستي .
دا-دیا = وریي کړه (ورکړه).
آهورا + مز ،مزا +دا ،دیا = پایی څوه ،خوند ،ژوند ورکړه.
اوس که مونږ د اوستا د (اهورا مزدا )ترکیبی کلمه د پشائی ژبی د ترکیبی کلمی (اوریا مزا دیا )د په لاس راغلي نوم سره د شکل او تلفظ له مخی په پرتله کی وګورو،نو ډیر لږ توپیریی په غږیزو تورو کی لیدل کیږی او تلفظ يی هم همدا ډول دی ،چی د تلفظ په وخت کی یو ویونکی ورڅخه یو مفهوم اوبل اوریدونکی ورڅخه یل مفهوم اخلي يایی هر څوک په خپل ډول سره تلفظ کوی ،چی یو د بل څخه توپیر لري ،خو تلفظونه او مانا ګانې یی په نهائی تحلیل کی سره ورته او خورا نږدی دي . یعنی دا چی په دواړو پشائی او اوستائی ژبو کی سره ورته تلفظ لري او مانائی هم په مجازي ډول کی د اوستا د (خدای تعالی )سره هیڅ توپیر نه لري دا ځکه چی خدای تعالی (پاڅوونکی، ویښوونکی، ژوند او هستي ورکوونکی) دی. دلته د نوموړې کلمی مانا اومفهوم د اوستا د (اهورامزدا)د ترکیبط نامه سره هډو ّیڅ ډول توپیر نلری .
داوو په پشائی ژبه کی د اوستا د (اهورا مزدا)دنامه په اړوند سپړنی ، اوسیی نوری بیلګی ګوروو.
اوریا مزا دیا =پايي څوه ،ویښ یی کړه ،ژوند او هستي ورکړه
یا:
هوریا مزا دیا (دا) = پایی څوه خوند او لزت ورته ورکړه .
يا:
آ هوری مزا دیا = هوکی پایی څوه خوند او لزت ورکړه .
چی پکی ټول د خالق تعالی صفتونه نغښتي دي لکه :
پیدا کوونکی ،پاڅوونکی، ژوند ورکوونکی او خوند او لذت ور کوونکی دا ټول صفات د لوی خدای پوری اړه لري .
دا وو په پشائی ژبه کی د آوستا د (اهورامزدا) اود پشائی ژبی د (اوریا مزا دیا)د نومونو په پرتله کونه او مانا کوونه کی ما لومات او شننه.

واره(واړه) vara

دا لرغونئ آریائي نوم چې د آوستا په کتاب کې راغلی دی د تاریخي او ادبي پلوه خورا د اهمیت وړدی دزماني د تیریدو سره سم ئې نوم یو پر بل اوښتی دی ،د تاریخ په اوږدوکې د نووادیانو،کلتورونو او نووفرهنګونوتر اغیزې لاندی راغلې اودنامه مانا او مفهوم ئی هم ور اړولې دی لکه د یو چا په غاړه چې دنورو رنګونوجامې ورواغوندی ،چې کله کله ئې څیره وراړوي که څوک ناڅاپي ورسره مخ شي نو داسې ورته ښکاري چې دا کوم بل څوک دی که نه نو دا هماغه څوک وي چې تش ئی جامې نورې وي،که نه نو مانا او مفهوم ئی هماغه وي کوم چې وو،خویواځی په مفاهیمواو صفتونو کې یی توپیر را د بره کیږی چې دا توپیر مونږ همدلته د(واړه)په نامه کې په څرګند ډول لیدلی اوکتلی شو.
دپورتنئ توضیح څخه زما مقصد دادی ،چی داوستا لرغونې کلمه «واره» ښائي د (ړ)توری ولري، یعنی (واره) به (واړه)وي،وروسته به څیړونکو د (واره ) په ډول لیکلې وي ،دا ځکه چې اوستا یوه لرغونې آریائي ژبه ده اوپه هغې کې باید لرغوني خصوصیات ډیر ولیدل شي اود(ړ)توری باید د هغی داصلي تورو څخه وي ځکه چی د(ړ)توری په سنسکریت کی هم موجود دی.
زما نظر دادی ،چی څیړونکو به د خپلې ژبی د خصوصیاتو له مخې،چی اکثرا ئی اروپائي پوهان دي هغویو به د(ړ)توري د نه درلودلو په خاطرد (واړه) کلمه به د (واره) په شکل لیکلي وي او د نورو پوهانو لپاره به ئي همدا شکل غوره ګڼل شوی وې.
ددی کارد شننې لپاره غواړم لومړی د پوهانو او څیړونکوتاریخي اندونه او دنامه دماناګانو په اړوند،چی هغویو توضیحات ورکړي او تشریح کړې یی دي یودبل پسی ولیکم او وروسته د هغې نوی نظر او دهغې پرتله لوستونکو ته وړاندی کړم،چې لږ صبراوحوصیله غواړي خو دومره وایم که ئې تراخره پورې ولولې د تاریخ زړه مزه او خوند در په یادوي اودا دعوه به وکړې چې خدایږود(اوستا)دمقدس دیني کتاب اصلي ټاټوبې او د زردشت دپیغمبر د پیدایښت اصلي ځای هم همدلته زمونږ د لرغوني آریانا د نني هیواد دګران افغانستان دهندوکش هاخوا او دی خوا سیمې دي.
واړه«واره» : ( دا کلمه هم ډیره تاریخي اومهمه ده،د اوستا په وندیداد کي دا نوم راوړي او داسی ښکاري ،چی په بخدي کی دا لومړۍ ودانۍ ده ،چی «یما»د اهوره مزدا په امر جوړه کړه پخپله اوستا هسی وائي:
( تر ژمي د مخه په هیواد کی ډیر واښه ،د څارویو لپاره راشنه شول.او اوبو ښه خړوب کړل،نو اوس به تر واوری لویدو وروسته ای «يما» دونې نوکې ځای چې د پسه پښه پرایښو کیږی،عجب ښکاره سې! نو ځکه ته یوه واړه جوړه کړه،چې د اسپ د سپرلود ډګر غوندی ئی هرخوا ارته وې.او هلته د پسو او غویواو سړیواو سپیواو مرغانو تخمونه او سور بریښیدونکی اور درسره یوسه!
نو له دی جهته ته جوړه کړه یوه واړه٬ چې د آس د سپرلو د ډګر غوندي ئې هر اړخ وي،او دا ځای خلقو ته ټاټوبی وي، یوه واړه چی د آسپ د سپرلو ډګر غوندی یی هر اړخ وي ،د غویو او سړو لپاره هلته ته اوبه وبهووه په یوه واله کی چې یوه هاتره اوږده وي هلته ښائي چې ته مرغان په داسې چمن کښینوې،چې هیڅکله نه زمول کیږي،دداسی خوړو سره چې کورټ نه ناغه کیږی.هلته ښائی چی ته یو ټاټوبې ودان کړې چی یو کور وې د لوړۍ خونۍ غولي او دالانه سره!
هلته ښائې چی ته د سړیواو ښځو تخمونه یوسې،کوم چې ډیر لوی او خورا ښه اوغوره وي پرمځکه ،هلته ښائي چې د هر راز ژویو تخمونه یوسی، کوم چی ډیر لوی اوخوراغوره وي پر مځکه!
هلته ښائي چې د هر راز ونو تخمونه یوسی کومې چې خورا ښه خوند اوښه بوی لري. له دغو ټولوتخمو څخه ښائي چې ته دوه دوه له هره ډوله څخه یوسی ،او په ډیر زیار ئی خوندي کړې،ترڅو چې هغه سړي ټول په واړه کی هستوګن سې.
هلته نه ښائی چی ټیټی یا خیټو،یا لیڼی یا لیوني؛یا بد خواه ،یا درواغجن،یا کین کښی رخن «حاسد»،یا وران غاښې،یا پيس استوګنه وکړي.......ددی ځای په لویه برخه کې ښائی چې ته نهه واټونه جوړ کړې ، شپږ په مینځ کی او دری نور په هغه کوچنۍ برخه کی ،د لوئی برخې په واټوکی ښائي ته زرسړي اوښځۍ واچوې، په منځنۍ برخه کی ښائی چې شپږ سوه وي او په کوچنۍ برخه کی ئی دری سوه ،ښائی چې دغه واړه په خپل طلائی مهر ټاپه کړې،او یو وراو یوه کړکۍ ورته جوړه کړې چې پخپله یو له بل سره ورځي ).(1)
(نو یمایوه واره(واړه) ودانه کړه،چې د آس د سپرلو غوندی ئی هراړخ و،او ده هلته دپسواو غویواوسړیو او سپیواو مرغانوتخمونه اوځلاند سور اور یوړ،ده جوړه کړه یوه واره د سپرلو د ډګر په شان د سړیو د ټاټوبي لپاره او یوه واره د سپرلو د ډګر په شان دسړیو دټاټوبي لپاره او یوه واره د سپرلو د ډګر په شان د غویو اوپسو لپاره)!(2)
(هلته ده دسړیو او ښځوتخمونه یوړل،کوم چی پر دې مځکه خورا لوی اوخورا ښه او غوره وو،هلته ده د هر راز څارویوڅخه چې پر دی مځکه خورا لوی اوخوراښه اوغوره وو، یووړل .هلته ده د هر راز ونوڅخه چې ډیرې جګې اوښه بوې لرونکۍ وې تخمونه کیښوول .هلته د هر راز میوو څخه چې ډیرې خوندوری وې تخمونه یوړل .له دغو ټولو تخمونو څخه ده دوه دوه یوړل او په زیارئی هلته وسا تل تر څو چې دغه واړه په سړیوودانه سوه) .(3)
د «وارې- واړې» د جوړښت په اړوند نورې زړه پورې خبري هم د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کی شته دی چې داوستا د کتاب څخه را اخیستل شوې دي ،چې دلته ئی دیوۍ ټوټۍ په را اخیستلو بسنه کوم لکه:
(بیا نو «یما» دغسې وکړه،لکه اهورا مزداچی ویلي وو؛ځمکه ئی په پښو وخرله او پخپلو لاسویي خټه جوړه کړه،لکه دلوښوخټه. نو یمایوه واره ودانه کړه ،چی د اس دسپرلو د ډګر غوند ې ئی هر اړخ ؤ،او ده هلته د پسواوغویواوسپیواو مرغانو تخمونه او ځلاند سور اور یووړ،ده جوړه کړه یوه واره دسپرلو د ډګرپه شان دسړیو دټاټوبي لپاره او یوه واره دسپرلو دډګر په شان د غویو او پسو لپاره! )(4)
(وایی چی یما دغسی وکړه، چي امر ورته سوی ؤ،څو چی واړه ودانه سوه)(5)
(په دی ډول اوستا د واره د ودانولو نقشه مفصله کاږي،او لدی څخه داسی ښکاري چی یما د اهورامزداپه ښوونه واره جوړه کړې او په هغه کی ئی د مدنیت لومړی اساس ایښی ؤ.
واره په بخدي کې وه،او تر اوسه ئی هم اثارد نوبهار په نامه سته،هغه وخت چي د یما په دغه تاریخي ټاټوبي کې زردشت راو پاڅیدئ،نو دده ددریو زامنو څخه یو چې یوروتاندره نومیدئ«وار مشر»ټاکل سوی ویعنی واره مشر. Temporal lord of the Vara
( په سنسکریت کی له دغې ریښې څخه ډیر کلمات جوړ سوي دي مثلآ واړ یعنې محوطه ، ځای د هندوانو د ستي کولو ځای واړه د ښار څلورمه برخه ،یو ځای چې د هری طبقې خلک پکی اوسي .واړی محوطه غولی دربار باغ.
د سنسکریت (واړه)د اوستا له( واره )سره هم په تلفظ او هم په معنا کی یوه ده ،او دا یوه آریائی پخوانۍ کلمه ده ،چې وروسته په بودائي دوره کی (وهار)سوه ،ځکه چې دغه د بخدي (واړه)هم وروسته د یوه معبد په ډول د زردشتي دین کانون او مرکز وه نو هغه وخت د زردشت اتباع ورک سول.او دده دین له مینځه ولاړ،نو پر پښتونخوااو باختر د بودائي دین څپې راغلې،او افغانستان د دغه دین مرکزسو،بامیان ئی د بتخانو او معابدو ډک ؤنو هغه د اوستا واره چی د زردشتي دین معبدوه ،اوس د بودائي دین کانون سوه.او هغه لوړاو جګ بیرغونه، چې د بخدي ښار ئی په نامه یادیدئ د«لوړو بیرغوښکلې ښار»اوس د بودا د اتباعو لخوالوړ سول ،نو دوی د اوستا «واره» په بودائي اصطلاح«وهار» تبدیله کړه او هغه زردشتي اتشکده بتخانه سوه او دغه «وهار» ؤچې وروسته بهار سو او په اسلامي دوره کی دغه د بخدي معبد «نوبهار»باله کیده ).(6)
نوی نظر:
د اوستا د متن څخه داسی ښکاري چې،(واره)د یوه ځای ټاټوبي او د یوه ستر حصارپه مانا دی دا ځکه ،چی په هغی کی د هستوګنی مفهوم پکی له ورایه نغښتی ښکاري .پوهانو هم د (واره ) کلمه په همدی مفهوم اخیستې ده.اوس چی د واره د کلمې په اوستائي مانا او مفهوم وپوهیدو ،غواړم نوموړی کلمه په پشائي ژبه کی د (واړه) په شکل کی تر څیړنې لاندی ونیسم.او هغه زړه پوری مفاهیم ،چی په هغې کی د آهورامزدا په امر سره د انسانانو ،ډول ډول حیواناتو ، الوتونکو او د نباتاتو دښه او غوره ډولونو راټولول او د هغوی ځای په ځای کول دي همدا ډول نوموړي ډولونه له ټیټي یا خیټو،لیڼي یا لیوني ،بد خواه یا دروغجن یاوران غاښي، پیس.......او نورو څخه د لیرې ساتل دي، څرګند کړم ،چی دا کار د پشائي ژبی د (واړه) د کلمې په وجود کی په لاندی ډول سره تر سره کیږی.
واړه په پشائي ژبه کی:
نوموړې کلمه «واړه»لرغونۍ آریائی نوم دی، چی د اوستا په کتاب کی راغلی چی، څیړنه ئی خورا زړه پورې ده دا په دی خاطر،چی د هغې د څیړنۍ په پایله کی مونږد یوې ژبې د لرغونۍ زمانې څخه را نیولې تر نن پوری د هغې ژوند او شته والې او حقیقت را برسیره کوولکه څوک ،چی یو ناڅاپه یوارزښتناکه غمی مینده کړي.دا چې اوس مونږ د «واړه»د نامه په هکله د اوستا د کتاب د قصې څخه څه نا څه دا درک کړه او پری وپوهیدو،چی (واړه)د انسانانو رنګارنګو حیواناتو،مرغانو د ښکلو او ښایسته بوټواو د خوش بویه او مزه دارومیوه لرونکو ونو د ډولونو د بقا څخه بحث کوي پری وپوهیدو، چی نوموړې کلمه په کل کی د« چاڼ اوسوچه توب » مانا ورکوي اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی د نوموړې نامه مانا او څرنګوالې په لرغوني آریائي ژبه پشائي کی وڅیړو په لاندې ډول.
واړه په پشائي ژبه کی د(واړیک- چاڼول؛ غلبیلول) له مصدر څخه په لاندی ډول په یوه ګردان کی وینو.

واړیک :
پشائي پښتو فعل فعل
آ زه واړیم غلبیلوم امري فعلونه ئی: (واړ،واړه)دمفرد مخاطب لپاره.
----------------------------------------------
تو ته واړي غلبیلوې واړنا- غلبیلونه
سی هغه واړګا غلبیلوي واړوا- غلبیل شوی
امو مونږ واړیس غلبیلوو
ایمو تاسی واړیدا غلبیلوئ
تې هغوی واړین غلبیلوي
په پشائي ژبه کی د ( واړ،واړه )د امر فعلونه دي، چی مانا ئی (غلبیل ئي کړه؛ چاڼ ئي کړه)کیږې ،دا چی اوس مونږ د اوستا د« واړ- واړه » نومونه د پشائي ژبی په یوه ژوندي مصدرکی په لاس راوړل چې د شکل له مخی د اوستا د(واړه) سره هډو توپیر نلري او کټ مټ د یوې مورغبرګوني او یوشانته لوڼۍ او د یوې سکي دوه مخه دي،دا چی اوس مونږ نوموړی نوم دشکل له مخی په لاس راوړ،نو د مانا او مفهوم له مخی که ورته ښه ځیر شونو د اوستا د تعریف څخه دا په ډاګه کیږی، چی د اهورامزدا د وینا سره چی (یما)ته لار ښوونه کوي کټ مټ یو شی دی او هلته ورته وائي ،چی د هر ډول څخه غوره او ښایسته او ښکلي او مزه داره راټول او (واړي- واړه)ته راټول کړه،چی په دی ځای کی د اوستا د(واړی-واړه) نوم او مفهوم د پشائي ژبی د(واړ،واړه، واړی) د شکل او مانا څخه هډو توپیر نلري او سره یو شی دي.همدا ډول دنوموړې مصدر څخه په لاس راغلي افعال لکه : (واړنا = غلبیلونه ) او (واړوا = غلبیل کړل شوی ) دا ټول نومونه د (واړه) دکلمی څټه جوړوې او دا په ډاګه کوې ،چی د (واړه) اوستائی کلمه په خپل قوت سره د پشائی ژبی د (واړیک) په مصدر کی ژوندی ده ،که مونږه هری لوری ته ولاړشو بیا هم د (واړیک) له مصدر څخه نشو وتلای اود (واړ) یا د اوستائی (واره) کلمه د پشائی ژبی د (واړیک)له مصدر څخه رازږیږې.
اوس نو دا ویلی شو،چی نوموړې کلمه اصلأ پشائي کلمه ده یا هم برعکس اوستائي کلمه ده . په هر حال داوو د اوستا د (واړی)کلمی په هکله چی مونږ ژوندۍ په پشائي ژبه کی وکتله او وڅیړله.
اوس دا په ډاګه وایم چې پشائي دا لرغونۍ آریائی ژبه (آریک) د (ویدا) او ( اوستا) د کتاب د لیکنې لا پخوا یوه ژوندۍ ژبه وه ،چی بیا وروسته د (اوستا) کتاب پری لیکل کیږی .
د بیلګې په توګه یو څو نور نومونه ،چی لا تر اوسه پوری په پشائي ژبه کی ژوندي دي لکه:
وار – نوبت؛واړ-ډبره....... اوډیر نور.
يادونه: یو بل لرغونې او خورا زړه پورې نوم چی لا تر اوسه پوری یو ژوندی نوم دی او ورته (واړه وان)وائی او دا ځای دلرغونۍ زمانۍ څخه تر ننه په خپل نوم ژوندۍ دی او دا ځای د کونړ ولایت د نورګل ولسوالی د توری تیګې په نوم سیمه کی ،چی د سیمې پښتانه دا ځای اوس د ګوچ په نوم نوموې،چی د شکل له مخی چار چاپیره یو د بل سره نختي غرونه دي او یواځی د ننوتو لپاره یوه لار لري،چی ته به وائی ،چی دا لاره یا دروازه چا په خپلو لاسونود ننوتلو لپاره جوړه کړي وي شته دی ،چی دا نوم د اوستا د (واړه وان یا واړه مشر)سره کټ مټ یو شانته دی.

Temporal lord of the Vara
داوو د واړه د نامه څیړنه او شننه په پشائي ژبه کې.
زمونږ د ګران هیواد لرغون پیژندونکي کولای شي دد غی نوې څیړنې په رڼا کی خپلو څیړنو ته ژوره کتنه وکړي اونوموړۍ سیمه له نږدی وګوري دنامه او ځای په هکله او د هغی د خصوصیاتواو د څرنګوالې په اړوند نوۍ څپړنې وکړي اودا نیمګړې څیړنه پوره کړي، ژب څیړونکو اوژب پوهانود نوو څیړنو لپاره لاره هواره کاندي .
دا د اوستا (واره) په اصل کې دپشائي ژبی (واړه – غلبیلول ، چاڼول)دي ،چې د نوموړې نامه توضیح او تشریح د اهورامزدا په امر کی چې پر( یما) ئی کړی دی ښه څرګندیږي ،چې د (واړی- واړه)مانا هماغه (غلبیلونه ، چاڼونه او سوچه کوونه ده ) نه کوم بل شی.
د اوستائی لرغونو نومونو د څیړنی او د پرتلې په لړ کی ، ښائی ،چی یو څونور لرغوني آریائی نومومونه هم یو دبل پسی وڅیړل شې تر څو د پشائی ژبې لرغونتیا پکی څرګنده شي لکه په دغو لانید ینیو اوستائی نومونو کی .

بخل( بلخ) بامیک :Balkh Bamik

ددی لپاره ،چی د ( بخل بامیک)د اوستائی کلمی په هکله د پشائی ژبی له پلوه څرګندونی وړاندی شې پر ځای یی بولم ،چی تر هر څه د مخه د پوهان ڼظریاتو ته پام وکړو او وروسته له هغی یی په پشائی ژبه کی تر څیړنې او شاربنی لاندی ونیسو.
جیکسن معروف مستشرق وایی : چی د ( اوستا یوه پهلوې نسخه په سمر قند کی پیدا سوې او د اتم مسیحې قرن ده ، په د غه نسخه کی راغلي دې ،چی ویشتا سپ زوی په بخل با میک کی د ( نوزاک ) ښار جوړ کړ ( ۱۸۰ ) .
ډار مسټټر وائی :( چی( بامیک ) ددرخشان مانا لري او په اوستا او زند کی یی ریښه بامیه ده،چی ځلاند ته وائی ) (۱۸۰).
د (بامې )د لرغونې کلمې په هکله داسی ویل کیږی :( له خورا قدیمی زمانی د بخدي یا بلخ ښار یو صفت له ځانه سره لرې ، چی دغه صفت په اوستا کی یو ځای سریرا یعنی( ښکلی) ذکر کیږې او وروسته هم دغه صفت بامیک یا بامی دی ،چی مانایی ځلاند ،یا ښکلی ګڼله سوی او په پاړسو کی بلخ درخشان) (۱۸۰).
اوس ،چی د بخل بامیک ،بامې او (سریرا ) د کلم په ّکله وپوهیدو ،چی د بخل بامیک کلمه په لرغونی زمانه کی د ځای نوم دی ،بامی او سریرا د (ښکلي ) په مانا راغلي دي . غواړم د نوموړو کلمو په هکله د پوهانو د نظر یاتو په رڼا کی خپل نظر د پشائی ژبی له پلوه ښکاره کړم .
د بخل بامیک نوم په پشائی ژبه کی یو ترکیبی نړم دی ،چی له دریو ټوټو څخه جوړ شویدی .
۱- د (بخل) نوم زمونږ دهیواد د ننی( بلخ) مزارشریف نوم دی ،چی پوهانو دا نوم هم (بخل)د (بلخ)په بڼه اخیستی دی
















لوستل شوی 930 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي