دملي شورأوکيل صاحبانوته

دملي شورأوکيل صاحبانوته

عبدالسلام اندړ

پرېکړي سرچې الله اکبرونه ويل! اياشهيدنه دی ؟
نه چندان پخواوختونوکي دګران وطن په ټولوکليوکي به دعمومي قومندان لخواداسي ظالم، بې رحمه،جاهل،مور او پلار ريټلي،چارعيب شرعي وړوکی قومندانان تعينېدل چې په کليو اومنطقه کي به يې ډېر ژردويري اوحشت فضاخپروله. هغه به بيا کمېټه،مخبيران اوپيره دارا ن له داسي خلکوڅخه ټاکل لکه ځان غوندي او عمومي قومندان ته به هم ښه داعتمادوړ وو اوهغه ټول صفتونه به يې درلودل چي دعمو مي قومندان به خوښوو.
د اړودوړپه سرکي عمومي قومندان فيصله کړي وه چې دحکومتي اويا حکومت ته دخو شبينوخلکوحلا لول غزاده، داچي غزا دهرمؤمن مسلمان فرض ده،برسېره پردې منصب ور کول کيږي اوهم به تنخوا ورته دغنيمت اوله جهاد سره دکمک له پيسو څخه چې د باند نيو اسلام دوستو هيوادوله خوا ورکړلي شوي دي، ورکوله کېږي. نوهمهغه ووچې بزکشي شروع شوه او وارترمېړني اوګړندي وو.په خوراسرعت اوعجله سره يې په ډېرليږ وخت کي ټو ل هغه خلک حلال کړل چې يوه ورځ يې هم

په ښوونځي کي لوست ويلی يا ورکړی وو اوياي دنده در لودلي وه. دښوونکو،ډاکترانو،انجنرانواو ما مورينو په حلا لولو باندي دعوې اودنګلې وې، چابه ويل دازما په برخه رسېږي اوچابه ويل زما.
داچې معلمين،مامورين،ډکتران اوانجنران خلاص شول، نويې په چاپړاسيانواوملازيمانو باندي شروع وکړه، داهم خلاص شول نويې په هغه چا پسي راواخيسته چي په کوم وخت کي به يې له مکتب اومعلمينو سره ښې اړيکي درلودلې وې،يابه يې له دوستانوڅخه چاپه حکو مت کې دنده درلوده هغوی به يې هم په حق رسول،اويابه يې چاته قهرراغی نوبه يې ورته ويل تا له پلاني معلم سره انډيوالي درلوده،خپلوان دي په حکومت کې دي راويې غواړه! په دې ډول به يې يا جريمه کړل يابه يې کومه بله بدرنګه اوشومه مدعاترسره کړه.
بلاخيره داسي چل يې جوړ کړ چې له دې چل څخه نوهيڅ چا هم ځان نه شو خلاصولای، هغه حکومت ته جاسو سي وه. په دې کار جريمې ډيري لوړي وې چايې دورکولو توان نه درلود.نو
خبره تردې ځايه پوري ورسېده چې مخبيران اوپيره داران يې په لارو،د ښتو،فصلو،باغو او کمينوکې پټ وګمارل اودولسوالۍ دڅلوروخواوو څخه راغلي ټولي لاري به يي پټـي څارلې. هغه دچاخبره دولسوالۍ خواته انسان لاڅه کوې مرغه هم پرنه شو وهلای، دکليوټول اوسېد ونکوته يې اخطارورکړی وو چي که څوک ولسوالۍ ته ولاړشي اويا له ولسوالۍ څخه راشي نوجزابه يي جريمه اوياتېرېدل (حلا لېدل) وي.هرچابه خپل داړتيا وړغذايي اونورمواد دغنيمت له مالونو څخه پوره کول، يابه دقومندان د امرسره سم په غنيمت پسي لېږل کېدل او لو يي لاري به يې نيولې قطارونه اوبارونه به يې وهل کاروانونه اوما لونه به يې دغنيمت په په توګه نيول اوپه خپلو منځوکي به يې ويشل اونيول شوي خلک به يې تيرکړل. نوڅوک اړ نه وو چې بازارته ولاړشي ځکه بازار اودوکانونه خوپه ولسوالۍ کې وو.
نوکله کله داسي هم کېدل چې کوم ناخبره مسافراوياکوم ناخبره کليوال به دولسوالۍ څخه به پر دغولارو کلي يا ولسوالي ته تلل نو کله چې به د ښکار ځای ته ور ورسېد نوهغو پيره درانو به ونيواو خپله فيصله به يې دستي(فورأ) ورته اوروله (چې دومره لکه افغاۍ جريمه يې،که چيري جريمه نه شې ورکولا ی نوپه هغه صورت کي دي حلالوو!)
کله کله داسي هم کېدل چي نيول شوی سړي به ډيري زارۍ ورته وکړې چې کمېټې ته يې بو
زي نوګوندي وي چې کومه واسطه ورته پيداشي اويايې څوک ضمانت وکړي نوهغه به خلا صېدل داسي هم شوي وو. دکمېټوځاي به چاته نه وومعلوم خو زياتره وختونه به په جوماتوکې کيناستل. سړی به يې دکمېټې دمقردباندي ودراوو اوپيره داربه کميټې ته ورننوت له ليږ ځنډ وروسته به وا پس راووت اونيول شوي سړي ته به يې د کميټې فيصله ويله چې ته دحکومت جاسوس يې اوحکومت ته جاسوسي کوې نو جزابه يې ورته واوروله. يابه يې دخلاصون خبر ورکړ،که څه هم پيره دارخپله د فيصلې صلاحيت درلود خودکوم علت په وجه به يې لکه چې مووويل کميټې ته وروست، کميټې به نيول شوی شخص خپل حضورته نه منل اوخپله فيصله به يې همهغه پيره داريا جلاد ته ويله هغه به بيا فيصله ياامر جاري کاوو .
داسي ډيري پېښي شوي دي .خودلته ديوه سپين ږيري دخولې څخه دخپلوسترګوليدلي يوه زړه بوږ نونکي کيسه چې په يومجلس کي يې په سنتوکې دمسېدو سره به يې کټ کټ ژړاهم ملګري کړه اوناست خلک به هم ورته مسکي ياژړغوني شول را اخلو.

زه دډېروکلومسافري څخه وروسته راغلی وم نو پوښتني اوستړي مشي ته مي دکلي ډېرخلک راغلي وو. ستړي مشي،پوښتني،سيالې اودوآلې خلاصي شوې نويو سپينږيري ماته مخ راوا ړاوو اوراته ويې ويل: خدای(ج)دی وبښي ډېر مهربانه اوصادق سړی وو. . ٫٫ښه دي وکړل دغسي ده چې هغه وخت کلي ته رانه غلې اوپه ښارکي دي ځان ټينګ کړی وو، اوبيا دي وروسته هم هوښاري وکړه دغسي ده چي له وطنه ووتلې په والله چې موږ خودغسي ده دوذخ په ژونددسر په سترګووليد٬٬

 

ماورته وويل څنګه؟... نو يې دغه پور ته معلومات اودعمو مي قومندان، کميټو،دولسوالي د نااهلوحکومتيانوچې جيپ يې دعز رايل په نامه يادېده اونورو ناخوالو په هکله ډېري خبري راته وکړې، ولي مادوخت د نه درلودلوپه سبب ونه شوکولی چې په هم هغه ډول يې ټولي خبري وليکم لکه څنګه چې هغه راته بيان کړي دي. نودومره اوږدو ليکلو ته دخپلي د ندې اوکډ والۍ د ستونزمن ژوندڅخه دومره وخت نه لرم چې دسپينږيري ټولي کيسې همهغسي وليکم لکه هغه چې راته کړي وې.(که ژوندباقي ووليکم به يې) دسپينږ يري نوري خبري او کيسې پرېږدم اودهغه يوه کيسه را اخلم هغه داسي خپلي خبري شروع کړې

: ٫٫خدای مي دي مخ نه توروي دغسي ده(دجمه ګل کاکاتکيه کلام وو) دمني اوله اوکه دو همه مياشت وه خو هوا ډېره ښه وه نه يخه او نه ګرمه وه. دماسپښين لمونځ مو په لوی جو مات کي دکميټې په مشراخوندزاده پسي دغسي ده وکړ،دمجاهدينود برياليتوب دوعا وشوه دکمېټې غړي په جومات کې پاته شول. يوغږ وشوويل يې چای راوړﺉ!. زه اونور ټول خلک دباندي وو تلو دجومات مخته په صفه دغسي ده کېناستو زموږ مجلس لا ګرم شوی نه وو چې زوږ مو تر غوږوشو چې ويل يې (ناحق) مه راباندي ناو خته کوه!بل ورته ويل اوس به مالومه (معلومه) شي که ګورو چي دجلګې دهاخوا ملا قيوم اودکلي دسر پيره دار وو راغلل سلام يې دغسي ده وا چاوو ستړي مشي موورسره وکړه،پيره دار په چوتره( صفه) کېناست ملا قيوم خپل څادر ومروړل په مځکه يي کېښود او ورباندي کيناست،ملادغسي ده ډېروارخطاوو، رنګ يې الو تی وو په ژېړ مخ يې خولې را ماتي وې ليږ جګ شودڅا دريوه پيڅه يې راکش کړه خو لې يې دغسي ده پرې وچي کړې بېرته کېناست، يوې اوبلي خواته يې ژرژر کتل يوه شيبه ورو سته به يې بيا يوې اوبلي خوا ته مخ واړاوو لکه دلمانځه سلام چې ګرزوي،داسي ښکار ېده لکه چاته چې منتظروي ...٬٬

 

دسپينږيري خبري مي پرې کړې ورته ومي ويل : جمه کاکا ملا قيوم ځوان وو که سپينږيری؟ نوم يې داسي وو که په رښتياهم ملا اوعا لم وو؟ جمه کاکا راته وويل

:٫٫ بخت دي برابر شه دغسي ده له ما دي خبره هېره کړه،ملاقيوم دملاسيد دوهم زوي وو ملاسيد ولا(والله) ترزامنو تکړه اولوی ملاوو٬ لوی خوخدای دی.

ملاقيوم هم ښه عالم او تکړه سړی وو. ملا ډېر نارام وو دغسي ده موږټول پټه خوله شوو يوبل ته مو وکتل نورمو سرونه کته واچول منتظر وو چې څه کيږي، له يوې لحظې چوپتيا وروسته ملاقيوم دغسي ده سررا هسک کړ اوويې ويل زه به يوواردنني کميټې ته ورشم او ورته وبه وايم چې زه مو په کومه ګناه نيولی يم؟ پيره دار ورته وويل زه به يوار ورشم چې څه وايي ملا ورته وويل ښه ده ورشه. پيره دارچې جومات ته ننوت ملاقيوم دستي دقرآشريف دآياتو په و يلو شروع وکړه او بيايې دهغو مانا (معنا) ويله موږيې مخاطب کړو: لاس يې پورته کړ په خدای (ج) قسم دی دوي چې داکارونه کوي ټول داسلام له مبين دين سره مخالف دي زه يې په آيات اوحديث ورته ثابته وم [هدف يې کميټه وه] ليږ ځنډ وروسته جلاد(پيره دار) راووت، ملا ته يې وويل هغوي ستا په باره کي دغسي ده پوره مالومات کړی دی چې ته دولسوالي جا سوس يې هغوي نه غواړي چې له تاسره وويني.٬٬

:٫٫چېري يې دغسي ده پرېښود جلاد ليږ وړاندي دجومات دخوسني(ډېران) خواته ولاړاوملاته يې وويل: دلته راشه! ملاشاته مخ ور واړاوو،خوله يې دغسې ده وچه شوه داسي مالومېدو لکه عزرايل چې يې ګرېوان ته رارسېدلی وي،پوهـ شو آهسته يې ورته وويل څه مي کوې؟ نه درځم، زه ورځم له کميټـې سره خبري - - - کوم،که که که دغسي ده زما خبره نه منۍ نو پلار مي يووار راوغواړی چې يوڅه ورته وايم... جلاد ورته وويل مه ناوخته کوه! چټک راشه کنه بيادي بې آبه کوم!٬٬

جمه کاکاشونډي دخندا په شان خلا صي کړې ماويل اوس به بيا کټ کټ وخاندي خوپه خوله کې يې غاښونه نه وو پوه نه شوم چې ولي يې شونډ خلا صي کړې خوچې سترګو ته مې وکتل داسي يې اوښکي له نيمو بينا سترګوڅخه توي شوې لکه ټول عمرچې يې اوښکي ساتلي وې او اوس يې داوښکو ورخ خلاص کړ. ماورته وويل نوڅه وشوو؟ په ستوني کي يې سلګۍ لابندي وې دچای پياله يې بيا پورته کړه، وراره مي ورته وويل کا کاچاي دي سوړ شوی دی رايې کړه چې ګرم چاي درته وا چوم د نه (لاس يې ورته وښوراوو) چای مي له ياده وتلی وو زه دکاکا جمعه دکيسې سره رو حأ هلته دجومات په جوتره ناست وم او ملا قيوم ته مي کتل. کاکا له ساړه چاي څخه يولوی غړ پ وکړ په ږيره يې يوواريې يو اوبيا يې بل لاس تېرکړپه بالښت يې تکيه وکړه يواوږد او سيلی يې وايست. يوبل سپينږيري ورته وويل پرېږده دادغم کيسې باقي دي خدای(ج ) فضل وکړي تېر هېر وه!. څونفره پورته شول ويل يې مازديګردی جماعت راڅخه تېرنه شي کاکا جمعه اوڅونفره نور کېناستل او ورته ويې ويل وخت لا ډېر دی تاسي درځی موږ وروسته پسي درځو هغوی ويل فعلادخدای په امان وروسته له لمانځه بېرته راځوکيسې به سره وکړو.

ماجمعه کاکاته وويل څه وشوه؟ حلال يې کړ؟جمعه کاکاوويل:

 

(دسيدو حلالېدل مي په ياد راغلل ستونی مي ځکه ډک شو) وارخطاشوم چې دملاقيوم کيسه نيمګړي پرې نه ږدي نوپه خبره کي يې ورولوېدم جمعه کاکاملا ځنګه شو؟ (ملا له دليل ويلو ځخه لوېدلی وو اوجلاد ته يې دغسي ده عذ ر او زارۍ شروع کړې ډېري زارۍ يې جلاد ته وکړې مګر زاريو يې هيڅ ګټه نه کوله جلاد چاړه وايستله ملا چې ورته وکتل دغسي ده بيايې په ډېره عاجزۍ ورته وو يل: دخدای (ج) روی وګوره يوواربه کورته ولاړشم دغسي ده ته هم راسره ولاړشه له کور نۍ سره به خداي پاماني وکړم نورڅه نه ورته وايم چې څه خبره ده فقط غواړم هغه واړه ما شومان مي دغسي ده داخيري وار له پاره په غېږ کي نيسم، دژوندله سګرداني څخه مي ولا که هيڅکله د محبت په غېږ کي نيولي وي،نن به يې داول اواخيرځل له پاره په مينه دغسي ده په غېږ کي ونيسم ترڅو يې زمادغه دمحبت غېږ د ټول عمر له پاره په ياد پاتي شي.)

ماورته وويل تاسي دا ناستوخلکو څه نه شوای کولی؟( ز وی دي لوی شه چا چوڼ هم نشو وهلی،نه تلای شوای اونه مو مداخله کولای شوای،که چا څه ويلي وای اويايې خوابدون ښو

ولی وای نودملا ملګري کېدلو. موږ غاښونه سپين نيولي وو.اوکه مو غاښونه سپين نه وای نيولي نوزموږ شيطانت يې بياعمومي قومندان ته کاوو.عمومي قومندان داسي دخدای قهر ووچي له ځان سره موپه زړه اوفکر کي هم دهغه په هکله څه نه شوويلای. دهغه بدجنسه قواره لکه دښه پيرړه نيمايي چارتراش غوندي وه.غاړه،څټ اومرۍ يې نه در لودل سريې په ټټرکې خښ وو.دهغه له قهره دي خدای سړی ساتلی وای! دا څو ورځي مخکي چا وويشت او مردار يې کړ لاس يې په جنت کړې،ترلاسو يې جارشم.) کاکا پورته شو څادر يې ښه پراخ هوار کړ او دمازديګرلمنځونه مو وکړل. بېرته په خپلو ځايوکېناستلو چاي يې راتازه کړی وو. جمعه کاکاته مي وويل نواخير جلاد له ملاسره څه وکړل؟.
(مازديګرلوړشو لمرلا دوه نېزې دککرکوله غره لوړ ولاړ وو (دککرکوغر ددغي علاقې دغرب لوري ته پروت دی) پخوابه چې لمردغسي ده غره ته ډېرنيږدې شو نوبه يې دوينوسور رنګ نيو، مګرپه هغه ورځ لا مازديګرلوړوو چې لمردوينورنګ ونيو،دکلي،کورو اوکلاوو دېوالو نه ټول سره ښکارېدل، جلاد دجومات د ايرو په سرچاړه په لاس ولاړوو اوملاته يي ويل راشه کنه بې آ به کېږې اودجوما ت مخه مرداريږ ي د غسي ده که نه لادوخته به مي کولمې دربا ندي ايستلي وای. ملابدبخت همداسي عذ ر اوزارۍ کو لې چې که ځمکي او آسمان ژړلاي شوای نوپه والله ورته ژړلي به يې وای، مګر موږ له ډاره خولې دغسي ده جينګي اوسترګي مو ورته وچي نيو لي وې.) جمه کاکابياموسکی شو دچايوغړپ يې ترستوني تېرکړ ږيره يې وګروله نو ويې ويل ٫٫ غوږدي دی ؟ دټولو زړونه دغسي ده په تنګ شوو ملا ښه چالاکه را ولاړشو زما څنګ ته ګلوناست وو دګلو(ګل محمد) څنګ ته د جلاد پر ځای کيناست. موږټولوته يې مخ راواړاوه زموږ دهر يوه نوم يې دغسي ده واخيست او ويې ويل دخدای له پاره تاسي خو ما پيژنۍ زما پلار پيژنۍ موږ حکومت ته جاسوسي نه کوو. پسي زياته يې کړه تاسي زما ضما نت وکړی دغسي ده خلاص مي کړی!
ګلو ورته وويل: لونګۍ او واسکټ دي دغسي ده وباسه ورشه ورته پرېوزه ګوندي زړه يې درباندي وسوځي اوپرې به دي ږدي.٬٬
نوڅنګه وشوو؟ ملا همداسي وکړل چې ګلو ورته وويل ٫٫هو! ملا قيوم ښه چالاکه راولاړشو څادريې وړاندي په صفه هوار کړ دغسي ده وويې ويل: دوه رکعته نفل به وکړم.
جمه کاکا بيامسکی شو ما ورته وويل نفل يې وکړل؟ ٫٫نه!٬٬ ماورته وويل ولي؟٫٫ ملا چې څادرهوار کړ سريې دغسي ده وښوراوو ويې ويل اودس به تازه کړم. جلاد ورته وويل وخت مه تېروه! ملاورته وويل مازديګر روادی دغه دمازديګرفرض به اداکړم. جلاد ورته وويل مازد يګرروانه دی.

ملاواسکټ وايست سم يې غبرګ کړسوکه يې په غوړېدلي څادر کېښود، لونګۍ يې همدا سي جوړه له سره راکښته کړه شلمه يې برسېره پرې ورواړوله اوپه څادر يې دغسي ده کراره کېښوده، اوخپلي ښايسته توري څڼي ترغوږو تاو کړې، په توره ږيره يې دواړه لاسونه څو څوځله تېرکړل ،کلوشي يې وايستلې دواړه يې وټکولې خاوري يې ځني تويي کړې تابه ويل دغسي ده بېايې پښو کوي ) جمه کاکا وړې وړې په ورځو کي پوښلي سترګي پټي کړې. را په ګونډوشو تصبح يې په ددواړو ايرغوو کې کلکي کلکي ومروړلې ما ډېره تلوسه درلوده ور څخه ومي پوښتل: نوڅنګه کلوشي يې پښو کړې؟ ( نه ! همداسي پښې لوڅی د ايرو امبار ته ور وخوت اودجلاد په پښو کي يې سر پورته اوپښې يې جنوب ته درازي وغزولې د ښي لاس څنګل يې دغسي ده تر سر لاندکړه مخ يې دقبلې خواته کړ، غټي توري سترګي يې دجلاد چړې ته داسي نيولې وې تا به ويل دآسمان ستوري يې شمېرل.) دماښام آذان وشو ټول مېلمانه پټه خوله شول جمه کاکا جله جلا له وويل او شونډي يې سمي له آذان سره ښورولې. آذان خلاص شودوعايې وکړه ولاړشو چې جومات ته ولاړشي ،ويل يې دمازديګر جماعت هم را څخه قضا شو چي دماښام جماعت راڅخه تېر نه شي.
زه حيران شوم چې کيسه نيمګړي پاتي شوه بيا خدای خبر چې جمه کاکاووينم نومي فکروکړ چې داښه مناسب وخت دی عاجل مي جاي نمازونه وغوړول اوورته ومي ويل ولاکه قدم هم واخلی لمونځ به دلته وکړﺉ ډوډۍ به وخورﺉ دماخستن لمانځه ته به بيا جومات ته په خيرولاړ شی. جمه کاکاوويل: (زوی دي لوی شه ځان ولي ګنهکاره کوې! نوچې قسم دي واخيست دغسي ده پاتي به شو.) ټولو لمونځونه وکړل، دبرق نوبت هم نه وو ګازې نوي رواج شوي چينا يي ګيس بل شو ښه رڼايې درلوده خوګرمي يې دوه چنده کړه په ټولو خولې راماتي وې ټول په خپلو ځايو کېناستل جمه کاکا يوګيلاس يخي اوبه وغوښتې، زه دومره بې صبره وم چې که مناسبه موقع پيدا کړم او ورته ووايم چې ملايې پرېښود؟ ددې په ځای چې زه پوښتنه ځني و کړم چې اوبه يې وچښلې راته ويې ويل: ( نواوس چې پاتي شوو ما خو دومره غوري دغسي ده درته وکړې. ته څنګه يې؟ژونددي څنګه دی؟ راته کيسه وکړه!)
زه دومره دجمه کاکا دکيسې تراغېزې لاندي راغلی وم لکه په خوب کې چې هغه صحنه وينم. ناڅاپه مي په لوړغږ وويل له ملا سره څه وشوه؟ زما له دې لوړغږ سره ټول حيران شول.
(ويې ويل زوره وره څه يې کوې) کټ کټ يې وخندل ( يوملا خو نه وو چې زه يې کيسه درته وکړم دومره دا رکم (داډول) کيسې دي چې په يوکال کي دغسي ده ولاکه خلاصي شي.)
ماورته وويل نوري کسې نه غواړم چې اوس يې راته وکړې. که مهرباني وکړې اوراته ووايې چې له ملا قيوم سره څه وشول؟
جمه کاکا راپه ګانډوشو ويې ويل: ( نو له ملا سره به څه کېدل ؟ هغه څه ورسره شول چې له ډېرونوروسره شوي دي، جلاد دالله آکبر نعره وکړه، ماسترګي پټي کړې،اوالله هوآکبرونه دو مره ډېر اوژرژر ويل کېدل چې زمااو نورو زړونه په تنګ شو ل،له ګلومي پوښتنه وکړه: چاړه يې لانه ده ورباندي ايښي؟ ګلو وويل : زياتي سريې ځني غوڅ کړی دی، مادغسي ده سترګي خلاصي کړې جلاد ته مي وويل سريې پرې شوی دی، نور الله اکبرونه مه وايه! ګلو راته وويل : دی الله آکبرونه نه وايي (لاندي پرېکړی سرالله آکبرونه وايي.) توبه مي ده خدايه! دملا له تنې څخه جلاشوي سرتر هغو الله اکبرونه ويل ترڅويې په تورو ايرو ويني وبهېدلې، کالي ښه په خپلو وينو سره کړل،توره ږيره يې ښه سره شوه اوپه سراوبدن کي يې وينه خلاصه اوچه شوه
2006/7/2
کابل

 

 

 

 

 

 

 

لوستل شوی 526 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي