نظم دې واورېد!؟  زه هر کال پنځه نظمونه ليکم

نظم دې واورېد!؟ زه هر کال پنځه نظمونه ليکم

نړۍ اونيزه

د نارنج ګل د دوديزې ميلې په وياړ
د شعر په ژانرونو کې راته نظم ډېر سخت ښکاري او کرکه مې ورسره له هغه وخته پېدا شوې چې د نارنج ګل په مېله کې به پاخه خلک جيګېدل او ويل به يې چې: (زما د شعر عنوان دى...)
سم لکه د توپې ډز او بيا به چې شروع شو، نو داسې به پسرلي ته لګيا و لکه پسرلى چې سم د سړي په شکل د ده مخ ته ولاړ وي او دې ورته د راتلو بلنه ورکوي.
بيا چې کله د نارنج ګل ځانګړي ناظمان راپېدا شول، نو نظمونو يوه بله بڼه غوره کړه، هغه داسې چې ناظم به په مشاعره کې و او ښاپېرۍ به يې د اټک په څنډو ګرځېدل، خالص دروغ شروع شول، يوه خبره به يې رښتيا نه وه او نه به هغه خبرې چې

ناظم کولې د ناظم په وس پوره وې، مړه بس هسې ډاکوان ترېنه جوړ وو.
دغه وخت مې د نظم او ناظم سره يو ښه زنګېدلي جهاد ته زړه وشو او په يوه مېله کې مې پرې هوايي ډزې شروع کړې، چې ډېرې يې په نښه سمې ولګېدې، د دې جهاد يوه برخه دا وه چې نظمونه به مې ليکل او ځينو ملګرو ته به مې ورکول چې هغو يې په خپلو نومونو واوروي او دې نه مطلب دا و، چې د ناظمانو بازار خراب شي.
د پام وړ يې دا وه چې ما به په هغه نظمونو هيڅ وخت نه تېراوه، بس هسې هغه او دا غر به مې سره پکې په جنګ کړل، ماته د هغه نظمونو په ليکلو دا پته ولګېده چې د نارنج ګل په مېله کې هيڅوک هم په شعر نه پوهېږي او هسې د ټوکو نارې وهي، ځکه هغو نظمونو چې ما به د نورو ورونو په نومونو ليکل د بل هر نظم او ناظم نه ډېرې پيسې ګټلې او خلکو به ورته ښې چېغې کولې.
يو کال يو ناظم زما په ليکلي نظم ښې جاېزې واخېستې، زه له غونډې لېرې د يو نارنج تر ونې لاندې ناست وم، چې راغى، غريب لږ پيکه و او د هغه جاېزو نه يې څه شيان ماته ونيول، ما ترې وانخېستل او ډاډ مې ورکړ چې د نظم ليکل سخت نه دي، اورول يې سخت دي، هغه سختي تا تېره کړې، نو جاېزه ستا حق ده او بله دا چې زما مطلب او هدف معلوم دى، زه غواړم د ناظمانو بازار خراب کړم او اوس مې ته به دې څو پېسو ولې هغه سپېڅلى جهاد بې لارې کوې.
دې ورور ته مې بيا يوه کيسه هم وکړه چې ته خو ښه يې دومره ست خو دې وکړ، تېر کال مې د يو ناظم سره نظم وليکه او داسې مې ورسره وليکه، چې په ټول نظم کې (١٧ ) بنده د هغه شول او پاتې (٥٠ ) ټول ما برابر کړل، په هغه کال بيا شېرزي لالا مشاعره خرابه کړه او د هغه ناظم نظم پاتې شو، په بل کال چې يې واوراوه، نو زه بيا هم لېرې ځان له ناست وم، چې ليده مې راغى، ما ورته دومره پام ونکړ ، خو هغه په ډېرې سپين سترګۍ سره وويل:
((نظم دې واورېد!!؟))
زه لږ فکر کې شوم، چې دې ته اوس څه پرتوګ وراغوندې!!
بيا مې ورته وويل چې په هغې خو زما زړه شين شوى و او همدا اوس مې هم هغه خپل (٥٠ ) بندونه په يادو زده دي، نو ته ولې ما نه دا پوښتنه کوې؟؟ هغه ناظم سر ټيب کړو او چې روانېده، نو ويې ويل:
((چا ته دې ويلي چې دا نظم ورته ما په پېسو ليکلى؟))
ما لنډ ځواب ورکړ:
((نه! پېسې مهمې نه دي، خو دا ټولو ته معلومه ده چې...))
ناظم پښه نيولى شو:

(( دا به درته ښه نه شي!!؟))

او نور روان شو.






لوستل شوی 775 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « طنز ټوکه »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي