وروستي مطالب

هر څه سره لکه سنګسار

شنبه, 03 سرطان 1396 19:44

لنډه کیسه 

لیکوال خوشال مزاروال

سړک لکه توره رسۍ، لکه تور تناب د کڅ په ټټر اوږد غځېدلی دی. ناوخته مازیګر مهال دی. د لمر سترګه د لویدیځ له لورې د پناه کېدو اشارې کوي. په پټو کې د جوارو فصلونه خپل مراد ته رسېدلي، او نور د ریبلو دي. پاڼې یې ژېړې شوي، او د وچېدو په حال کې دي، کټ مټ داسې لکه  انساني ژوند  چې  دعمر په وروستیو شیبو کې نور د ځوانۍ د بیا راستنېدو متره نه لري، او د پای په لورې درومي. د کڅ په منځ کې د غځېدلي سړک دواړو خواوو ته په لښتو کې اوبه په شړک بهیږي. سندره وایي، د ابدیت سندره، هغه چې د ژوندیو موجوداتو د عمر شیبې لکه د سُر او تال اوازونه په خپل تن او وجود کې ورکوي، خو خپله لاره وهي، او تمېدنګ نه پیژني......

د پټیو په منځ کې په غځېدلي سړک روان یم. د جوارو پټو ته ګورم، او یو یو له نظره تېروم. ناڅاپه مې سترګې په یوه داسې پټي لګیږي چې اریان دریان درېږم. پټی او په پټي کې ولاړ فصل مې ذهن راتخنوي. د سترګو په وړاندې مې د لیدو منظره بدلون کوي. د ذهن په اوږدو کوڅو کې مې نوي څه بلیږي، او د وجود په رګونو کې مې لارې کوي.

***

پټي ته، او په پټي کې ولاړ فصل ته په برندو ګورم. هر څه راته سره ښکاري. پټی سور دی. د جوارو ټانټې او پاڼې سرې دي. وږي، او د وږو څڼې سرې دي. د جوارو بمبلونه سره دي. پولې سرې دی. د پولو په سر ولاړ خریزونه، درب، او ټول واښه سره دي. د پټي اړخ ته تېره شوې ویاله له سرو اوبو ډکه روانه ده، او د پټي په سر ولاړ آسمان سور بریښي...... سترګې مې سوزي. داسې انګیرم چې پټي، او فصل دواړو یې راباندې اغېزه ښیندلې. د جیب په کوشنۍ هینداره کې سترګې وینم، خو هغه سرې نه دي. ولې ماحول راته ټول سور دی. هیرانوونکي لا دا ده چې عجیبه او غریبه ښکالو مې تر غوږو کیږي. داسې ښکالو چې زګیروو ته ورته ده. غونی مې زیږیږي. په تن راشنه شوي ویښتان مې د میخونو په شان شخ شخ دریږي. ترهه مې په رګونو کې ځغاسته کوي. له دې ټولو سره سره زړه مې غواړي چې له جوارو وږی رامات کړم. خو د ماتېدو زړه یې له ماسره نشته. بیاهم کوښښ کوم. زړه ته تسل ورکوم،  وایم چې بویه دا کار وکړم، که چېرې په دې راز پوه شم. سل زړونه یو کوم، او یو وږی راماتوم. لاپسې اریانیږم. لامې اندامونه رېږدي، او هغه داچې د وږي د ماتېدو په وخت کې دردوونکي زګیروي اورم. له ټانټې د پیو پرځای د وینو قطرې څاڅي. دا لا څه پېښه ده. بېرته ځانته وایم. نه، کېدای شي دا مې وهم وي. کېدای شي دا مې د سترګو ختا وي. خپلې سترګې مښم. بیا وږو او ټانټو ته ګورم. بیا هم وینې وینم. یو ځل بیا پټي ته ګورم. بیا هم هرڅه سره دي. د ویالې اوبه سرې دي. سترګې مې په سړک نښلي. په سړک د وینو خاپونه وینم چې هغه بل لور ته اوختي دي. سرو خاپونو پسې روانیږم. لږشانې وړاندې ځم. د وینو دوه ډنډوکي وینم. سترګې ډنډوکو ته څکې نیسم. ځان د وېرې په شپول کې وینم. همداسې چوپه خوله ولاړ یم. زګېروي مې په غوږونو کې انګازې کوي. همداسې اندېښنه او غوږغوږ یم چې د ذهن په پرده مې یوه  پېغله راڅرګندیږي. په سرو جامو کې مخامخ راته دریږي. پېغلې ته ګورم. د  قدرت شان دی. د پېغلتوب په ګاڼه پسولل شوې ده. بیخي د کوچیانۍ پېغلې په شان ښکاري. ښایسته ګرد مخ او غنم رنګه څېره. زه لا په ذهن کې د هغې څېره ښکته پورته کوم چې هغه خپل سالو په سر داسې برابروي چې نورمخ  هم پکې پټوي. بیا سترګې ښکته اچوي وایي:

- څنګه دې راپېښه وکړه؟ د څه شي په لټه کې یې؟

په تته ژبه وایم:

- هغه د جوارو سور پټی، او دې خوا ته د وینو خاپونه!

سوړ اسویلی له خولې باسي. غټې زرکینې سترګې له ځمکې راپورته کوي، او د پېښې او کیسې په راسپړلو کیيږي:

***

یو وخت مې خوبونه لیدل، چې د هیلو سپرلی به مې ډېر ژر راورسیږي. ژوند به سمسور ګلبڼ وي. په همدې ګلبڼ کې به وړه شانې کوډله وي، او د خوښۍ نه ډکې شپې ورځې...... خو خبره نه وم چې داسې سېلۍ به هم راشي چې کوډله به راوپرځوي. د ګلبڼ ګلان به له بېخه وباسي، او هر څه به په شاړه دښته واوړي....

یو وخت مې کوژده شوې وه. د یوه ځوان افسر سره. عزت الله نومېده. د دریو خویندو ورور و. کورنۍ یې په چم کې راسره اوسېده. د واده پریکړون شوی و. نېټه مالومه شوې وه. خو د واده له ورځې اونۍ وړاندې ځوانیمرګ شو. د واده ارمان یې له ځانه سره ګور ته یوړ، او زما خوبونه تالا ترغۍ شول.....

د عزت الله وینه لا وچه شوې نه وه چې تربورانو یې بدې ورځې ونښلولې. ډلې ډلې به راروان  وو.ګواښونه به یې کول. مور و پلار یې راله په سترګو سترګو کې وهل. د چا خبره په یوه هډوکي نه سره جوړېدل. هر یوه ګوتڅڼډنه کوله چې هغه ته به مې ورکوي،او که بل ته یې ورکړم، نو بیا دې د سر خیال کوي.... د پلار په شتون کې مې د عزت الله پلار ټول راټول کړل. په ټولو یې ومنله چې ما به خپلې خوښې ته پرېږدي. ما هم د دې په خاطر چې د یو او بل دښمني مو نه وي اخیستي،له ټولو انکار وکړو، او ځان مې خپل سپېره بخت ته وسپاره .....

چې ډېر اړین کار به پیدا نشو، له کوره نه وتلم. ځکه پوهېدلم چې یوې په سر سرتورې جنۍ پسې د هر چا سترګې کږیږي. د سترګو په رپ کې سل تورونه ورپورې کوي، او بدناموي یې......  بس په څلورو دیوالونو کې بندۍ خوښه وم، او ژوند همداسې د خپسکې په څېر حالت کې تېرېده....

یو وخت مې د ترور کډه له ګاونډي ملک پاکستانه بېرته راستنه شوه. په چم کې یې په خپل کور کې واړول. زیاته خوشاله شوم. ساه راکې وچلېده. چې کله به تنګه شوم، نو ترور کره به لاړم. غم به مې غلط کړ. خو یو وخت

د بد قسمتۍ نه چم نارامه شو. د حکومت له ولکې ووته. نا اشنا سپین، او تورپټکي خلک په چم واکمن شول. د هرڅه پرېکړې همدوی کولې. حکومتي خلک یې په بې دینۍ او کفر تورنول. د هغوی په وړاندې یې جګړه روا بلله ....... او بیا یوه داسې ورځ هم راورسېده چې زمونږ د چم د دین محمد چنغول، ګل مینه یې یوه ملا ته په زور نکاح کړه. دین محمد ظابط و. پولیسو کې یې خدمت کاوه. خو دوی یې ارمانونه خاورې کړل.....

له دې سره یې ستونی ډډ شو.په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې، او غلې شوه. له یوې شېبې وروسته یې چوپتیا ماته کړه. اوښکې یې پاکې کړې، او خبرې یې داسې پسې وغځولې:

د ګل مینې برخلیک وډارولم. ځان ته مې پام شو. کله ناکله به مې خپل برخلیک د هغې په شان ليده. خپل زړه مې پخپله خوړ. خو چې تنګه به شوم، او زړه به مې راوپړسېد، نو وبه مې پتیله چې خپلې ترور کره لاړه شم، او د زړه بوج لږشانې سپک کړم. خو یو وخت مې د ترور مشر زوی غندل پستو  او خوږو خبرو په زړه کې پوښتنې راولاړې کړې. حالاتو ته په کتو سره د هغه مینه ناک چلند د ځان په لورې نږدې کولم. د ګل مینې له برخلیک نه د تېښتې او ځان ژغورنې لپاره مې دا یوازینۍ لاره موندله. ځینې وخت به مې ګل مینه مخې ته درېده.  د هغې بد قسمت ژړولم. د میړه په شتون کې یې بل د ارمانونو درمند لوټ کړ. چې زیاته به وډار شوم. زړه به راته وویل چې که هغه شرمیږي، ته ورته ووایه. ځکه ((ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي)). خو بېرته به مې د پلار شرم او پښتو مخې ته نیغه ودرېده، په شاه به شوم، او ځان به مې حالاتو ته تسلیم کړ......

زه لا د لټو اواندېښنو په چړونو کې  غورځېدم او پورته کېدم چې  یوې ډلې ملایانو مو د کور ځنځیر وشرنګاوه، او د لوي ملا صیب عبیدالله جان لپاره چې څو میاشتې وړاندې یې میرمن مړه شوې، او کونډ شوی و، د مرکې اوخواستګارۍ په نیت د کلا په انګړ کې کیناستل. خو پلار مې د سوچ او فکر کولو لپاره مهلت وغوښت. خلک رخصت شول. تبه او لړزه مې په رګونو ننوته. وار و پار رانه ختا شو. حدس مې پر ځای و. په بلا واوختم. د ملایانو له دعوو دنګلو ډارېدلم. ځکه نن سبا د دوی راج چلېده. د شرعیت او عدالت قمچینه د دوی په لاس کې وه. په دورو وهل او ټکول خو یې د خدای د رضا لپاره کول..... پلار مې اریان پاتې و. لاره ترې ورکه وه. هغه پوهېده چې د ملایانو راتګ مرکه نه بلکې زور او ګوتڅڼډنه وه. او زور خو مخ او څټ نه لري.....په ماښامنۍ ډوډۍ کې مې یوه ګوله هم له ستونې تېره نشوه. دې ټکي ځورولم چې څوک به مې خپلې خوښې ته پرې نه ږدي، او نه به مې د پلار په خبره څوګ پیاز پاک کړي. ارمانونه مې لاهو شوي لیدل...... د شپې هم کټ کې اړخ په اړخ اوختلم  راوختلم. خوب چېرې راتلو.......

هغې خپلو خبرو او له غمه ډکې کیسې لړۍ پسې اوږده کړه،وې ویل:

د کال شپه وه تېره شوه. سهار مې د پلار سترغلي هم پړسېدلي وو. داسې ښکارېده لکه چې هغه هم سترګه نه وه پټه کړې. بویه چې همداسې وی.  سر خوږی ورته پیدا شوی و، چې ځان به ترې وژغورلی شي او که نه......

له سباناري وروسته مې مور ته وویل چې زړه مې تنګ دی، غواړم ترور کره لاړه شم. مور  مې هو راته وکړه.  روانه شوم. ترور مې په راتګ خوشاله شوه. لور ته یې د چای پخولو وویل. ټول په ګډه سره کیناستلو. د خبرو او کیسو میدان تود شو. خو زما نیولي اکر زما د ترور په ذهن کې پوښتنې راولاړې کړې. ترور مې ګومان کاوه چې په کور کې چا چېړلې یم، او شخړه یې راسره کړې. د واره په تپوسونو شوه. خو چې ترور مې نوره هم ټینګه شوه، نو ما ورته د مشر ملا عبیدالله د مرکې خبره وکړه. ټول غلي شول. په سوچونو کې لاړل. خو د ترور مشر زوی غندل سکوت مات کړ. وې ویل:

- دا خو کومه خبره نه ده. هر څوک مرکې کوي، د چا چې خوښه نه وي، څوګ خو یې مجبورولای نشي. په زور چا کلي کړي. ما بې درنګه ورته وویل:

- که خبره زور ته ووته، نو بیا؟ له دې سره ټول په سوچ کې شول. زما ذهن هم  له دین محمد نه د هغې د چنغول ګل مینې د ازادولو،او په زور نکاح کولو لور ته لاړ، او ورسره د خیالونو په څپو کیناستم:

فکر کوم چې پلار مې مرکې ته د رد ځواب ورکوي.  ګینټه دوه پس ملایان او چړیان د کلا دروازه په لغتو وهي، او پرته له دې چې له چا سره خوله ووهي، د کلا انګړ ته راننوزي. زه د تناره په پخلي یم. له لاسه مې نیسي، او روانوي مې. د ځان د ژغورلو کوښښ کوم، چې په دې کې د ترور مې راته پام کیږي،  راباندې غږ کوي. له خیاله راووځم. ګورم چې لاسونه مې رېږدي، او د زړه دربا مې هم  زیاته شوېده.....

هرګوره ډېرې خبرې زما د ژغورلو او ډاډګیرنې په اړوند د ترور په کور کې ښکته پورته شوې. آن تر دې چې ټول په یوه خوله سلا شول چې ترور به مې د خپل مشر زوی غندل لپاره غواړي، او ما به د ملا له شره ژغوري. د ترور دې په دې خبرو مې د زړه سوبه لږه  شانې کیږي. زړه مې لږ څه کراریږي. خو سره له دې خبرو مې بیا هم په زړه کې تراره وي چې ارام ته مې نه پرېږ دي.....

په دې وخت کې د ښاپېرۍ ساه لنډه لنډه شوه. بیا یې اوږد اسویلی، له خپل ټټره، د پوزې له لارې راووېست، او بېرته یې خپلې خبرې وګنډلې:

نور نو د غرمې تنورونه غرغړه کېدل چې ترور ته مې د تلو وویل. ترور مې ډېرټینګار وکړ چې غرمې له پاتې شم، خو ما ورته د مور د لاس سوځېدلو وویل چې اخلي پخلي نشي کولای. باید چې لاړه شم. غندل هم غوښتل چې پاتې شم، او پوره ډاډ راکړي چې لاسنیوی به مې کوي. خو زه ایسارېدی کله شوم، ځکه په کور کې مور راته سترګې اړولې. هغه و چې د روانېدو په نیت پاڅېدم. تر  وره پورې ټولو راسره ملتیا وکړه، او رخصت شوم. کور ته په لاره وم، یوه ټوټه نږدې شوې وم چې یوه ډېره اړینه خبره مې په ذهن کې وګرځېده. ځکه زما د ژوند، او برخلیک خبره وه. ځانته مې وویل چې کاش دا خبره مې هغوی ته کړې وی. نا ببره او غیرې ارادي مې پښې ودرېدې. شاته مې وکتل. ګورم چې غندل لا همداسې په وره کې ولاړ دی، او سترګې یې زما په لور دي. پرته له دې چې سوچ وکړم، ځانته  ته مې پام شي، چې د چا راته پام دی او که نه، لکه لیونۍ په منډو شوم. د سترګو په رپ کې ورورسېدم، او بې اختیاره ورغاړېوتم. هغه خبرې چې مې په ذهن کې ګرځېدې، او ذهن یې راله خوړ، هغه مې په بیا بیا ورته کولې، په وار وار مې ټینګار کاوه چې څه چاره وکړي، او ما له شره وژغوري، چې ناڅاپه د ختیځ له لورې د کوڅې په ګوډ کې مشر ملا، د هغه وسله وال چړیان، او زما د مړشوي مېړه تربرونه هم راڅرګندیږي.

له دې خبرو سره د ښاپېرۍ د سترګو په کاسو کې اوښکې ډنډیږي. په سکېندو کیږي، خبرې یې پرې کیږي. ښایسته شیبه هماغسې سکیندې وهي...... بیا د لوپټې په پیڅکي اوښکې پاکوي، وایي:

- پوهېږې چې بیا څه وشول؟

پرته له دې چې څه په خولې راوړم، د سر په ایشاره یې پوهوم چې نه.  بیا خپلې خبرې داسې پسې غځوي.

***

د تېر اوړي کیسه ده. ایشینده غرمه وه. د ګرمۍ له زوره د ځمکې له نسه دبجن تاو راپورته کېده چې د سړي مخ یې سوځاوه. د ونو په څانګو، خاښونو، او د بلیو سیورو ته مرغانو وزرې ځوړندې نیولې او ژبې یې را وېستلې وې. د کلي په دېرو کې په لوبو بوختو ماشومانو به منډې کړې، د خوړ له شړنده اوبو به یې لپې ډکې کړې، او مخونو ته به یې واچولې. څارویو هم د خوړ له پاسه په دېرو کې تیګاوې وهلې چې په دې کې د مشر ملا چړیانو ډنډوره وغږوله، د چم او نږدې کلیو خلک یې د کڅ همدې پټي ته راوغوښتل. پټی شودیارې و. د خلکو له رارسېدو وړاندې د پټي په منځ کې د خوړ د کاڼو لویه ډېرۍ جوړه وه. د راټولو شوو خلکو څخه خولو دارې وهلې، او د انتظار شیبې یې شمارلې چې په دې کې یې مونږ دواړه راوستلو. د غندل لاسونه یې شاته تړلي وو. دواړه یې د ډېرۍ مخې ته کینولو. ښایسته غوټه شیبه ووته، ټولو شاته شاته کتل. ما هم د سترګو له کونجه کتل چې په دې کې مشر ملا په داسې حال کې چې سترګې یې په رنجو تورې وې، اوله سترګو یې د اور بڅرکي غورځېدل، له باډیګاردانو، او زما د مړشوي مېړه له تربورانو سره راورسېد. له رارسېدو سره یې د دوو ګوتو په څوکوله کوتۍ نصوار  راوایستل، سېږمو ته یې ونیول، او پورته یې کش کړل. بیا یې په زوره زوره وپرنجل، او په خبرو شو. د خبرو په ترڅ کې یې مونږ دواړه، زما د وفات شوي مېړه د تربورانو په شاهدۍ،اوله خپلو ملګرو سره یوځای  د خپلو سترګو لیدلی حالت چې د چا خبره غل له جواله سره یې نیولی و، دواړه په ناروا اړیکو تورن کړو،اودواړو ته یې د سنګسار سزا واوروله. هغه لا خبره نه وه پای ته رسولې چې له خوړ څخه د راوړل شوو کاڼو، او د شودیارې د لوټو باران جوړ شو. وینې په بهېدو شوې. په اېشېنده ګرمۍ کې وینو پوکوڼۍ کولې، اومخ په پولوروانې وې.....

***

له دې سره مې جټکه وخوړه. له رواني مزله ستړی ستومانه راووتم. ځان ته مې پام شو. ښاپېرۍ مې مخې ته هم نه وه ولاړه. یوازې د ښاپېرۍ او غندل غبرګو قبرونو ته ولاړ وم. مازیګری راباندې سخت او اوږد شو. خواشینی بېرته وګرځېدم، او د کور لاره مې ونیوه.

۱۹ - ۰۶ – ۲۰۱۷

۲۹ - جوزا – ۱۳۹۶

ډنمارک

 

 

 

د اصلاح ځواک

سه‌شنبه, 30 جوزا 1396 21:30

ژباړه: رفيع الله روشن
يو هلک څو کاله له يوه مشهور انځورګر سره شاګردي وکړه او ټول هنرونه يې زده کړل.
استاد يې ورته وويل:
ته نور استاد شوی یې او زه نور څه نه لرم چې تاته يې زده کړم.
هلک له ځانسره فکر وکړ،يو ډېر ښکلی انځور يې رسم کړ ، دښار په يوه څلور لاري کې يې نسب کړ ،په څنګ کې يې ورسره رنګ او قلم هم کېښود او له تېرېدونکيو څخه يې هيله وکړه،چې په انځورکې هرځای ورته ناسم ښکاره شو هلته دی د ضرب علامه وکړي.
کله چې مازیګر راغی ګوري چې ټوله تابلو د ضرب له علامو ډکه ده،له خفګانه په ډکه څهره د خپل استاد خواته راغی ورته ويې ويل:
تاخوويل چې تا هرڅه زده کړي دي ؟
استاد ورته وويل:
ايا کولی شي چې هماغسې بل انځور جوړ کړې؟
شاګرد هماغسې بل انځور جوړ کړ ،استاد انځور واخست اوپه هماغه څلور لاري کې يې وځړاوه خو دادفه يې ورسره وليکل:

تُرشه قهوه

چهارشنبه, 24 جوزا 1396 20:38

ژباړه: رفيع الله روشن

  هلک چې يوه نجلۍ يې خوښه شوه ، غوښتل يې دټول ژوند لپاره يې دخپل کور غړې کړي يعنې واده ورسره وکړي،نو په لومړي ځل يې يوې قهوه خانې ته راوغوښته ،ترڅوسره   کښېني او د نظرياتو تبادله وکړي.

په دوه څوکيو يو بل ته مخامخ کېناستل،هلک په ګارسون غږ وکړ چې دوه قهوې راوړي.

کله چې  د هوټل خدمتګار قهوې راوړې،يو ه يې دهلک اوبله يې د نجلۍ مخې ته په مېز کېښودله،له دې سره هلک ګارسون ته وويل:

وبخښه! مالګه هم راوړه.

کله چې په قهوه خانه کې خلکو دمالګې نوم واورېده نو ټولو په حيرانتيا هلک ته وکتل،ګارسون مالګه راوړه او هلک په خپله قهوه کې واچوله، په ارامۍ سره يې وڅښله،نجلۍ پوښتنه ورڅخه وکړه :

اياته ترُشه قهوه څښې؟

هلک ځواب ورکړ:

پياز او کينه

سه‌شنبه, 23 جوزا 1396 20:47

ژباړه: رفيع الله روشن

يوه ورځ حکيم خپلوشاګردانوته وويل:

سبا له ځان سره يوه يوه بکسه راوړئ اوپه هغې کې د هغو خلکو په اندازه چې نه موخوښېږي د پیازو غوټې واچوئ.

سبا شاګردانو همداسې وکړل،حکيم ورته وويل: هرچېرته چې ځئ دا به له ځانسره ګرځوئ،شاګردانو څو ورځې دا کار وکړ،بله ورځ يې حکيم ته وويل:دا پیاز خو ټول ګنده شول ،بد بوی کوي او موږ ورسره په تنګ يو.

حکيم ځواب ورکړ:

دا ستاسو له هغې کينې سره برابره ده کومه چې تاسې يې د نورو خلکو لپاره په زړه کې ګرځوئ ،همدا کينه ده چې ستاسې زړونه فاسدوي او تر بل هرچا تاسې ته ډېر ازار درکوي.

نو! يوبل وبخښۍ ترڅو ازار ونه وينئ.

پاچا ته د بندي اختار

شنبه, 20 جوزا 1396 22:32

ژباړه: رفيع الله روشن

پاچا د يوه بندي د وژلو قصد وکړ، بندي په ناهيلي ډول پاچاته اختار ورکړ!

پاچا ترڅنګ له ناست وزير څخه پوښتنه وکړه چی دا بندي څه وايي؟

وزير ورته ويل:

 دی تاته دعا کوي.

پاچا بندي وباخښه.

یوه بل وزير چې هغه هم د پاچا په خواکې ناست و او له هغه لومړي وزير سره يې مخالفت هم درلود،پاچاته وويل:

داستان کوتاه : سایهٔ بلا ،

پنجشنبه, 18 جوزا 1396 16:21

نویسنده، نسیمه باری به زبان پشتو
برگردان به زبان پارسی، احمد میوندی
 ویراستار به زبان پارسی، صدیق رهپو طرزی

در زیر چادر سیاه شب، هیچ چیز معلوم نمی شد. چند فرسخ دور تر، در سرک عمومی گاه گاهی نور چراغ موتر ها، به چشم می خوردند. در روشنی آن ها، دودکش های بلند خشتی، مانند بلا های سیاه که دهان شان را به سوی آسمان افراشته باشند، معلوم می شدند.
 توره کی، سر از بالشت بلند نمود. با وارخطایی و نگرانی شدید، هر طرف نگریست. چشم های خود را مالید و دوباره بر بسترش داراز کشید. چند لحظه بعد، بلند شد و در بستر نشست. مانند این که چیزی را با دقت بنگرد، چشمانش به دور دست دوخته شدند.ناگهان از جا برخاست و سر بکسی را که در پهلویش قرار داشت، باز نمود. زود زود چند جوره کالای خود را در یک خلته انداخت.

پاچا او دار

پنجشنبه, 18 جوزا 1396 16:19

ژباړه: رفيع الله روشن

پاچا دخپل دربار نجارته وويل: سبا دې اعداموم!

نجار دشپې ترنيمايي له خفګان څخه خوب ونکړ،مېرمنې يې ورته وويل ارام خپل خوب وکړه الله جل جلاله يو دی او د خلاصون لارې يې ډېرې دې.

دمېرمنې دې خبرې يوڅه ارام کړ سترګې يې پټې شوې او ويده شو.

سهار وختي يې دسربازانو دپښو اوازونه واورېدل،چې دکور په طرف يې راروان دي،نجار خپلې مېرمنې ته په سوالي نظر وکتل، ورته ويې ويل :

ستاخبره مې ومنله او  ويده شوم مګر هېڅ فايده يې ونکړه په لړزېدلو لاسونو يې  دروازخلاصه کړه، او دواړه لاسونه يې د عسکرو پر وړاندې وغزول ترڅو يې ولچک کړي چې دوه سربازانو په ډېر تعجب ورته وويل:

پاچا مړ شوی دی او موږ راغلي يو چې ته ورلپاره تابوت جوړ کړې.

نجار ټکان وخوړ او خپلې مېرمنې ته يې په داسې انداز کې وکتل لکه بخښنه چې ورڅخه غواړي.

بوډا او ږمنز

سه‌شنبه, 26 ثور 1396 18:40

يوه بوډا له خپلې سپين سرې مېرمنې سره په فقر او غربت کې ژوند کاوه،يوه شپه د ويده کېدو په وخت کې مېرمنې له خپل خاوند څخه وغوښتل ترڅو ورته يوه ږمنز راوړي چې خپل وېښتان ورباندې شانه کوي.

بوډا په خواشينې څهره ښځې ته وکتل او ورته ويې ويل:

 نه شم کولای چې رايې وړم،دوه ورځې کېږي چې دساعت بند مې شلېدلی دی دومره پيسې نشم بچت کولی چې حتی یو بند ورته واخلم.