هنداره او خنجر :

هنداره او خنجر :

د کېسې لېکونکی : ډاکټر ببرک ارغند
ژباړونکی : س . سیلنی
د همدې زړه بوږنونکې کیسې په اړوند : د اسلامي تنظيمونو خپل مینځي شخړو ، اخ و ډب زور اخیستې و ، څاښت و ، ومې غوښتل د درواغجنې ارامې څخه په ګټه اخیستو په بېړه د کور تر څنګ هټېو څخه چې زړه نازړه به یې پرانستل څه خوراکي توکي واخلم ، د لارې پر اوږدو کې مې پر یوې جنازې سترګې ولګېدې ، موږ له مړو او ټپيانو سره روږدي او اشنا وو ، خوله دې جنازې سره مې انډيوالان او پېژند خلګ ولېدل ، ورنږدې شوم ځينو سره مې  تر روغبړ روسته  وپوښتل

چې بیا د چا جنازه ده ! ېو انډيوال مې ووېل دا ېوه پېغله نجلې ده وایي ناهيد نومېده چې د تنظیمي ډلو د جهادېانو د تېرېو قرباني شوې او ځان یې د کور له پاسني پوړه راغورځولی دی ، کورنۍ ، خپلوان یې د اسلامي دولت څخه عدالت غواړي او د دې چار چاپېر خلک هم ورسره همغږي شوي وو ، زه هم ورسره وخوځېدم ، لا د مکرریانو څلور لاري ته نه وو رسېدلي چې ډزې راباندې وشوې ، جنازه مو د سړک اړخ کې پرېښوده او هر څوک د ځان په ژغورنه کې شول او د مکرریانو په بلاکونو کې تيت او ترغۍ شوو ، سا نيولی مخ پر کور رهي او د جنازې پر ورستۍ برخلېک پوه نشوم !

*  *  *  *
هنداره او خنجر :
آسیې شپه په ویښه تیره کړه ؛ د کړکې له شا یې ښکته وکتل ؛ ښار یې تر خیاله له سا ولیدلی و ؛ څراغونه مړه شوي وو؛ پانوسونه مات شوي وو؛ ېواځې د لریو څخه یونیم *مړتت او بې رڼا څراغ ځل ځل کاوه ، تابه وېل ښار د کېڅونو -(قبرو نو ) په ارامتیا کې ننوتی دی ؛ یو نا خوښه چوپتیا حکم چلاوو چې د ربړیدلو او زګیرویو څخه بلاربېده.
کله کله به د ګزمې غږ چې له ناخبره لارويو به یې د شپې نوم غوښته د ناخوښۍ چوپتیا ماته کړه !
خیال ته یې راتلل چې د تموچین د ټبر کوم غچ اخېستونکي په یو دروغجن سباون کې د ودانیو او کورونو *دنګې ونې ماتې کړې دي او ځمکې لکه ویرجنې مور د چنارونو پر وینو لړلي کالبوتونه په غیږ کې نیولي وو .     خیال ته یې راتلل چې سرګردانو ارواوو په سادګۍ د شیطان اوه ګوني انځورونه د ښار د کنډوالو پر اړخونو ځوړندول  .
آسیې هغه هنداره چې په لاس کې یې وه وکتل ؛ څیره یې لکه د سپوږمۍ تکه سپینه وه ؛ یو زیږ ټکی چې د وریزو تر مینځ یې وهل شوی خال و لکه غټو او شنورګو سترګو یې شنه بنګړه کوله ؛ دوه تور پیاندې زلفې یې لکه دوه تاو خوړلي ماران د خولو په سریښ د څیرې په دواړو خواو نښتي وو ؛ کتل یې خماري او اریانوکئ حالت درلود ؛ یو ماشومانه او ناڅرګنده موسکا یې غوښنو شونډو ته تازه توب ورکاوه .
آسیې د نازکې پوزې پر څوکې لاس وواهه او خپلې ګردۍ سپوږمیزي څیرې ته ډوبه شوه ؛ ځان سر یې وویل :
 »څه نه باورکونکی ورته والی ! ولې هغه ښځه دومره ما ته ورته ده ؟ ولې یې تل مروراید دانې ، کوت لرونکی 'چینداره سپین' کمیس په ځان کې وي ...؟ ولې تل ماته په خوب کې راځي ؟ «
مور یې په خوبوړي غږ ورته وویل :
» آسیې هنداره کیږده ورځه ویده شه ! «
آسیې د وسپنیز لاستي هندارې شا راواړوله ، رنګ بایللې پرېړ کاغذ ته یې ځير شوه او ځواب یې ورکړ :
» خوب نه راځي«
بیا یې مور ته وکتل او مخ ته لاړه ! :
»  د دې ښار بڼه پوپنا شوې ده ؛ سړی د هماغه کلي په خیال کې اچوي چې تا به ستایه ؛ موخه مې ستا زېږد ځای دی ؛ داسې دی لکه زه چې د هماغه کلي په یو لوړ پوړ کې ناسته یم او د دښتې ننداره کوم ؛ هغه دښته چې د تیارې بړستنې لاندې ویده ده او کروندګر یې ارکین پر لاس دا ځای هغه ځای خړوبه کوي .
مورې ! موږ ولې ښار ته کډه شوو ؟
مور یې تر بړستنې لاندې ځواب ورکړ :
»  جګړه وه ؛ کورنۍ جګړه ...! ورځه ، پرېوزه  «

 »ویده کیږم ! «
»خو ؟«
مور یې وپوښتل :
»خو څه ؟ «
» خو دا چې؛ دلته هم نن جګړه ده  ! « 
 » ده ! خو شکر زموږ سیمه کې پای ته رسیدلې ده ! «
آسیې په ناباورۍ وویل  :
 څه پوهیږم تر ماسپښینه خو ډز و غپ روان و «
 »که څه پوهیږې ؛ ورځه ویده شه ! «
آسیې د مور خبره ومنله ؛ سره له دې چې خوب نه ورته ؛ له ځایه پورته شوه بیا یې د کړکۍ له شا تیاره ښار ته وکتل ؛ ورسره یې خپله ستوماني وکاږله او هنداره یې په یخدان کیښوده ؛ لاړه او تر خپلې قورمه یې بړستنې لاندې ننوته ؛ ځان یې تود و سور و ؛ سترګې یې سوزیدې .
لا باڼه یې نوي درانده شوي و چې هماغه شیبه د هغې ښځې اروا چې هره شپه به یې خوب کې راتله د شنه چمن په خیالونو کې لکه یوه ټپي او تنکۍ پرښته راڅرګنده شوه .
ښځې نیت درلود له هغې لښتۍ ( وړې وېالۍ ) چې د پښو مخې ته یې پلنه شوې وه تیره شي ؛ په یوه لاس کې یې هغه هنداره چې د لاستي څنډې یې زرکوبه وې ځان ښودنه کوله او بل لاس کې یې پر وینو لړلی تیره خنجر ځلیده ، سپین کمیس یې اغوستې و او د کوت لرونکي 'چین داره' کمیس پر لمن یې د وینو زیږې لکې لکه د سرو ګلانو په څېر زرغونې شوې وې .
آسیې پرېښانۍ کې خوب ولید چې هغه ښځه نږدې راغله او څېره یې لا ډیره څرګنده شوه ؛ غوښنې شونډې او نیمه پرانستې خوله یې درلوده ، د همداسې یو پسرلني ویالې هيله یې له شونډو را خپره وه ؛ د څېرې دواړه اړخو ته یې دوه تاره تاو شوي ویښته چې د باد وږمو یو د بل په غیږ کې تاو راتاوول راځوړند و او زیږ ټکی یې د شنورګو سترګو په څیر د ورېزو په مېنځ کې ځلیده .
آسیې په مینه د ښځې غټو او شنورګو سترګو ته وکتل ؛ د هغې ښځې کتل خماري او هیښنده بڼه لرله ! کټ مټ لکه د خپلو سترګو یې ؛ خیال ته یې راغلل چې خپل ځان هنداره کې ویني ! شونډې لاندې یې وویل :                « څه عجیبه شانتې ورته والی   ! «
د مور غږ یې راغې چې ویل یې :
»څه شوي  ! «  
» ولې نه ویده کیږې « ؟  
آسیه ویښه شوه ؛ ګوري چې ځان یې سور او تودخه یې سترګې سوزوي ؛   سر یې جګ کړ ؛ خیال ته یې راغلل چې مور یې د هغه سوربخون څرمنې یخدان مخې ته ناسته ده چې د اوسپنې پر ګلمیخیو سینګار شوی او ځان په هغه جیوه بایلونکي هنداره کې ننداره کوي چې دلاستي خواوشا یې زرکوبه و .
مور یې شیدې رنګه وه او دوه ریښکۍ تاو لرونکي ویښته یې د مخ دواړو خواو ته راځوړند و ؛ چې پر اسیې یې سترګې ولګېدې ؛ ماشومانه او پټه موسکا یې پر غوښنو شونډو پیدا شوه ؛
ځان سره یې وویل : « عجیبه ورتوالې !   « 
موریې هنداره پر یخدان کیښوده ؛ پاڅیده ؛ شخي یې وکاږله د کړکې خو ا ته لاړه او ښکته یې وکتل ؛ ښار یې تر خیاله له ساه ختلی و ؛ څراغونه مړه شوي وو ؛ پانوسونه مات شوې وو ؛ ېواځې د لریو څخه یونیم مړتت او بې رڼا څراغ ځل ځل کاوه ، تابه ویل ښار د ډوریو 'قبرونو' په چوپتیا کې ننوتی دی ؛ یو نا خوښه کراري چې د ربړیدلو او زګېرویو څخه بلاربه کیده حکم چلاوو ، کله ناکله به د ګزمې غږ چې له ناخبره لارويو به یې د شپې نوم غوښته د ناخوښۍ چوپتیا ماته کړه !
مور یې کړکۍ پرانسته ؛ د ښار خوسا او زهرجنې ساه د کړکې خالي چوکاټ ډک کړ ؛ خیال ته یې راغلل چې مور یې بې مانا خپل سږي د هماغې خوساه او زهرجنې هوا څخه ډک کړي وو ، روسته یې ساه خپل ګوګل کې ايساره کړه د ټیکري دوه پیڅې یې ونیول او لاسونه یې پرانستل ؛ لکه یوه الوتونکې شوې وه ؛ سپینه الوتونکې چې شاپرې یې نلرلې ، یو چیغه یې کړه او په تیاره کې والوته! .
آسیه په سره ځان او په سرو سوزندو سترګو له ځایه پاڅیده او مخ پر کړکۍ وخوځیده تر څو وګوري چې مور یې چیرې تللې وه ؛ مور یې ترمږۍ کې نه ښکارېده ؛ تا به وېل کوم بل ټاټوبي ته یې سفر کړې و ، کړکې یې ورپسې وتړله ، سترګې یې همداسې د کلکې تبې څخه سوزیدې ؛ راغله او د هماغه سُره ډکه ؛ ارغواني رنګه څرمي پوښ یخدان مخې ته چې هیڅکله یې هم د پرانستلو اجازه نه درلوده پلتی ووهلې ، صندوق یې سر تر پایه له سترګو تېر کړ ؛ ګلمیخې یې لمس کړې او پخوانی غټ پیچي کولپ یې څو وارې پر خپلې ګوتې وښوراو ؛ ناڅاپه ورپه یاد شول چې د کورنۍ کوم چا وېلي و : « هر چا که دا یخدان پرانست په بدبختۍ اوړي » بیا یې کولپ ته پر ګوته ټکان ورکړ . اندیښنې یې لټولو ته راغلې وې ؛ د هغه اسرار نه ډک یخدان ته یې زړه تپانده شو ، یو وار دوه زړه شوه ؛ له ځانه یې وپوښتل : « نه یې وازوم ؟ « .
اسیې !
چایې له دننه غږ پرې وکړ : « اسیې واز یې کړه ... ! مه ډاریږه واز یې کړه ...  ! هلته وګوره څه پکې دي ؛ چې د لیدو اجازه یې نلرې ! » او د یخدان کيلي یې چې ناببره د انګړ په خَلپَلو؛ خځلو کې موندلې او پر غاړه کې ځوړنده کړې وه وموښله :
 « څنګه وشول چې ترې لویدلې ده ؛ مور مې هیڅکله هغه له غاړې نه لرې کوله ؛ مزئ یې هم ندی شلیدلی » او اندیښمنه یې یخدان خوا وکتل ! د مور نصیحت یې ورپه زړه شو :
«  لوري دا صندوق د چا امانت دی ؛ وېلې ؛ بایده چې واز یې نه کړې؛ خدای مکړه ، نشي موږ ته کوم زیان پکې راورسیږي ! «
آسیې جرأت وکړ !
«  ښایي څه زیان به موږ ته راورسیږي !؟ «
لکه د ځان تودوخه یې په غاړه ځوړول شوې کيلي یې پر خپلو سپینو ګوتو وموښله ؛
ځان سره یې ویل :
«  هر څه چې وشو ! همدا اوس چې کیلي راسره ده وازوم یی! 
چا یې د ځان له دننه هم ورته وېلې :
« واز یې کړه ؛ هېڅ ټکه نه پریوزي ! «
او پر هیښنده وسوسې یې کیلي په پیچي کولَپ کې راتاو کړه ؛
کولپ تړک غږ وکړ او د یخدان سر په وچ غږ واز شو؛ د زړې او تړلې څرمنې وږم ېي تر سوږمو شو ؛ د یخدان مینځ ته یې سر دننه کړ ؛ سترګې یې پر ېوه جوړه مروارید ګنډل شوو سپېنې جامې ولګیدې چې څلور غبرګه شوې وه او یوه جیوه تللې څلور کونجه هنداره چې دلاستي څنډې یې زرکوبه وې پرې د پاسه ایښي وه ، په اریانتیا ؛ ډار او پام یې هنداره او کمیس له یخدانه راوویستل ؛ چې څومره یې ورته کتل اریانتیا یې لا ډیریده، هنداره او کمیس یې پیژانده ! هماغه هنداره وه چې ؛ هغې خېالي ښځې به هره شپه خپل شیدې رنګه څیره پکې لیده ؛ هماغه کمیس و چې هغې اروایي او خېالي ښځې به هره شپه اغوسته او د خوب میلمستیا ته یې راتله !
ناڅاپه یې زړه تپانده شو ؛ په وسوسه یې ځان سره وویل :
« عجيبه ده ! که دا یخدان هغې ښځې پورې اړه لري او دا کمیس او هنداره د هغې مال وي ؛ بیا هغه چاړه ؟ د ښځې چاړه چېرې ده ؟ » یخدان کې یې له سره په پلټنه پیل وکړ ، دا وار یې سپڼسینه کڅوړه لاس ته ورغله ؛ هغه یې په بیړه راووېسته او خوله یې ورته وازه کړه ؛ د کڅوړې مینځ کې هډوکي لاستی خنجر ، تورو سپین انځور او یو څلورغبرګ شوی ټوټه کاغذ پر یو ځانګړي ښځینه نظم ځای پر ځای شوي و.
سر تر پښو ارایانتیا کې ډوبه شوه او وسوسو یې ځان پر ریږدهاري کړ !      » ښځه... ! هنداره...! چاړه   ! »   
خنجر یې وکوت : هډوکی لاستی او تیره خوله یې درلوده ؛ هماغه خنجر و چې د هغې ښځې لاس کې یې لیدلې و ؛ هغه یې په پام یو خوا کیښود او څلور غبرګه کاغذ یې پرانیز ؛ اریانې سترګې یې د یوه کرغېړن سړي پر پنسلي انځور ولګیدې چې ډنګر ځان یې په زیږه شړې کې تاو کړی و ؛ لیمڅینه خولۍ یې پرسر او هډوکي لاستې خنجر یې لاس کې وه ؛ وړو سترګو یې په ځبرګو ویښتو کې لکه د اور سکروټو سپرغۍ ښندلې .
د انځور لاندې په ښځینه وړو تورو دا کرښه لیکل شوې وه :
» له دغو ډډه وکړې ؛ هېڅکله یې پر وړاندې مه څرګندېږې  !.»
آسیې په پلټنې سره ښکښته و پورته انځور ته وکتل ؛ د انځور هغه څنډه کې لیکل شوي و :

 « کال دېارلس و اته »
آسيې هر څه سوچ وکړ د انځور خاوند یې ونه پیژاند ؛ په لمړي ځل یې لیده ، هغه کرغېړن سړی یې خوښ نشو ، ډبنګ او کوڅه ډبی ورته ښکاره شو ، تا به ویل له کرکې او دښمنۍ یې انځور کړی دی .
دا پټ راز باندې چې هغه کس څوک و او تر انځور لاندی یې ولی دا کرښه لیکلی وه پوه نشوه !؛ اریانتیا یې لا پسې ډیره شوه .
آسيې بیا انځور غبرګ کړ او د خنجرتر څنګ یې کېښود ؛ روسته یې تور و سپین الوتي بڼه انځور چې پاڼې یې څیریوالی درلود له کڅوړې راواخیست او رڼایي خواته یې یووړ ، پر مخ یې ښکلې او ځوانه ښځه چې مروارید لرونکی سپین کمیس یې ځان کې و را څرکنده شوه ؛ هماغه ښځه وه چې هره شپه به له خنجر او هندارې سره د خوب مېلمستیا ته راتله ، د هغه انځور پر څنډه په تیره نوکي نېي قلم چې کمرنګه توروالی یې درلود لیکل شوي و :
  « ساره د ابراهیم میرمن »
د آسیې ویښته زیږه شول ؛ سوړ ریږدهار یې په ځان کې وځغاست ؛ بیا انځور ته ځیر شوه ؛ خپله وه ؛ تاوېل د څو میاشتو وړاندې خپل هغه انځور ته ګوري چې د ټکري نه پرسرکولو اجازه یې لادرلوده ! خیال ته یې راغی چې د هغې ښځې ناڅرګند او نااشنا اړیکي هغې سره نښلوي ، ګومان یې وکړ ساره پیژني او د هغې له تیرو او هیرو شوو کړاونو څخه خبره ده .
آسیې په پسپسکو له ځان سره وویل :
  « ښایسته ساره ، سپین کمیس ،کرغیړن سړی ، وینې لړلی خنجر«  !
دا خبرې یې لکه یوې روانې او خړې کیسې په څیر د پریښانه ذهن څخه تیرې شوې ، همداسې په اندیښنو او اریانتیا کې ډوبه وه چې ټک و پک یې تر غوږ شو ؛ په بیړه یې کمیس ، انځورونه ، هنداره او چاړه بیرته صندوق کې ځای پر ځای کړل ، د صندوق سر یې وتاړه او کیلي یې غاړه کې واچوله.
مور یې چې ویښه شوې وه خوبیولی غږ یې تر بړستنې لاندې راجګ کړ :
  « څه تړک و پړک دې نښلولی ؛ ورځه ویده شه ! «  
آسیې وپوښتل ! « څه وخت راستنه شوې ...؟ له کومې لارې دننه شوې ؛ ما خو کړکې تړلې وې ؟» او په موسکا یې زېاته کړه:
  «  ګمان مې وکړ ته الوتې یې ! «
مور یې په ارېانتیا له بړستنې سر راوویست او په تلوسه یې وپوښتل :
 « نه چې لیونې شوې یې ؛ دا څه خبرې دي چې کوې ؟ « 
آسیې کټ کټ وخندل ؛ مور یې ورته وویل :
  «مه خانده ؛ تبه لرې ورځه پریوزه ! «
«  درلوده مې ؛ خو اوس یې نلرم ! «
آسیه له ځایه پاڅیده لکه د ماشومتوب دور یې خپلې مور ته ورغله او بړستنې لاندې یې ننوته ؛غوښتل یې همالته د هغې تر څنګ ویده شي ؛ مور یې ناز ورکړ ؛ ځار و کوربان یې ورته ووېل او سره لاسونه یې خپلو لاسو کې ونیول ویې موښل ویې موښل :
«په مور ګرانې ، د مور دُردانې ! «
آسیې ترې ماشومانه وپوښتل :
« مورې ! ایا په مور دې لکه زه ګرانه وې ! «
مور یې ځواب ورکړ :
« هو ؛ وم... لورې ؛ اوس دې خبرو ته وخت نشته ؛ ورځه ویده شه
« مور دې څه نومیده؟ «
د مور پر شونډو یې نابللې خندا وځغلیده :
« د مور مې اصلي نوم ساره وه ؛ وایي ښایسته او ښکلې ښځه وه «
« تا هغه لیدلې وه ؟ «  
لیدلې مې وه خو نه مې په یادیږي ؛ زه ډیره وړه وم چې هغه مړه شوه ؛ وایي چا مړه کړه ... اوس ورځه سر دې کیږده او ویده شه سبا هم ښونځي ته مه ځه !  «
اسیې په ناړاوۍ وپوښتل :
ولې لاړه نشم ؟ :
«یو اونۍ کیږي چې ستا د لاسه ناسوبه شوې یم ؛ هره ورځ وایې مه ځه مه ځه!  « 
« لورې جګړه ده ؛ نه وینې کوڅه او بازار کې جګړه ده!  « 
ناڅاپه د آسیې له خولې ووتل :
« زړه مې ډیر په تنګ شوی وه نن یوار باندې ووتم ! »
مور یې تنه تپې او پرېشانه په ځاې کې کېناسته، د لور مخ یې پر دواړو لاسو کې ونيو ، سترګو ته یې ځير شوه او وېې پوښتل :
څه؟
چا ونه لېدې ؟ ټيکری دې پر سر و ؟ »
« او ګوته یې په غاښ کړه
« يه خدایه! دا څه کار و چې تا وکړ ! څو وارې درته وواېم چې مخ دې چاته مه ښکاره کوه چې وخت خراب ده !  «
« اسیې د مور د هوساینې دپاره په درواغو ووېل  :
  «  نه څوک نه و ، زه چا ونه لېدم !  «
مور یې چې لږ څه ارامتيا موندلې وه ؛ ورته ووېل :
« ښه شو چا ونه لېدې ، اوس ورځه ځاې کې دې په ارامه وېده شه « !
اسيه خپل خوب ځای ته لاړه او خپلې قورمه یي بړستنې لاندې ننوته ، د ځانه سره یې ووېل :
« ښایې ښایسته ساره زما نيا وه او هغه کرغېړن سړی د هغې قاتل !  «
زړه یې د دې لپاره له خوښۍ تپانده شو چې هغه سپين کمېسې مېرمن یې پېژندلې وه خو دهغه کرغېړن ناشولته سړي څخه یې په زړه کې کرکه جوړه شوه .
اسیې د بې خوبۍ سترګې وتړلې، پښې یې ټولې کړې او لاس یې سر لاندې کېښود، ترشېبې روسته خوب یوړه ؛ کله یې چې سترګې پرانستې ؛ لمر ختلې و ، د چاودنو ، ګړمبهار او د ګولېو د شڼهارو غږونه یې لکه د تل په څېر تر غوږو شو ، له کرکې سره کړکې خواته لاړه او د هغې تورې پردې څنډه یې بېرته کړه چې مور یې ځړولې وه .که ګوري څو کسان چې ټوپک او کلاشینکوپونه یې پر اوږو وو تر نوې پر پاڼو راغلې ولې ونې لاندې ولاړ و ، د هغو په لېدو وډاره شوه او پرده یې بېرته راښکته کړه ، مور یې چې ځان په یو تور څادر کې نغښتی او پټ کړی و غږ وکړ چې وېل یې :
« زه بېمارو ( بي بي مهرو)ته ډوډۍ پسې ځم، پام دې نيسه د کړکۍ شاته لاړه نشې چې بد وخت دی  ! «  :
اسیې « ښه» ووېل مور پسې وخوځېده تر څو د کور ور ورپسې وتړي.
کله چې  یې زېنو څخه په ښکته کېدو کې د مورد پښو غږ چوپ شو ؛ په منډه منډه ېخدان خوا ته راغله، کڅوړه یې بهر راوویسته د هندارې او خنجرانځور یې بېا له سترګو تېر کړ او هغه کميس کوم چې ډېر یې خوښ شوی و په ذوق سره واغوست ، د دالېز لویې هندارې ته ورغله له هر کونجه یې هغه ته وکتل ، دوه درې څرخه یې وخوړل او یخدان خوا ته راتم شوه .
د ساره هنداره یې راواخېسته او د یخدان پرسر کښېناسته، په مکیز یې پښه پر بلې پښې واړوله او په هنداره کې د ځان په ننداره شوه ، د وچپولي زهر بند خال یې پر اوږده رېږنده ګوته وموښه ، خنجر یې راواخيست او د نندارې لوبغاړي په څېر یې د ساره د انځور پېښې پېل کړې ، تابه وېل یو ناخبره ډلې ته وېونکې ده، چې په اوچت غږ او وېاړ یې څرګند کړ :
 « زه، ساره ، د ابراهیم مېرمن یم !  «
په دې وخت کې د دروازې غږ پورته شو ، اسیې ګومان وکړ چې مور یې راګرځېدلې ده ، ترنده او تنپې شوه، وې غوښتل کمېس د ځانه وکاږي ، هنداره او خنجر پرخپل ځای کېږدي څو یې مور پوه نشي چې د هغې خبره یې نه ده منلې او یخدان یې پر خپل سر پرانستی دی ، هنداره یې د یخدان د پاسه کېښوده، کتل یې چې دروازه په زغرده وهي، ګمان یې وکړ چې مور یې کوم خطر ګواښي ، نو ځکه یې خنجر بې باکه د یخدان خوا ګوزار کړ او د کور وره ته یې ورمنډه کړه ، خنجر یې لاس پرې کړ اوځلانده اوبلنې وېنې یې پر سپين کميس دارې ووهلې ، پاملرنه یې ورته ونکړه او په بېړه یې ور پرانست ، د وره په مخ کې یې یو سړی وليد چې نری ځان یې په یو زيږه پټو کې نغښتی و ، ليمڅنه خولې یې پرسر وه او وړو سترګو یې په ببرو وېښتو کې سپرغۍ ښندلېې !
سړي په قهرجن غږ ووېل :
  «  زما نوم خنجر دی ، د دین خادم ېم ، ته مې پرون ولېدې او خوښه مې شوې !  «    
او پرته له دې چې دننه اجازه وغواړي راننوت ، اسيه هکه پکه پاتې شوه ، دا کرغېړن سړې یې پېژاند ، چېرې یې لېدلی و ، ناڅاپه یې هغه انځور چې یخدان کې موندلی و ورپه یاد شو ، ساره ور په یاد شوه ، خنجر او وېنه ورپه یاد شوه ، په غوسه شوه او په پارونکې غږ یې وپوښتل :
 « نو تا ساره مړه کړې  ؟«
سړي خپله لېمڅنه خولۍ پر ېخدان کېښوده کټ كټ په خندا شو او ځواب یې ورکړ :
  « زه ساره نه پېژنم ؛ زه تا غواړم !  «
د اسیې وينه د هغې پر څېرې راټوله شوې وه ، غوسناکه چېغه یې کړه :
  « دروغ وایې ، ته ساره پېژنې هغه تا مړه کړې !  «
سړی ؛ د اسیې زړه راکښونکي څېرې ته ځير شو ، د اسیې وېنې د هغې پر کمېسه لکه د سرو ګلانو وږي راټوکېدل ، سړي د یخدان له پاسه خنجر راواخېست او د هغې خواته وخوځېد ،
وېل یې :
 « مه ډارېږه زه دې نه خورم !  «
اسیې ولېد چې هغه سړی یې خواته ورنږدې کېږي ، له نېت او هڅې یې پوهېدلې وه ، ارېانه پاتې شوه څه وکړي ، زړه یې ډېر ګړندی په درزهار شو ، لکه د ټپي هوسۍ په څېر ، یو ځل ورپه یاد شول چې مور یې پرون د کړکۍ له لارې باندې الوتې وه ؛ د هغې خاطرې په ېادېدلو سره یې زړه ټول شو ، پوه شوه چې د هغې پرانستې کړکۍ پر شتو یې د هغه کرغېړن سړي د دې د سپېڅلي ځان د تر لاس ته وروړلو وس نشته ؛ ځکه ېوه پټه ماشومانه موسکا یې پر غوښنو او هوسناکو شونډو څرګنده شوه ، د سترګو له کنجه یې بېا د نېمه پرانستې کړکې خوا وکتل .
سړي هماغه بڼه درلوده چې کومې مېرمن د کاغذ پر مخ انځور کړی او تر انځور لاندې یې لېکلي و« له دوې لرې ګرځې ، هېڅکله یې مخ ته مه څرګندیږې !.

»  اسیې په کرکه هغه کرغېړن سړي ته وکتل چې د ساره ځلانده خنجر یې په لاس کې و ؛ بېا د ښکلې ساره په ېاد ولوېده ، هغه ساره چې په سپين کمیس ، د څلور کنجه هندارې په چوکاټ او د هغه یو ټوټه رنګ باېللي کاغذي انځور په کاب کې ژوند کاوه .
د اسیې زړه پرې وخوږېد :
  «بېچاره ساره !  «
او کتل یې چې هغه کرغېړن سړی یې همداسې خواته ورنېږدې کېږي ؛ ځان سره یې ووېل :
 « غواړي ما خپله کړي  !  «
او شونډو یې پر غوسې ټکان وخوړ:
«  اسېی !؟  «
تابه وېل ډار او کرکه ېو ځلي سره ګډ شول ،
ګونځه یې په وچپلي کې څرګنده شوه ، د غاښو کړچهار یې پورته شو او ځان یې لکه د ولې پاڼو د باد پر وړاندې رېږدې واخېست .
روسته یې شا دېوال ته کېښکوده او ځان یې سوَکه سوکه د پرانستې کړکې خواته و څښاو ، تابه وېلې د مور د تېرې شپې الوتنه یې ور په زړه شوې وه.
چې کله کړکې ته نږدې شوه لکه مور غوندې یې سا په ګوګل کې اېساره او د سترګو له کنجه یې په کرکه هغه کرغېړن سړي ته ځير شوه ؛ روسته یې شونډه تر غاښ لاندې ونېوه او هوو یې کړل ؛ لکه ېوه بې وزرو وړه مرغۍ ېو ناڅرګند موخې ته والوته ، تابه وېل ېو لرې ، ناپېژند ټاټوبي خواته یې وزرونه پرانستي و !
لرې او لرې سيمو خوا ته ..... لکه چې د ښکلې ساره خوا ورتله ، تر څو هغې ته ووایې ، تا رښتيا وېل چې :
ښځې حق نلري له کمیسه ، هندارې او انځوره څخه د باندې ژوند وکړي .
شاېد اسيه د همدې لپاره الوتي وي !
په سبا یې خلکو وېل ؛ یوې پېغلې په مکررېانو کې ځان د پینځم پوړ څخه راوغورزاو او د دې الوتو په جرمانه کې د دين خادم د هغې مور دېرش کمچنې ووهله .
پاې
*مړتت- کمرنګ
* دنګه ونه – قامت بلند
*تور پېاندې – زلف سیاه مرغول
*هیښنده – محیر
*کمچېنه - شلاخه

لوستل شوی 74 ځله Last modified on جمعه, 12 عقرب 1396 22:39
دې ته ورته نورې ليکنې « ملاخان

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي