ملاخان

لیکونکی: دوکتور ببرک ارغند

ژباړونکی: س . سیلنی

۰۷ -۰۱ -۲۰۱۷ زیږدیز
لنډه کیسه :

او دریم دا چې . . .

ملاخان ، کټ مټ لکه خپل پلار ! مینځویه ونه ، غوښن او توربخن بڼه و ، د سر وېښته یې کورټ توږل خو ځبه ببره ږیره یې نه خریله؛
ته به وایې ځوی او پلار د مڼې دوه نیمه دي.
پلار یې چړچمار؛ *ډوډۍ غپ ؛بې سوله او کلک زړه و ، درې ښځې یې درلودې او درې واړه یې د څیلې پر شپه په چړې حلالې کړې! خلکو به ویلې: میرمنو یې په پټه د ميړه یخدان کې لاس وهلی.
ملاخان چې دداسې پلار زوی و لا یوه ښځه یې کړې وه!
میرمن یې حوا نومیده؛ سپينه څیره او د ښایښته واړه لاسو و پښې لرونکې وه

،
،
څو ټولګیه یې له پلار سره لوستي و، خوږه او روانه ژبه یې درلوده او د قلم پر ژبه یې خبرې کولاې،د کلي خلکو به ویل : « د حوا پنځه ګوتې دپنځو سرو زرو لښتي دي » بډیو سپین سرو ښځو چې به ناوېګانې لټولې په ارمانله به یې یادول

« د حوا لاس لکه څېره یې مالګینه ده! ... حوا لکه پرښته پاکه او سپېڅلې ده! » د حواهمدې ستاېلو خپرېدل و چې ملاخان خبراو لکه سوَگَل سَوَاره ترې تاو را تاو چاپیر شو او هغه یې د ټوپک په زور خپله کړه.کله چې د سین غاړي کلي ته دورستي ځل لپاره رویباري ورغی ، دوه لکه افغانۍ او یوه مکاروف تومانچه یې د حوادپلار مخې ته کیښوده او ورته یې وویل:« خپله یې وټاکه!»
دحواموروپلارچې ملاخان یې ښه پیژانده او له نادودو یې خبر و له دې پیوستون سره یې *خوښمن نه وو! ملاخان هم لورینه ونکړه او د حوا د هک اریانو سترګو پر وړاندې یې هغه دواړه پر گولۍ وتړل.
د دې زورزیاتي تړون کال وروسته ، ملاخان یو ناڅاپه تری تم شو ، لکه یو سیوری په ترږمې کې ورک شو او د سروبي ښار کې چې ملاخان و پلار یې ژوند کاوه دروګ پریوت چې ملاخان د دولتي ځواکو سره په جګړه کې مړ شوی دی .
تر دې ګوڼګسو څه موده روسته،د ملاخان پلار حوا خپلې کوټې ته چې مَوَرۍ غالۍ پکې غوړیدلې وې را وغوښته او ورته یې وویل:
« اوس چې ملاخان دکفاروسره په جگړه کې شهید شوی دی،ته زما له مخې ورکه شه!... ورځه چې د لیدو سترگې درته نلرم!هرچېرې چې ځې لاړه شه او هرڅوک چې غواړې ویې کړه!...خبره دا! چې زما له مخې ورکه شه»
حوا چې مخامخ ورته ناسته وه،تور پړونی یې را ښکته کړاو په *غریو نیولي ستوني یې ځواب ورکړ:
« زه به چیرې لاړه شم!، په داسې حال کې چې ځای ځاېګی نلرم!...زه تورسرې یم !،دا نړۍ ماته ډیره تنګه او وړه ده!»
د ملاخان پلار قهرولی شو؛رنګ یې دود شو، په تاو راتاو کې یې ورته وویل: « سپې مې » خبرې مکوه!...ومې ویل ورځه او له سترګو مې غړانده شه!...خوښه اوسه چې درباندې زړه سواندی کوم او د تګ اجازه درکوم؛ که نه همدلته مې دې غاړه پرېکوله؛ مخکې تر دې چې قهرژلی شم؛ورځه!هرچیرې چې غواړې لاړه شه او هر فاسق چې غواړې وېې کړه پرمااړه نلرې!»
حوا خپله شونډه چیچله؛ سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې وې:
« زه د تګ ځای نلرم!»
د ملاخان پلار خپل غږ لا جگ کړ :
« ورځه ځان دې تنور کې واچوه، سیند کې ډوبه شه،هرکار چې کوې ویې کړه خو زما له سترگو ورکه شه!...زه مې د ځوانيمرګ شوي زوی کونډه لیدلې نشم، بل زوی هم نلرم چې تاورکړم ،ماته هم ناروا یې... نور مې د سترگواغزی مه اوسه،ورځه!»
حوا همداسې د ځانه سره نالښت کاوو او اوښکې یې د ټیکري پر پېڅې پاکولې !
د ملاخان قهروړي پلار په داسې حال کې چې دلاس غوښن او پلن ورغوی په فرش موښه؛زیاته کړه:
«حوا! زما خبرو ته ښه غوږ ونیسه...! یوه خبره!سبادې په دې کورکې ونه گورم که نه مړه کومه دې! پوه شوې؟!»او غوښن لاسونه یې لکه د دار کړۍ ورښودل:« په همدې لاسو مې دې زندۍ کوم!»
حوا خامخا د سبا په هماغې ورځ خپل پلرني *پاتمړي کور په لور چې دسیندغاړې ته پروت و د خسر کور پریښود. کله چې د ملاخان د کور له خځلواو پاڼو ډکې کوڅي نه تیریده؛لکه *اوده شوو په څیر یې خپله خواوشا کتله، دواړو اړخو ته یې دشړیدلو دیوالو پرمخ د باران نښې څرگندې وې.اسمان وړوکی او نری شوی و او د هرگام په اخیستو سره یې د کوڅې ډیرۍ خاورې دوړي پورته کیدې .
ترسترګو یې شول چې کوڅه مړه او سا یې ورکړې ده ، کتلې یې چې د مړو وچو پاڼو تَرَې «اندامونه» یې کړس کړس تر پښو لاندې ماتیږي او هوا د خوساوو پژو «جسدونو» *وږم اخېستی دی، یو وار ور په یادشو چې دا کوڅه پروسږکال مړه شوې وه؛ هغه وخت چې یو سترګي ملا خپل نوم د ملاخان شاته ولیکه ،دا کوڅه په ټوله زرغونتیااو ونو سره یې مړه شوه، خپله هم د خپلې ټولې ځوانۍ او هیلو سره مړه شوه او سایې ورکړه او بې ځانه کالبود یې اوس دتابوت په لټه کې سرګردانه دی . لیدل یې چې ژوند هم مړ دی او خلکو یې مړی وینځلی او کفن کړی او پر زعفرانو یې خوږبویه کړی دی او ملاخان یې په ویاړ او سرلوړی د تابوت سرته ناست دی او باد هغه شنه جنډه رپوي چې د کلاشینکوف له میلې یې ځوړنده ده ؛ خیال ته یې راتلل چې د ژوند نوم ملاخان دی ، یو لوی ملاخان په پراخه کچه،هرې څانګې ته به یې چې کتل گمان یې وړه د ملاخان ټوپک دی ؛ هر غږ چې به یې اوریده خیال ته یې د ملاخان د قمچینو غږ راته!.
حوا په یادول چې مور یې یوه ورځ سهار *بې لوښې او پرته له عادته د سیند غاړې ته لاړه ؛ سیند یې نږدې کور خوا ته و ؛ کله چې بیرته راستنه شوه حوا ترې وپوښتل!: « مورې چیرې وې؟ » موریې وویل« سیند غاړه کې »
حوا په اریانتیا ترې وپوښتل : « دا سهار وختي ؟ » مور یې وخندل: « هو ! خوب مې لیدلی ؤ ورغلم سیند ته مې کیسه وکړه» حوا وپوښتله « څه خوب دې لیدلی ؤ مورې؟ » د مور څیره یې ګونځې شوه؛ویې ویل :
« خوب مې ولید چې یو اوړي کې؛ یوه تودوخه کې ؛ یوه ټکنده غرمه کې د ملاخان سړي تا ډبروژلي!» وروسته له خندا موسکه شوه او پیل یې کړه:
« ښه ده چې د ښځو خوب سرچپه ده...! دا ملاخان چې ستا شا یې نیولې ده یو دوبي کې ؛ یوه تودوخه کې ؛ یوه ټکنده غرمه کې به مردار شي او ته به یې له بند و بندیزه ازاده شې
حواوویل :
« څه پوهیږم »
مور ترینه وپوښتل
« څه شي باندې څه پوهیږي ؟ »
حوا وویل :
« د ملاخان له منګولو نه خلاصون »
مور یې خپلې نرې وریځې کښې ایستې او په زړه سواندۍ یې وویل :
« خدای مېربانه ده لوري ! »
حوا لیده چې مور یې رښتیا ویل !
ملاخان په رښتیا مردار شوی او دهغه له بند و بندیزه ازاده شوې ده او اوس د سیند غاړې ته ورګرځي ! د سیند غاړه چې ډیره پرې ګرانه ده،
د سیند غاړه کې چې به یې مازدیګري له خپلو وړو غټو چونګښو سره لوبې کولاې ؛ له کبانو او مارمهیو سره به یې د زړه خوالې کولاې ، د سیندغاړې له پستو شګو به یې کلا او ماڼۍ جوړولې او له وړو ځلاندو تیګو سره به یې پنځاکې کولاې ؛ که به یې *ویر او خپګان په زړه *ډېرۍ شوه ؛ سیند غاړې ته به راغله ؛ تیګې د پاسه به کېښناسته او بهاندو اوبو ته به یې د زړه دړد وېلو ؛ تابه وېل سیند یې د سختو ورځو ملګری و.
تابه وېلې چې سیند یې د مور د څرمنې یخدان غوندې راز ساتونکې او *هوسا و .
روسته ترهغه چې حوا خپل کلي ته راغله ؛ یو کال یې *ایکې یواځې له خپلو خاطرو سره تیر کړ .
مازدیګر به دسیندغاړې ته تلله او د خپلې ګوښیوالۍ او یواځیتوب غم او خپګان به یې بهاندو اوبو ته وېلې ؛ خیال ته یې راتلل چې سیند یې خواشېني ځان سره وړي او د دې نړۍ کوم *نا ودانه کې د چا غوږ ته رسوي ؛ ترڅو راشي او دخپل سپین اس ترشا یې بلې نا ودانې ته چې هلته د دړد او رنځ نه خبر نه وي یوسي .
« د کلي اوسیدونکي هم د حوا له دې بدې ورځې خواشیني او پریشانه شوي وو؛ د جومات ملا به هم ویل : « وبال لري ! بې وسه تور سرۍ ده ؛ بایده چې لاس یې د یو نارینه لاس ته وسپارل شي ! څښتن تعالی د ښځې رزمنه او نفقه د نارینو پر اوږو ایښې ده!...ایکې یواځې ښځه وبال لري !... نشي کومه ورځ شیطان د کلي د نارینو پر پوستکي کی ځاې ونیسي ! »
تاوېل ددې خبرو شرنګ د کلي ملک غوږ ته هم رسیدلې و چې ځان سره یې په سیاله لاره چاره *وپتیله ؛ وروسته یې منځګړیتوب وکړ او د ملاخان د پلار په اجازه یې حوا ښوونکي حسن ته په نکاح کړه چې هم خرمااو هم ثواب شو.
حوا له ښوونکي حسن څخه یوه لور نړۍ ته راوړه او نوم یې پرې سکینه کیښوده.
میړه به یې ورته ویل :
« حواجانې ؛ سکینه خو ستا د مورنوم و! »
حوا به ویل :
« پوهیږم دهمدې لپاره مې ایښی دی ،
مامې مور د خپلې لور په ځان کې ژوندۍ کړه ! که خدای غوښتې وو او د زوی خاوندان شوو نوم یې پرې یوسف ږدم...! د پلارنوم مې ! »
« که خدای غوښتې وي اود زوی خاوندان شوو؟!»
د حوا دویم ماشوم لا په خیټه و چې کلي کې *دروګ پریوت : ملاخان ژوندی دی ملاخان د پنځوسو جهادیانو سره راستون شوی دی ! او دا خبر د سیندغاړې کلي د اوسیدونکو کورونو کې لکه بم وچاود او چا چې دا خلک لیدلي وو ویل یې !
« دا خلک دوزخیان دي ؛ سترګې یې لکه د اور سکروټې سرې اوښتي دي ؛ ددې خلکو پر سر لنډې او تورې لنګۍ دي ،دا خلک یو رنګه یو ډول لنډ ټوپک پرغاړه لري ».
ملاخان چې ددې خلکو مشر و؛ دسر ویښته یې کورټ توږل خو ځبره ږیره یې نه خریله،هغه مخکې تردې چې د سروبي ښارته راستون شي خبر یې تر لاسه کړی و چې میرمن یې حوا سیندغاړې کلي ته تللې میړه یې کړی او یوه لور هم لري ؛ چا یې غمازي کړې وه:
« بې لارې ښځې ، بې سترګې او بې حیا... ! بیاکاشکې خو د سړي میرمن شوې وه؛ لاړه د ښوونکي ښځه شوه؛هغه هم څه یو ښوونکی ؛ چې نه ښونځې او نه ټولګی لري ! دملا شاکر یاد یې په خیر وي چې هم یې ښونځې ورته وسوځاو او هم یې ټولګي ته ورته اور واچو! »
کله چې ملاخان ښارکې ځای پرځای شو او ځان ته یې ارګابارګااو قوماندانۍ جوړه کړه؛ یوه ورځ یې خپل مرستیال وروغوښت ؛ ترې ویې پوښتل :
« ملا یو لینګیه...! د رسول جارچي نه خبر لرې ؟ ژوندی دی؟ »
مرستیار یې ځواب ورکړ:
« هو خبرترې لرم ژوندی دی خو عقل یې د لاسه ورکړی دی » ملاخان ترې وپوښتل : « ژبه خو یې کارکوي او که ژبه یې هم زَړَهَ شوې او له کاره وتلې ده؟ »
ژبه یې کار کوي خو غاښونه یې توی شوي خوله یې کنډاسه کړاسو ده! »
ملاخان هرهر وخندل :
رایوله ؛ په کار مې دی! » .
په سبا ورځ رسول جارچي د سیندغاړي کلي مالت کې ګرځیده او په ریږدیدلي غږ یې جار واهه:
« یه خلکو! د ملاخان قوماندان په امر ښځې او نر د سیند په غاړه ټول شې ؛ که څوک را نشي سر یې وهل کیږي...! که څوک را نشي سر یې وهل کیږي...! غږ یې د خلکو کورونو کې لکه لاسي بم چاودیده او د سیند غاړي دکلي خلک یې په ترهاره او ډار کې اچول؛ ټول سر تر پښو غوږ وو.
حوا چې خاوند سره یې د ونې د څانګو ښاخو په ماتولو کې مرسته کوله په ترهیدلې زړه وویل :
«حسنه اورې...؟ موږ دسیندغاړې ته غواړي؛ څه خبره به شوې وي؛ موږ څه ته غواړي؟ »او د پوزې اوبه یې پورته کش کړې:
« غواړي دې ؛ زه نه ځم! »
حسن خپل تبر پر ځمکه کیښود او وچې څانګې یې یو پر بل ډیرۍ کړې ویې ویل : ددې پنځوسو سړیو پر وړاندې چې سترګې یې لکه د دوزخ داور سکروټې سرې اوښتي دي او پر سرو یې لنډې تورې لنګۍ دي او لنډي یو رنګه ټوپکونه یې د غاړو امیل کړي دي ؛ کوم نر به وي چې د قوماندان له امره یې سرغاړونه وکړي ! ».
حوا وویل
« خو زه نه ځم! »
« چې لاړه نشې درپسې راځي ؛ په جوړ ځان دې ښکرک « ښاخک » مه ږده...! تبرته یې لاستی مه ورکوه!»
حوا خپله شونډه وچیچله:
« رښتیا وایې ؛ ناچاره یم بایده چې لاړه شم...! زموږ لاسونه یې تر تیګو لاندې دي!»
په سبا ورځ خلک ، نر و ښځه ، واړه او زاړه سیند غاړې ته د کندې شاوخوا هماغه ځای چې یو لینګي ملا ټاکلی و راټول شول او بوډا جارچي لا هم د خلکو مینځ کې هاخوادیخوا ګرځیده او جار یې واهه :
« یه خلکو! نن د سیند په غاړه...! ښځې و نر د سیند په غاړه...!
چا له ځانه په لوړو لوړو پوښتل:
« له موږ څه غواړي ؟ ولې د سیند پر غاړه...! بیا ولې د کندې پر غاړه؟ »
حوا چې د خاوند مړوند نیولی و په تلولۍ وویل:
« ډاریږم!زړه مې هول کوي...! نه چې دا ملاخان هماغه زما د مور و پلار قاتل نه اوسي! »
ښوونکي په قهرژلي ورغبرګه کړه:
« په نړۍ کې خو یو ملاخان نه دی ؛ په زرګونه ملاخانان شته دي ؛ څوک چې ته یې وایې وخته مردار شوی دی ؛هغه یې مړ کړی دی؛اوس دې غږ مه کاږه ځان دې غلې ونیسه ؛ نه ګورې چې موږ ټول تر سترګو لاندې څاري ؟ »
حوا وویل :
« زړه مې بده نګیرنه راکوي ...! ډاریږم چې د مور خوب مې رښتیاووځي ! په یاد دې دي تاته مې کیسه کړې وه ؛ ویل یې ؛ په یو اوړي کې ؛ یوه تودوخه کې ؛ یوه ټکنده غرمه کې لکه نن د ملاخان سړي ما ډبروژلي! »
حسن د سوټي خوړلي سپي په څير مخې ته ویرجن کتل ؛ ورو یې ډاډینه ورکړه :
« د ښځې خوب سرچپه ده! »
او ورو یې ورزیاته کړه:
« بیا تا څه کړي دي ؛ په څه ګرمه یې چې تاډبروژله کړي؟ »
د حوا رنګ چې له څیرې الوتی و په ویرژلي زړه وویل:
نه پوهیږم!هیڅ نه پوهیږم خو زړه مې ۲۰-بدلووی را کوي...! نه چې دا ملاخان...! »
حسن په سیاله سیاله ورته وویل :
« ملاخان مړشو؛ خپله پلار یې ته له کوره وویستې؛ نو له چا ډاریږې آ ! له چا؟ »
حوا وویل:
زه نه ډاریږم، زړه ته مې ولیږي!زه مې د مور غیبي غږ اورم! هغه ماته وایي : حوا ورځه! له دې ځایه لاړه شه؛ تا ډبروژلي ! نه وینې چې یو اوړی ، یوه تودوخه ده یوه ټکنده غرمه ده؛ د ملاخان سړي تاډبروژلي! حوا لاړه شه...! ژرترژرې ددې ځایه لاړه شه! »
حوا خپل سږي وپړسول او زیاته یې کړه:
« حسنه زه مې د مور د غیږې تودوخه او بوی نګیرم اواحساسوم!زه یې په دوه قدمۍ کې سیورې وینم...! زما لاسونه یې پرخپلو لاسوکې نیولي دي ؛ زه یې تودوخه نګیرم ؛ زه یې د زړه درزار اورم! »
حسن غوښتل خپله میرمن په نصیحت او ډاډګیرنه هوساکړي خو وخت یې ونه موند ځکه ناڅاپه چیغې پیل شوې!ډار او تلولو خلک په تیښته کړل؛ هر چاهلې ځلې کولاې چې ځان د ګړنګ له غاړې یو خوا کړي.
دملاخان سړو په ډارونکو څیرو ، رنجو کړو سترګو او بویناکو ساوو لمړې لیکه ونیوه او په دې تړاوپړي کې دوه تنه چې سترګې یې لکه داور سکروټې سرې اوښتې وې او تورې لنډې پګړۍ یې پرسرو تړلې وې حوا یې دسترګو رپ سره یوې کندې ته ګوزاره کړه او د شور او زوږ سره یې جوخت د الله اکبر...! الله اکبر نارې پورته کړې؛
د کلي خلک له ناچارۍ او نهیلۍ شاته لاړل؛ لاحول یې وویل او پر غبرګو لاسونو یې خپلې سترګې پټې کړې! ښځو کریږې کړې او ماشومانو وژړل ؛ خو غږونه یې دهغه ناڅرګند لمسون د ډبرو ګوزارونو په کړسهارو کې چې د حوا سر، ټټر، لاس و پښې ماتولې ورکیدل.
د ملاخان سړیو د غمځپلې خوښۍ په جګ غږ کې حوا ښکنځوله:
« زناکارې... ! زناکارې ! »
چا د خلکو له مینځه هیښ اریان وپوښتل:
« دا بدبخته او ربړیدلې څوک وه؛ څه یې کړي و؟ »
ناڅاپه د جارچي بوډا ویرجن غږ تا به ویل له ځانه بې هوښه شوی دی پورته شو:
« نن د سیند غاړې ته...!دملاخان په حکم...!حوا د زناپه تور ...!حوا د زناپه تور...! »
دحوا د نوم په اورېدو سره دخلکو ځانونه ورېږدیدل؛خپلې شونډې یې وچیچلې او په چوپتیا کې ډوب لاړل.
شيبه روسته پنځوس سړي چې سترګې یې لکه داور سکروټې سرې اوښتې او تورې لنډې پگړۍ یې پرسرو تړلې وې ؛ ترهیدلي خلک خواره واره کړل:
« ورک شې ...! پرغزیانو! ورک شې ...!
هرچاخپله لاره ونیوه اولاړل؛ یواځې ښوونکی حسن پاتې شو؛هغه د حوا بې سا، پر وینولړلې او ځپل شوې درنګې ته *تراهنده کتل چې څو شیبې وړاندې لکه چناره ترڅنگ ولاړه وه؛ باور یې نه راته چې په څو ډبرو او لوټو به یې د ژوند څپاند سیند داسې ژر وچ کړی وي؛ هیښنده یې له ځانه پوښتل:
ولې یې ډبروژله کړه؟ حوا خو لکه د مور شیدو یې د سپیڅلتیا سپیڅلې وه...!بیادهغه نطفې چې نس کې یې ساویستله څه خطاوه؟
دچاغږ راغی چې ترې پوښتل یې:
« حوا په څه ګرمه وه آ ؟ »
ښوونکي یو څه شیبه دړدیدلی سر اوچت کړ؛ کتل یې جارچي بوډا یې سر پورې ولاړ دی او ناړامه یې ترې پوښتل « حواپه څه ګرمه وه آ؟»
ښوونکي حسن د جارچي شړیدلو سترګو ته وکتل ؛ لیده یې چې بوډا د زړه له کومي ژاړي ! ورته یې وویل: « کله چې حوا ژوندۍ وه ؛ تل به یې په نهیلۍ کې ویل: زه درې ملامتیا لرم : - لمړۍ داچې نارینه نه یم ، -دویم داچې ستاسو کلي کې نړۍ ته راغلې یم او -دریمه دا چې مسلمانه یمه...!
جارچې سر هاخوادیخوا وخوځاو ؛ په شړیدلو سترګو چې د اور دوه رڼو بایللو سکروټو په څیر څرګندیدلې خواو شا وکتل، وروسته یې پر ځمکه تو کړل او لاړ.
د هغې ورځ پر ماښام چې درندو او بلاربو وریځو لکه غملړې او تروې دنګې د اسمان پر لمن تګ راتګ کاوه او یو پر بلې پسې د ټینګې ډیرۍ ترږمۍ تر ستوني ننوتلې ؛ بوډا جارچي په کوڅو کې ګرځیده تابه ویل فکر و پام یې دلاسه ورکړی و چې په ویرجن او ریږدیدلي غږ سره یې جار واهه :
« او دریم دا چې حوا مسلمانه وه. . .! او دریم دا چې حوا مسلمانه وه. . .!

د وییو« واژه ها» ماناوې
۱-بې سوَلَه= نامعقول ۲-ګرمه= ملامته ۳-ډوډې غپ= خسیس ۴-ارمانل= حسرت خورد ۵-سوَګَل سَوَاره= ګیاه هرزه ۶-هک اریان= مات و حیران- مبهوت ۷-(ځاځوړی) قهرآلود
۸-« سپې مه = ماچه سګ » ۹-(ځاځلی)قهرجن- قهرآلود و غضب ۱۰-خځلې= شاخچه های خورد و خشک
۱۱-ډیرۍ خاورې= انبار خاک ۱۲-تَرَهَ=اندام ۱۳-پژې=اجساد ۱۴ ډبروژله= سنګسار۱۵- *-پنځاک = پنجاق ۱۶ -بدې ورځې= اوضاع ناګوار ۱۷-«رزمنه» نفقه ۱۸-تلوَلۍ= دستپاچه-پریشانی
۱۹-نګیرنه= احساس ۲۰-بد لووی « ګواهی بد » ۲۱-تلوله= ورخطا-دستپاچه ۲۲-تړاوپړي = سردرګمی ۲۳ -پرغز= ګناهار ۲۴-ناړامه=لجوجانه ۲۵-درنګه= لاش –جسد
۲۶ترږمۍ= شام تاریک ۲۷ *کلک زړه= سنګد ۲۸ *خوښن=رضایت ۲۹*پاتمړې=میراثی
۳۰*وږم=ګنده-متعفن ۳۱*دروګ =آوازه ۳۲*اوده= هوده- جادو ۳۳*ویر= غم و غصه ۳۴*هوسا-امن و امان ۳۵*ایکې یواځې= تک و تنها ۳۶-*نا ودانه= ناکجاآباد
۳۷*غریو= بغض ګلو- ګریه ګلوګیر ۳۸ *تراهنده=ترسنده و دلهره

 

لوستل شوی 52 ځله Last modified on پنجشنبه, 11 عقرب 1396 18:26

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي