ســــــــــيــــوری :

ســــــــــيــــوری :

د کیسې لیکونکئ : ډاکټر ببرک . ارغند

ژباړونکئ : س . سېلنی

ښه مې ېادېږي چې یو تود او لمرین ماسپښین و او هغه ، لکه د ځېری وړنکوتوکمو څخه یو عاق شوی ، سرکښه او سپین سترگی هلک مې ، د پښو مخې ته ناست او رډې رډې یې را کتل ، تا به وېل د څېرې کرښې مې راته شمېرلې ، تابه وېل خپل ړنگ شوی انځور زما د څیرې په کاب کې لټوي

.

ترېنه مې وپوښتل :

( ته څوک یې ، نوم دې څه دی ؟ ولې مې هره ورځ لکه گړندي بدرگه کوونکي (شاطرانو )  مخ کې ځغلې ؟ )

ځواب یې رانکړ ، په سړه سینه یې زما خوا ته وکتل .

د هلک ونه لنډۍ او تنه یې پلنه وه ، هغه سره مې هر ورځ په همدغه گړۍ ، تر همده ټکنده لمر ، په همدغه اوږدوالي او بروالي لیده کاته کول .

کله چې به یې ولیدم ، یتیمانو غوندې یې راته کتل ؛  او کتل به یې زما د سترگو په تورو نینکو کې بخۍ شوې .

ښه مې په یاد دي چې دغه ټیټ قدي ، له ښکته نه ، د پښو له مخې مې ، له هماغه ټکي چې اوبلن ځان یې راپورې نښلولی و، ما خوا کتل .

کله چې به یې پلنې څېرې ته ځير شوم ، لیده مې چې ، د کتلو کچه یې ډیره پراخه او درنه وه ، دا کتل به یې لکه یو ویرجنه څپه ، لکه د وریتې شوې سټې وږم ، لکه د یو خوسا ډنډ پوکاڼې  ؛ له خړ رنگ څخه پورته کېداې او پر ما به چاودېدلې ، ځان مې شاته کاږه او هغه به لکه برېالېو واکمنانو بې اړتیا پر ما او زما پر ډار او تېښتې خندلې .

کله چې به یې کټ کټ خندلې ، ځان به یې رېږدېده ، تا به وېل  د خپلو غړو واک یې لاس کې نه و .

خیال ته مې راته چې دا عاق هلک د ېوې بوکې هندارې ترمخې خاندي او ما ، هغه ، د هماغې هندارې پر مخ ننداره کاوو .

ښه مې په یاد دي ، د هغې ټکنده غرمې تر څاښته مې د دغه سرکښه غږ نه و اورېدلی ، هېڅکله یې ما سره خبرې نه وې کړې ، هر څومره چې مې غوښتل هغه ته نږدې شم رانه تښتیده او لرې ته .

ښه مې په یاد دي  ، هغه ورځ چې ډېر ستړې ستومانه او غمجن وم ، هغه مې وڅاره ، شاته شاته ورپسې وخوځېدم ، تر هغه چې ، ستړیا او ستومانۍ له پښو وغورځولم .                                             لیده مې له ځانه ساقط شوی یم ، کتل مې  په رگ و ریښه کې مې د خوب اکسیر ځغلېدلی او ځان مې د خوب وږم نیولی دی ، هماغه ځای کې چې ولاړ وم ؛ کېښناستم ، باڼه مې یو پر بل کیښودل ؛ که اوسي یوه شیبه هوساینه ومومم او د هغه کرغېړنې څېرې ځای مې ، خپل یادښتونه ونیسي .

عاق شوي هلک ته مې وویل :

« منلېه ، له ما لېرې لاړ شه ، غواړم ېوازې اوسم ! »

ډېر ساده ځواب یې راکړ :

« نه کېږي ! »

:ومې پوښتل

« ولې ؟ »

وچه او ناوړه خندا یې وکړه

« شتون نلري ! »

په داسې حال کې چې باڼه مې درندېدل او پسې درنېدل ورته مې ووېل :

 «! ته لېونی یې ،  ومې ویل ، ورځه !  او له مانه لرې شه »

وچه لوړه خندا یې پېل کړه :

« بې له تا ؛ زه چېرې نه ځم ، هېڅکله تللی نشم ، موږ یو بل سره یو یوو »

هغه دروغ وېل ، سره له دې چې موږ د یوبل سره پټ  او ناڅرگند ورتوالی درلود ؛

خو اند و واند ( نظر و فکر )مو یو بل سره نه نښلولوو.

هغه ، د کوڅو غولونکي باد د ځانه سره راوړی و .

هغه په درواغو وېلو روږدې شوی و .

موږ یوبل ته سره نه ورته کېدو، هغه زما پر وړاندې غلی او آرامه و ، خو چوپتیا یې سپېڅلتیا ندرلوده او زېاتره چوپتیا یې کنډوالو ته  ورتوالی درلود ، چې د کونگیانو او جوگیانو مړستون و .

رگو کې یې لکه د یوې تپې تېارې توکي ، لکه د لوخړو پاتې شونکي تاوېدل .

چې کله به په غوسه شو او خپله وینه به یې خوړه ، دا خوړسکه تپه توره به لا وپړسېده او بڼه به یې لکه د کابل د جگړوځپلو شپو په څېر تیاره او ویرونکی کېده .

کله چې په خوب لاړم  ، تابه وېل ، خوب مې د ویښتوب پاتې شونی او دوام  و او زه له دغه ناآرامه پاتې شوني اوادامې سره لکه د مستو خلکو په څېر په ځیر مخ ته تلم .

یو وارعاق شوی هلک راپه ېاد شو ، زړه کې مې وگرځېده ، نشې چې دا سرکښه او بې ډبه ما وڅاري ، په بېړه وگرځېدم ، گورم چې ، شاته مې روان و ،

ځان سره مې ووېل :
 .« دا بدمخې مې ، پرېښودونکی نه دی ؛ باېده چېرې پټ شم »

خواو شا مې وڅارله ، گورم چې ؛ ښي خوا ته یو ژوبڼ پروت و ، خېال ته مې ښه پټنځای راغی ، هماغه خوا ورتاو شوم او د نندارچیانو کتار کې ، بڼ ته ورننوتم ، بڼ د خلکو نه ډک و ، هغه خلک چې ډېری مې پېژندل ، ما لا پخواهغه لېدلي وو، ېونیم دوه یې زما کوڅه وال وو ، موږ به ېو ځای سره ښونځي او جومات ته تللو ، څو تنه یې پڅ ذهنه معماران وو چې د ځنگله له وراستو لرگیو څخه یې د رڼا ماڼۍ ته زرغونه منارۍ جوړوله ، کله چې یې کړو وړو ته ښکته و پورته ځیر شوم ، پوه شوم چې دا خلک هغه خلک نه دي چې ما لیدلي وو !       تا به وېل دا خلک د کوم ناپېژندل شوي او نه موندل شوي ستوري نه دلته راغلي وو ، تابه وېل د شېطان پېغلې لور هغوي په یوې ناولې شپه کې زېږولي وو.

هغوي ، هغه نازړه سوانده زبونکي وو چې د خندا نیالگي یې د خندا کوڅه کې وچ شوي وو اوکوم هوښیار غله یې د سترگو لید په توره اوږده شپه کې ترې وړي وو.

دې خلکو ږیري پرایښې وې ، تورې او ببرې ږیرې ، اوږدې او برگې ږیرې ، سپینې لنډې ږیرې ، هریوه له دغو خلکو ، یوسلو یو دانې تسبیح په لاسو کې درلودې ، داسې تسبېح چې مرۍ یې له ښیښې ، لرگي او د کهربا ، شاه مقصود ډبرې څخه جوړې نه وې ، دا مرې د نړۍ پر مخ  ډېرې بېه ناکې مرې وې ! هغه یې د ښځو او نجنو د تیوو له څوکو جوړې وې ، زه د خلکو له مېنځه مخ ته لاړم ، په وسواسې مې شا ته وکتل چې وگورم عاق شوی هلک څه شو او چېرې لاړ .

گورم چې عاق شوی هلک مې  لا تر اوسه هم څاري ، له ځانه سره مې ووېل :

« بايده چې ترېنه  لاره بچ کړم . » .

او تناتپی وړاندې لاړم، لیده مې ځیني د ژویو په ننداره بوخت وو ، د هغه ژویو چې د  لوږې یې یو بل سره خوړلي وو ، ځینو په الوتونکو سترگې ښخې کړې وې ، هغه الوتونکو چې یا نشوای الوتی او یا خو هم په خپلو پنجرو کې مړه او خوسا شوي وو .

ېواځې زمری چې د ځنگله واکمن دی ، ژوندی او پښتۍ یې د لرې شمېرل کېدای ؛ چې خپلو نندارچیانو خوا یې په یوې ترخې نهیلۍ  کتل ، گواکې غوښتل یې نارې ووهي ، ټوپونه ووهي او خپل ذاتي پاتوړی نندارې ته کېدي ، خو نشوای کولای ، تابه وېل د دغو ماشومانه ټوکو زغم یې ندرلود .

د ځنگله واکمن پر الوتي بڼه سا وهله او د جگړه ایزو ېرغملو پر هډوکو یې په یو اړخ ډډه لگولې وه او پرله پسې به یې ارگمي كاږل او خپلې شونډي او د خولې وږي څټل ، ارگمېو یې د غوښې وږم ورکاوو ، د هغه بې لارې شوي یرغمل ، چې گړۍ د مخه یې ، په تشو لاسو ورسره جگړه کړې وه .

د ځنگله واکمن د یرغمل تازه هډوکو ته په سپکه ورکتل چې لا ټول مړه نه وو او په وینو لړلی لنگوټی او جامي یې ور بویولې ، څټلې او په  ډارونکو سترگو یې خلکو ته په زغم کتل او باڼه یې رپول .

تابه وېل ، جگړه گټونکو خپلو جگړه باېلونکو یرغملو ته ، د پنجرو  وږیو زمریانو سره د جگړې ، سزا ټاکلې وه .

زړه مې پر یرغملو او د هغو پر هډوکو وسوځېد ، د کوپړیو ډېرېو ته مې وکتل.

ما د هغو کوپړېو درې تنه خاوندان پېژندل ، کله چې ، ککرو غوښې او پوټکي درلودل او پر لارې تلل ، هغه داړه ماران وو چې یو یې هم غوږ و سترگې نه درلودې او د بې غوږو سترگو ډلو خلکو لارښوونکي وو.

 د لاس و پښو ډېرۍ ته ځیر شوم، د هغو په مینځ کې مې د لیک د ښوونکي واړه لاسونه وپېژندل .

 په یاد مې شو ، یو ورځ یې په همدې لاسو چې هغه وخت سپین ، غوښَن او له شنو رگونو ډک وو ما ته لیکل رازده کول .

 په یاد مې شو چې د ښوونځي د لرگي دړې لمړنی تمرین مې « الف » و چې هغه مې ژر زده کړ او ښوونکي مې پر همدغو سپینو لاسو د پېرزوېنې لاس تېر کړ او ماته یې لس نمرې ولیکلې .

تابه وې د ا سوزونکي یادښت چې مې د ښوونکي په هنر زېږونکو گوتو کې تر پرېشانه خېال تېرېدې، د ځنگله واکمن ولوستې ، او زما د خپه خوا د پوخلا کېدو لپاره یې د ښوونکي هډوکي بوي کړل او په زیږه ژبه یې څو ځلې وڅټل او ونازول .

شاته مې وکتل ، لیده مې عاق شوی هلک د خلکو مېنځ کې ولاړ و او زه یې لټولم ، مخکې تر دې چې پلټونکي سترگې یې پرما ولگېږي ، له هغه ځایه وتښتېدم ، ځلبلانده او پریښانه له پله تېر شوم ، یو وخت مې لیده ، لکه د زرنگار پارک کې چې ولاړ وم ، خلک سره چاپېر وو ، د ډول اوچت غږ و ، تابه وېل چا ډول غږاوو ، چا سورنی واهه او څوک گډېدل او هغو چې ارگمېو یې د آدمي زاتو د غوښو وږم کاوو دا نڅا یې په ډېره لېوالتیا ننداره کوله ، دا خلک هغه ماران وو چې د بې ککرې سړي خوا و شا راتاو شوي وو او د سرغوڅي سړي د نڅا ننداره یې کوله .

 دا ماران چې پنډ پوټکي یې په زرینو کرښو انځور شوي وو ، د سپینو زرو دروي یې پر شونډو وو ، چا شهنایي وهله ، چا ډولک واهه او چا به په دروي  او سورني کې پوو کول ، کتل مې عاق شوي هلک هم سر وړاندې کړی و او د سرغوڅي د نڅا ننداره یې کوله.

د بدمرغه نڅاگر ککره یوې څنډې ته پرته او په گڼو ویښتو یې خاورې ناستې وې .

د سړي سترگو چې د مرگ په تت او پیکه پردو پوښل شوې وې او وير او خپگان ترې پورته کېده ، تور رنگ درلود  

تابه وېل تر وژولو د مخه یې له خپلو بدمستو وژونکو څخه د زړه سوي هیله کاوو.

تابه وېل مخکې تر دې چې غاړه یې د کوم ناڅرگندې پارونې په پلمه  په توره ووهي د خپل ژوند او وینې غوښتنه یې ترې کوله .

ما دا سړی ، چې ککرۍ یې د ډگر له څنډې د خپلې نڅا کونکې پژۍ ( جسد)ننداره کوله پېژانده ، هغه د ېو لېرې بې اوبو او ورشو کلي نه چې ېواځې د اوښې له شیدو او د کربوړو د لاښه بل هېڅ خواړه نه تر لاسه کېده دلته راکډه شوی و .

عاق شوي هلک ځير شوم ، ومې لېده چې بڼه یې لوخړنه شوې وه ، پوه شوم چې مست شوی و.

هغه چې به هر وخت مست شو ، څېره به یې لوخړنه شوه ، د سر وېښته به یې خواره واره شول او اوږې به یې ولوېدې ، لکه یو زوړ ، زهیر چې به له ځمکې نشو پورته کېدای ، تابه وېل زر کلن کېږي .

ترې وډار شوم ، له مارانو او کربوړو هم وډار شوم .

ځان سره مې ووېل:

 « باېده له دې ځایه وتښتم ؛ که نه ما هم خوري ! »

 گومان مې کاوو چې د مارانو اوکربوړو ځالې ښار کې ځای لري ، د همدې لپاره له ښاره وتښتېدم .

د سړک دواړو څنډو څنارونو خپل رنگ کړي سرونه زما د لیدو لپاره وړاندې کړي وو او په بوڼېدولو یې یو بل ته سره ، زما د تېښتې د کېسې نکل کاو .

د لوېې وېالې چې پلنوالی یې د غوایي وژلو وېالې په اندازه و، پورې وتم، پاېڅې مې لمدې شوې وې ، د بوټانو پر مخ مې زړنې پرتې وې ، هغه مې په ډېره سختۍ له ځمکې پورته کول .

خیال ته مې راته چې هره پښه مې د ژرندې  یو پل دی .

بوټان مې له پښو وکاږل او له هغو سره مې مخه ښه وکړه .

کله چې له بوټانو مې  لرې شوم ، بېرته مې هغو ته وکتل ، غوښتل مې پوه شم  ، چې ایا هغه به راپسې راشي ؟ .

گورم چې ، عاق شوي هلک مې بوټان پښو کړي او په تړپهاري یې زما د پښو پر ځای ، پښې ایښودې .

ځان سره مې ووېل :

« د پک سرِ نه مې لاس ناخلي . »:

اسمان ته مې وکتل ، لا هوا نه وه تیاره او لمر د اسمان له څنډې نه و غورځېدلی ،  زړه ته مې تسل ورکړ :

» مه ډارېږه د تېښتې ؛ مختگ موکه لرې«

او خپلو پښو ته مې وکتل ، پړسېدلې وې خو دړد یې ندرلود .

ومې وېل، مخکې تر دې چې په دړد شي ، باېده چې ځان ېو ځای ته ورسوم .

هغه لار مې مخ ته ونيوه ؛ چې لمر خوا ته تلله .

کله چې ځنگله ته ورننوتم ، عاق شوي هلک ته مې وکتل ، لیده مې چې په کلکه راپسې دی ، په بېړه د هغې ډلې ترمینځ کښیناستم چې اور یې لگولی و او خواوشا یې ورته ګونډې وهلې وې ، تر څومې پړسېدلې پښې تودې کړم ،

په ماشومانه پلټنې مې هاخوا دېخوا وکتل ، وډار شوم ، سړښت مې د لاس و پښو نه زړه خوا راوڅښېد ، مه وایه چې  ، دا ځنگل د سړیو ځنگل و ، سړي لکه ونې ټوکېدلي وو ، شنه و سپین او سره شوي وو ، ریښې او ډنډرې او څانگې یې ځغلولې وې .

کله چې به باد راوالوت هغوي به ښورېدل ، کله چې به باران وشو ، هغوي به لمدېدل .

کتل مې،عاق شوې هلک هم لکه یوه وچه ونه د نورو مینځ کې ولاړ و.

دا خلک ، دا شین و سپین و سور ځنگل ، لکه یو څپانده سیلاو ، په هلو ځلو کې وو .

تابه وېل ، هغوي پېدا شوي وو چې دوزخیانو ته تابوتونه جوړ کړي .

تابه وېل ، هغوي دنده درلوده چې جوړ شوو تابوتونو باندې میخونه ټکوهي .

زړه کې مې وگرځېده چې ، کاشکې د عاق شوی هلک په تابوت باندی میخونه ټکوهل شي .

تابه وېل ، عاق شوي هلک یوزرو څوسوه کاله و چې په ځیرکی یې څټک واهه ، میخونه یې ټکوهل او تابوتونه یې جوړول .

تابوتونو ته مې وکتل ، ومې لېدل چې تابوتونه هم سړي وو ؛  او ولاړو ونو د هغو پر ککرو کې اوسپنیز میخونه ننوېستل  .

تابه وېل لوېدلې ونې تابوتونه وو ، د لرگیو تابوتونه چې دړې یې باېده پر مېخو تړل شوې وې .

عاق شوي هلک ته ځیر شوم ، پر جامو یې وینې پریوتې وې ، هغه وینې چې د میخونو د ننوېستو له کبله د تابوتونو د سر د کوپړیو نه تښتېدلې وې .

بوټانو ته ، چې زما خپل بوټان وو ځیر شوم ، د بوټانو پر مخ مې وینه ناسته وه .

تابه وېل له هغه کار نه چې عاق شوي هلک ترسره کاوو ، د سپکوالي احساس نه کاوو ، چې د خېر غوښتنې موسکا یې پر شونډو درلوده او شرم و پښېماني یې په سترگو کې نه وه .

دردونکي او بدرنگه انگېرنې مې سر تر پاېه  راته ونیو .

په یو ناڅرگندې هڅې مې په تېښته پېل وکړ او خپلې هکې پکې او اریانې سترگی مې د هغې لارې په لټه کې چې لمر خواته تلله ولېږدولې ،

خو ، درېغه درېغه او سل ارمانه چې هوا ډېره تېاره شوې وه او هغه لار چې لمر خوا تلله ، نوره نه لیدل کېده .

 بې وسه ، د هغه بوټي تر څنگ کښېناستم چې لکه ما غوندې ېواځې او بې کسه و .

په نهیلۍ مې دې لېرې او اوږدې پرتې ، لکه یو وږي ښارمار( بوآ ) لار ته وکتل.

ما د دې لارې پرڅنډو د پیغمبرانو او سپین وزرو ملاېکومړستون لېده چې د همدغه ښامار بلهاري وو .

د دې ډوریو ( قبرونو) پرسر شنې ، سرې او سپینې جنډې رپېدلې.

ما د دې لارې دواړو خواوو سوالگر لیدل چې له تگ و تللو پاتې او پر ځای ناستي وو .

ما ، هغو چې د پت او درنښت سوالگري یې کوله كچکول لیده .

لکه یو گرځنده ویده چې خوب کې پر لار ځي ، غوښتل مې پاڅم او پر لاره لاړ شم .

یو ځلې مې گومان وکړ چې دروند لاس زما پر اوږه کېښودل شو ، کله چې مې مخ راوگرځو ، گورم چې عاق شوی هلک مې په سپین سترگۍ سرته ولاړ دی او رډې رډې را ته گوري ، په لیدلو مې ټکان وخوړ ، داسې ورېږدېدم او بڼه مې والوته تا به وېل سل کاله پرله پسې ډار شوی وم .

عاق شوی هلک ، چې سر تر پایه ترې وینې څڅېدلې او د بوټانو د پاسه یې چې زما بوټان وو وینه تړل شوې وه ، زه یې لکه گناهکار ماشوم په زنگنو پرېوستم او په دوه سرې ارې یې زما د دوه ټوټې کولو تکل وکړ .

ما د دغې ارې رېږدهارې او زگېروی اورېده چې پر رگنو او پلو مې تېرېده ، وینې مې لکه اوښکې د ځانه را روانې وې.

غږ مې ، چې ېواځې پاتې و ، اسمانو خوا پورته کېده .

تابه وېل یا د خوب د درملو پدل او اغېز په ما کې له مېنځه ته ؛ او یا که کلک ، نه زغمونکی دړد و چې ټکان مې وخوړ او د خوبه ویښ شوم .

لیده مې چې خوب کې پرلاره تللی او یوې دښتې ته رسېدلی یم .

اوعاق شوی هلک ، زما تر مخې لکه یو شاطر لار وهله

په لېدو یې بیا ترهنده کړم او وډار شوم .

څېره یې یې خپل ړومبنی جوړښت د لاسه ورکړی و، لنډه ونه یې اته متره اوږده شوې وه او توروالی یې لږ څه رنگ باېللې ښکارېده.

مخې ته مې لکه ېو دېو پر لاره ته ، داسې ېو دېو چې پټ ، ناڅرگند او ېرغلیز کتل یې  لرل .

ښي لاس کې یې هغه تسبېح چې د ادمي ذات د تیانو له څوکو جوړې شوې وې ځان ښودنه کولاه او په ککره کې یې ېوه گلمېخۍ ننوتې وه ، چې د ېو پولادي ښکر په څېر ښکاره کېده .

مخ ته یې یو بې ککرې سړی اړخ پر اړخ ناڅېده ، هغه ترې خوند اخیست او په هرهر یې خندل.

لیده مې چې ، خندا یې د دریدلي او پړسېدلي ستوني له چاودي راپورته کېداه ، تابه وېل د بوگي هندارې مخ ته خاندي او ما د هماغې هندارې پر مخ ننداره کاوو .

ېو گام مخ ته لاړم او همېشنۍ پوښتنه مې بېاځلي ترې وکړه :

ته څوک یې؟  ولې مې کله شاته راځې او کله مې مخې ته روان یې   « ها ولې ... ؟   »

 عاق شوي هلک ، چې سترگو کې یې وینو ځای کړی وو ، شاته  گام واخیست او په تونده یې وخندل او ځواب یې راکړ :

« .زما نوم سېوری دی !  »

چې کله یې نوم واخیست ، لاس و پښې مې ساړه شول ، تابه وېل د پرېکړ شوي ځان همدا پنځه لیتره وینه یې راڅخه ووېستله .

له خپله مې وشرمېدم ، له هغه چې ځان ته یې سیورې وېل وشرمېدم ، سیورې مې خېال ته ېو وژونکئ راغی ، خېال ته مې ېو رنځور مېن ته درواغ وېل راغلل ، سېورې مې خېال ته ېو پیر راغې ، داسې پیر چې څښتن تعالی هغه نازړه سواندې زېږولې و .

غوښتل مې سېوری مړ کړم ، غوښتل مې دا جناېت ، دا درواغ او دا پیر ، لکه د وینې اوښکه چې د خدای ' ج' له سترگو پر ما او ستونزو څڅېدلې وه له مېنځه ېوسم.

ښه مې یادیږي ، د هماغې ورځې په شپه چې کور ته راغلم ، لوخړن لاټېن مې روښانه کړ او شغلې ته یې چې مړه مړه سوزېده ځیر شوم ، لیده مې چې سېوری هم ورو او بې غږه د خوب خوني ته راننوت او لکه اوبلنه ترږمۍ ، لکه ېوه غوړسکه تېاره ، لکه د ېوه پېغمبر پلار نه ، سرکښه او وچ سترگی عاق شوی زوی ، راغې او شاته مې پټ شو .

تابه وېل له ما او خبرو مې ډارېږي ، تابه وېل د سترگو په سترگو کېدو څخه مې په وېره کې و .

گمان کوم ، پوه شوی به و چې ، جنایت ، دروغ او لارښود مې نه خوښېږي .

کله چې مې د نېالۍ ( توشکې ) پرسر کېناستم او د سترگې له اړخه مې هغه ته وکتل ، گورم چې ښې خوا ته مې ، د دېوال تر څنگ پر زنگنو ناست و او ما غوندې ، غمځپلی ، خپه او ناکراره ښکارېده .

مخ مې ور واړوو او پرې چیغه مې کړه :

 « ته یو جناي یې ...! ته یو وېل شوی دروغ یې ! ته یو رټل شوی پیر یې ، لکه د وینو اوښکې دخدای له سترگو څڅېدلای یې «!  

له خبرې مې خپه شو او مخ یې دیوال خوا واړو ، او ما یې ، نه ږمونځي وېښته ولیدل چې خېال ته مې خواره واره ، سپین او رنگ باېللي راغلل.

هغه چې ډنگر ، خواشینې او ارېان و ، خېال ته مې لکه مړی راغی ، هغه مړی چې پژۍ او بدن یې د سنځلې د عطرو وږم کاوو ، پر هغه مې زړه وخوږېد .

 بې وسه سېوری ! څه ډنگر، څومره شډل او څومره بې ادبه شوی و! په دې باور چې نور هغه ونه وینم ، د لاټېن پلته مې ټیټه کړه .

ومې لېده چې دا توره اوبلنه او خوړسکه توره دربله ما خوا یرغل راوړ او کله چې روښنایي چوپه شوه ، د هغه د ځان پر چېچلی سړښت پوه شوم .

  تابه وېل ، سېوری  ، زما په تاوده او سره ځان کې وخوځېد او نا پېژنده اروا ؛ زما په بدن کې راننوت .

د ډار احساس مې وکړ ، په بېړه پورته شوم اولاټېن مې بیا روښانه کړ.

کتل مې ، سېوري ، زما پژۍ  ( بدن )پرېښوده ، لاړ او زما په تقلید او پېښو یې ، لکه بېزو په دېوال اوږد پرېوت .

پر تللو یې ما خپل ځان تش شوی، هوسا او سپک وموند ، باڼه مې بیا درانه او خوبیولي شول ، ځان مې د وزره لرونکي آس پر شا وموند چې د خیالونو ښار خوا یې الوتنه کوله ، چېرې چې زما پسرلی ، د کړکۍ تر شا ، زما په تمه ناست و ،.

له هماغې تېرې شوې شپې ؛ تر نن ورځې چې د تندر نېولي لمرد کېسې پای دی ، زما د کور لاټېن ، شپه تر سهاره مړتته رڼا ورکوي او دا سېوری چې وایې د شېطان لعنت دی ، زما د کور پر دېوال انځور شوی دی .

پای .

-پژۍ . تن . وجود

 

لوستل شوی 381 ځله Last modified on جمعه, 28 میزان 1396 21:13

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي