هلته هم ستغې سپورې

هلته هم ستغې سپورې

خوشال مزاروال

لنډه کیسه

له لږې شیبې وروسته دینو ګل په خپل نوي کور کې سترګې غړوي. څلورو خواوو ته په څکو ګوري. تندی یې تریوییږي. نورې ګونځې او موړې په کې راټوکیږي. کور ورته لنډ تنګ او زړه تنګی برېښي. د تسپو د دانو په څېر غوټي یې په مرۍ کې راڅرګندیږي. ګروم (عُقده) یې لاپسې ستونی مروړي. له ځانه سره په خبرو کیږي. وایي

:

- مشرانو خو ویل چې له غزا وروسته به خوشبخت یې! هغه نړۍ به دې ښایسته وي. ټول عمر به ته یې او مزې چړچې. داخو مې کور مټې(ایله بیله) دوه لوېشتې دی. دوه لوېشتې څه چې له دې هم کوشنی دی. دا کله د ګوزارې دی. دا خو به ما وخوري. دا خو زړه چاودی دی..... زه خو په دې اند وم چې خورې تڼۍ ژوند به مې وي. دا خو به راته پړک زړه  وچوي...... نورې یې هم خُلق  لا پسې تنګ و تریخیږي. له ځانه سره وایي:

دې کې خو مې پښې هم نه غځیږي. دا په څه بلاواوښتم.... له دې سره کوښښ کوي چې خپلې پښې وغځوي. اخ خدایه پښې مې کار نه کوي. زما پښې. زما خو پښې نشته. زه خو غرک شوم. زه خو تباه شوم.... بېرته ځانته وایي:

- دا خو لکه چې هلته رانه پاتې شوي دي. د غزا او جنګ په ډګر کې..... او بیا د روح و روان په وزرو سپور د جنګ ډګر ته ځي:

ګوري چې بده ورځ ده.  د ولایت د نیولو په سر جګړه روانه  ده. سپکو او درنو وسلو له ټولو لوری لودن ورک کړی دی. واټونه او لارې کوڅې په وینو اخېړ دي. د مړو په لیدو یې سترګې تور خوري. د ټپیانو زګيروی په واټونو او کوڅو کې د غم سندره وایي. دینو ګل دی چې همداسې خپله ماشینګڼه چلوي. د اور لمبې دي چې د ماشینګڼې له خولې وځي. هغه همداسې روان دی. د مړو په سینو تېریږي. همداسې پر مخ درومي. همداسې لو کوي، د سرونو لو. د ګولیو د شړک جکړ لا همداسې روان دی. د ښار په منځ  او واټونو کې جګړه تر لاس و ګرېوانه رسي. ځانمرګي دي چې یو پر بل پسې ځانونه بلهاروي. د ولایت  دفاعي ځواکونه د سر په بیه په جګړه کې ښکېل دي. تازه دمو ځواکونو ته سترګې اړوي. دواړو خواوو ته د الله اکبر نارې سورې دي. دینو ګل هم نارې وهي. دواړه خواوې تر همدې نامه لاندې یو بل سره وژني. یو د بل مرۍ پرې کوي. نر هغه دی چې خپل کار وباسي.  وژنه او قتل  عام وکړي، او خپل دښمن له پښو وغورځوي......

ښار ژاړي. د ښار واټونه، کوڅې چنې ژاړي. د ښار اوسیدونکي ژاړي. له ټولو لوری لودن ورک دی. په خپله ګناه نه پوهیږي. خو له یوه سره وژنه روانه ده. خبره د نر یا ښځې نه ده، او نه څوک د ماشوم په کیسه کې دي. له یوه سره لو روان دی. له ګاونډه، ان له لرې لرې هم  راغلي دي. ښار ته زندۍ اچوي. د ښار د وګړو ژوند اخلي...... له دې سره د دینو ګل وینه نوره هم په جوش راځي. انګېرنې او ننګېرنې یې لاپسې راپاریږي. په خپل کوشني کور کې ځان لاپسې کشوي او خوځوي چې په دې کې یې تن له یو چا سره لګیږي. هېښ پېښ ګرځي. وایي:

دا لا څوک دی چې په کور کې یې اوسیږي. او دی پرې خبر نه دی. بې واره ترې پوښتي:

- خیریت خو دی وروره! له کومه راپیدا شوې، او دلته څه کوې!

د دینو ګل له اختنې پوښتنې سره سرتېری فدا هم ټکان خوري،حیرانیږي. ځکه تر دې دمه هغه هم نه پوهيږي چې په خپل کور کې یوازې نه دی. له ځانه سره بڼیږي، وایي: پر ځای د دې چې زه ترې وپوښتم، دی راڅخه پوښتي. هغه هم په داسې انداز ته به وایې بولندوې مې دی. سرتېری فدا د دې پر ځای چې د دینو ګل پوښتنې ته ځواب ووایي، په ځان کیږي. ګوري چې ټوټې ټوټې هډونه پروت دی. د نامه له غوټۍ پورته تنه یې چورلټه نشته. تشې پښې پروت دی. او له دې سره ځغلند یې هغه جګړه ییز امر ذهن ته راوړاندې کیږي چې د جزوتام بولندوی بیړنی اکر بکر ابلاغوي، وایي چې د ارامۍ دښمنانو د ولایت ارامه فضا له ګواښ سره مخ کړې، غواړي هیوادوال په وینو ولمبوي. بویه چې مرستې ته یې ودانګو. او ورسره جوخت ځان د جګړې په کوڅو او واټونو کې ګوري.....

اوخ خدایه! دا څه حال دی. دا خو واټونه، لارې او کوڅې په مړو ډکې دي. کورونه او هټۍ دي چې رانړیږي. دوړو او لوګو تشیال په سر اخیستی دی. دواړو خواو ته د الله اکبر نارې سورې دي چې له کومو راووځي. تر همدې نارې لاندې یوبل سره وژني. یو پر بل د کفر ټاپې لګوي. سرتېری فدا دغه نارې په سوچ کې اچوي. وایي:

- ای زما خدایه! دلته څه روان دي! ستا بنده ګانوڅه نادودې نښلولي! داسې نادودې چې د زغملو نه دي. دوی پرته له دې چې وډار شي، په مرګ ژوبلو سر دي. دواړه خواوې د مرګ ژوبلې په وخت کې ستا نوم اخلي. بیا د وینو لښتي بهوي. هر یو پړې ته غاړه نه ږدي. ستا له پاک اوسپېڅلی نامه څخه یې د وژنوسېمبول جوړ کړی. دوی په ټولوداسې کړنو کې ستا نوم په خوله راوړي! خدایه ته پخپله ښه پوهېږې.......

سرتېری فدا په هماغه لوري چې دنده ورکړل شوې وړاندې ځي. سره له دې چې دینوګل ترې څو واره پوښتي. خو سرتېری فدا دومره په خپلو خیالونو کې ډوب دی چې د هغه خبرو ته نه ځير کیږي. لږشانې وړاندې د ویالې اړخ ته په پستو شګو کې یې سترګې په دوو تنکیو ماشومانو نښلي چې د لوبو د کوټنیو تر څنګ په وینو کې لېت پېت پراته دي. کوټنۍ یې په وینو سرې دي. په خپلو وینو یې تازه رنګ کړي دي...... له ځانه سره په خبرو کیږي، ماشومانو ته وایي:

- تاسو هم د الله اکبر تر نارې لاندې بلهاري شوي یاستئ! تاسې هم ابدي ژوند ته په دې کوشنیوالي کې پناوړې! اخر ستاسې ګناه څه وه! ستاسې کوټنۍ او کورګي به څنګه شي!.....

دی لا همداسې له ماشومانو سره د اندیښنو او خبرو اترو په چوپړ کې و چې ناببره یې د سترګو په وړاندې له هوا توتکۍ راپرېوځي. هغه هم په وینو سور ټټر. پړتکې وهي. خواړه یې په خوله کې نیولي. لکه چې بچي یې وږي او نهار دي. له اریانې او مجبورې ورځې راوتې ده. وږی نس هم بلا دی. د بچو لوږې اړکړې چې بهر راوځي. بچي ورته سترګې په لاره دي. شیبې شماري..... خو د مور یې ځنکدن دی. خوله وازه وازه کوي. خو نه پرېږدي چې د بچو رزق او خواړه یې له خولې ولویږي. نه پرېږدي چې بچي یې له لوږې مړه شي. څه وکړي اخېر مور ده...... خو درېغه چې زړه یې دریږي. د بچو رزق یې په خوله کې همداسې پاتې کیږي...... د سرتیري فدا له خولې سوړ اسویلی راووځي. وایي:

- ته هم د دې نارې بلهارې شوې! ته هم له کفر سره د جنګ په ټس کې لولپه شوې. ستا د بچو برخلیک به څنګه شي....

سرتېری فدا لا همداسې د توتکۍ ویر کوي چې په خپل وړوکي کور کې دینو ګل یې د سوچونوله سمندره راباسي،  او په ستغه ژبه ورته وایي:

- کوڼ خو نه یې!  ولې ځان  نانګاره  اچوې! څه مې درته وویل! ولې ځواب نه راکوې؟

سرتېری فدا چې تر دې دمه د ماشومانو غلبیل غلبیل ټټرو، د توتکۍ، او د هغې د بچو برخلیک زښت خواشینی کړی و، هم په ستغه ځواب ورکوي، وایي:

- ته څوک یې او دلته څه بلا غواړې!

- پکه وایي دا دې لا بله سپکه. زما په کور کې اوسېږې او لا وایې چې ته څه کوې!

- خوله سمه خوځوه! دا ته یې چې زه دې په دې برخلیک اخته کړی یم! که تا او ستا په څېر نورو تورغوږو د مور سپکاوی نه کولی او د نورو په لمسون مو خپل وروڼه نه وژلی، ولې به مې له وخته مخکې دغه دوه لوېشتې کور په برخه رسېده! او هغه هم له تا بدبخته سره یوځای! بیا له یوه لنډ لارغي وروسته غلی له ځانه سره وایي:

-  لکه چې د ښار سمبالوونکو زمونږ په ټوټو هډونو د یوه تن شک کړی، او ختاوتي دي. خو دینو ګل ورته په تروه ټنډه چې د کرکې او غوسې سپرغۍ ترې الوځي، وایي:

- ده ته ګوره! چې پر څه اوتو بوتو سر دی. مونږ ته دوعا کوه چې بهرنیان مو درله تر دوو سپېږمو راوستي دي. که نه،له تاسې خو اوبو ورخ وړی دی. تاسې خو یې غلامي په سر سترګو منلې ده!

- اپلتې مه وایه! تاسوخپله د مریي مریان وئ! د هغوی ډول ته نڅېدلئ! د  هغوی د پلیتو موخو له پاره مو د خپلو وروڼو او خویندو په ستونو چړې ايښودلې. ستا د سپېره په دې خبرو سر نه خلاصېږي. ستاسې مشرانو له تاسو د جګړې د سون توکو په څېر کار اخیست.خو دوی بیا مزې او چړچې کولې.  غرونه رغونه، دښتې او شاړې خو څه کوې چې ان په هدیرو یې هم خیټې واچولې، او اسمان څکي یې پرې اباد کړل. ستا د خوار په برخلیک خو دا دی دوه لویشتې کور هم په نصیب نشو. زه دې  له ځانه سره وسوزولم...........

سره له دې چې دینو ګل لا تر اوسه په هماغه خره سپور و. نه پوهېږم ولې یو دم راښکته شو. خوله یې وازه پاتې شوه. د سوچونو لاره یې ونیوه. له ځانه سره په پسېدو شو، وایي:

- والله دی هم رښتیا وایي. دې ځینو خو هرڅه لوټ کړل. د چا خبره خر یې له باره سره په بډه ووهو. سرکاري شتمنۍ او شاړې زمکې خو څه کوې چې په هوایي ډګرو، څلور لارو، ملکي او پوځي پوهنتونونو یې خېټې واچولې...... له دې هم وړاندې تېر شو. او د داسې مړو سر ته ودرېد چې په مړینو یې تاریخي ځایونه ، غونډۍ او پارکونه ونیول. او خېټې یې پرې واچولې. له دې سره یې کرکه او غوسه راوپارېدله، د مشرانو هغه دوکې ورپه زړه شوې چې پاسپورتونه او کلیانې به یې ورته وېشلې، او له تپوسه پرته به یې په ابدي نړۍ کې د مزو چړچو غوړې، ټینګې او ترینګې ژمنې ورکولې.....

دینو ګل لا د خپلو ترخو یادونو ګرېوان همداسې ټینګ نیولی و چې سرتېري فدا پرې ورغړمب وهل:

- تاسو نامردو خو له پلار نیکه راپاتې شمله هم په عزت پرې نښوده. هغه مو هم د بارودو په لوګو ککړه، او والوځوله. د خدای پر کور مو ناره کړه، دیوالونه مو ورله دعبادت کوونکو په وینواخېړ کړل. جنازې مو له  لمونځ کوونکو سره هم والوځولې. د مور په وژل شویو بچو مو یو ځل بیا نادودې وکړې. لږ سر ګرېوانه ته ورښکته کړه. څه نادودې مو د هېواد په بچو ونه کړې.....

په دې وخت کې دواړو یو بل ته ستغې سپورې وکړې،او شور ماشور پورته شو. نږدې و چې خبره بې خوندۍ ته ووځي،چې په دې کې د اوږدو څنو والا دینو ګل ورته په توندۍ وویل:

- بس بس، خوله دې بنده کړه! خبره دې مردارې ته ووېسته! تاسو چاته څه پوزه پرېښوده. په ودونو مو بمونه واچول. غرونه رغونه مو د ماشومانو په وینو ولمبول.....  د بوسو لاندې اوبه مه بیایه. ستاسو مشران کله خپلواکه دي. د پردیوله اجازې پرته متیازې هم نشي کولی. خوله دې په واک کې لره...... له دې سره چوپتیا خوره شوه، ښایسته شیبه چوپتیا لاسبرې وه، یو له بله سره نه غږېدل،بوڅ برند وو. خو څه چاره وه. دواړه په یوه کور کې سره اوسېدل. رغېدن یې کله کېده. نه یې کور بدلولی شو، او نه هم یو له دوی کډه کولی شوه. که د کډې او بیلتون چاره کېدای، نو وختي به یې لارې ګودرې لټولې وای. خو درېغه چې هېڅ نه کېدل. بویه چې جوړ جاړی یې سره کړی وی.....  

له دې ټولو سره سره دینو ګل د سرتېري فدا په لوري سترګې واړولې. یوه شیبه یې د هغه په سر راسور چت او اړخونو ته وکتل. د هغه برخه ورته غوړه غوندې ښکاره شوه. په تندي کې یې د خواشینۍ موړې راشنې شوې. بې واره یې ورته وویل:

- دا څنګه د ځان په نسبت راته ستا برخه چاغه برېښي. نه چې د دواړو په منځ کې د مور او د مېرې سلوک شوی وي!

سرتېری فدا د دینو ګل خبرې ته په سوچ کې ځي او له لنډ لارغي (مکث) وروسته ورته په موسکو وایي:

- دا ځکه چې زه د مور منونکی بچی وم. د هغې مې اورېدلي. د هغې مې خیال ساتلی. د هغې اوښکې مې پاکې کړي. د هغې مینه مې په زړه کې پاللې.... ستا په څېر تورغوږي او ازاري نه وم. له چا سره چې د مور لاسنیوه وي، خود به یې کور ارت اوپراخ وي.....

له دې سره دینو ګل لږ غوندې ماتیږي. بیا یې روح و روان همدې جګړې ته، چېرې چې ټوټې ټوټې هډونه ترې نوي کور ته راګرځېدلی، وایي:

- رښتیا په دې جګړه کې چا خپل سرونه بایلل؟ چاته مرګ ژوبله واووښته؟ او چا په کې خپلې وسلې وپلورلې او  وازمایلې....؟ بیا د پښېمانۍ سوړ اسویلی د زړه له تله راباسي، په سپیرو شونډو وایي:

- ما خو لکه چې هرڅه بایلل. هغه هم د پردیو پر کړنو. دا دی نیمه تنه پروت یم. د پښو درک مې نشته. او له دې سره خدایزده کومو لټو او سوچونو لرې چېرته یووړ. دا مهال چې سرتیري فدا د دینو ګل خبرو ته غوږ غوږ و،د هغه د سوچونو لړۍ هم د تېرې بدمرغې جګړې میدان ته وغځېده، او د خپل ټوټې ټوټې صورت، او  پاتې شوو هډونو د لټون په موخه  د ښار واټونو، لارو او کوڅو  ته شو. یو ځل بیا پرې ور سم و، چېرې چې وړاندې په توده جګړه پرې اوښتی و. یو ځل بیا نړېدلو دیوالونو او هټیو ته ګوري. ښار ورته د پرهرونو نه ډک یو وجود ښکاري.  د انسانانو پرنځ شوو وینو ته تمیږي چې لښتي لښتي بهېدلي دي. د مړو بویونه احساسوي. هلته وړاندې یې کمزوری کوڅه ډبی سپی پام ځانته را اړوي چې د وچو شوو لښتيو وینې څټي، او خپل وږي نس پرې ډکوي..... کیڼ اړخ ته د یوه کور د تمبو په وت کې تورسرې بوډۍ ويني چې خپلو نمجنو او ننوتوسترګو ته یې پلو نیولی. اوښکې پاکوي، او اریان دریان ښار ته ګوري. همداسې په کراره کراره وړاندې ګامونه اخلي. ناببره یې د واټ په څنډه کې  سترګې د هغو دوه ماشومانو په کورونو او کوټنیو نښلي. کوټنۍ ورانې ویجاړې او کنډر کنډر دي. وازې خولې یې نیولي دي. د ترهې خپسه لا تر اوسه پر ښار خپره ده.  په ځینو واټونو کې یوه نیمه هټۍ پرانیستي ښکاري. یو نیم ښاري ،هغه چې د جګړې له تاړاکه په امان پاتې شوي، زېړ زبېښلي، او ارور تروره ، له کوره راوځي. له هټیو خوراکي توکي رانیسي ، او بیا ژر په خپلو تمبو ننووځي.......

د ښار د ویرژلي اکر او ناخوالو تر څنګ د سرتیري فدا پام ځان ته راګرځي. د خپلو پاتې غړو  په سودا کې کیږي. له ځانه سره ورو شانې وایي:

- زماپه برخه خو وړه شانې سرپناه ورسېده، هغه هم له هغه چا سره یو ځای چې یو تر بله سره جنګیدو. خو پاتې غړو به مې سرپناه موندلې وي او که نه. او که موندلې یې وي، زما د برخلیک په څېر به یې د ستغو سپورو مجلس ګرم وي ، او که نه؟

۱۵ - ۱۰ – ۲۰۱۸

۲۳ - تلې - ۱۳۹۷

ډنمارک

 

 

 

 

 

لوستل شوی 184 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي