د آمین مرغه

د کېسې لېکونکئ : ډاکټر ببرک ارغند

ژباړونکئ : س . سېلنی

د آمین مرغه

لاسي هنداره مې لرله ، کلونه کلونه راسره وه ، یادېږې مې له هغې ورځې چې مو د کور بام سوری شو او پښې مې زیانمنې شوې ، هغه هنداره له ماسره وه ، خدای پوهېږي د ورځې به مې څو وارې خپله څېره په کې لیده ، یو ځای ناستی ، گوځنډ وهلی او بې لاس و پښو سړی به څه بوختیا ولري ، چې په څنگ کې یې د ېوې هندارې څښتن هم وي .

په هغې یوې اریانوکې او جادوگرې ورځ ، چې مې د ماتې دړې او کړکۍ کوټه کې لکه د همېش غوندې مړژواند ناست وم او خپل ډَوَل و سینگار کړې څېره مې د هندارې قاب کې ننداره کوله ، ناڅاپه ځیر شوم چې مخ کې مې یو اوه ویشت کلن بوډا په غمځپلو سترگو ، نهیلی او اریان ناست دی . پرېشانه څېره ، لنډۍ ونه او ولېدلې سترگې یې درلودې ، پر پلن تندي یې څو زېږې لیکي لکه د غڼي سپڼسي ؛ ځاله جوړه وه او د یو رنگ بایلونکي کالبوت پر نریو ، وچو او پتریو شونډو یې مړه موسکا ښکاره وه . کتل یې لکه پر څلور لارې کې مور ورکي اریان او لالهانده ماشوم ته ورته و .

په شک و گمان مې له ځانه وپوښتل :

« دا نرې او تیغنه وهلې پزه ، دا د څېرې توږل شوی قاب ، دا سپین او شانگې وېښته خو زما نه دي ؛ نو دا بې ډبه سړی څوک دی چې په دومره سپین سترگۍ زما هنداره کې راته رډې رډې گوري ؟ »

کتل مې ، کوم ناڅرگند سړي ورو راته غوږ کې ووېل :

« ته هغه پېژنې ، پام وکړه ... ! څېرې ته یې ښه ځیر شه ! »

کله چې مې ځواب ورنکړ ، په زغرده یې ووېل :

« اریاني ده ! ته خپل ځان نه پېژنې ؟ »

په یوې ناباورۍ مې گوته د مخ پر پوستکي کېښوده او بیا مې کېښکوده ، گوته مې اننگې کې ننوته او د مخ پوستکئ مې د هغې خوا و شا راټول شو ، هېښنده مې گوته لرې کړه ، لیده مې گونځې هم وتښتیدلې ، گوته مې بیا ننویسته ، گونځې بیا څرگندې شوې ، هک پک شوم ، اریانتیا مې پر ټول ځان یرغل وکړ، زه وم!

او هماغه غږ مې بیا غوږو کې راتاو شو :

« څنگه لکه چې خپل ځان دې ونه پېژانده ؟ آخر څو کاله کېږي چې تاسو د همدې هندارې په چاپېریال کې ، یو د بل سترگو ته گورې >> !

لیده مې د بایللې بڼې مړې موسکا کالبوت د هغه بوډا سړي پر شونډو وښورېد . بوډا سړی سوکه سوکه په خندا شو ، ویې خندل ویې خندل او په کټ كټ شو . مه واېه چې پر ما او حافظې مې خندل ؛ خو ما یې د خندا غږ نه اورېده .

یو ځل مې غوږ ته یو غږ راغی ، نری ، جړپړ او گرږلی غږ ، لکه د یوې خولې تړلې پوکاڼې څخه راوتلی غږ ؛ او یا لکه وړوکی ماشوم چې خپل گرگرانکې وڅرخوي . هسې مې سترگې د غږ په لټه د اخېړ دېوالونو پر مخ رغړولې ، د راځوړند چت هغه لعنتي سوري ته ځير شوم چې مور مې ورته روښانه پلاستیک نیولی و .

د مور خبره مې په زړه شوه چې همېش به یې وېل:

« کاشکی مې ېو بل زوی هم درلود

او ما خوا به یې کتل :

« کاشکی ېو څوک وای ، چې دا چت یې راته پوښلی و؛ او خټه یې ورته نیولې وه ، کاشکې یو څوک وای چې دا کاغذ نیولې کړکې یې راته رغولې واې ... ! كاشکې دې هغه انځورونه ژوندي وو ! »

هغه جړپړ او گرږلی غږ چې یو زړه بوږنونکي زگیروي ته ورته و، اوچت او لاپسې اوچت شو، ځیر شوم ، زما د کوټې د دړې همېشنی اشنا غږ و چې له دړد او نالښته ډک یې پر لخکي چورلیده او هغه د گاونډي تور پیشوگی به له خپلو غبرگو شنو او ترهگرو سترگو سره کوټې ته راننوت او زموږ ښایسته خوږ غږی کنري به یې وډار کړ .

لیده مې کنري په ترهنده او وېرې سره وزرونه ووهل او د کپس بل اړخ ته والوت ، د کپس سیمونه یې پر خپلو منگلو کېښکودل ، منگولې یې گلابي بخونې وې ، نرۍ او ښایسته توږل شوې .

مور مې غوسه ناکه د دړې تر شا ووېل :

« یواځې همدا کنري راپاتې دی چې هر سبایي راته رېز کوي او زړه مې ورسره خوشاله دی ، یواځې همدا کنري

ومې وېل :

« مورې ، غم مکوه ... ! ېواځې خدای پر یو حال دی ، نړۍ په یو حال نه پاتې کېږي ! »

اورېدلې دې نه دي چې خواجه حافظ وایي :

« د ورک شوي یوسف کور به بیا کنعان شي مکړه غم

دا خپه کورگئ به یو ورځ گلستان شي مکړه غم

چې په مینه د کعبې دښتو کې درومې

که پېغور درته اغزي د مغیلان شي مکړه غم

مور مې ووېل :

« بې له شکه ! »

غږ یې له هیلو او ارمانونو ډک و

« هر سبا ماښام مې دواړه غوږونه او لاسونه پورته نیولې دي ، که له هغه ځایه کومه پېرزوینه وشي ، زه له هر څه نهیله شوې ېم ! »

ومې وېل :

« مورې ، مه نهیله کېږه ، دنیا په امه خوړل شوې ده ! »

په لوړ غږ یې زیاته کړه :

« که دا کنري هم نه وای ، خدای پوهېږي چې پر ما به نور څه راتلل ؟ هرومرو لېونۍ کېدم او سرپر سارا به وتلې وم ... ! یوازېتوب سړی لېونی کوي

غږ یې رېږدهارې درلود :

« نه پوهېږم ولې ، هر کله چې د کنري نوم اخلم ، خېال ته مې د گاونډي پېشو راځي ... ! زوېه زه له دې پیشو ډارېږم ! ... په یاد دې دي ، د گاونډي د قزلاقو ټټرونه یې څنگه څیرلي وو ، د کوترو سرونه ... ! »

ومې پوښتل :

« مړ یې کړم ! »

مور مې دړدېدلې ووېل

« په څه شي زوېه ؟ »

ومې وېل :

« پر همدې لاسو مې ! »

لاسونه مې جگ نیولي وو او ورته مې کتل :

« پر همدې لاسو مې ! »

هډوکي او د لاسو آسماني رنگه او زیږه رگونه مې ، نَرَوچکي پوټکي پوښل .

مور مې په غوسه ووېل :

« کاشکې یواځې نه وې ، کاشکې دې هغه انځورونه ژوندي وو، ! »

سر مې ښکته واچاو ، سترگې مې هغې خوځندکې ته چې دېوال خوا روانه وه ورغړېدې .

مور مې ووېل :

« زویه ، زموږ خو هېڅ هم له لاسه پوره نه دي ، موږ ته ېواځې د خېر دعا پاتې ده ، دعا وکړه ، گوندې زموږ دعا ومنل شي ! »

او په یو ډول زړه خوښۍ یې زیاته کړه :

« وایي که د دعا کولو په وخت کې د کور له پاسه د آمین مرغه تېر شي ، غږ دې واوري او آمین ووایي ، دعا دې منل کېږي ... زویه دعا وکړه ! »

او په لېوالتیا یې پورته د چت سوري ته وکتل :

« زه هر ماښام د آمین د مرغه د وزرو غږ اورم ، کېدلای شي آمین ووایي او زموږ دعا ومنل شي ، خدای مهربانه دی ، دعا وکړه زویه ! گوندې د خلکو زړو کې زړه سواندی پېدا شي ، گوندې دښمنۍ یو خواته کړي ! »

او تر یوې چوپتیا یې ناڅاپه ووېل :

« اورې ، دا غږ اورې ؟ دا د آمین د مرغه د وزرو غږ دی چې زموږ د کوڅې له هسک تېرېږي ، دعا وکړه زویه دعا وکړه ! »

او سملاسي یې په نمانځلو پېل وکړ ، غږ یې رېږدېده :

« خدایا د سولۍ پړي وغورځوې ! . . . خدایا دیوالونه ړنگ کړې ! »

لېده مې چې لاسونه یې خپلې گونځې مخ ته نیولي وو او دعاگانې وېلې و دعاگانې وېلې ، مه وایه چې د آمین مرغه د وزروغږ لکه د اوبو شڼهار له لرې راته ، غوږ مې ورته ونیوه ، زړه راښکونکی غږ یې درلود ، لکه د ېوې پرښتې د وزرو په څېر ، د هغې پرښتې چې هېڅکله مې نه وه لیدلې . په گومان مې د آمین مرغه سپین ټټر لري او سترگې یې لکه تور الماس ځلانده دي ، وزرونه یې لکه د یوې سارانۍ کوترې ، زور و ځواک لري او یو طلایي جوغه یې د سر چاپېره شپول وهلی دی .

هنداره مې په همېشني ځای د لاس تر څنگ کېښوده ، ناڅاپه د هندارې پر خړچکه مخ د ښکلې ښځې انځور څرگند شو ، چې الوتې گردې څېره یې یو غومچه ؛ تورو ، ځلېدونکو او غوړو وېښتانو پوښلې وه او د هیلو ډیوه یې په سترگو کې ځلېده، تابه وېل گومان یې کاوو چې ، زموږ تللي ماشومان به بېرته راستانه شي .

پورته دېوال ته مې وکتل چې د بنفشې انځور له هغه کاږه او زنگ وهلي میخ نه ځوړند دی او خاورو؛ دوړو یې سپینې سینې کېښکودې .

په یاد مې شو ، څه وختونه و ! ... چې کله د واده د تخت پر لور روان وو ، پر یو لاس یې د سپین کمیس لمنې څنډه نیولې وه او پر بل لاس یې زما لاس کېښکوده :

« ته د نړۍ ډېر ښه نارینه یې ! »

او په خوشالتیا یې خندلې او ما یې ځواب ورکاوو :

« او ته د نړۍ ډېره ښه ښځه یې ! »

او بیا یې زما لاس خپلو خولو گوتو کې کېښکوده :

« ته راباندې گران یې ! »

بیا مې ښکته هندارې ته وکتل ، د هندارې چوکاټ د بنفشې له انځورونو ډک شوی و ، له ناڅرگندو ، سترگې پرلار او هیلو نه ډک کتل یې چې د چوپتیا لښکرو سره یې ما خوا کتل او لکه یوه ناره مخ پر ما خپرېده ، ترهنده مې خپلې رېږدېدلې گوتې ورته پر سړو او غوښنو شونډو کېښودې ، د گوتې څوکه مې سړه شوه ، ورو ورو مې هغه ښکته خوا راوکښله ، گوتې مې پر څېرې یې یوه پلنه کرښه را وېستلې وه

، پر گوتې سرېښ شوې دوړې مې په ځنگانه وموښلې ، د گوتې ځای مې لکه ځلانده بهېدونکې وېاله ، په زنچخه کې یې چې ډېر ښه کیندل شوی و لکه ځړوبه شړنده راتوېدلې .

شیبه روسته مې ولیده چې انځور د هندارې په چوکاټ کې وښورېده ، لکه ناکراره څپې د هندارې پرمخ په خوځېدو شو . بیا مې پاس دېوال ته وکتل ، لیده مې چې توند باد د بنفشې د انځور چوکاټ د هغه زنگ وهلي کوږ میخ پر گرد چاپېر لکه زوړند دیوالي ساعت ټکان ورکاوو؛ او هغه ټکانونه شیبه په شیبه ډېرېدل ، تا به وېل چې باد د هغه انځور د چوکاټ تر شا ننوتی وي ، تابه وېل باد د بنفشې انځور پسې راخیستې ده .

ناڅاپه کوټه کې د څه شي د لوېدلو غږ پورته شو او لکه یو پړک وچاود او د شرنگهاري غږ یې هرې خوا وزرونه وکاږل ، لیده مې مخې ته مې د انځور چوکاټ ، د هندارې څنگ ته پروت دی او د ښېښې پر مخ یې لکه یو پتڼ غټ چاود ښکارېده او بنفشې هماغسې د هغې ماتې ښېښې له شا ، د هغه ساړه پتڼ له غېږې په هیله منو کتو ، ناڅرگنده او سترگې پرلار ما خوا کتل .

ترهنده مې هندارې خوا وکتل ، لیده مې ، انځور له هندارې وتلی و ؛ او هنداره لکه سپینه پاڼه ، لکه خالي کڅوړه ، تشه او بې هېڅ وه او هغه زنگ وهلی او کوږ میخ یې ترڅنگ کمزورۍ او خنگېدلی په یو اړخ پروت و .

مور مې وپوښتل :

« څه شی و ؟ »

ځواب مې ورنکړ . پر هغو خبرو چې به خواشینې کېده ، ما نه خبروله ، هغې پوښتنې پسې د لوږي سترگي او تمه لرونکي پیشوگي غږ پورته شو :

« میو ، میو . »

په غږ کې یې هماغه وحشي خوی او پنځ غبرگېده

روسته کوم شی پر ځمکه پریوت او درَب یې کړ ، مور مې هغه خوا د جارو لاستې وار کړې و ، لېده مې چې پیشوگئ وتښتېد . ببره لکۍ یې سيده نیولې وه او جگ جگ ټوپونه یې وهل « میو میو »

مور مې په ترهېدونکي اریانتیا ووېل :

« هر سبایي چې اوداسه ته له خوبه راپاڅېږم ، د کنري په غږ مې زړه تازه شي ، ډارېږم ، خدای مکړه کومه ورځ دا مکرجن پیشوگی ... »

خبره یې نیمگړې پاتې شوه .

ومې وېل :

« نه یې پرېږدم ، مورې زړه دې ټول ونیسه ، نه یې پرېږدم »

مور مې ووېل  :

« زړه مې بده گواهي راکوي ، زه د دغه پیشوگي له سترگو ډارېږم ، خیال ته مې ډېر وحشي راځي ! » .

او دړه یې وتړله ؛ او سوزنده سوړ باد چې غوښتل یې کوټې ته ننوځي ، د دړې تر شا له پښو ولوېد .

پر میخ ځوړند کپس ته مې وکتل ، لا هم د کنري په سترگو کې د مرگ ډار ښکارېده ، زړه یې په ناکرارۍ او پرېشانۍ رپېده او د کپس ېو خوا بل خواته یې وزرونه وهل او ترنده یې خوا و شا کتل ، گومان یې کاوه چې هغه وږي سترگي او نه مړېدونکي پیشوگي لاهم کوم څنډه کې ورته مرچل نیولی دی ،

لاهم خپله اوږده او ځیږه ژبه د هغه دخوړلو لپاره څټي .

لیده مې چې د ورځې نس راپړسېده او د تیارې شپې ماشوم په تتوالي کې پر لاس و پښو وهلو پېل کاوو ؛ او مور مې غوښتل دړه راپسې وتړي . لیده مې چې هغه وحشي پیشو گئ په هغو ډارونکو شنو سترگو چې تورې او ځیږې کرښې پر مینځ وېشلې وې ، کوټې ته راننوت ، ملا یې بوکه او لکې یې لکه آنتن سیده او نېغه نیولې وه ؛ او له ځانه یې بد وږم خورېده .

منگولې یې له تېکي راوتلې وې او موخه یې څرگند و .

چې کله کوټه په ېوې ټینگه ترږمې کې ډوبه شوه او خوا و شا مې یوې اوږدې او ترهېدلې چوپتیا ونیوله ، وډارشوم ، لکه ورکوټي هلک چې شپه کې بدلې وایي ، پخپل سر مې په سندرو پېل وکړ ، ومې وېلې ومې وېلې ، خو زړه مې کرار نشو ، بیا مې شونډو لاندې په لمنځ کولو پېل وکړ او په هماغه وخت کې مې لیده چې پیشوگي به « میو » کړ او ورو ورو به کوټه کې خواوشاه گرځېده.

ملا به یې کله بوکه او کله سیده کړه او هر قدم چې به یې پورته کاوو ، ځان به یې غټېده او غټېده ، داړې یې لکه دوه ځلېدونکي نښترونه د سترگو روښنایي کې ځلېدې او ژبه یې یوه لوېښت راوتلې وه او منگولې یې تېرې چړې ښکارېدې ، کټ مټ لکه یو لېوه ته ورته و ، ېو څیرونکی ځناور لیوه .

حس مې وکړ چې د ځان ټولې اجورې مې خولې کړي دي او دننه ځان مې د مرگ له ډاره رېږدي . احساس مې وکړ خولو کې ډوب کمیس مې پر ځان نښتئ دی ، خېال ته مې راغلل ، لاس مې هغې چړې خوا وخوځېد چې بالښت لاندې مې پټه کړې وه .

حس مې کاوو چې په خولو لاس کې مې چاړه رېږدي ... حس مې کاوو چې هنداره مې له لاسه غورځېدلۍ ده .

چت خوا ته مې وکتل ، لیده مې هغه ټینگه تیاره ورکه شوې وه . تابه وېل ورېځې تللې وې او له هغه سوري د سپوږمې د رڼایي څوکه لکه یوه ستنه د کوټې مېنځ ته راننوتې وه او لکه رڼا اچونکی د کپس پر شنوبخنو سیمانو ځلېده او کنري ترهنده موږ خوا کتل . بڼه یې الوتي وه ، رنگینې بڼکې یې رېږدېدلې او ورکوټی زړه یې په یو درزا و . د زړه درزهاری مې اورېده لکه د پخواني کوککي سات ټکهاری ، هسې کوککي سات چې پنر یې د شېطان ماشوم پر منگلو خوشې شوی وي ، گرځنده څرخېده ، تابه وېل خوځښت یې د وخت له خوځښت نه گړندی دی .

لیده مې ، لیوه په یو مترۍ واټن کې ولاړ دی او قهرژل او غوسه ناکه یې راکتل ، خوله یې پرانستلې وه او تېرې داړې یې ښکارېدې . د ځان پر تودخي یې پوهېدم او د سا ایستلو غږ یې چې د وینو وږم یې کاوو اورېده .

كنري له هغو دوو گردۍ او مرۍ وزمه سترگو سره ، لکه دوه تور الماس ناکراره د کپس بل خوا والوت . بې گناه ، پرېښانه او ترهنده کتل یې له موږ څخه نه جلا کېده ، تابه وېل د مرگ د پښو غږ یې اورېدلی و ، د هغه شنو سترگو مرگ چې په چټکې سره یې کپس خوا گام اخیست .

یو ځل مې حس کړ چې لاس کې مې چاړه کېښودل شوه ، احساس مې وکړ ، چې ځان مې برید ته ، شا خوا باسم او شا مې د کوټې اخېړ شوي دیوال ته کښېکاږم ؛ خو دېوال مې نه احساسوو ، شا مې لکه زموږ د سړې کوڅې غېږه تشه وه .

هر گوره ، زه د داړونکي لیوه له غاښو لږ لرې شوی وم .

د سپوږمۍ روښنایي چې د کپس د سیمانو له دننه تېرېده ، د بنفشې سترگو سره یې چې د تورو الماسو په شان ځلېدې مات چوکاټ رڼا کاوو ؛ خو د هندارې ښار لکه یو تاریخ تش و . اوسیدونکي یې ټول تښتېدلي وو ، ېواځې د کنري د کپس سیوری لکه زانگو د هغه له پاسه ښي و کیڼ پلو زنگېده .

زړه مې په کنري وسو ، کتل یې د مرگ له وحشت نه ډک و ، بڼه یې لکه زاپران ژېړ اوښتی و ، ناکراره او نهېلې ښکارېده ، منگولو یې په تلوار د کپس شنه سیمان پسې كېښکودل او كېښکودل ، پوهېدم چې اوس نو سیمان شلېږي او کنري آزادېږي او الوزي ... ، خو داسې نه کیدل . یو وار مې خپل دننه کې غږ واورید ، دننه کې مې غږ پورته و ، د ځان دننه کې مې نارې وهلې :

« یه خلکو ! . . . یه هم انځورانو ! کنري له موږه اخلي . کنري خطر کې ده ! »

او هغه وخت مې د مور خبره راپه یاد شوه چې وېلې :

« کاشکې دې هغه انځورونه ژوندي وو . ته هغه انځور هم نلرې ، هغه انځورونه دې مړه شوي دي ! »

چاړه مې د لاس ورغوي کې رېږدېده ، د کنري د ژامو غږ پورته و ، چې یو پر بل لگېدې او د تور لیوه د سا بد وږم ټوله کوټه نیولې وه . لیده مې چې لېوه له تېکو راوتلو منگلو د کنري پر کپس ودانگل ، کپس له میخ نه وغورځېد او پر ځمکه پرېوت . لیده مې دړه یې پرانستل شوې وه او کنري ترهنده او هیله منه هغې روښناي خوا چې د چت له سوري راتله ؛ والوته ، هلته پر پلاستیک ولگېده او بیا پر ځمکه ولوېده . لیده مې څیرونکي لیوه چې داړې یې له تورې خولې راوتلې وې ، کنري ونیوه . یرغمل شوې الوتونکي د لیوه منگلو کې کریږي وهلې ، چېغې وهلې ، نارې وهلې او لیده مې چې دغه اوږدې کریږي ، چیغې او نارې یې کرار کرار بل ډول کېدلاې ، تابه وېل ورو ورو یې وزن مونده ، قافیه یې مونده ، ورو ورو یې غږ مونده ، سندریزي کیدې او د سُر او لَى په چمبر کې تاو راتاوېدې . یووار مې واوریدل چې د کنري غږونه سندره شوې وه ، د یو غمجن او وینې بهونکی ډنډ سندره . خېال ته مې راتلل چې کنري د ژوند ترخه او دړدونکې سندره پېل کړې وه د لوېې کډې سندره !

لیده مې چې زما شونډي هم له کنري سره یو ځای ورو ورو ټکان خوړ ، گواکې ما هم هغه سندره آزموېله .

د مور غږ مې راغې :

« اورې ؟ . . . د آمین مرغه د وزرو غږ اورې ؟ دعا وکړه ، دعا وکړه

او خپله یې په غملړي غږ نمونځ کاوو :

« خدایا د پاڼسۍ پړي وغورځوې ! . . . خدایا دیوالونه ړنگ کړې ! »

غوښتل مې لاسونه پورته کړم ، لیده مې لاس کې مې چاړه وه ، غوښتل مې نمونځ وکړم ، لیده مې پر شونډو مې د لوېو كډو سندره وه .

یووار مې خوا بله شوه ، لکه د لیونېو په څېر ، د ځان پر شاوخوا راتاو شوم .

د مور غږ مې راوخوت چې وېل یې :

« د وزرو غږ یې اورې ؟ دعا وکړه ، دعا وکړه

او خپله یې په غملړلي غږ نمونځ کاوو :

« خدایا د سولۍ پړي وغورځوې ! . . . خدایا دیوالونه ړنگ کړې ! » په زگېرولي غږ مې شونډو لاندې ووېل :

« ته دعا وکړه ، زما لاس کې چاړه ده ، ته دعا وکړه ! »

او د چړې لاستی مې کېښکود او د هغه لېوه له منگلو مې دواړه سترگې نه لرې کېدلاې چې کنري یې ځنکدن کې په وحشېانه ډول کېښکوده او الوتونکي سندرې وېلې او سندرې وېلې . د لویې کډوالې سندرې ؛ او د مرگ دړدونکي سیمفونیک د کوټې چاپېریال ډک کړی و .

ناڅاپه ، په ټول ځواک چې مې درلود ، چاړه مې د هغه څیري کونکي ځناور د وژولو په موخه گوزار کړه ، چاړه د سپوږمې په تته رڼایي کې وځلېده ، ځناور ډارونکی او زړه بوږنونکی بغاره کړه ، تاو راتاو شو او په خېزکو ترپکو یې پېل وکړ او زه نور پر څه نشوم پوه .

سهار وختي چې مې سترگې پرانستلې ، لیده مې پیشوگئ نه و ، کنري نه وه ، د آمین د مرغه د وزرونو د لگېدو غږ نه راته ؛ او د نیمکښې دړې له چاود نه سړه او سوزنده وږمه کوټې ته راننوته ، په ستومانۍ سره مې هَوَکیَ ووېست ، او د عادت له مخې مې هنداره له څنگ نه راواخېسته چې خپله څېره په کې ننداره کړم ، هیښنده مې ولیدل چې د هندارې پر مخ څو څاڅکې ویني څڅېدلې وې او نور څاڅکي یې د مور کوټې خوا تللي وو ، مور ته مې غږ وکړ : « مورې ! . . . مورې ! »

چا ځواب رانکړ . لکه ستومانه پل وهنکئ ، د وینو د څاڅکو شا مې ونیوه او او گوزڼ وهلې پښې مې تر شا راوڅښولې ، د مور کوټه مې چې څو پټې زینې ښکته وه ، لیده مې تر ژې له وینو ډکه وه ، وینې د کوټې تر لمنې راپورته شوې وې او د بنفشې لوېدلی انځور یې پر مخ لاهو و . بنفشې په هماغو هیله منو ، ناڅرگندو او منتظرو سترگو ما خوا کتل ؛ خو نور یې سترگې لکه دوه تور الماسونه نه ځلېدې او طلایي جوغه یې د سر پر چاپېر شپول نه و وهلی ، لږ هغه خوا د کنري پر شونډو د لوېې کډوالې سندره سا ورکړې وه ؛ خو دړدونکی اوغمجن غږ یې لا تر اوسه کوټه کې راتاوېده :

« کډې بارېږي کډې بارېږي! »

خېال ته مې راتلل چې د آمین مرغه كالبوت په ېوه وینې لړلي لویدیزه کې سوکه سوکه وزرونه وهل او سپین ټټر یې لکه د لامبوزنې نجلکې تیان چې په سره بخونو مرجانو کې لاهو وي ورو ورو ټکان خوړه او چوپړیزې سترگې یې نامالومې خوا ځیر ځیر کتل . د کوټې شاو خوا ته مې وکتل ، مور مې په دوه پښو تاخچه کې ناسته وه ، توره چیټ لمن یې په دواړو لاسو ټوله نیولې وه او د پیشوگي په وینو لړلي کالبوت ته یې هیښنده او ارېانې کتلې . د پیشوگي سترگې بې رنگه بخملي پردې پوښېلې وې ، پیشوگی نور نه شو خوځېدلای ، نور یې د نس پوستکئ نه شو ښکته و پورته کېدای ، نور یې نشوای کولای چې خپله ملا لیندۍ کړي ، نور یې نشوای کولای چې لکۍ لکه آنتن سیده ونیسي . پوستکي کې یې دوه ځایه سوري جوړ شوي وو.

د هغه سترگو لید څخه مې د ځان ویښته نېغ ودرېدل ، یو ناپېژنده گړگوزه مې په ځان راننوته .

ځان سره مې ووېل :

« وینې ، وینې ! »

او مور خواته مې وکتل ، لیده مې چې مور مې سر جگ کړی و ، ما خوا یې ځیر ځیر کتل . پټه او ناڅرگنده څېره یې درلوده ، یو وار مو په یو وخت له یوبل نه وپوښتل :

« دا د تا کار و ؟ »

زما کوم شی په یاد نه و . شا ته مې وکتل ، چاړه مې د کوټې د گیلم پر مخ پرته وه او د لمر یو غمچه وړانگې د چت له سوري پرې راغبرگې وې ، خوما یې د ځلېدونکي څنډې پر مخ وینه نه لیده ، چاړه ځلېده او پړک یې واهه. مور مې له ما سترگې واړولې او خپلو گوتو ته یې وکتل ، گوتې یې په وینو وې ، د شک گوته یې زخمي شوي وه او له هغې څاڅکې څاڅکې وینه د كوټې پر ډنډ شوو وینو څڅېدې . همداسې یې د نامالومې او پټ راز سترگې له شک لرونکي گوتې څخه نه لرې کولاې ، بڼه یې شیبه پر شیبه سره او سره بخونه کېده .

تا به وېل دننه کې یې له چا سره منگُلې لگولې ، تابه وېل چا سره په جگړه وه . د مور څېرې ته مې ځیر شوم ، لیده مې څېره یې سوکه سوکه بدلیده ، گونځې یې له مینځه تللې ، سپین وېښته یې یو پر بل پسې تورېدل او سترگې یې لکه دوه ځلانده الماس په روښنایي پېل وکړ ، مور مې ورو ورو ځوانېده .

لیده مې طلایي رنگه جوغه یې پر سر شپول وهلی و ، کټ مټ لکه بنفشې غوندې ، په همغو هیله منو سترگو ، راز داره او سترگې پر لار . لېده مې کټ مټ لکه کنري غوندې شوې وه ، له هماغو بڼو ، له هماغه تلوسې له هماغو سهارنېو سندرو سره . لیده مې کټ مټ لکه د آمین مرغه غوندې شوې وه ، لکه په هماغه چوپړي سترگو ، په هماغه سپین ټټر او دوو ځواکمنو وزرونو ، لکه د سارانیو کوترو شا ته یې ټکان خواړه .

یو ځلې مې لیده ، چې مور مې سوکه سوکه ټکان وخوړ ، وښورېده او د وجود اندامونه یې ورو ورو پر رېږدهار شول ، تا به وېل د الوتو تکل یې کاوو ، ناببره یې ټکان وخوړ او د سیمرغ په څېر یې دواړو خوا وزرونه پرانستل ، په اریانتیا مې ولېدل چې مور مې والوته ، وزرونه یې ووهل و وهل او د ځواکمنو وزرو شڼهار یې پورته شو او پسې پورته شو او د هماغه چت له لارې ، له هماغه تنگ سوري نه چې پلاستیک یې لوېدلی و بې څنډې هسک خوا والوته ، د سره لمر څرک خوا یې وزر واهه .

او ما مې دواړه سترگې هغه الوتو خوا گنډلې وې ، په اریانتیا مې کتل چې له موره مې د آمین مرغه جوړه شوې وه ، هماغسې سپین ټټر ، په هماغو ځواکمنو وزرونو ، د الوتو په همغې سندرې او هماغو چوپړیزو کتلو . هغه وخت مې څو شېبې باڼه یو پر بل کیښودل ، له هغه تنکۍ وږمۍ چې د مور د وزرو له ښورېدو پورته شوی و د خوند ، هوساېنې او غرور احساس کاوو . خو مور مې د آمین مرغه شوې وه ! د آمین مرغه چې په ځواکمنۍ یې وزرونه وهل او وهل او هغه لمرڅرک خوا چې سر یې له دښتو ، غرونو او سمندرونو را پورته کړی و په مېړانه هلې ځلې کولاې ، تر څو ما ناچار ته د « آمین » دعا راوړي .

او ما وېلې :

لیده مې له هندارې هم غږ راته :

له كوڅو هم غږ پورته وو:

او لیده مې چې د سولۍ پړي یو پر بل پسې ویده کېدل او رسۍ گانې یوله بله شلېدلې . لیدل کېدل چې دیوالونه رکوع ته تلل او خښتې یو پر بل پسې ورستې کېدلاې ، او ځمکې لړزونې ، زما کوټې ، دړې او زړې کړکۍ ته ټکان ورکاوو او ټکان ورکاوو .

پای

***

د ځېنو وییو ( لغاتو) مانا

مړژواند = ستومانه ، بېزاره

غڼی = جولا

سپڼسۍ = تار

خنگېدلی = شرمېدلی ، شرمنده

شانگې = ژولیده

تیغنه وهلې = تیغ زده

بې ډبه = بی ادب

اننگې = رخسار

جړپړ= گډ وډ . جر

گرږلی = خراشیده

اخېړ= کاهگل

زړه بوږنونکي=

امه= امید

نَرَوچکي= نازک

خوځندکې= حشره

هسک = آسمان

نمونځ = نیایش

سولۍ = دار

گوزڼ = فلج

شپول = هاله

زنچخه=زنخدان

ځړوبه = آبشار

پړک = آذرخش

پتڼ = شط

پنځ = هستي ، خلقت

تتوالي= نور کمرنگ

شپول = هاله

زنچخه=زنخدان

ځړوبه = آبشار

پړک = آذرخش

پتڼ = شط

پنځ = هستي ، خلقت

تتوالي= نور کمرنگ

لوستل شوی 300 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي