ښاغلی مټیق ( چونګښه)

ښاغلی مټیق ( چونګښه)


        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې 
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
اتمه برخه 
تر پښو لاندې کول 
زده کوونکو په نا آرامۍ سره یو بل ته کتل ،هېڅ چا نه غوښتل د ښاغلي فرانس راز بربنډ کړي .خو د ښاغلي فرانس پوزه بیخي سره شوې وه  او دا په دې مانا وه چې سړی ښه سخت په قار و ،سیتا تل داسې فکر کاوه چې د

 ښاغلي ستوارک پوزه کټ مټ لکه د یو شمېر الوتونکو د پوزو په شان ده په تېره بیا کله چې سره شي .د دنیس په ذهن کې یو ناڅاپه  یو فکر پیدا شو او ویې ویل : (( ښاغلیه دا مټېق د ښاغلي فرانس کورنی حیوان دی  او نن یې دلته د دې لپاره دلته راوړی چې ...)) دنیس و نشو کولای خپله جمله بشپړه کړي ، خو سیتا ژر ادامه ورکړه : (( دلته یې راوړی د علونو د درس لپاره )) . او همدا چې خپله خبره یې بشپړه کړه  مخ یې تک سور شو ځکه هغه هېڅکله داسې ټوکې نه وې کړې ، خو د نن پېښې بیخي توپیر درلود .ان انا ماریه هم جرات پیدا کړ او ښاغلي ستوارک ته یې مخامخ وویل : (( زموږ د نن ورځې درس د حزندګانو په باب دی )) ښاغلي ستوارک په متفکرانه ډول خپل سر وښوراوه او ورپسې یوه وېرونکې موسکا یې پر شونډو پیدا شوه  ،شیطان ډوله خندا یې پر شونډو ښکاره شوه  : (( ښه نو ښاغلي فرانس دې درسي ټولګي ته له ځان سره یو مټېق راوړی ... یو چې نباید راوړل شي ، ...)).د یو لاس پر شا یې خپل دا بل لاس ووهه . (( ښه نو ، هغه د ستوارک قانون تر پښو لاندې کړی!٬ پوهیږئ چې د د مدیر له اجازې پرته ښوونځي ته د یو حیوان راوړل منع دي ، د دې کار جریمه لس منفی شمېرې دي .)) او په چټکتیا سره یې د خپل یاددښتونو په کتابچه کې څه ولیکل  او بیا هې خپل سر د زده کوونکو پر خوا وروګرځاوو : (( رښتیا دا ښاغلی فرانس چېرته دی ؟ )) .سیتا په داسې حال کې چې لا نوره هم سره اوښتې وه ځواب ورکړ : (( تشناب ته تللی ښاغلیه )) .د ښاغلي ستوارک سترګې نو سمې خلاصې شوې : (( یوه بله سرغړونه ، ښاغلی فرانس  د مدیر له اجازې پرته  پر خپل سر ښوونځی پرې نږدي ، دا هم نورې منفی پينځه نمرې )) او دې وخت کې یو ناڅاپه مټېق غږ کړ (( قوړ قوړ ...)) ښاغلي ستوارک د مټېق پر خوا یو ګام ور وړاندې شو او ویې ویل : (( ښاغلي فرانس  زما له اجازې پرته ټولګی پرې ایښی ، نو اوس زه د هغه پر ځای درس درکوم .مټېقان دوه ژوندونه حیوانات دي ، یانې هماغه شان چې په وچه کې ژوند کولای شي ، هماغه شان په اوبو کې هم ژوند کوي ، ))یو بل ګام هم مټېق ته ورنږدې شو : (( مټېقان خیرن او بوین دي چې په زرڼو کې ژنود کوي ، یو ناڅاپه یې خپل غږ پورته کو او ویې ویل : (( تاسو باید دغه خیرن او کرکجن مټېقان تر پښو لاندې کړئ )) .ښاغلي ستوارک یو بل ګام هم د مټېق پر خوا ورواخیست . د ښاغلي مدیر بوټونه تور او براق ول او تلي یې له ډبل پلاستیک څخه جوړ شوي و،په داسې حا کې چې ژر ژر یې نفس وېسته ، ویې ویل : (( تاسو هغه باید لکه یو سور بانجان تر پښو لاندې کړئ )) کله چې زده کوونکي د هغه په دغه وېرونکي هوډ وپوهېدل ټول وچ کلک ودرېدل ، سیتا چیغه کړه : (( نه ، نه ! )) د مدیر تور بوټونه د ټولګې  پر سنګي غولي راښکته شول خو مټېق په یو ټوپ سره په سم وخت کې لرې شو.اوس نو بیخي د سیتا د څوکۍ لاندې ناست و.ښاغلي ستوارک چیغه کړه : (( ته دلته یې ، خیرن حیوانه ؟)).سیتا په لوړ غږ سره وویل : (( نه دا کار و نه کړئ ، دا ښاغلی ...)) چې ووتر یې په چټکۍ سره یې پر خولې ورته لاس کېښود .ښاغلی ستواکر د څو شېبو لپاره سیتا ته وکتل : (( فضولي مه کوه ، پینځه منفي نمرې دې جریمه کوم ! )) .ښاغلي مټېق په ټولګي کې دېخوا ها خوا منډې وهلې ، او له خوشالۍ نه د څوکیو لاندې د زده کوونکو تر پښو لاندې ښکته او پورته ټوپونه وهل .ښاغلي ستوارک نارې وهلي چې (( ویې نیسئ ، مخه یې ډب کړئ !)) .خو زده کوونکو هېڅ غبرګون نه ښود ، او هغه خپله د څوکیو پر شا او خوا په منډه کې و او هڅه یې کوله چې  مټېق تر پښو لاندې کړي : (( ولې څوک ما سره مرسته نه کوي ؟ لس منفي نمرې ټول ټولګي ته .)).ستوارک نو بیخي ستړی شوی و ، هر ځل به یې چې غوښتل  مټېق تر پښو لاندې کړي نو لا به پسې په قار شو .ښاغلی مټېق د ټولګي یوې داسې ګوښې ته رسېدلی و چې نور یې د تېښتې لاره نه درلوده .ښاغلي ستوارک لکه لیونو وخندل : (( ها ، اوس مې ښه ځای کې را ایسار کړې !)) .د زده کوونکو د میزونو له مینځ څخه په لوړو ګامونو سره د مټېق پر خوا ورغی.هغه غوښتل د تایس رېزه د مېز له خوا ور تېر شي ،چې یو ناڅاپه تایس خپله پښه ور اوږده کړه او او دلته و چې ښاغلي ستوارک خپل تعادل له لاسه ورکړ  او ښه کلک پر څمکه راولوېد.دنیس په منډه د ټولګي ګوښې ته منډه کړه او مټېق یې  ونیو او د کړکۍ پر خوا ورغۍ .بیا نو له کړکۍ څخه د باندې بوټو ته ور کوږ شو او هلته یې مټېق په کراره د ټولګي سره څنګ ته  په بوټو کې کېښود او په هوساینې سره یې وویل : (( له همدې شا او خو لري چېرته لاړ نه شې ، و پوهېدې ؟)) .کله چې ښاغلي ستوارک غوښتل بېرته پورته شي نو دنیس په چټکۍ سره پر خپل ځای بېرته کېناست .ښاغلي ستوارک پر خپلې ملا او خپلو پښو لاسونه تېرول او نه پوهېده چې ولې راولوېد؟له دې کبله چې پر خپل سر یې کلکه ګوزار خوړلی و نو هر څه ورته دوه دوه ښکارېدل .دوه تنه تایسان ، له خپلو څلور تنو سره تړلو بازوګانو سره ،، او دوه دنیس ، او دوه آنا ماری ګانې  چې په زیر زیر سره یې   هغو دوه شنو مچانو ته کتل چې د کوټې تر چت لاندې  د الوتلو په حال کې ول .ښاغلي ستوارک د ټولګي ګوښې ته کتل ، هلته چې مټېق و . چیغه یې کړه : (( مټېقان چېرته دي ؟ نه مقصد مې دا و چې  هغه بدمرغه مټېق څه شو ؟ )).ووتر وویل : (( ښاغلیه ، هغه خو وتښتېد ، له کړکۍ څخه یې هلته د باندې ټوپ کړ ،)) .ستوارک په قهر  سره وویل : (( پینځه منفي نمرې تا ته ! )) ، ووتر وویل : (( ما خو کوم بد کار ندی کړی ، ښاغلیه ! )).ښاغلي مدیر څو ګامه شا ته واخیستل ،: (( شل منفي نمرې هغه بدمرغه مټېق ته ! هغه د ښاغلي مدیر له اجازې پرته حق ن درلود ، چې له ټولګي ووځي ، زه بې اوس ژر تر ژره په خپل لست کې ولیکم .))او ورپسې له ټولګي څخه د وتلو په وخت کې دروازه په کلکه ووهله  او لاړ ووت .دنیس وویل : (( لیونی دی ، لیونی !)). سیتا وویل : (( ښاغلی  فرانس اوس چېرته دی ؟ )) .  نور بیا

لوستل شوی 258 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي