یولنډه کیسه   ـــ غر او ډنډ

یولنډه کیسه ـــ غر او ډنډ


د ماشوم ادبیات
    لیکوونکی : شن جیون تشي
پښتو کوونکی : یوسف هیواددوست
غر او ډنډ سره ګاونډیان ول ،غر د خپلې لوړې څوکې او پیاوړې تنې  له امله په ځان

 ډېر مغرور او ځان خوښوونکی و ، او نه یې غوښتل  له نورو سره ملګری شي .
کلونه تېر شول او داسې وخت راغی چې غر یوازې پاتې شو .دوه لښتي  له خوږو اوبو
 سره  د غره له ښي خوا او کیڼ خوا تېرېدل .غره  له ځان سره وویل : (( که دوي له
 ما سره پاتې شي او زما ملګري شي ، ډېر به ښه شي .)) او بیا یې د خپلې کیڼې خوا
 لښتي ته وویل : (( اې  لښتیه ! له دې ځایه مه ځه او له ما سره ملګری شه ،
 له یوازېتوبه مړ شوم ...)) .
لښتی  راتاو شو او یوه وړه څپه یې جوړه کړه  او ویې ویل : (( نه ، نه غواړمه لکه
 ستا په شان د یو مغرور غر ملګری شم )) .
غره د خپلې ښي خوا لښتي ته وویل : (( اې ، لښتیه ! له دې ځایه مه ځه ، او له ما
 سره ملګری شه ، یوازېتوب مړ کړم ...)) .
د غره د ښي خوا لښتی هم پر خپل ځان راتاو شو، په غره یې وخندل  او ویې ویل : ((نه ! نه غواړمه  لکه ستا په شان غټانو سره ملګری شم .)) .
وروسته بیا دواړه لښتي د ډنډ خوا ته لاړل .ډنډ هم د هغو له لیدو خوښ شو .دواړه لښتي او ډنډ ، سره درې خواږه ملګري شول .
له لږې مودې وروسته ډنډ په ویالې بدل شو ، چې کبانو پکې په خپلواکه توګه لامبا کوله.چونګښې به راتلې سندرې به یې ویلې  او داوبو د ګلانو پر سر  به یې نڅا کوله .سپینه ورېځه هم د خپل ښایسته  سیوري د لیدو لپاره د ډنډ خوا ته راتله .
غر د دې نندارې په لیدو سره ،په غضب شو او ویې ویل : (( دا زه مګر ښایسته غر نه یم ؟ ، مګر زما څوکه لوړه نده ؟ولې لښتي له ما سره نه پاتې کیږي ؟ ولې کبان ، چونګښې او ورېځې له ډنډ سره ملګري کیږي ؟ )).
غر لا هم ځان خوښوونکی و او نه پوهېده چې ولې یوازې پاتې دی؟ په داسې حال کې چې ډنډ ورځ تر بلې لا غټېده او نوي
 ملګري یې موندل . پای

لوستل شوی 377 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي