مات ښار

د کېسې لیکوال : ډاکټر ببرک ارغند
ژباړندوی : س . سېلنی

پریشانه سړي د اپیمو د دستگاه تر شا په گونډو شو ، گړینگې اوږې یې وې ، الوتي بڼه یې درلوده ، دړد او رنځ یې په غمځپلې څېره کې څپې وهلې ، په داسې حال کې چې ډنگر ځان یې لکه د ولې پاڼه رېږدیده ، په شا نښتی نس یې را مات شو او لکه پنر بېرته خوشې کړی شو ، شیبه په شیبه یې له ځانه پوښتل :
« که زه هم باور وکړم ؟ که زه هم لاس و پښې پرېمینځم او نیت وکړم ؟ »


غږ یې هم لکه ځان رېږدیده او د اپیمو د لوگي نرۍ ریښکۍ یې د سترگو پر وړاندې په گډا پورته کېداې: 
« که زه مې هم دا همیشنی لوړتقدیر( تندئ ) ، دې بې پسرلي پردېسۍ کې پر خاورو وموښم !» 
پریشانه سړی چې دېرش کاله یې ځواکمن او سرلوړی ژوند کړی و اوس لکه خپل ښار نړېدلی او لکه خپلو ترغۍ تالان یارانو غوندې و ، لکه د وچو شاړو کروندو له پاسه جوړه شوې گوډۍ ، ټکان خواړه او لمن یې ښي او کیڼي خوا د کلک باد له کبله څپې وهلې او لاسونه یې په یوې نوم وروکي څلور لاري کې لکه د یولارښود ، بې واکه هرې خوا تلل . له نریو او گډېدونکو لوخړو سره یې د سرو سترگو کتل اریان او لالهانده وو ، تا به وېل سترگې یې تیارې او لوخړو بې حسه کړې وې ، تا به وېل دا شیان تلل چې خپل هندسي بڼې له لاسه ورکړي ، تا به وېل رنگونه تلل چې ټول یې تر سترگو یو رنگ شي . 
وړه کوټه یې تیاره او نمجنه وه ، ډېرېدونکی لندبل یې له دیوالو راوته ، خیال ته یې راتلل چې ناڅرگنده دروند پېټی یې پر اوږو ایښی دی ، خیال ته یې راتلل چې ځمکې خپله تکیه له هغه اخیستي ده ، خیال ته یې راتلل چې ځمکه هم له سا ایستلو لویږي ، ځي چې ځان وسپاري او باوري شي ، خیال ته یې راتلل چې د بې هوښي په کنده کې رنگونو ، څېرو او د اپیمو د لوگېو له لیکو سره ېو ځای سفر کوي . ډار او نازړورتیا یې لکه پېچ په ځان کې دننه کېده ، گومان یې کاوه چې د ملا مرې یې څړیکي وهي او دا څړیکې د تیارې پرېړوالی لا ډېروي . 
وړې كوټې یې یوه کړکۍ درلوده ، یواځې او یواځې یوه کړکۍ ، یوه وړه اوسپنیزه څلور کونجه کړکۍ چې اوسپنې یې زنگ خوړلې وې ، کله چې له هغې گوښې کړکۍ د غلچکۍ روښنایي یو نرۍ ستن دننه راوڅښېده ، سړی به پوه شو چې د بې گټې عمر نه یې لکه د سلو کلونو ېواځېتوب یوه بله اوږده ورځ کمه شوه ، کتل یې چې لا ځوان شوی نه دی خو زړیږي ، لا یې گل نه دی کړی وچېږي ، کتل یې ، که گل یې هم کړی وي د درویو گل دی او له ښایسته وږم او اترو نه یې الوتونکي نه دي مست شوي او د شاتومچیو ترې گبین نه دي زبېښلي . 
سړي له ځانه سره ووېل :
« ښایي زه په دې وړه کوټه ، لکه اوبه خپل ډنډ کې وچ شم .»
كله چې به د روښنایي ستن له کوټې تښتېده ، سړي لیدل چې د کوټې دړه نیمه پرانستل کېږي او په توره عمامه کې ښخ شوی ساتونکي به د ډوډۍ خَنَک د دړې تر څنگ کېښود او ورته به یې ووېل :
« وخوره !»
او خپله به ترېنه لاړ، په همدې وخت کې به څو حشرې او خزندې د نیمه پرانستې دړې له چاودي په كمزورۍ او بې سدۍ دننه راننوتل او ځانونه به یې ژغورل ، سړي به له ځانه سره زدوېلې زدوېلې وېل :
« بی وزله حشرې . . . بې وزله خزندې !» 
او په کمزورتیا به یې د کوټې دیوالو ته کتل . 
یو ځل یې دروند او غمځپلی نظر بهر ته ولوېد ، باندې لکه یو دریڅه ، لکه یو پخوانۍ دریڅه ، یو پخوانۍ دریڅه چې هېڅکله یې له مینځه غشی نه و ویشتل شوی ، هغه دریڅه چې له زړښته مړه شوې وه او نه لیده کېده ، لکه د شپې سیوری وه ، وخت او ځای یې ندرلود او آسمان یې تور و سپین و ، بې وریځو او بې باران و او خاوندانو یې د کمښت او نیمگړتیاوو د پټولو لپاره په څېرو ښکلي ښایسته خبرتیاوې ټومبلي وو ؛ تر څو د تور او سپین باندنۍ بڼه ، زړه وړونکي ، رنگینه او مینه ناکه وښودل شي ، خو تر هغه آسمان لاندې ، باد هم نشوای کولای چې د ښکلو خبرتیاوو تر شا پاڼې وښوروي ، الوتونکو خپل الوتل هېر کړي وو ، اوبه ښکته خوا نه تلې او غږونه په نه آبادموندکي کې وېده او زگېروي ناروغه وو .
باندې او ټول مات ښار کې ېواځې ېو غږ خپور و ، ېو ډارونکی غږ ، ېو تیاره غږ چې نه پېژندل کېده ، څو سوه کاله مخکې ، د غره له کومې سوړي او یا د کومې شنډې ونې له ستوني او یا د نړۍ له کوم گوټ نه چې نن یې پر تندي د خبرتیا ټاپه لگېدلې ده راپورته شوی و او تر اوسه لا هم د بدرنگې کوڅې په کږلیچو کې تگ راتگ کې و .
خاوندانو ، باندې ، د ښار زړو کوڅو کې ، په بې واټنه ډگرونو ، له بې پُلیو واټونو ، له رنگ بایللو او داغي څراغونو تشو څلورلارو ، هره خوا ، هر پلو ، د ورستو لرگیو ستنې پورته کړې وې او پنډو كجیرانو چې بدمرغه غږونه ، لغړې غاړې او کږې مښوکي درلودې د لرگیو له پاسه وزرونه وهل او د تیل داغ شوو پر کوپړیو یې د شومانو د ارواوود سیورو پای تویول ، هغوي چې باوري نه وو په نهیلې د هغو ورستو لرگیو پر سر مېشت وو ، بې سا پژۍ ( اجساد) یې د باد باورونو په کلکه ښورول . 
سړي تر شونډو لاندې ځان سره تکرارول : 
« هغوي چې باوري نه دي ! ... هغوي چې باوري نه دي ! » 
مات ښار د نَسَبي کوډو په تاویزو ، رنگ بایللو مریو او پخوانیو هډوکو ، د مړو پر وینو او د ښار د پېغلوټو د ډار او واهمې په سورکیو او نرېوو ، سپینو شېدو رنگو څېرو سنگار کړی و .
هرې خوا ، هر پلو ، د ورستو لرگیو ستنې درول شوې وې او پر خوا یې د مات ښار بې باوره استوگن او یا یې نومونه راځوړند وو . له دې ستنو یوه د هغه سړي د دړې ترڅنگ چې اپیم یې څکول ولاړه وه ، تابه وېل دا ستن یې د هغه په نوم درولې وه ، په دې چې ، هغه سړي چې اپیم څکول لا باوري نه و ، لا د شکمنۍ او نه منلو د پر کندې ولاړ و .
ښار کې څراغ نه و ، 
څراغ لرونکي ټول مړه او درنۍ پژۍ (جسدونه) یې پر ستنو ځوړل شوي وو ، دا پژۍ د ډیوو پر ځای سوزیدل او تیاره ښار ته یې رڼایي ښندله ، یوه بې شیمې او کمزوره روښنایي ، چې له لرې نه لیده کېده ، تابه وېل دا روښنایي په ترږمۍ کې ورکېده او په پټو سوړو کې ډوبېده او گډېده . ښار ، لکه د اوبا وهلو ښارونو په څېر بدرنگه شوی و ، تابه وېل ټولې غوښې یې تُوگُل شوي دي او د ښار بڼه د باور مېندلو لپاره ماته شوې وه . كله چې به پټکي لرونکي د تیگو د فرش له پاسه گرځېدل ، تیگو به زگېروی کاوو ، چې کله به یې د اوبو سندرۍ ( فواره )ته وکتل ، له جټۍ او فوارو به وینو دارې وهلې ، کله چې به یې په گلپاڼو لاس واهه ، گلپاڼې به مړاوي شول ، وچ به شول او ښکته په ټپي او وینې څڅونکي ځمکې به راورژېدل او له تنکیو څانگو به یې د عطر او ښایسته وږمو پر ځاې ، سوږمه سوزونکی وږم پورته کېده او هره خوا به خپرېده او په ماتو خلکو به یې کانگې راوستې . د همدې لپاره خاوندانو او تورو عمامو اغوستونکو د ښار په تقدیر (تندي) خبرتیاوې وهلې وې. 
هَغه سړي چې اپیوم څکول ، د هُغو کسانو پژۍ (جسدونه) ، بویول چې د باوري کیدو په اوجاغونو یې تودول اوسوزیدل چې باوري شوي نه وو. ( ژباړن!؟ )
سړی د هغو باورلرونکو د چنچي وهلو اندامونو پر وږم هم پوهېده چې لا ټول نه وو مړه او خوسا شوي نه و ، ځکه خو غوښتل یې د کوټې کړکۍ یې همیش تړلې وي ؛ خو دریغه چې نه کیده ، ځکه چې کړکۍ له بهر او تیارې سره د سړي ېواځنۍ اړیکه وه .
اپیوم څکونکي سړي غوښتل پر هماغه نمجن ځای کې اووسي ، له هماغو اپیمو سره په بې باورۍ کې پاتې او مړ شي ، خو له هغې کوټې ونه وځي ، ځکه چې له خوسا کېدلو ډارېده له بد وږم نه یې وېره وه ، زړه یې ناکراره او په ترهاره کې و چې باوري شي او د باورلرونکو له ډلې سره یو ځای شي .
سړي له ځانه پوښتل : 
« که زه باوري شم ؟ ... که زه هم نیت وکړم او پر وینو لړلو خاورو مې همېشنی لوړتقدیر (تندئ )وموښم ؟ که زه هم تورتم پسې ودرېږم ؟ که زه هم له دې ترږمې سا واخلم ؟ »
هغه دواړه لاسونه پر ځنگانه کېښودل او هغه اپیمو ته یې لکه خپله چې په کې سوزېده او لوگي ترې پورته کېدل وکتل ، لوخړې لکه د ځلانده زَرَو او تنکیو ورېښمو مزېو له اپیمو پورته کېدلې ، تاو راتاوېدې او یو نری شین بخون رنگ یې اوبده .
هغه ارزښتناکه پاڼه چې پر هغې نه ویل شوي شیان لیکل شوي وو . هغه پاڼې هره ورځ د ناکراره او دردمنو لوخړو له زړه د سترگو پر وړاندې زېږېدلې ؛ سړي هڅه کوله هغه ولولي ؛ خو نه یې شوای کولای ، سره له دې چې هره یوه پاڼه یې پېژانده ؛ خو د پېژندگلوۍ سره سره ورته پردۍ وې ، لرې او پردۍ او نه پېژندونکي وو. دا ټول لوگي لکه هغه نورې لوخړې چې بهر ، په کوڅو ، د ماتو کورونو دننه هوا ته پورته کېدې ، غوړسکې ، غملړلې او خواشینونکې وې او د ښار رنځور خلک چې ټول باوري شوي وو د دغو لوگېو جسدونو ته یې له لرگیو او کاغذو ، ښکلي قبرونه جوړ کړي وو او کله چې به د مړْو له خاورو سپارلو او ښخولو اوزگار شول راتلل به او تر یو چت به سره راټولېدل او د عبادت لپاره به یې خپل چنچني خوړلي سرونه پر ډېرانو اېښودل . تا به وېل د همدغو لوخړو ، خوسا وږم او تورتم په مېنځ کې د خدای په لټه کې دي ؛ خو په خوښي چې د خدای ځاې په ډېرانو کې نه و ، .....!؟
سړي اپیم وڅکول ، کتل یې چې باد په ترهاره له کړکۍ راننوت ، منډه یې کړه ، لوگی یې واخیست او په خپل توربخون پټکي کې یې تاو کړ او په بېړه ووت . چې کله له کړکۍ واته ، سړي ته یې وکتل . 
د باد سترگې هم د باندې خلکو په څېر وې ، د سترگو تور یې نه لرل او سپین یې بل رنگ اخیستی و، تا به ویل کجیر خپله درې کلنه ځاله کې دوه وچې شوې هگۍ نښې ساتلو ته ایښې وې . کله چې باد د کړکۍ نه تېرېده سړي ته موسکی شو ، بدرنگه او کرغېړڼه څېره یې لرله. 
غاښونه یې شنه بخون وو او شونډو یې غوښه ندرلوده ،خوله یې ارته او ژبه یې د سمسارې ژبې ته ورته وه ، چې په ډېره بېړه به باندې راووته ، ښکته و پورته ، واړندې و روسته به ښوریده او بېرته به یې د د خولې څا کې ورکېده . 
اپیم څکونکی سړی ، باد پسې ورپورته شو ، پر دوه پښو ودرېد او ځان یې سیده کړ ، پړسېدلو سترگو یې باد تر لیرو څاره چې د لوگي ماشوم یې تخرگ لاندې کړی و. باد ډېر دروند د مات ښار د کوڅو پر سر گرځېده ، ښکته او پورته کېده . یو وار یې ولیده چې باد د اور لمن لاندې ورننوت چې د چا د سوزېدو لپاره یې بل کړی و ، اور چې د نغري په چوپتیا کې ایرې کیده په شور او ځوږ راغی ، بیرته تازه شو او بیا اور واخیست ، یو قد لوړ شو ، بڼه یې لمړی ژېړه ، شین بخون ، روسته تېاره شو . تا به وېل د مات ښار اوسېدونکو په څېر یې تورې عباوې په ځان کړې . اور چې ډېر لوخړو ته ورته کېده د هغو ورستو لرگیو ستنو پر پښو چې د نه باور لرونکو د ځړولو لپاره درول شوې وې سریښېده او لکه سوگل بوټی پاس جیگېده او پورته کېده او پژۍ (جسدونه ) یې تورول او لوخړنول.
سړي هیله درلوده چې د خبرتیا غږ پرې وکړي :
«اور! . . .اور!»
خو غږ وانه ورېدل شو ، تابه ویل دې لوړې ته یې د ستوني غږ نشوای پورته کېدای . 
تابه وېل د ستوني دړه یې تړل شوې وه ، یو وار یې د ځان ټول ځواک د ستوني په غړو کې راټول کړ او په ځوږ سره یې چیغه کړه :
«اوره ! . . .ته خو اور یې ! ته ولې ... »
یو وار یې ولیده چې د باران دانو یې غږ پر ځمکه وواهه ، تابه وېل
لکه یو پهلوان یې چې غږ له ډاگې ووهي . باران په اورېدو و ، یو کلک او بې دریخته باران ، لکه پسرلنی باران . سړي لیده چې باران یې په ټول زور او ځواک د غږ پر ټټر ناست دی ، لیده یې چې د باران دانې اوبه نلري ، لکه مټکور او پوچ غوز ، وچ او مینځ یې تش دی ، چې کله پر ځمکه تویږي پر لاره نه ځي ، سیند خوا هم نه بهیږي ، گواکې سیندونو هغه نه غوښت ، گواکې سیندونه هم خپلو ژورو کې له تگ نه پاتې شوي وو. 
تابه وېل سیندونه هم لکه د باران دانې پوچې او تش مینځه دي ، سره له دې چې ډېرې پښې هم درلودې خو پر لار نشوای تللی ، تابه وېل پښې یې لرگینې دي ، تابه وېل پښې یې د خرما له ونو جوړې دي ، له هغو لرگیو چې یو یې د هغه د کور په مخکې ټکوهل شوی وه ، لیده یې چې سیندونه لکه اوبه ، لکه بارانونه ، لکه د خرما د ونو څانگې تک تور وو. تابه وېل ټولو تور پټکیان پر سر دي ، تابه وېل ټول باوري شوي دي.
سړی بېرته پخپل ځاې کښېناست ، لاحول یې کړ او اپیم یې پرله پسې دود کړل . خومار یې پوښتنې ته راغی او د وړې کوټې چاپېریال یې زړه راښکونکی شو، تابه وېل غوښته یې ېواځې اوسي . تابه وېل هیله یې درلوده چې کړکۍ وتړي او ټول ځایونه لکه د تورپټکې لرونکو ، تیاره کړي ، خو کولای نه شوای ، لیده یې چې کمزوری کیږي ، خیال ته یې راتلل چې پښې یې سُستې شوي دي او د ښورولو وس نلري . یو وار یې په ډېره کمزورتیا دیوالو ته وکتل ، لیده یې چې دیوالونه مخ ته راځي او کوټه راټولېږي او د اپیمو لوگی یې لکه زر سری ښامار ، لکه عشق پیچان له ځانه تاوېده راتاوېده . لیده یې چې د وړې کوټې دیوالونه یې رېږدېدل ، دی هم رېږدېده . تابه وېل د ځان زور و ځواک یې بهر ته بهېدلی دی . تابه وېل ځي چې همېشنی بې هوښه شي او نور تیارې او روښنایي ته اندېښنه ونکړي . تابه وېل هغه غوښتل لکه نورو غوندې باوري شي ، تابه وېل هغه هم غوښتل لکه د نورو په شان خپل همېشنی لوړ تقدیر (تندی) د اپیمو پر ایرو پر ځمکه کېږدي ، تابه وېل هغه هم غوښتل لکه د نورو په څېر توره عمامه واغوندي ، تابه وېل د سترگو تور یې له سا ولیدلي وو چې روښنایي یې پر سترگو تیاره کېده.
د سړي چې لاس و پښې رېږدېدلې ، غوښتل یې پخپلو پښو ودرېږي ، غوښتل یې خپل ساتونکي ته غږ وکړي ، غوښتل یې په نارو پېل وکړي چې : 
« یه خلکو زه باوري کېږم ! » خو غږ یې ونه خوت ، اوچت شوی و خو پښو یې سستي وکړه او بېرته پر ځمکه پرېوت ، اوږې یې په دړد شوې او شا یې سره شوه ، تابه وېل په اور کې وریتېږي ، تابه وېل د اپیمو سرکوټې یې شا سوزوله ، یو ځلې یې ولیده چې د سوزښت او دړد په مینځ کې نامالومو لاسو له دواړو مړوندو ونیو ، په ټکان سره یې پورته کړ او بیا یې په خپلو پښو کښېناو .
سړي د بې هوښۍ د پردې تر شا چې شیبه په شیبه نږدې کېده ایښنده یې د ځمکې لاسونه وپېژندل ، یوه بې جوړې ښادي یې پوښتنې ته راغله . سړي ځمکه پېژانده ، کله چې یې هغه پر ځمکه کې کرله ، ځمکه یې لیدلې وه . لاسونه یې لیدلي وو ، له زور او ځواک یې خبر و ، ځمکه پرې گرانه وه ، په خوارې یې له ځمکې وپوښتل :
« خو ته... باوري شوې نه یې ؟» 
ځمکې ځواب ورکړ :
« نه »
غوږ ته یې له لرې لارې غږ راته. ځمکې ورته وېل: 
«زه ځمکه یم او ځمکه نه باوري کېږي. 
او همدا شان پوه شه او خبر اوسه ، ځمکه د هغه کسانو پژۍ چې باوري شوي دي ځان ته نه غواړي .
زه باد و بارن او اور چې باوري شوي دي له خپل ټاټوبي شړم . زما په اند هغه نور ، باد نه دی، باران نه دی ، اور نه دی ؛ هغه نور په نوم د باد ، باران او اور وچ او وراسته شوي پژۍ (جسدونه) دي او زه وچ او وراسته شوي جسدونه په ځان کې نه منم . ! »
سړي ؛ قهرژلي ، اپیمو خوا وکتل ، لیده یې چې اپیم مړه شوي دي ، سا نلري او لوگي یې نور پورته نه خېږي. 
سړي ځان سره ووېل :
« خو هېڅوک نه پوهېدل چې ځمکه ژوندۍ ده ، مور ژوندۍ ده !»
او د اپیمو ایرو ته ځیر شو ، ځان سره یې وېل:
« ځمکه د دغو نسبي هوده گرو ، زَړَې او پخوانۍ کیسې باندې ښه پوهېږي او د له مینځه وړلو له راز نه یې خبره ده.»
همداسې ور ټیټ شو ، ځمکه یې ښکُل کړه ، یو موټی خاوره یې را واخیسته ، کړکۍ خوا لاړ ، دیوال مخ ته یې ځان جگ کړ او لاس یې له کړکۍ وویست ، موټی یې د آزادۍ نښه وه ، هغه یې په هوښیارې پرانست ، خاوره ، پر سرلوړۍ او شور و ځوږ سره په ټول ښار کې خپره شوه ، اوبه ، اور او تیاره یې لاندې او کرار کړل. بیا لاړ او پر خپل منبر ، لوړ، ودرېد . هغه وخت یې د ځمکې لوړ غږ اورېده چې وېلې یې :
« زما بچو ، باوري نه شې ، زه ژوندۍ یم! باوري نه شې ، زه ژوندۍ یم !... سره له دې چې زموږ ښار مات او یاران ترغۍ تالان او پاشلې دي ، خو دا ماتېدل او پاشېدل همیش پاتې کېدونکي نه دي ! »
پای
*پریشانه= ژولیده . گړینگې اوږې= شانه های افتاده . بڼه= چهره . نړېدلی = فروریتخه . گوډۍ= مَترَسک . لارښود= رهنما . لوخړه= دود . پرېړ =حجم . غلچکی=دزدانه څښېدل=خزیدن . دروی=نی . خَنَک =ظرف . بې سد=ناتوان و بېهوش زدوېل=جویدن . دریڅه=تیرکش . نه آبادمنونکی=ناخداآباد . سوړه=سوراخ . شنډه=سترون و نازا . پټکی=عمامه و دستار . سندرۍ=فواره و ابشار . وږم =تعفن . ترهاره= ترس و دلهره کجیر=کرگس ، کلمرغ . سمساره=سوسمار . وریت= کباب شده و بریان . قهرژلی= خشمگین .

لوستل شوی 67 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي